• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: تېرکال د ناچاوده توکو د چاودنې له کبله ۸۷ کسان وژل شوي او ۳۳۳ نور ټپیان شوي دي

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۰۸:۰۸ GMT+۰

د طالبانو د پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي اداره وایي، یوازې په تېر کال کې د ماینونو او ناچاوده توکو د چاودنې ۱۹۳ پېښې ثبت شوې چې له امله یې ۸۷ کسان وژل شوي او ۳۳۳ نور ټپیان شوي دي.

یادې ادارې ویلي، چې د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست او همکارو بنسټونو په همکارۍ یې په تېرو ۱۲ میاشتو کې ۵۸ کیلومتره په ماینونو ککړې سیمې پاکې کړې دي. د یادې ادارې ویاند حافظ محمد یوسف حماد ویلي: «موږ په تېر یو کال کې ۲۴زره او ۷۲۰ بېلابېل ډوله ماینونه کشف او خنثا کړي دي، چې دا د خلکو د ژوند ژغورلو په برخه کې مهم ګام دی».

حماد ټینګار کړی، چې د دغه پېښو له قربانیانو شاوخوا ۶۷،۵ سلنه یې ماشومان دي. د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې همداراز ویلي، چې دا مهال په ټول هېواد کې ۱۵۵ د ماین پاکۍ ټیمونه فعالیت کوي او تر دې دمه یې څه باندې دوه مېلیونه وګړو ته د ماینونو د ګواښونو په اړه عامه پوهاوی ورکړی دی.

نوموړي زیاته کړه، لاهم په افغانستان کې شاوخوا یو لک او شپږ کیلومتره مربع ځمکه په ماینونو او ناچاودو توکو ککړه ده او هڅې روانې دي چې دغه ګواښ په بشپړه توګه له‌منځه یووړل شي.

افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو شمېرل کېږي، چې د جګړو له اوږدې مودې وروسته هم په پراخو سیمو کې د ماینونو او ناچاوده توکو له ګواښ سره مخ دی.

د HALO Trust چې اصلي کار یې په جګړه ځپلو هېوادونو کې د ځمکنیو ماینونو او ناچاوده توکو پاکول دي وایي، په افغانستان کې د خوړو د تولید، ښوونې، ځمکو د کرکېلې او د خلکو د ورځني ژوند د بیا پیل لپاره لا هم زرګونه ساحې په ماینونو ککړې دي؛ په‌داسې حال کې چې له ۱۹۸۸ کال راهیسې په مېلیونونه ماینونه او ناچاوده توکي شنډ شوي دي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

ناپېژاندو کسانو د تېر جمهوري نظام پرمهال د اجراییه ریاست پر سلاکار طوفان وزیري برید کړی

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۵۵ GMT+۰

په کندهار ښار کې نن سهار ناپېژاندو کسانو د تېر جمهوري نظام پر مهال د اجراییه ریاست پر سلاکار طوفان وزیري برید کړی، چې له امله یې نوموړی سخت ټپي شوی دی. سرچینې وايي، ناپېژاندو کسانو نوموړی سخت وهلی او وروسته له سیمې تښتېدلی دي.

د طوفان وزیري نږدې خپلوان وايي، چې پېښه نن سهار شاوخوا لس بجې د کندهار ښار د ۱۵مې ناحیې اړوند د یخ کارېز په سیمه کې رامنځته شوې. د هغه نږدې کسانو د نوموړي روغتیايي وضعیت ناسم ښودلی او وایي دا مهال د کندهار د عینو مېنې په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

100%

برید کوونکي له سیمې تښتېدلي او د برید انګېزه لا هم روښانه نه‌ده؛ خو خپله طوفان وزيري په یوه ویډيو کې په ټپي حالت کې وایي، چې بريد کوونکي د پاکستان استخباراتي ادارې سره لاس لري: «د امارت مشره دغه کسان د شمالي وزیرستان د کمپ سره اړیکې لري، دا د ای‌اېس‌ای خاص سړي دي، په شپږو کسانو یې ووهلم».

تر دې دمه سیمه‌‌ییزو طالب چارواکو د پېښې په اړه څه نه‌دي‌ ویلي. طوفان وزیري د مخکېني جمهوري نظام پر مهال د اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله سلاکار پاتې شوی و. هغه د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له هېواده وتلی و؛ خو په دې وروستیو کې د طالبانو د اړیکو کمېسیون له لارې بېرته افغانستان ته ستون شوی و.

د هواپوهنې اداره: په ۲۷ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۳۸ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د هواپوهنې ادارې د پنجشنې او جمعې په ورځو د افغانستان په ۲۷ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل کړی دی. دغه ادارې د سیندونو پر غاړه مېشتو اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی، چې د سېندونو په غاړه له هر ډول تګ‌راتګ ډډه وکړي.

د طالبانو یادې ادارې د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۵مه) ویلي، چې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځينو برخو کې د اوبو د کچې لوړوالي او د سېلابونو راوتلو اټکل شوی.

د دوی په خبره؛ د ورښتونو له امله د سېلابونو او د اوبو د کچې لوړوالي وړاندوینه هرات، غور، بادغیس، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، روزګان، جوزجان، سرپل، فاریاب، بلخ، سمنګان، بغلان، غزنی، لوګر، میدان وردګ، کابل، پنجشېر، کاپیسا، پروان، پکتیکا، پکتیا، خوست، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو لپاره شوې ده.

طالبانو د یادو سیمو اوسېدونکو ته سپارښتنه کړې، چې د ځانونو او ماشومانو د خوندیتوب لپاره د سېندونو پر غاړه له تګ‌راتګ ډډه وکړي.

د روسیې ټرانسپورت وزارت: روسي هوايي شرکتونه افغانستان ته د الوتنو لېوالتیا نه‌لري

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۲۰ GMT+۰

د روسیې ټرانسپورټ وزارت ویلي، چې اوس‌مهال د اریانا افغان هوایي شرکت یوازینی شرکت دی چې د روسیې او افغانستان ترمنځ الوتنې ترسره کوي. د مسکو چارواکو ویلي، چې دامهال د دواړه هېوادونو څخه بل هیڅ شرکت د الوتنو لپاره غوښتنه نه‌ده کړې.

ریانووستی ورځپاڼې د سې‌شنبې په ورځ (د سلواغې ۱۴مه) د روسیې د ټرانسپورټ وزارت چارواکو له حوالې راپور ورکړی، چې نه د افغانستان هوایي شرکتونو روسیې ته او نه د روسیې هوایي شرکتونو افغانستان ته د الوتنو لېوالتیا ښودلې.

اوس‌مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ یوازي د اریانا افغان هوایي شرکت په اونۍ کې یو ځل الوتنه لري.

تر دې وړاندې په مسکو کې د طالبانو سفیر د روسیې ټاس دولتي خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي و، د روسیې او طالبانو ترمنځ د سوداګرۍ او ګرځندوی اړیکې مخ په پراخېدو دي او دواړه اړخونه هڅه کوي چې په دې برخو کې خپله همکاري لاپراخه کړي.

طالبان: د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزه د سیمې له هېوادونو سره همغږي پیاوړې کوي

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۱۳ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین عبدالرحمان منیر د منځنۍ اسیا د سیمه‌ییزو معلوماتو او همغږۍ مرکز (CARICC) له لوړپوړو مسوولینو سره لیدلي او د ګډو اقداماتو او د مبارزې د لا اغېزمنتیا په اړه یې خبرې سره کړې دي.

عبدالرحمان منیر په یاده ناسته کې د منځنۍ اسیا د سیمه‌ییزو معلوماتو او همغږۍ مرکز مسوولینو ته وویل: «طالبان د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د سیمې له هېوادونو سره نږدې او دوامداره همکاري لري. د سرحدي همغږۍ له لارې د قاچاق د مخنیوي او د قاچاق وړونکو د نیولو لپاره ګډ اقدامات ترسره کوو».

د خبرپاڼې له مخې؛ په دغه ناسته کې دواړه خواوو د نشه‌يي توکو د مخنیوي، د روږدو کسانو د ساتنې، درملنې او د مبارزې د ګډو اقداماتو د پراختیا په اړه تفصیلي بحث او خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې د منځنۍ اسیا د سیمه‌ییزو معلوماتو او همغږۍ مرکز سلاکار عزیزبېک ارکابویف په حوالې راغلي: «موږ هڅه کوو، چې د نشه‌يي توکو پر ضد مبارزه کې د همکارۍ او همغږۍ کچه نوره هم لوړه کړو».

د خبرپاڼې له مخې؛ د یادې ناستې په پای کې دواړه خواوو په ګډه ژمنه وکړه، چې د قاچاق د مخنیوي، د روږدو کسانو د ساتنې او درملنې چارې به لا اغېزمنې کړي او د سیمې هېوادونو سره به د همکارۍ لارې لا پراخې کړي.

یونسکو: کونړ او ننګرهار کې د زلزلې له امله ۲۳ سلنه ښوونځي بېړنۍ بیارغونې ته اړتیا لري

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۲۴ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو علمي، فرهنګي او ښوونیز سازمان (یونسکو) وایي، د ۲۰۲۵کال د اګست میاشتې په زلزله کې د کونړ او ننګرهار ولایتونو ښوونځي زیانمن شوي او د ارزونو له مخې ۲۳ سلنه ودانۍ بېړنۍ رغونې ته اړتیا لري.

دغه ادارې پر اېکس پاڼه لیکلي، د یونسکو افغانستان دفتر د ساینس اضطراري صندوق په ملاتړ او د جاپان په مرسته په ۲۶ښوونځیو کې ۸۲ ودانۍ ارزول شوې. راپور ښيي، چې ۷۷ سلنه ودانۍ خوندي پاتې دي؛ خو پاتې ۲۳ سلنه ودانۍ بېړنۍ بیارغونې ته اړتیا لري، څو زده‌کوونکي په خوندي چاپېریال کې زده‌کړو ته دوام ورکړي.

د یونسکو ادارې ویلي: «د زلزلې له امله د ښوونځیو زیان ارزول د زده‌کوونکو د خوندیتوب او ښوونیزو فعالیتونو د دوام لپاره لومړنی او حیاتي ګام دی». خبرپاڼه ټینګار کوي، چې د بېړنیو بیارغونو او رغونې ملاتړ نه یوازې د زده‌کوونکو خوندیتوب تضمینوي؛ بلکې د ټولنې ثبات او د ښوونځي چاپېریال د ښه‌والي لپاره هم مهم دی.

یونسکو په افغانستان کې د ښوونځیو د بیارغونې او د زده‌کړې د دوام لپاره له نړۍوالو شریکانو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.