د اسټرالیا د بهرنیو چارو د وزیرې پني وانګ د څرګندونو لهمخې، افغانان د نړۍ له تر ټولو سخت او اوږدمهاله بشري ناورین سره مخ دي؛ هغه ناورین چې د هغې په وینا، د خلکو د بنسټیزو اړتیاوو په پوره کولو کې د طالبانو د ناتوانۍ له امله لا پسې سخت شوی دی.
پني وانګ د روان وضعیت په اړه د ژورې اندېښنې په څرګندولو سره وویل: «په افغانستان کې وضعیت خورا خراب دی. د اسټرالیا حکومت په کلکه ژمن دی چې د افغانستان د خلکو ملاتړ ته دوام ورکړي، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو ملاتړ ته».
هغې زیاته کړه: «د اسټرالیا دا بشري مرستې به د خلکو د ژوند ژغورلو، د هغوی د کړاوونو د کمولو او د افغانستان د روان ناورین له امله زیانمنو شویو ټولنو ته د بنسټیزو اړتیاوو پوره کولو کې مرسته وکړي».
د اسټرالیا د حکومت د اعلان لهمخې، دا مرستې تر ډېره پر ښځو او نجونو متمرکزې دي او د خوړو خوندیتوب، روغتیایي خدمتونه او د انساني کرامت، امنیت او بشري حقونو ساتنه یې له لومړیتوبونو څخه دي. استرالیا ټینګار کړی، چې دا مرستې به د ملګرو ملتونو د معتبرو بنسټونو له لارې خلکو ته ورسول شي، څو ډاډ ترلاسه شي چې مرستې رښتینو اړمنو کسانو ته رسېږي، نه د طالبانو رژیم ته.
دغه مرستندویه کڅوړه به د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) او د افغانستان د بشري مرستو صندوق له لارې چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) تر مدیریت لاندې دی، ووېشل شي.
د اسټرالیا د نړۍوالې پراختیا وزیرې اېن الی هم په دې اړه وویل: «دا بودیجه به د بېړنیو بشري اړتیاوو د پوره کولو او په ټول افغانستان کې د زیانمنو وګړو د ملاتړ لپاره وکارول شي».
هغې زیاته کړه: «د دې ملاتړ له لارې، موږ له باوري شریکانو سره خپله همکاري روانه ساتو، څو ډاډ ترلاسه شي چې مرستې په خوندي، شفافه او عادلانه ډول هغو کسانو ته رسېږي چې تر ټولو ډېره اړتیا ورته لري».
د شمېرو لهمخې، نږدې ۲۲ میلیونه کسان په افغانستان کې بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري. د طالبانو لهخوا پر ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه لکه کار ته د لاسرسي بندیز، روغتیایي خدمتونه، زدهکړه او په ټولنیز ژوند کې نه ګډون د دې لامل شوي چې ښځې او نجونې د دې بشري ناورین له امله تر ټولو زیات زیان وویني.