• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د قطر او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو په سیمه کې د کړکېچ د کمولو په تړاو ټلیفوني خبرې کړي

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۴۴ GMT+۰

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د قطر او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو په سیمه کې د کړکېچ د کمولو لپاره د روانو هڅو په تړاو ټلیفوني خبرې کړې دي.

په خبرپاڼې کې راغلي، چې د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان بن ال‌ثاني د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي سره د خبرو پر مهال په سیمه کې د کړکېچ د کمولو لپاره د روانو هڅو څخه خپل ملاتړ څرګند کړی او د تاوتریخوالي کمولو او د سوله‌ییزو حل‌لارو موندلو او په سیمه کې د امنیت او ثبات پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د قطر د بهرنیو چارو وزیر د ګډو هڅو پر همغږۍ ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې سیمه باید د کړکېچ له بدو پایلو وژغورل شي.

ترویج لرونکی

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی
۱

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی

۲

تښتونه که کورنی تاوتریخوالی؛ د شاپور حسنزوی د کورنۍ د تري تم کېدو تر شا څه کیسه ده؟

۳

طالبانو پر کونړ سیند د برېښنا بند لپاره د پنځو سیمو د سروې بشپړولو خبر ور کړی

۴

ندا محمد ندیم د تحصیلي ادارو پر اصلاح او پرمختګ ټینګار کړی

۵

طالبانو د اسلام‌اباد غونډې اعلامیه رد کړه؛ غربي فرمایشونه نه منو

•
•
•

نور کیسې

د چین ولسمشر له پوتین او ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۱۷ GMT+۰
100%

د چین ولسشمر شي جین‌پینګ د چهارشنبې په ورځ په جلا جلا ټلیفوني اړیکو کې له خپل روسي او امریکايي سیالانو سره خبرې وکړې. د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وویل، چې د چین له ولسمشر سره یې د سوداګرۍ او امنیتي مسایلو په اړه ګټورې خبرې کړې دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې، د چین ولسمشر له واشنګټن څخه غوښتي چې تایوان ته د وسلو د پلور په اړه له احتیاطه کار واخلي. په همدې مهال، شي جین‌پینګ منلې ده چې هېواد به یې له متحده ایالاتو څخه د سویا د پېر کچه له ۱۲ میلیونه ټُنه څخه ۲۰ میلیونه ټُنو ته لوړه کړي.

د یادونې وړ ده، چې د امریکا کرنیز سکټور چې دا مهال له اقتصادي ستونزو سره مخ دی، د ډونالد ټرمپ له مهمو سیاسي ملاتړو څخه شمېرل کېږي او چین د دې سکټور د تولیداتو تر ټولو لوی پېرېدونکی هېواد بلل کېږي. خو د چین او امریکا ترمنځ سوداګریز تاوتریخوالي د چین له لوري د کرنیزو محصولاتو پېر کم کړی و.

د ټرمپ او شي جین‌پینګ ټلیفوني خبرې یوازې څو ساعته وروسته له هغې وشوې، چې د چین ولسمشر له روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین سره مجازي‌ ناسته کړې وه. د چین د دولتي رسنیو د راپور له‌مخې، شي جین‌پینګ له ولادیمیر پوتین سره په ویډیويي خبرو کې وویل، چې له روسیې سره د چین ستراتیژیکې اړیکې د نړۍوال ثبات لپاره خورا مهم رول لري.

ولادیمیر پوتین هم د چین او روسیې اړیکې «ستراتیژیکې او د دواړو هېوادونو لپاره ګټورې» وبللې او د شي جین‌پینګ هغه بلنه یې ومنله، چې د روان میلادي کال په لومړۍ نیمايي کې چین ته سفر وکړي.

دواړو لوریو همداراز د اقتصادي همکاریو د پراختیا په ځانګړې توګه د انرژۍ په برخه کې د لا ډېرې همکارۍ پر سر هوکړه وکړه.

د چین او روسیې مشرانو وروستی ځل د تېر میلادي کال په سپټمبر میاشت کې په بېجینګ کې د چین د یوه ستر پوځي رسم‌ګذشت (پوځي پرېډ) پر مهال سره لیدلي وو. په هغه لیدنه کې شي جین‌پینګ ویلي وو، چې د چین او روسیې اړیکې به «د نړۍوالو توپانونو پروړاندې ټینګې پاتې شي».

روسي کامیډین ته یوه ټوکه د ۶ کاله زندان په بیه پرېوته

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۲۷ GMT+۰
100%

یو روسی کامیډین ارټمي اوستانین د چارشنبې په ورځ له دې امله په پنځه کاله او نهه میاشتې زندان او ۳۰۰ زره روبله جریمې محکوم شوی، چې په خپله ټوکه کې یې یو پخوانی معیوب سرتېری یاد کړی یا انځور کړی و. هغه په کرکې پارونې او د عیسویانو احساساتو ته په سپکاوي تورن شوی.

اوستانین د تېر کال په مارچ میاشت کې د یوې کوچنۍ نندارې پرمهال ټوکه کې یو داسې سرتېری انځور کړی و چې د ماین چاودنې له امله یې پښې له لاسه ورکړې وي او اوس په سکیټ بورډ حرکت کوي او دده په پښو ور لویږي.

د ویډیو له خپریدو وروسته پوځي بلاګرانو دا ټوکه د سرتېرو سپکاوی وباله.

اوستانین هڅه کړې وه چې روسیه پرېږدي، خو په بیلاروس کې ونیول شو او بیا مسکو ته ولېږدول شو.

امریکا په سوریه کې د داعش پر مرکزونو د پراخو هوایي بریدونو خبر ورکړی دی

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۱۹ GMT+۰
100%

د امریکا د متحدو ایالتونو مرکزي قومندانۍ (سنټکام) اعلان کړی، چې امریکايي ځواکونو د پنځو جلا جلا بریدونو په ترڅ کې د سوریې په بېلابېلو سیمو کې د داعش ډلې سنګرونه په نښه کړي دي. امریکا وایي، په تېرو نږدې دوو میاشتو کې یې د داعش ډلې ۵۰ غړي وژلي یا هم نیولي‌ دي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د معلوماتو له‌مخې، دا عملیات د جنورۍ له ۲۷مې څخه د فبرورۍ تر ۲مې پورې ترسره شوي او ورسره هم‌مهاله د اېتلافي او شریکو ځواکونو پوځي فشارونه هم دوام لري، څو د دې ترهګرې ډلې د بیا راژوندي کېدو مخه ونیول شي.

د سنټکام د معلوماتو پر بنسټ، امریکايي ځواکونو د داعش یو د اړیکو مرکز، یو مهم لوژستیکي انبار او د وسلو څو زېرمې تثبیت او له‌منځه وړې دي. په دغو بریدونو کې د الوتکو، چورلکو او بې‌پیلوټه الوتکو له لارې شاوخوا ۵۰ دقیقې مدیریت کېدونکې وسلې کارول شوې دي.

د سنټکام د سمندري قواوو قوماندان امیرال برېډ کوپر ویلي: «د دغو سنګرونو په نښه کول دا څرګندوي چې موږ په سوریه کې د داعش د بېرته راګرځېدو د مخنیوي لپاره خپل تمرکز او ټینګ هوډ ته دوام ورکوو. موږ د خپلو اېتلافي ځواکونو او شریکانو سره په همغږۍ عمل کوو، څو د داعش دایمي ماته تضمین شي؛ دا هغه اقدام دی چې امریکا، سیمه او ټوله نړۍ لا خوندي کوي».

سنټکام زیاته کړې، چې امریکايي ځواکونو او د هغوی شریکانو د «هاوک‌آی سټرایک» په نوم عملیات وروسته له هغه پیل کړل، چې داعش د تېر کال د ډسمبر په ۱۳مه د پالمیرا په سیمه کې پر امریکايي او سوریایي ځواکونو برید وکړ. په هغه برید کې دوه امریکايي عسکر او یو امریکايي ژباړن ووژل شول.

د سنټکام خبرپاڼه وړاندې لیکي، د نږدې دوو میاشتو هدفمندو عملیاتو په ترڅ کې تر ۵۰ ډېر د داعش غړي یا وژل شوي او یا هم نیول شوي دي. په دغو بریدونو کې د داعش یو مهم مشر بلال حسن‌الجاسم د جنورۍ په ۱۶مه د سوریې په شمال لوېدیځ کې د یوه دقیق برید پر مهال ووژل شو. نوموړی په مستقیم ډول د داعش له هغه وسله‌وال غړي سره اړیکه لرله، چې د ډسمبر د ۱۳مې د برید مسوول و.

ټرمپ او شي جین پینګ د ایران، اوکراین او تایوان په اړه ټېلیفوني خبرې کړې دي

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۱۴ GMT+۰
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې هغه او د چین ولسمشر شي جین‌پینګ د ایران، اوکراین او تایوان د وضعیت په اړه اوږدې ټېلیفوني خبرې کړې دي. سپینې ماڼۍ د ټرمپ له قوله ویلي، چې دواړو مشرانو د امریکا او چین پر اړیکو او سوداګرۍ هم بحث کړی دی.

بل خوا د چین حکومت د ټېلیفوني خبرو په اړه ویلي، چې دواړو مشرانو د راتلونکو لویو نړۍوالو غونډو په اړه خبرې وکړې، خو د ټرمپ د اپریل میاشتې د بیجینګ د سفر یادونه پکې نه ده شوې.

په دې خبرو کې د چین ولسمشر روښانه کړې چې د تایوان د بېلتون اجازه به ورنه کړي.

ټرمپ، چې لا هم د ایران پر وړاندې د احتمالي پوځي اقدام په اړه غور کوي، ویلي چې پر هغو هېوادونو به ۲۵ سلنه مالیه وضع کړي چې له ایران سره سوداګري کوي.

د ۲۰۲۴ کال د معلوماتو له مخې، ایران له چین، اماراتو او ترکیې سره میلیاردونه ډالره سوداګري کړې ده.

له دې وړاندې د چین ولسمشر شي چین پینګ د روسیې له ولسمشر پوتین سره هم خبرې کړې دي.

ټرمپ ویلي چې په احتمالي نوي اتومي تړون کې غواړي چین هم شامل وي، څو د نړۍوال امنیت په ساتنه کې رول ولري.

د امریکا او چین تر منځ د تېر کال له کړکېچنو اړیکو وروسته دا د دواړو ولسمشرانو تر منځ لومړنۍ ټیلفوني خبرې اترې دي، چې د سیمې پر وضعیت او سوداګرۍ یې کوي.

مارکو روبیو: امریکا له ایران سره خبرو ته چمتو ده خو دا د مشروعیت ورکولو په معنا نه دي

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۰۶ GMT+۰
100%

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر نن چار شنبه ویلي چې واشنګټن له ایران سره د خبرو لپاره چمتو دی او دا ناسته د امتیاز ورکولو یا مشروعیت‌ بښنې په توګه نه ګڼي. هغه زیاته کړه چې امریکا چمتو ده له هر چا سره خبرې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همداراز وویل چې د ایران چارواکو مخکې له یو ټاکلي چوکاټ سره موافقه کړې وه، خو د سیستم له بدلونونو یا نورو عواملو له امله وضعیت بدل شوی دی. هغه ټینګار وکړ چې امریکا به هڅه وکړي د خبرو سم مسیر بیا راژوندی کړي.

روبیو وویل چې که ایرانیان وغواړي د جمعې په ورځ لیدنه وکړي، امریکا چمتو ده او د خبرو لپاره یې علاقه مندۍ ته احترام لري. همداراز که ایران خپله پرېکړه بدله کړي، واشنګټن له دې سره ستونزه نه لري.

دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې د امریکا او ایران اړیکې د تهران د وروستیو اعتراضونو له خپلو وروسته تر فشار لاندې دي، خو دواړې خواوې په دې هڅه کې دي چې د خبرو له لارې ستونزې حل کړي.