طالبانو په کابل کې د نشهیي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ۶۶ کسان نیولي دي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په کابل کې یې د تېرو ورځو عملیاتو پر مهال ۶۶ کسان د نشهيي توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیولي دي. دغه وزارت زیاته کړې، چې نیول شوي کسان به تر لومړنیو پلټنو وروسته عدلي او قضايي ادارو ته ور وپېژندل شي.
