پاکستان او قزاقستان د همکارۍ نږدې ۴۰ تړونونه لاسلیک کړل

پاکستان ته د قزاقستان د ولسمشر قاسم جومارت توکایف د سفر پر مهال، د دواړه هېوادونو چارواکو د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۵مه) د تېلو، کانونو او سمندري چارو په ګډون په بېلابېلو سکتورونو کې د همکارۍ په اړه ۳۷ تړونونه لاسلیک کړل.
دا په تېرو ۲۳ کلونو کې لومړی ځل دی، چې د قزاقستان ولسمشر پاکستان ته سفر کوي. د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د قزاقستان له چارواکو سره په لیدنه کې هیله څرګنده کړې، چې د همکارۍ دغه هوکړهلیکونه به ډېر ژر عملي شي.
نوموړي وویل، چې د لاسلیک شویو تړونونو له لارې به د پاکستان او قزاقستان ترمنځ اقتصادي، سوداګریزې او کلتوري اړیکې لا پیاوړې شي. د قزاقستان ولسمشر د سېشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۴مه) د دوه ورځني رسمي سفر په موخه پاکستان ته تللی.
