• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران د بشري حقونو سازمان خبرداری: سلګونه نیول شوي معترضین د اعدام له حکم سره مخ دي

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۲۹ GMT+۰

د ایران د بشري حقونو سازمان په سراسري اعتراضونو کې د ۴۰ زره کسانو نیول کېدو ته په اشارې سره لیکلي، چې ډېری نیول شوي کسان له بهر سره د هر ډول اړیکو د پرې کېدو په حالت او مطلق بې‌خبرۍ کې دي.

دغه سازمان خبرداری ورکړی، چې له یاد شمېر څخه سلګونه کسان د اعدام له حکم او هغو تورونو سره مخ دي چې پایله یې د اعدام سزا ده.

د دغه سازمان په راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۵مه) خپور شوی، راغلي چې نیول شوي کسان په توقیف ځایونو، زندانونو او د سپاه پاسداران او استخباراتو وزارت په غېر رسمي یا پټو مرکزونو کې ساتل کېږي چې ډېری یې خپلو کورنیو یا مدافع وکیلانو ته لاسرسی نه لري او په بشپړه توګه له هر ډول اغېزمن قضایي څار څخه بهر دي.
د بشري حقونو سازمان د اسلامي جمهوري نظام د جګپوړو چارواکو په ځانګړې توګه د قضایه قوې د مشر هغو لارښوونو ته په اشارې سره چې د «بېړنیو محکمو» د جوړولو او «سختو سزاګانو» د ورکولو په اړه یې کړې دي، زیاته کړې چې اعتراض کوونکي په سیستماتیک ډول د «ترهګرو»، «بهرنیو اجنټانو» او «محاربانو» په څېر نومونو سره معرفي شوي؛ دا هغه تورونه دي، چې د اسلامي جمهوریت د قوانینو له‌مخې د اعدام د حکم د صادرېدو لامل کېدای شي.
دغه سازمان همدا راز لیکلي، چې ګڼ شمېر داسې راپورونه یې ترلاسه کړي چې ښيي «ځینې ټپي شوي اعتراض کوونکي په توقیف ځایونو کې په ډزو وژل شوي یا هم په قصدي ډول له روغتیایي خدماتو بې‌برخې شوي، چې له امله یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی».
د بشري حقونو دغه سازمان په دوام کې هغو باوري خو تر اوسه نا تایید شویو راپورونو ته په اشارې سره زیاته کړې، چې یو شمېر نیول شوي کسان په څو زندانونو کې په پټه اعدام شوي دي.
دغه سازمان اشاره وکړه، چې دا راپورونه تر څېړنې لاندې دي او خبرداری یې ورکړ: «د وژلو په ښکاره نیت د اسلامي جمهوریت له‌خوا د مرګونې ځواک پراخې او سیستماتیکې کارونې ته په کتو په ځانګړې توګه د انټرنټ له سراسري پرې کېدو وروسته او د شکنجې لاندې د جبري اعترافونو پر بنسټ د اعدام حکمونو صادرولو اوږده مخینه، عادلانه محاکمې ته بشپړ بې‌غوري او د بېړنیو او پټو اعدامونو تاریخچه؛ نیول شوي کسان دا مهال د اعدام حکمونو د صادرېدو، د اعدام د اجرا او له قضايي پړاوونو پرته د وژنو له مخ په زیاتېدونکي ګواښ سره مخ دي.»
دا راپور ټینګار کوي، چې له اعتراضونو سره د تړاو په تور د نیول شویو کسانو وضعیت «یو بېړنی حالت دی او د نړۍوالې ټولنې سمدستي پاملرنې او اقدام ته اړتیا لري».
د ایران د بشري حقونو د سازمان مدیر محمود امیري‌مقدم په دې اړه وویل: «اسلامي جمهوریت هڅه کوي چې د وېرې او وحشت د واکمنۍ په رامنځته کولو سره د اعتراضونو د نویو څپو د جوړېدو مخه ونیسي او د یوه بې‌ثباته او لړزاند نظام بقا ته دوام ورکړي».
امیري‌مقدم له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې د نیول شویو اعتراض کوونکو د ژوند ساتنې لپاره د خپل مسوولیت او اخلاقي دندې پر بنسټ سمدستي اقدام وکړي.

ترویج لرونکی

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی
۱

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی

۲

تښتونه که کورنی تاوتریخوالی؛ د شاپور حسنزوی د کورنۍ د تري تم کېدو تر شا څه کیسه ده؟

۳

طالبانو پر کونړ سیند د برېښنا بند لپاره د پنځو سیمو د سروې بشپړولو خبر ور کړی

۴

ندا محمد ندیم د تحصیلي ادارو پر اصلاح او پرمختګ ټینګار کړی

۵

طالبانو د اسلام‌اباد غونډې اعلامیه رد کړه؛ غربي فرمایشونه نه منو

•
•
•

نور کیسې

زېلېنسکي: له روسیې سره په جګړه کې ۵۵ زره اوکرایني سرتېري وژل شوي

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۴۸ GMT+۰
100%

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنکسي د فرانسې ۲ ټلوېزیون سره په تازه مرکه کې ویلي، چې له روسیې سره په روانه جګړه کې ۵۵ زره اوکرایني سرتېري وژل شوي دي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د چهارشنبې په ورځ د فرانسې ۲ ټلوېزیون سره په ځانګړې مرکه کې ویلي: «له روسیې سره په جګړه کې د وژل شویو اوکرایني سرتېرو شمېر ۵۵ زره تنو ته رسېږي».

په وژل شویو سرتېرو کې تازه جذب شوي او مسلکي سرتېري هم شامل دي.

همدارنګه نوموړي ویلي، چې پر یادو رسمي شمېرو سربیره د هغو کسانو شمېر هم خورا لوړ دی، چې د جګړې په ډګر کې لادرکه شوي او برخلیک یې څرګند نه دی.

د اوکراین ولسمشر زېلېنسکي د ۲۰۲۵ کال په فبروري میاشت کې د وژل شویو سرتېرو شمېر نږدې ۴۶ زره ښودلی و.

زېلېنسکي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې لا هم د اوکراین او روسیې ترمنځ جګړه دوام لري او دواړه لوري یو بل ته د درنو تلفاتو اړولو ادعاوې کوي.

شهباز شریف: پاکستان او اسلامي هېوادونه په سیمه کې د جګړې د مخنیوي لپاره هڅې کوي

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۲۲ GMT+۰
100%

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، چې په سیمه کې د روان کړکېچ د هوارولو او د ایران او امریکا ترمنځ د احتمالي جګړې د مخنیوي لپاره یې له ایران سره په بشپړه توګه د ورورګلوۍ رول ادا کړی دی.

د پاکستان لومړي وزیر د چهارشنبې په ورځ د کابینې غونډې ته د وینا پرمهال ویلي، چې د نوموړي په ګډون د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د پوځ مشر په سیمه کې د کړکېچ د هوارۍ لپاره د ایران له مشرتابه سره په بېلابېلو کچو لیدنې او ټلیفوني خبرې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې: «موږ په سیمه کې د ګواښونو په کمولو کې د مرستې لپاره د یو ورور په توګه هر ګام پورته کړی دی. په دې هڅو کې پاکستان یوازې نه دی، بلکې د قطر، ترکیې، مصر، عمان او سعودي عربستان په څېر مهم اسلامي هېوادونه هم شریک دي».

د پاکستان لومړي وزیر هیله څرګنده کړې، چې د دغو ګډو هڅو په پایله کې به د خبرو اترو داسې یوه لار وموندل شي، چې سیمه له اوسني ګواښونکي حالت څخه وژغوري.

د ملګرو ملتونو چارواکی: په افغانستان کې د داعش فعالیتونه د سیمې او نړۍ لپاره جدي ګواښ دی

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۳۱ GMT+۰
100%

د ملګرو ملتونو لوړپوړي چارواکي الکساندر زویف د چهارشنبې په ورځ د امنیت شورا په غونډه کې خبرداری ورکړ، چې په افغانستان کې داعش خراسان څانګه لا هم د سیمې لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي. دا اندېښنه د طالبانو د ادارې له هغه دریځ سره په ټکر کې ده، چې وايي د داعش د ګواښ مخه یې نیولې ده.

د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د ملګرو ملتونو د دفتر سرپرست الکساندر زویف د چهارشنبې په ورځ د نړۍوالې سولې او امنیت پر وړاندې د ترهګریزو ګواښونو په تړاو د امنیت شورا غونډې ته وویل، چې د داعش خراسان څانګه خپلې لیکې په چټکۍ سره بیا رغوي او د انټرنټ له لارې د نویو کسانو د جذبولو وړتیا یې ساتلې ده.

نوموړي زیاته کړې: «په افغانستان کې داعش خراسان څانګه اوس د سیمې او له سیمې بهر لپاره یو له جدي ګواښونو څخه ګڼل کېږي».

د ملګرو ملتونو یاد چارواکي په کابل کې د داعش وروستي برید ته اشاره کړې، چې په ترڅ کې یې د یوه چینايي وګړي په ګډون اووه کسان ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول.

خو په ورته مهال بیا طالبان ادعا کوي، چې د داعش د ګواښ مخه یې نیولې ده.

د بشري حقونو د څار سازمان: ټرمپ د امریکا د ډیموکراسۍ بنسټ زیانمن کړی دی

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۵۲ GMT+۰
100%

د بشري حقونو د څار نړۍوال سازمان په یو تازه راپور کې خبرداری ورکړی، چې ډونالډ ټرمپ د امریکا د ډیموکراسۍ مهم بنسټ زیانمن کړی دی. په دغه راپور کې د کډوالو پروړاندې عملیات، د رايي ورکولو حقونو ته ګواښونه او ځینې نورې توند‌لارې پالیسۍ د دغه وضعیت اصلي لاملونه بلل شوي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان اجراییوي رییس فیلیپ بولوپیون ویلي، چې اوس مهال په نړۍ کې ډیموکراسي د ۱۹۸۵ کال کچې ته راغورځېدلې ده.

نوموړي زیاته کړې: «روسیه، چین او امریکا د ۲۰ کلونو وړاندې په پرتله اوس لږ ازاد دي. دمګړی د نړۍ ۷۲ سلنه وګړي تر استبدادي واکمنیو لاندې ژوند کوي».

نوموړي د ټرمپ اداره تورنه کړې، چې په امریکا کې یې د قدرت د کنټرول او توازن ټول سیستمونه کمروزي کړي دي.

فیلیپ بولوپیون له کډوالو سره ناوړه چلند او السلوادور کې ځانګړي زندان ته د سلګونو کډوالو شړل د بشري حقونو خلاف عملونه بللي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان په راپور کې راغلي: «ټرمپ په اوکراین کې د روسیې سرغړونې کم ارزښته ښودلي، په سوډان کې یې د جنایتونو د مخنیوي لپاره څه نه دي کړي او پر اسراییل یې فشار نه دی راوړی چې په غزه کې خپل عملیات ودروي».

ورته مهال، سپینې ماڼۍ د دغه راپور په غبرګون کې د بشري حقونو پر څار سازمان سختې نیوکې کړې دي او یاد سازمان یې په «ټرمپ ضد ناروغۍ» تورن کړی دی.

د سپینې ماڼۍ ویاندې ویلي: «ولسمشر ټرمپ د بشري حقونو لپاره تر بل هر چا ډېر کار کړی؛ هغه اته جګړې پای ته ورسولې، د بې‌شمېره کسانو ژوند یې وژغوره او د مذهبي ازادۍ ساتنه یې وکړه».

د بشري حقونو د څار سازم‍ان اجراييوي رییس پر هېوادونو غږ کړی، چې باید د امریکا د اقداماتو پر وړاندې چوپه خوله پاتې نه‌شي او د نړۍوال نظم او بشري حقونو خوندیتوب لپاره دې یو پیاوړی نړۍوال اتحاد جوړ کړي.

اکسیوس: د ایران او امریکا ترمنځ خبرې لغوه شوې

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۵۶ GMT+۰
100%

اکسیوس راپور ورکړی، چې د امریکا او ایران ترمنځ د جمعې په ورځ کېدونکې مذاکرات لغوه شوې دي. ایران له امریکا څخه د مذاکراتو د ځای او د خبرو د بڼې د بدلون غوښتنه کړې وه، خو امریکا یې غوښتنه رد کړې ده.

اکسیوس د یوه جګپوړي امریکايي چارواکي له قوله لیکلي: «موږ ایران ته وویل چې یا په دې بڼه او یا هم هېڅ، خو هغوی وویل ښه سمه ده، بیا نو هېڅ».

واشګټن ویلي، چې له تهران سره د پخوانۍ هوکړې له‌مخې مذاکراتو لپاره چمتو دی.

یوه جګپوړي امریکایي چارواکي زیاته کړې: «موږ غواړو چې ژر تر ژره یوه رښتینې هوکړه وشي، که نه خلک به نورو انتخابونو ته وګوري».

اکسیوس د امریکايي چارواکو له قوله ویلي، چې د سپینې ماڼۍ استازی سټیو وېټکاف او د ډونالډ ټرمپ زوم او سلاکار جیرډ کوشنر تمه لري چې د پنجشنبې په ورځ د قطر له لومړي وزیر سره د ایران په اړه خبرې وکړي. د اوسني پلان له‌مخې، دوی به له دې غونډې وروسته میامي ته راستانه شي او له ایراني چارواکو سره د لیدو کوم پلان نه لري.