• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کابل او غزني کې د ۱۳۰ ځوانانو د ډله ییز واده مراسم ترسره شوي

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۳۴ GMT+۰

په کابل او غزني ښارونو کې د ځوانانو د واده اسانه کولو او لګښتونو کمولو په موخه د ۱۳۰ ځونانو د واده ګډ مراسم ترسره شوي دي. دغه مراسم د خیریه بنسټونو او سوداګرو په مرسته ترسره شوي دي.

په کابل کې دغه مراسم د ګډو ودونو د یوه خیریه بنسټ په مرسته په ستاره غرب هوټل کې تنظیم شوي وو، چې د جوړو د کورنۍ په سلګونو غړو پکې ګدون کړی و.

د مراسمو یوه مسوول محمدباقر خبریالانو ته وویل، چې هدف یې د بې وزله ځوانانو ملاتړ، د ودونو د ډېر لګښت کمول او ساده ژوند دود کول دي.

د هغه په وینا، هرې جوړې ته د لباس ترڅنګ یوه کچه نغدي پیسې هم ورکړل شوې دي.

په ورته وخت کې د غزني ښار په مرکز کې ځايي سوداګرو د ۳۰ جوړو ګډ واده ترسره کړی.

د مراسمو لګښت شاوخوا یو میلیون افغانۍ ښودل شوی او د کابل، بامیان، دایکندي او میدان وردګ ولایتونو ځوانانو پکې ګډون کړی و.

د ودونو ګډ مراسم د تېر جمهوري حکومت پرمهال دود شول او یو شمېر خیریه بنسټونه اوس هم په دې برخه کې فعال دي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

برېښنا شرکت له کورنیو پانګوالو سره د پنځو پراختيايي پروژو تړونونه لاسليک کړل

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۱۸ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت اعلان وکړ چې د شاوخوا ۷۱۰ ميليونه افغانيو په ارزښت یې له کورنیو شرکتونو سره د پنځو سترو پراختيايي پروژو د عملي کېدو لپاره تړونونه لاسليک کړل.

د تړونونو مراسمو پر مهال د طالبانو تر واک لاندې د برېښنا شرکت عمومي رییس ملا عبدالحق څرګنده کړه چې دغه پروژې به د برېښنا ملي شبکې د پياوړتيا، ثبات او دوامدارې ودې لپاره مهم او بنسټيز رول ولري.

په دغو پروژو کې د څلورو سترو سبسټېشنونو جوړول هم شامل دي.

همداراز په کابل ښار کې د ۶م فيډر د اضافه بارۍ ستونزې حل او اړونده تخنيکي اړتیاوې پوره کول هم په پلان کې دي.

له دې پروژو څخه د پروان ولايت باريکاب صنعتي پارک لپاره د ۳۶۹.۲ ميليونه افغانيو په ارزښت د سبسټېشن جوړول، د ۲۰۶.۸ ميليونه افغانيو په لګښت په غزني او زابل ولايتونو کې د قره‌باغ، مقر او شاجوی سبسټېشنونو جوړول او په پلازمېنه کابل کې د ۱۳۷.۴ ميليونه افغانيو په ارزښت د شپږم فيډر د اضافه بارۍ او اړونده تخنيکي چارو بشپړول شامل دي.

عبدالحق د مراسمو پر مهال له قراردادي شرکتونو غوښتنه وکړه چې ټولې چارې د تړونونو له ژمنو سره سم، په لوړ کيفيت او ټاکلي وخت کې بشپړې کړي.

د شرکت د معلوماتو له مخې، هممهاله، د پروژو پانګوالو شرکتونو هم ډاډ ورکړی چې له ټاکل شويو معیارونو سره سم به چارې عملي کړي.

اتریش په ۱۲ جرمونو تورن یو ۳۰ کلن افغان کابل ته استولی

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۲۵ GMT+۰

د اتریش د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، یو ۳۰ کلن افغان له ویانا څخه کابل ته لیږدول شوی. دغه کس د جنسي تاوتریخوالي او نورو جرمونو له امله اووه کاله په زندان کې تیر کړي وو.

د اتریش د چارواکو په وینا، د دغه کس خلاف د لس کلنې استوګنې په ترڅ کې په امنیتي ادارو کې ټول ۱۲جرمونه ثبت شوي وو.پر هغه اتریش ته د ننوتلو او استوګنې بندیز هم لګول شوی، چې له مخې یې هغه تېره شپه له اتریش څخه ووت.

د اتریش د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۳،۳۰۰ کسان له اتریش څخه ایستل شوي، چې نږدې هره ورځ لس تنه کېږي.

د اتریش د کورنیو چارو وزیر ګرهارد کارنر ویلي: «محکوم شوي مجرمان باید له اتریش څخه ووځي».

د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې هم یو بل افغان هم د اتریش له خوا کابل ته شړل شوی و. دغه کس مخکې د یو جدي جنسي جرم په تور محکوم شوی و.

طالبان وایي ډېر ژر به له روسیې سره د افغان کارګرو د لېږد په تړاو هوکړه وشي

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۰۱ GMT+۰

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي، چې له روسیې سره به د افغان کارګرو د لېږد په اړه په صنعتي، ودانیزو او کرنیزو برخو کې د کاري زمینې برابرولو لپاره نږدې راتلونکي کې هوکړه وکړي.

د دغه وزارت ویاند سمیع‌الله ابراهیمي د طالبانو له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې دغه وزارت هڅه کوي ژر تر ژره د افغان مسلکي کارګرو د لېږد په تړاو له روسیې سره یوې هوکړې ته ورسېږي. د نوموړي په وینا؛ د روسیې د کار بازار افغان کارګرو ته اړتیا لري.

ابراهیمي همداراز ویلي، چې تر دې وړاندې د افغان کارګرو د لېږد په برخه کې له ایران، قطر، سعودي عربستان، عمان او متحده عربي اماراتو سره هم د هوکړو لپاره هڅې شوې دي. هغه زیاته کړې، په دغه هېوادونو کې د مېشتو افغانانو د ستونزو د حل په اړه هم خبرې شوې دي.

د کارګرو د ټاکلو د معیار په اړه ابراهیمي ویلي، په تخصصي برخو کې لوستي کسان او په مسلکي برخو کې هغه کسان لېږل کېږي چې کاري مهارتونه ولري. دا په داسې حال کې ده، چې راپورونه ښيي په افغانستان کې د بې‌کارۍ او فقر کچه په بې‌ساري ډول لوړه شوې ده.

د همدې ستونزو له امله ډېری افغانان ناقانونه کډوالۍ ته مخه کوي، چې په ډېرو مواردو کې یې د مرګ لامل ګرځي. په دې وروستیو کې د ایران پر لاره د لسګونه هغو افغانانو مړي موندل شوي، چې پر لاره د سړې هوا له امله مړه شوي وو. دغه کسانو هڅه کوله په ناقانونه توګه له پولې واوړي.

طالبان: د مصنوعي نشه‌يي توکو سرچینې د افغانستان له پولو بهر دي

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۰۸:۵۱ GMT+۰

طالبانو په کابل کې د دوحې پروسې تر چتر لاندې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې څلورمه غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت تقریبا صفر ته راټیټ شوی او د مصنوعي نشه‌يي توکو سرچینې د افغانستان له پولو بهر دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه غونډه د یوناما په کوربه‌توب په حضوري او انلاین بڼه ترسره شوه او په‌کې د طالبانو د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، کرنې او د روغتیا وزارتونو استازو، د یوناما او ملګرو ملتونو ادارو، نړۍوالو او سیه‌ییزو سازمانونو، اروپایي ټولنې، د اسلامي همکاریو سازمان، د ګڼو هېوادونو سفیرانو او متخصصینو ګډون کړی و.

په خبرپاڼه کې راغلي، د یادې غونډې پرمهال طالب استازو یادونه وکړه: «د نشه‌يي توکو پر وړاندې زموږ کلک هوډ او اقدامات نه یوازې افغانستان؛ بلکې سیمې او نړۍ ته هم ګټه رسوي».

طالب چارواکو همدارنګه د مصنوعي نشه‌يي توکو پر ګواښ هم ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د دغه توکو سرچینې تر ډېره له افغانستان نه بهر دي او که د مخنیوي لپاره یې ګامونه پورته نه‌شي؛ نه یوازې افغانستان بلکې سیمه او نړۍ به له دې زیانمنه شي.

خبرپاڼه زیاتوي، یوناما، نړۍوالو سازمانونو او ګډونوالو په افغانستان کې د بدیل معیشت پروګرامونو او د روږدو کسانو د درملنې او ټولنې ته د هغوی د بیا مدغمولو لپاره د نړۍوالې همکارۍ ډاډ ورکړ.

د خبرپاڼې په پای کې راغلي، چې د دوحې پروسې تر چتر لاندې به د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزه همغږې او دوامداره وي؛ څو د افغانستان او سیمې امنیت او د خلکو روغتیا خوندي شي.

طالبانو د دوو نړۍوالو بنسټونو سره د درې اړخیزې همکارۍ هوکړه‌‌لیک لاسلیک کړ

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۰۸:۳۹ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې له سولیډرتي انټرنېشنل (SI) او هنډیکپ انټرنېشنل (HI) بنسټونو سره د څه باندې ۷۲۲زره ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو درې اړخیزه هوکړه لاسلیک کړه.

د یادې هوکړې موخه د طبیعي پېښو د ګواښونو کمول، د ټولنې پیاوړتیا او د معلولیت لرونکو کسانو ملاتړ ښودل شوی دی. د یادې ادارې د خبرپاڼې له مخې؛ د دغه ادارې رییس ملا نورالدین ترابي د دواړو بنسټونو له استازو سره د لیدنې پر مهال ټینګار کړی، چې دغه پروژه باید ژر، په بشپړې روڼتیا او د خلکو د اړتیاوو له مخې پلې شي.

ترابي ویلي: «همکار بنسټونه باید خپلې پروژې پر وخت عملي کړي او د هرې طبیعي پېښې پرمهال بې له ځنډه له موږ سره په همغږۍ زیانمنو سیمو ته ورسېږي». د خبرپاڼې له مخې؛ د سولیډرتي انټرنېشنل بنسټ به د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې له اقلیم سره سمون لرونکي ۳زره نیالګي کېنوي، اړمنو کورنیو ته به د ځنګلي واښو او سبزیجاتو تخمونه ووېشي او د طبیعي پېښو د مخنیوي لپاره به وقایوي پروژې پلې کړي.

همداراز هنډیکپ انټرنېشنل بنسټ به په همدې ولسوالۍ کې د معلولیت لرونکو کسانو ارزونه وکړي، هغوی ته به د پېښو د ګواښونو په اړه عامه پوهاوی ورکړي، لازم وسایل به ورته برابر کړي او د کورنیو د ملاتړ لپاره به ځانګړي مشورتي پروګرامونه عملي کړي.