طالبان وایي، په اسلام‌کلا ګمرک کې یې د ۵۸میلیونه افغانیو په ارزښت پراختیایي پروژې پیل کړې

په هرات کې د طالبانو رسنیز دفتر د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۵مه) خبر ورکړی، چې د دې ولایت په اسلام‌کلا ګمرک کې د ۵۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۴ پراختیایي پروژو چارې پیل شوې دي. د دوی په وینا، د دغو پروژو له بشپړېدو سره به په دې بندر کې ګڼه‌ګوڼه کمه او نظم رامنځته شي.