• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی روزالدین شجاعي ومړ

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۰۴:۲۲ GMT+۰

د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان کړی، چې د هېواد د فوټبال ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی روزالدین شجاعي مړ شوی دی. د دغه فدراسیون د خبرپاڼې له مخې؛ شجاعي د ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۱۰ کلونو پورې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې غړی و او په نړۍوالو سیالیو کې یې د افغان لوبډلې لپاره لوبې کړې دي.

نوموړي همدارنګه د اردو، کابل بانک او بېګ‌بیر افغانستان په کلبونو کې هم لوبېدلی دی. د فوټبال فدراسیون په خپله خبرپاڼه کې روزالدین شجاعي یو ژمن او زیارکښ ورزشکار بللی، چې په مینه او فداکارۍ سره یې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې ته خدمت کړی دی.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د دغه پخواني فوټبالر د مړینې د څرنګوالي او ځای په اړه څه نه‌دي ویلي.

ترویج لرونکی

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی
۱

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی

۲

تښتونه که کورنی تاوتریخوالی؛ د شاپور حسنزوی د کورنۍ د تري تم کېدو تر شا څه کیسه ده؟

۳

طالبانو پر کونړ سیند د برېښنا بند لپاره د پنځو سیمو د سروې بشپړولو خبر ور کړی

۴

ندا محمد ندیم د تحصیلي ادارو پر اصلاح او پرمختګ ټینګار کړی

۵

طالبانو د اسلام‌اباد غونډې اعلامیه رد کړه؛ غربي فرمایشونه نه منو

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله د جاپان په وړاندې له ماتې وروسته د ۲۰۲۶کال اسیا جام بهر شوه

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۰۲:۳۲ GMT+۰
100%

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶کال اسیا جام سیالیو کې د جاپان په وړاندې د ۶-۰ په توپیر ماتې وخوړه او له سیالۍ بهر شوه. جاپان په لومړۍ پاڼۍ کې یو ګول وواهه؛ خو په دویمه پاڼۍ کې یې پنځه نور ګولونه ووهل او د سیالۍ نیمه پای لوبې ته ورسېد.

په یاده لوبه کې د جاپان ملي لوبغاړو په دفاع او برید دواړو برخو کې له ښه تاکتیک سره بریالی فعالیت وکړ او له شته فرصتونو یې ښه ګټه پورته کړه. برعکس افغان لوبډله ونه توانېده، چې له رامنځته شویو فرصتونو ګټه واخلي او د دویم ګول له ورکولو وروسته لوبډلې یووالی له لاسه ورکړ او دوی ونه توانېدل چې لوبې ته بېرته راوګرځي.

د جاپان څو ګولونه د افغان لوبغاړو د فردي تېروتنو له امله وو. په دې لوبه کې د جاپان شیمیزو د لوبې ستوری و، چې هېټریک یې وواهه او د خپلې لوبډلې له شپږو ګولونو څخه یې درې ګولونه ووهل.

د جاپان د فوټسال ملي لوبډله به په نیمه پایلوبه کې له اندونیزیا یا ویتنام لوبډلې سره مخامخ شي. افغانستان د ایران، سعودي عربستان او مالیزیا سره په څلورم ګروپ کې همډلی و او د دوو بریاوو او یوې ماتې سره یې ۶ نمرې ترلاسه کړې او د ګروپ د دویمې لوبډلې په توګه بل پړاو ته ورسېد.

نړۍوال جام؛ د افغان کرېکټ له ۱۹ کلنو څخه کم‌عمره لوبډله سبا له هند سره مخ کېږي

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۱۳ GMT+۰
100%

د افغانستان د نولس کلنو کرېکټ ملي لوبډله به سبا چهارشنبه د (سلواغې ۱۵مه) د ۲۰۲۶ کال د نولس کلنو د کرېکټ نړۍوال جام د نیمه‌پایلوبې په پړاو کې د هند له پیاوړې لوبډلې سره مخامخ شي. دا مهمه او برخلیک ټاکونکې لوبه به د کابل پر وخت د غرمې په دولسو بجو پیل شي.

د دې سیالۍ ګټونکې لوبډله به په پایلوبه کې د انګلستان پر وړاندې میدان ته ښکته شي.

افغانستان د شپږ غوره لوبډلو په پړاو کې د لومړۍ ډلې په سیالیو کې د قناعت وړ لوبو په ترسره کولو سره دویم مقام خپل کړ او نیمه‌پایلوبې ته ووت. په بل لور، د هند لوبډلې د دویم ګروپ په سیالیو کې د لومړي مقام په خپلولو سره نیمه‌پایلوبې ته لاره ومونده.

د نیمه‌پایلوبې په بلې سیالۍ کې چې نن ترسره شوه، د انګلستان لوبډلې د اسټرالیا پر وړاندې د ۲۷ منډو په توپیر بریا خپله کړه او د ۲۰۲۶ نړۍوال جام لومړنۍ پایلوبې ته ورسېده.

د دواړو لوبډلو ترمنځ په وروستیو پنځو مخامخ سیالیو کې چې د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ ترسره شوې دي، هند څلور ځله بریا خپله کړې ده او د افغانستان یوازینۍ بریا په ۲۰۱۹ کال کې وه. هند د دې سیالیو له اصلي اتل‌غوښتونکو څخه شمېرل کېږي، خو د افغانستان د ځوانانو لوبډله که غواړي پایلوبې ته ورسېږي، نو اړتیا لري چې له تمې پورته لوبه، لوړ تمرکز او له شته فرصتونو سمه ګټه واخلي.

کورنۍ لوبې؛ په کندهار کې لومړۍ درجه ولایتي شل اوریزه کرېکټ سیالۍ پيل شوې

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۹:۰۶ GMT+۰
100%

د افغانستان کرېکټ بورډ خبر ورکړی، چې د کرېکټ کورنیو سیالیو د مهالوېش له مخې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي شل اوریزې لوبې د کندهار او ننګرهار په کوربه‌توب پيل شوې. په دغه سیالیو کې ۱۲ لوبډلو ګډون کړی، چې د روانې فبرورۍ میاشتې تر ۱۳مې نېټې به دوام وکړي.

د افغانستان کرېکټ بورډ وایي، چې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه شل اوریزې ولایتي سیالۍ سږ کال په لومړي ځل په دوو بڼو کې ترسره کېږي: «پنځوس اوریزه بڼه سیالۍ یې اونۍ وړاندې د ننګرهار لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې چې شل اوریزه هغه به یې هم پر ټاکلو نېټو ترسره شي».

د دغه سیالیو د الف ګروپ لوبې به د کندهار او قریشي کرېکټ لوبغالو او د «ب» ګروپ سیالۍ بیا د ننگرهار په نجیب‌الله تره‌کي او غازي امان الله خان کرېکټ لوبغالو کې ترسره شي.

کرېکټ بورډ ویلي، چې د کورنیو سیالیو څخه یې موخه شل اوریزه او یو ورځنیو سیالیو ته د غوره لوبغاړو ټاکل دي.

د ۲۰۲۶کال نړۍوال جام چمتووالي سیالۍ؛ افغانستان سبا د وېسټ انډیز پر وړاندې لوبه کوي

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۳۸ GMT+۰
100%

د ۲۰۲۶کال نړۍوال شل اوریز جام چمتووالي سیالیو په لړ کې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله سبا د وېسټ انډیز پر وړاندې خپله دویمه تمریناتي لوبه کوي. افغان لوبډلې پرون د سکاټلنډ پر وړاندې په خپلې لومړۍ تمریناتي لوبه کې د ۶۱ منډو په توپیر بریا ترلاسه کړه.

د دغه نړۍوال شل‌اوریز جام د تمریناتي لوبو لړۍ د فبرورۍ له دویمې نېټې څخه په هند او سریلانکا کې پیل شوې، چې د ټولو لوبډلو لپاره د رسمي سیالیو وړاندې د چمتوالي مهمه برخه بلل کېږي. ټولې ۱۶ تمریناتي لوبې به د فبرورۍ تر شپږمې نېټې دوام وکړي.

په لومړۍ تمریناتي لوبه کې چې د هند په بنګلور ښار کې ترسره شوه، افغان ملي لوبډلې لومړۍ توپ وهنه وکړه او د شپږو لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۸۴ منډې جوړې کړې. په دغه سیالۍ کې د افغانستان له‌خوا دروېش رسولي ۸۴ منډې، ابراهیم ځدراڼ ۳۶ او محمد نبي ۳۴ چټکې منډې وکړې.

بل اړخ ته سکاټلنډ لوبډلې یوازې ۱۲۳ منډې وکړې او د ۶۱ منډو په توپیر یې ماتې وخوړه. افغان توپ اچوونکو په دغه سیالۍ کې ښه توپ اچونه وکړه، چې عظمت الله عمرزي درې او محمدنبي دوه وېکټې واخیستې.
د ۲۰۲۶کال د کرېکټ شل اوریز نړۍوال جام سیالۍ به د فبرورۍ په ۷مه د هند او سریلانکا په کوربه‌توب پیل شي او د مارچ تر ۸مې به دوام وکړي. په دغه جام کې د نړۍ ۲۰ مخکښې لوبډلې ګډون کوي. د افغانستان ملي لوبډلې لومړۍ سیالي (د فبرورۍ په ۸مه) د نیوزېلنډ پر وړاندې په چنای کې ترسره کېږي.

له خبریالانو وېره؛ پر رسنیزو فعالیتونو د محدودیتونو لړۍ د هرات فوټبال ادارې ته هم ورسېده

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۴۷ GMT+۰
100%

د افغانستان د فوټبال فډراسیون له څو کلونو راهیسې د خبریالانو له وېرې، اطلاعاتو ته د لاسرسي له محدودیت، د رسنیزو فعالیتونو له مخنیوي او په اوږدمهاله چوپتیا پېژندل کېږي. د طالبانو دغه کړنلاره د هرات ولایت د فوټبال فډراسیون ته هم غځېدلې ده.

د افغانستان سپورټي عکاس ظاهر نوري په خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، چې د هرات د فوټبال فډراسیون پر رييس شاه رسول احراري له نیوکې وروسته یاد فډراسیون ته له ننوتلو منع شوی دی.

هغه زیاته کړې، له څو کلونو راهیسې د افغانستان د فوټبال او فوټسال د ودې لپاره له ګڼو هڅو سره سره له بې مهرۍ، تبعیض او بې‌عدالتۍ پرته بل څه نه‌دي لیدلي. د هغه په وینا، هېڅکله هم د شخصي ګټو په لټه کې نه وو او یوازینۍ هیله یې د سپورټ برخې پرمختګ او له لوبغاړو ملاتړ وو، خو اوس یې پرېکړه کړې چې په دې برخه کې به خپل ټول فعالیتونه ودروي.

ظاهر نوري د خپلې فېسبوک‌پاڼې د لیکنې په پای کې هیله‌مندي ښودلې، چې داسې ورځ دې راشي چې د افغانستان سپورټي فډراسیونونه د ځوان، وړ او زړه سواندو ځوانانو په لاس اداره شي، نه د داسې کسانو له لوري چې د «فډراسیون څوکۍ خپل شخصي میراث» ګڼي.