• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بلوچستان کې د اورګاډي خدمتونو ځنډېدو دغه هېواد ته ۳مېلیونه روپۍ زیان رسولی

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۵۰ GMT+۰

د پاکستان اور ګاډي ادارې ویلي، بلوچستان کې د اورګاډي خدمتونو ځنډېدو دغه هېواد ته ۳مېلیونه روپۍ زیان رسولی او د اورګاډي خدمتونه لاهم په تپه ولاړ دي. د بولان میل اورګاډی چې له کراچۍ څخه کویټې ته ځي، د روانې زېږدیزې میاشتې تر ۱۲مې نېټې پورې ځنډول شوی دی.

بل لوري ته د پنجاب او بلوچستان ترمنځ د ډېره اسماعیل خان- لورلايي او د کویټه- تفتان لاره هم له تېرو ۵ ورځو راهیسې تړل شوې، چې د ترانسپورټ او مساپرو لپاره یې لویې ستونزې رامنځته کړې دي.

ترویج لرونکی

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی
۱

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی

۲

تښتونه که کورنی تاوتریخوالی؛ د شاپور حسنزوی د کورنۍ د تري تم کېدو تر شا څه کیسه ده؟

۳

طالبانو پر کونړ سیند د برېښنا بند لپاره د پنځو سیمو د سروې بشپړولو خبر ور کړی

۴

ندا محمد ندیم د تحصیلي ادارو پر اصلاح او پرمختګ ټینګار کړی

۵

طالبانو د اسلام‌اباد غونډې اعلامیه رد کړه؛ غربي فرمایشونه نه منو

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت: د امریکا-ایران خبرو کې اسلام‌اباد ته د ګډون بلنه ورکړل شوې

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۵۲ GMT+۰
100%

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې، چې پاکستان ته د امریکا او ایران ترمنځ په روانو خبرو اترو کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده. د یاد وزارت ویاند طاهر اندرابي له یوې ټلوېزیوني شبکې سره خبرو کې ویلي، پاکستان ته په رسمي ډول د امریکا-ایران په مذاکراتو کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

سرچینې وایي، د امریکا او ایران ترمنځ دا مذاکرات د روانې اوونۍ په ترڅ کې د ترکیې په استانبول ښار کې ترسره کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې اکسیوس بیا د دوو باوري سرچینو په حواله خبر ورکړی چې ایران له استانبول څخه عمان ته د مذاکراتو د ځای د بدلولو او همداراز یوازې له امریکا سره د دوه اړخیزو خبرو اترو غوښتنه کړې ده. له دې وړاندې پرېکړه شوې وه، چې د یو شمېر عربي او اسلامي هېوادونو استازي به هم د څارونکو په توګه په دې مذاکراتو کې ګډون ولري.

پاکستانۍ جیونیوز ټلوېزیوني شبکې په خپل راپور کې ویلي، چې کېدای شي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په دغو مذاکراتو کې د پاکستان استازولي وکړي.

یوې نړۍوالې رسنۍ د ایراني چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د امریکا او ایران ترمنځ د اټومي پروګرام اړوند خبرې به د جمعې په ورځ یو ځل بیا په ترکیه کې پیل شي. دغه اټومي مذاکرات تر پنځو پړاوونو وروسته د ۲۰۲۳م کال د مې له میاشتې راهیسې ځنډېدلي وو.

د یوې سیمه‌ییزې سرچینې په وینا، د استانبول دغو خبرو ته سعودي عربستان، قطر، عمان، مصر او متحده عربي امارات هم وربلل شوي دي. ایراني سفارتي سرچینې وایي، ایران د استانبول د مذاکراتو په اړه نه ډېر خوشبین دی او نه هم ناامیده. د دوی په وینا، له دغو خبرو به روښانه شي چې ایا امریکا رښتیا هم جدي او د پایلې وړ خبرې غواړي او که نه.

ایراني سفارتي سرچینو دا هم ویلي، چې د ایران دفاعي چمتووالی تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی او تهران هر ډول حالت لپاره بشپړ چمتو دی او د ایران پر دفاعي وړتیاوو هېڅ ډول خبرې اترې نه شي کېدای.

یونېسف په بلوچستان کې د بریدونو پر مهال د ماشومانو وژنه وغندله

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۰۲ GMT+۰
100%

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) په یوې خپره کړې اعلامیه کې په پلوچستان کې د بلوڅ بېلتون‌پالو د وروستیو بریدونو پر مهال د ماشومانو د وژل کېدو او ټپي کېدو د راپورونو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

په پاکستان کې د یونېسف استازې پرنیل اېرنسایډ ویلي، چې دغه بنسټ هغو راپورونو ته په جدي ډول اندېښمن دی چې ښيي د تېرې اوونۍ په پای کې د پاکستان په سوېل لوېدیځ کې د ترسره شویو بریدونو پر مهال یو شمېر ماشومان د وژل شویو او ټپیانو په ډله کې شامل دي.

د هغې په وینا، د تاوتریخوالي زیاتوالی په سیمه‌ییزو ټولنو کې د وېرې او ناامنۍ د پراخېدو لامل شوی او دا ماشومان او د هغوی کورنۍ دي چې تر ټولو زیات زیان ویني.

د یونېسف استازې د قربانیانو له کورنیو او زیانمنو شویو ټولنو سره د ژورې خواخوږۍ په څرګندولو سره ټینګار وکړ: «موږ د وژل شویو ماشومانو له کورنیو او هغو ټولو ټولنو سره چې له دې تاوتریخوالي اغېزمنې شوې دي، خپله ژوره خواشیني څرګندوو».

هغې همداراز وویل، چې ماشومان باید هېڅکله د بریدونو هدف ونه‌ګرځول شي او نه هم باید د جګړو او شخړو د جانبي زیان په توګه زیان وویني. د یونېسف د څرګندونو له‌مخې، د ماشومانو د ژوند او خوندیتوب ساتنه یو بنسټیز اصل دی او باید تل د ملي او نړۍوالو قوانینو له‌مخې تضمین شي.

یونېسف یو ځل بیا له ټولو ښکېلو لوریو وغوښتل، چې د ملکي وګړو په ځانګړي ډول د ماشومانو د ساتنې په اړه خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شي او له هر هغه اقدام څخه ډډه وکړي، چې د ماشومانو ژوند او راتلونکی له ګواښ سره مخ کوي.

بلوڅ بېلتون غوښتونکو تېره شنبه په بلوچستان ایالت کې د پاکستاني ځواکونو پر پوځي او دولتي مرکزونو پراخ بریدونه وکړل، چې ورسره د دواړو لوریو ترمنځ جګړې هم وشوې. دغو بریدونو د روانې اوونۍ تر دوشنبې ورځې پورې هم د بلوچستان بېلابېلو ایالتونو کې دوام درلود. دواړو لوریو یو بل ته د درنې مرګ‌ژوبلې اړوند ادعا کړې ده.

هم‌مهاله د خان قلات ویاند محراب بلوڅ ادعا لري، چې پاکستاني پوځیانو جنګي جنایتونه پیل کړي او له دوی سره زنداني بلوڅان بیرون راوباسي او بیا یې د جنګیالیو په نوم وژني. هغه همداراز زیاته کړه، چې لا تر اوسه پورې بلوڅ بېلتون‌پالو د خپلو وژل شویو کسانو په تړاو معلومات نه دي راټول کړي او په دې تړاو د پاکستان د پوځ ادعاوې ناسمې دي.

ملګري ملتونه: هره ورځ نږدې ۲زره کډوال له پاکستان نه په جبري توګه افغانستان ته ستنېږي

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۲۸ GMT+۰
100%

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي، پاکستان هره ورځ نږدې ۲زره افغانان په جبري توګه افغانستان ته ستنوي. دغه اداره وایي، افغانستان کې د ژوند شرایط خورا سخت دي، زده‌کړو ته لاسرسی محدود دی او پر ښځو پراخ بندیزونه لګېدلي چې د راستنېدونکو لپاره یې وضعیت لا کړکېچن کړی.

یادې ادارې پر اېکس پاڼه لیکلي، په دې وروستیو کې یې په جلال‌اباد ښآر کې د راستنېدونکو ستونزې له نږدې لیدلې او ټینګار یې کړی چې د ملاتړ اړتیا بېړنۍ ده. د یادې ادارې په وینا؛ تېر کال له پاکستان نه تر یو مېلیون ډېر افغان کډوال اړ اېستل شول چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

نوموړې ادارې خبرداری ورکړی، چې د افغانستان د اوسني اقتصادي وضعیت، بې‌کارۍ، د زده‌کړو محدودیتونو او د ښځو پر وړاندې د سختو بندیزونو له کبله راستنېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

یونسیار ټینګار کوي، چې نړۍوالې ټولنې او بشري سازمانونه باید د راستنېدونکو ملاتړ لپاره بېړني اقدامات وکړي؛ څو د دوی بنسټیزې اړتیاوې پوره شي او د ژوند شرایط یې اسانه شي. د یادې ادارې په وینا؛ د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ژغورنې، خوراکي توکو، روغتیايي خدمتونو او زده‌کړو د چمتو کولو لپاره بېړنۍ مرستې اړینې دي؛ څو د راستنېدونکو وضعیت د لا کړکېچنېدو مخه ونیول شي.

په پکتیکا کې پر کلدارو د راکړې ورکړې له امله د تېلو ۳ پمپونه او ۶ هټۍ تړل شوي

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۱:۱۳ GMT+۰
100%

په پکتیکا کې پر کلدارو د راکړې ورکړی له امله د تېلو ۳ پمپونه او ۶ هټۍ وتړل شوې. د دغه ولایت لپاره د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ ریاست وايي، چې یاد پمپونه او هټۍ د دوشنبې په ورځ په یوسف‌خېل ولسوالۍ کې تړل او مهرلاک شوي دي. یادو مسوولینو زیاته کړې، چې د څارنې بهیر همداراز دوام لري.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم په پکتیکا کې د افغانیو د دودولو او د بیو د کنټرول کمېسیون خبر ورکړی و، چې د دغه ولایت په مرکز کې یې د کلدارو د راکړې ورکړې له امله ۱۸ د پټرولو پمپونه او ۵ هټۍ تړلې دي. دغه کمېسیون خبرداری ورکړی، له هغو کسانو سره به قانوني چلند وکړي چې په کلدارو راکړه ورکړه کوي.

طالبانو په ډېرو ولایتونو کې د کلدارو پر کارونې بندیز لګولی.


د برېتانیا د کورنیو چارو وزیره: انګلستان له پاکستان سره ډېرې قوي او ښې اړیکې لري

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۴۸ GMT+۰
100%

د برېتانیا د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود ویلي، چې هېواد یې له پاکستان سره پیاوړې او مثبتې اړیکې لري. نوموړې په لندن کې له جیونیوز سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې د پاکستان او برېتانیې حکومتونه په دوامداره ډول له یو بل سره په اړیکه کې دي او پر بېلابېلو مهمو موضوعاتو خبرې کوي.

شبانه محمود د خبرو پر مهال د برېتانیا د کډوالۍ په سیستم کې د شته نیمګړتیاوو د له‌منځه وړلو مسئله خپله لومړنۍ دنده وبلله او ویې ویل، چې هم قانوني او هم ناقانونه کډوال له ډېرې مودې راهیسې د کډوالۍ له سیسټم څخه ناوړه ګټه اخلي.

د برېتانیا د کورنیو چارو وزیرې په کوڅو کې د زیاتېدونکو جرمونو د مخنیوي لپاره د پولیسو اصلاحات اړین او نه‌جبرانېدونکي وبلل او ټینګار یې وکړ، چې د امنیت د ټینګښت لپاره باید د پولیسو په جوړښت او کړنو کې بنسټیز بدلونونه راوستل شي.

شبانه محمود وویل، اوس یې هویت د یوې انګریزې برېتانوۍ دی، خو مور او پلار یې له ازاد کشمیر سره تړاو لري.