سعودي عربستان په سوریه کې خپله پانګونه پراخوي

سعودي عربستان پرېکړه کړې، چې جګړه ځپلې سوریه کې خپله پانګونه په بېساري ډول پراخه کړي او د هوايي چلند د یوې خصوصي کمپنۍ په ګډون په بېلابېلو برخو کې څو مېلیارد ډالره نوې پانګونې وکړي.

سعودي عربستان پرېکړه کړې، چې جګړه ځپلې سوریه کې خپله پانګونه په بېساري ډول پراخه کړي او د هوايي چلند د یوې خصوصي کمپنۍ په ګډون په بېلابېلو برخو کې څو مېلیارد ډالره نوې پانګونې وکړي.
د سوریې د پانګونې ادارې مشر طلال الهلالي د دوبۍ د «نړۍوالو حکومتونو غونډې» په څنډه کې رویټرز ته ویلي، چې د دغه پانګونو تفصیل به د روانې میاشتې (د سلواغې په ۱۸مه) اعلان شي. د هغه په وینا؛ دا تر ټولو ستره بهرنۍ پانګونه ده، چې د امریکا لهخوا د سختو بندیزونو تر لرې کېدو وروسته په سوریه کې اعلانېږي.
الهلالي زیاته کړې، چې دغه پانګونې به په مخابراتي شبکو، املاکي پروژو او تاریخي ودانیو کې ولګول شي؛ څو د جګړو له امله زیانمنې شوې برخې بېرته ورغول شي.
په همدې حال کې دوو باخبره سوریایي سرچینو رویټرز ته ویلي، چې په دغه پانګونه کې به د حلب د نړۍوال هوايي ډګر پراختیا هم شامله وي او تمه ده نوې خصوصي هوايي کمپنۍ به خپل فعالیت د څه باندې ۱۲ الوتکو په لرلو سره پیل کړي.
یو سوریایي سوداګر هم ویلي، چې سعودي عربستان غواړي د دغه پروژو بیمه وکړي څو سعودي شرکتونه د سوریې بازار ته د ننوتلو لپاره وهڅول شي. دغه پرمختګونه په داسې حال کې کېږي، چې شاوخوا ۱۴ میاشتې وړاندې د بشار الاسد حکومت نسکور شو او نوموړی روسیې ته وتښتېد.
تر هغه وروسته، ریاض د سوریې د لنډمهالي ولسمشر احمد الشرع له نږدې متحدینو څخه ګرځېدلی دی. سعودي عربستان مخکې هم اعلان کړی و، چې یوازې په ۲۰۲۵کال کې یې د ۴۷ قراردادونو له لارې له سلو زیات سعودي شرکتونه په سوریه کې په املاکي، بنسټیزو پروژو او مخابراتي برخو کې د ۶.۴ مېلیارد ډالرو په ارزښت پانګونې ته هڅولي دي.