• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکايي سفیر: د نړۍ هېوادونه دې د داعش خراسان ډلې د ګواښونو پر وړاندې اقدام وکړي

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۳۸ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر مایک والټز د چهارشنبې په ورځ د امنیت شورا په ناسته کې وویل، چې په افغانستان کې د داعش ګواښ په دوامداره توګه شتون لري او د مبارزې لپاره یې ګډې او همغږې نړۍوالې مبارزې ته اړتیا ده.

والټز وویل، چې د داعش ګواښ یوازې په افغانستان پورې محدود نه دی، بلکې په نورو سیمو لکه افریقا، منځني ختیځ او سوېلي اسیا کې هم د پراخېدو په حال کې دی.
هغه زیاته کړه: «په افریقا باندې د داعش تمرکز، په سوریه او عراق کې د دې ډلې د هستو د فعالیتونو دوام او په افغانستان کې د داعش خراسان دوامداره ګواښ په ښکاره توګه د ترهګرۍ ضد د مستمرو او همغږو هڅو اړتیا ښيي».
د امریکا استازي همدارنګه یادونه وکړه، چې ترهګرې ډلې د خپلو فعالیتونو د پراخولو لپاره له نویو او ډیجیټلي ټېکنالوژیو څخه ګټه پورته کوي.
نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته که څه هم دغې ډلې د داعش پر ضد یو لړ عملیات کړي او د دوی یو شمېر لوړپوړي مشران یې هم ور وژلي، خو د ناورین نړۍوال سازمان بیا په خپل یوه راپور کې ویلي، چې داعش خراسان ډله اوس هم د دې هېواد دننه او بهر کې د «خونړیو بریدونو» د ترسره کولو ظرفیت لري.
په راپور کې دا هم ویل شوي، چې داعش خراسان ډله اوس هڅه کوي ځان د یوازینۍ نړۍوالې جهادي ډلې په توګه معرفي کړي، چې له افغانستانه خپل فعالیتونه پرمخ وړي.
د ناورین نړۍوال سازمان وایي، چې د داعش خراسان ډلې بریدونه یوازې د افغانستان پورې محدود نه دي پاتې شوي، بلکې دا ډله اوس له سیمې بهر هم خونړي بریدونه تنظیموي؛ په ځانګړي ډول هغه بریدونه چې په مسکو، ایران، ترکیه او ان اروپايي هېوادونو کې شوي.

ترویج لرونکی

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی
۱

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی

۲

تښتونه که کورنی تاوتریخوالی؛ د شاپور حسنزوی د کورنۍ د تري تم کېدو تر شا څه کیسه ده؟

۳

طالبانو پر کونړ سیند د برېښنا بند لپاره د پنځو سیمو د سروې بشپړولو خبر ور کړی

۴

ندا محمد ندیم د تحصیلي ادارو پر اصلاح او پرمختګ ټینګار کړی

۵

طالبانو د اسلام‌اباد غونډې اعلامیه رد کړه؛ غربي فرمایشونه نه منو

•
•
•

نور کیسې

د ملګرو ملتونو چارواکی: په افغانستان کې د داعش فعالیتونه د سیمې او نړۍ لپاره جدي ګواښ دی

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۳۱ GMT+۰
100%

د ملګرو ملتونو لوړپوړي چارواکي الکساندر زویف د چهارشنبې په ورځ د امنیت شورا په غونډه کې خبرداری ورکړ، چې په افغانستان کې داعش خراسان څانګه لا هم د سیمې لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي. دا اندېښنه د طالبانو د ادارې له هغه دریځ سره په ټکر کې ده، چې وايي د داعش د ګواښ مخه یې نیولې ده.

د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د ملګرو ملتونو د دفتر سرپرست الکساندر زویف د چهارشنبې په ورځ د نړۍوالې سولې او امنیت پر وړاندې د ترهګریزو ګواښونو په تړاو د امنیت شورا غونډې ته وویل، چې د داعش خراسان څانګه خپلې لیکې په چټکۍ سره بیا رغوي او د انټرنټ له لارې د نویو کسانو د جذبولو وړتیا یې ساتلې ده.

نوموړي زیاته کړې: «په افغانستان کې داعش خراسان څانګه اوس د سیمې او له سیمې بهر لپاره یو له جدي ګواښونو څخه ګڼل کېږي».

د ملګرو ملتونو یاد چارواکي په کابل کې د داعش وروستي برید ته اشاره کړې، چې په ترڅ کې یې د یوه چینايي وګړي په ګډون اووه کسان ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول.

خو په ورته مهال بیا طالبان ادعا کوي، چې د داعش د ګواښ مخه یې نیولې ده.

د بشري حقونو د څار سازمان: ټرمپ د امریکا د ډیموکراسۍ بنسټ زیانمن کړی دی

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۵۲ GMT+۰
100%

د بشري حقونو د څار نړۍوال سازمان په یو تازه راپور کې خبرداری ورکړی، چې ډونالډ ټرمپ د امریکا د ډیموکراسۍ مهم بنسټ زیانمن کړی دی. په دغه راپور کې د کډوالو پروړاندې عملیات، د رايي ورکولو حقونو ته ګواښونه او ځینې نورې توند‌لارې پالیسۍ د دغه وضعیت اصلي لاملونه بلل شوي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان اجراییوي رییس فیلیپ بولوپیون ویلي، چې اوس مهال په نړۍ کې ډیموکراسي د ۱۹۸۵ کال کچې ته راغورځېدلې ده.

نوموړي زیاته کړې: «روسیه، چین او امریکا د ۲۰ کلونو وړاندې په پرتله اوس لږ ازاد دي. دمګړی د نړۍ ۷۲ سلنه وګړي تر استبدادي واکمنیو لاندې ژوند کوي».

نوموړي د ټرمپ اداره تورنه کړې، چې په امریکا کې یې د قدرت د کنټرول او توازن ټول سیستمونه کمروزي کړي دي.

فیلیپ بولوپیون له کډوالو سره ناوړه چلند او السلوادور کې ځانګړي زندان ته د سلګونو کډوالو شړل د بشري حقونو خلاف عملونه بللي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان په راپور کې راغلي: «ټرمپ په اوکراین کې د روسیې سرغړونې کم ارزښته ښودلي، په سوډان کې یې د جنایتونو د مخنیوي لپاره څه نه دي کړي او پر اسراییل یې فشار نه دی راوړی چې په غزه کې خپل عملیات ودروي».

ورته مهال، سپینې ماڼۍ د دغه راپور په غبرګون کې د بشري حقونو پر څار سازمان سختې نیوکې کړې دي او یاد سازمان یې په «ټرمپ ضد ناروغۍ» تورن کړی دی.

د سپینې ماڼۍ ویاندې ویلي: «ولسمشر ټرمپ د بشري حقونو لپاره تر بل هر چا ډېر کار کړی؛ هغه اته جګړې پای ته ورسولې، د بې‌شمېره کسانو ژوند یې وژغوره او د مذهبي ازادۍ ساتنه یې وکړه».

د بشري حقونو د څار سازم‍ان اجراييوي رییس پر هېوادونو غږ کړی، چې باید د امریکا د اقداماتو پر وړاندې چوپه خوله پاتې نه‌شي او د نړۍوال نظم او بشري حقونو خوندیتوب لپاره دې یو پیاوړی نړۍوال اتحاد جوړ کړي.

طالبان: په کندهار کې مو پر نږدې درې زره کورنیو غنم، نغدې پیسې او ژمني توکي ووېشل

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۰۹ GMT+۰
100%

طالبان وايي، په کندهار کې یې پر ۱۲۰۰ راستنو شویو کډوالو کورنیو باندې غنم او نغدې پیسې او پر ۱۶۰۰ کورنیو یې بیا ژمني توکي وېشلي دي.

په کندهار کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر په دوو بېلابېلو خبرپاڼو کې ویلي، چې پر نږدې درې زره کورنیو باندې یې غنم، نغدې پیسې او ژمني توکي وېشلي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه پر ۱۲۰۰ راستنو شویو کډوالو کورنیو هغه غنم ووېشل شول، چې تېر کال د وچکالۍ، طبیعي پېښو او قحطۍ په څېر بېړنیو حالاتو ته د چمتووالي په موخه پېرل شوي وو.

طالبانو ویلي، چې هرې کورنې باندې یې ۲۵۰ کیلوګرامه غنم او پنځه زره افغانۍ نغدې پیسې وېشلي دي.

همدارنګه په کندهار کې سیمه‌ییزو طالب چارواکو ویلي، چې د یاد ولایت په معروف، ارغستان، لوړ شاه‌ولیکوټ، ښکته شاه‌ولیکوټ، خاکریز، ښورابک، رېګستان او میانشین ولسوالیو کې یې پر ۱۶۰۰ اړمنو او تازه راستنو شویو کډوالو کورنیو باندې ژمني توکي وېشلي دي.

سره له دې چې طالبان نږدې هره ورځ په ځینو ولایتونو کې له اړمنو او تازه راستنو شویو کډوالو کورنیو سره د مرستو وېش اعلانوي، خو اړمن کسان وايي چې یادې مرستې ورته بسنه نه کوي.

امریکایي څارنوالان د افغان بریدګر لپاره د اعدام غوښتنه کوي

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۴۴ GMT+۰
100%

امریکایي څارنوالان وایي، دوی د رحمان‌الله لکڼوال پر وړاندې د اعدام سزا وغواړي. لکڼوال چې یو افغان وګړی دی، د امریکا د ملي ګارډ پر سرتېرو د ډزو او وژنې په تور تورن شوی دی. نوموړي د چهارشنبې په ورځ په فدرالي محکمه کې د لومړنۍ حاضرۍ پر مهال ځان بې‌ګناه وباله.

تر دې وړاندې، لکڼوال په روغتون کې د بستر پر مهال په مجازي بڼه د محکمې په غونډه کې ګډون کړی و. د نوموړي د قضیې بله اورېدنه به د مې میاشتې په لومړیو کې ترسره شي. سي‌اېن‌اېن خبري شبکې د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۵مه) راپور ورکړ، چې څارنوالان د نورو تورونو د څېړلو په حال کې دي چې د ثابتېدو په صورت کې ښايي د اعدام سزا ولري.

د محکمې د اسنادونو پر بنسټ، رحمان‌الله لکڼوال د تېر کال د نومبر په وروستیو کې د امریکا پلازمېنې واشنګټن ته سفر کړی و او هلته یې په یوه کمین کې د ملي ګارډ پر دوو افسرانو ډزې کړې وې. څېړنې ښيي، چې په دغه برید کې کارول شوې وسله غلا شوې وه.

لکڼوال په محکمه کې ادعا کړې، چې د اوبر او لیفټ د موټرچلونکي په توګه د خپل کار پر مهال یې د ځان ساتنې لپاره وسله کاروله. خو د پلټنو چارواکو ویلي، چې د برید پر مهال هغه بې‌کاره و او نږدې دوه میاشتې وړاندې د اوبر شرکت له‌خوا د کار اجازه ترې لغوه شوې وه.

رحمان‌الله لکڼوال چې د افغان پوځ پخوانی سرتېری دی، د چهارشنبې په ورځ د لیندۍ په ۵مه سپینې ماڼۍ ته نږدې د ملي ګارډ پر ځواکونو ډزې وکړې. په دغه برید کې دوه سرتېري ټپیان شول چې له ډلې یې یوې سارا بکستروم په روغتون کې ساه ورکړه.

د چارواکو په وینا، مېرمن بکستروم له شا څخه په مرمرۍ لګېدلې وه او لکڼوال هغه مهال په ډزو وویشتل شو، چې غوښتل یې خپله وسله بیا ځلې د ډزو لپاره چمتو کړي.

د پېښې پر مهال، د لوېدیځ ویرجینیا ایالت د ملي ګارډ یوه افسر پر لکڼوال ډزې وکړې او وروسته یې د امریکا د پټ خدمت (سیکرټ سروس) له یوه افسر سره یو ځای هغه بې‌وسلې کړ. د راپورونو له‌مخې، لکڼوال د ۲۰ کلنې سارا بکستروم او ۲۴ کلن اندرو ولف پر لور د ډزو پر مهال د «الله‌اکبر» شعار ورکاوه. خو د دې برید کره انګېزه تر اوسه د چارواکو له‌خوا په رسمي ډول نه ده اعلان شوې.

اسوشېټېډ پرېس په یوه ځانګړي راپور کې لیکلي، چې د ځینو برېښنالیکونو له ترلاسه کولو وروسته څرګنده شوې، چې رحمان‌الله لکڼوال له کلونو راهیسې له سختو رواني ستونزو، بې‌کارۍ او اوږدمهاله ټولنیز انزوا سره مخ و.

طالبانو په کاپیسا کې یوه ښځه او یو نارینه د «زنا» په تور په دُرو وهلي دي

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۱۷ GMT+۰
100%

د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې په کاپیسا ولایت کې یې یوه ښځه او یو نارینه د «زنا» په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

د یادې ډلې سترې محکمې د چهارشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د کاپیسا ولایت په اله‌سای ولسوالۍ کې یې یوه ښځه او یو نارینه د «زنا» په تور د دولتي کسانو او عامو کسانو په حضور کې هر یو ۳۹ ـ ۳۹ دُرې وهلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په تېرو دوو ورځو کې په بېلابېلو ولایتونو کې څه باندې څلویښت کسان په دُرو وهلي دي.

سره له دې چې د طالبانو له‌خوا د عامو خلکو پروړاندې د بدني سزاګانو د ورکولو پر موضوع د بشري حقونو ګڼو سازمانونو سخت غبرګونونه ښودلي دي، خو لا هم طالبان نږدې هره ورځ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو ته په عام محضر کې بدني سزاګانې ورکوي.