امریکا په سوریه کې د داعش پر مرکزونو د پراخو هوایي بریدونو خبر ورکړی دی

د امریکا د متحدو ایالتونو مرکزي قومندانۍ (سنټکام) اعلان کړی، چې امریکايي ځواکونو د پنځو جلا جلا بریدونو په ترڅ کې د سوریې په بېلابېلو سیمو کې د داعش ډلې سنګرونه په نښه کړي دي. امریکا وایي، په تېرو نږدې دوو میاشتو کې یې د داعش ډلې ۵۰ غړي وژلي یا هم نیولي دي.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د معلوماتو لهمخې، دا عملیات د جنورۍ له ۲۷مې څخه د فبرورۍ تر ۲مې پورې ترسره شوي او ورسره هممهاله د اېتلافي او شریکو ځواکونو پوځي فشارونه هم دوام لري، څو د دې ترهګرې ډلې د بیا راژوندي کېدو مخه ونیول شي.
د سنټکام د معلوماتو پر بنسټ، امریکايي ځواکونو د داعش یو د اړیکو مرکز، یو مهم لوژستیکي انبار او د وسلو څو زېرمې تثبیت او لهمنځه وړې دي. په دغو بریدونو کې د الوتکو، چورلکو او بېپیلوټه الوتکو له لارې شاوخوا ۵۰ دقیقې مدیریت کېدونکې وسلې کارول شوې دي.
د سنټکام د سمندري قواوو قوماندان امیرال برېډ کوپر ویلي: «د دغو سنګرونو په نښه کول دا څرګندوي چې موږ په سوریه کې د داعش د بېرته راګرځېدو د مخنیوي لپاره خپل تمرکز او ټینګ هوډ ته دوام ورکوو. موږ د خپلو اېتلافي ځواکونو او شریکانو سره په همغږۍ عمل کوو، څو د داعش دایمي ماته تضمین شي؛ دا هغه اقدام دی چې امریکا، سیمه او ټوله نړۍ لا خوندي کوي».
سنټکام زیاته کړې، چې امریکايي ځواکونو او د هغوی شریکانو د «هاوکآی سټرایک» په نوم عملیات وروسته له هغه پیل کړل، چې داعش د تېر کال د ډسمبر په ۱۳مه د پالمیرا په سیمه کې پر امریکايي او سوریایي ځواکونو برید وکړ. په هغه برید کې دوه امریکايي عسکر او یو امریکايي ژباړن ووژل شول.
د سنټکام خبرپاڼه وړاندې لیکي، د نږدې دوو میاشتو هدفمندو عملیاتو په ترڅ کې تر ۵۰ ډېر د داعش غړي یا وژل شوي او یا هم نیول شوي دي. په دغو بریدونو کې د داعش یو مهم مشر بلال حسنالجاسم د جنورۍ په ۱۶مه د سوریې په شمال لوېدیځ کې د یوه دقیق برید پر مهال ووژل شو. نوموړی په مستقیم ډول د داعش له هغه وسلهوال غړي سره اړیکه لرله، چې د ډسمبر د ۱۳مې د برید مسوول و.
