• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان ملي کرېکټ لوبډلې په دویمه تمریناتي لوبه کې وېسټ‌انډیز ته ماتې ورکړه

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۲۳ GMT+۰

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال د شل اوریزو سیالیو نړۍوال جام له پیل وړاندې په خپله دویمه تمریناتي لوبه کې د وېسټ‌انډیز لوبډلې ته د ۲۳ منډو په توپیر ماتې ورکړه. دغه لوبه نن چهارشنبه (د سلواغې ۱۵مه) د هند په بنګلور ښار کې ترسره شوه.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان ملي لوبډلې تر دې وړاندې په خپله لومړۍ تمریناتي لوبه کې هم د سکاټلنډ لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

په دې سیالۍ کې د وېسټ‌انډیز لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې توپ‌اچونه غوره کړه. د افغانستان لوبډلې په ټاکل شویو شلو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۲ منډې جوړې کړې. په توپ‌وهنه کې ابراهیم ځدراڼ د ۵۱ منډو په ترلاسه کولو سره د افغانستان تر ټولو بریالی توپ‌وهونکی و.

په دویم پړاو کې د وېسټ‌انډیز لوبډله ونه توانېده، چې ټاکل شوی هدف پوره کړي او په شلو اورونو کې یې د اوو وېکټو په سوځېدو سره یوازې ۱۵۹ منډې جوړې کړې، چې په پایله کې یې لوبه وبایلله. د توپ‌اچونې په برخه کې عظمت‌الله عمرزي او مجیب‌الرحمان هر یو دوه – دوه وېکټې واخیستې او د افغانستان په بریا کې یې مهم رول ولوباوه.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله له دې بریا وروسته د ۲۰۲۶ کال د شل اوریز نړۍوال جام سیالیو لپاره خپلو چمتووالي ته دوام ورکوي. دغه سیالۍ به د ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې له ۱۸مې (د ۲۰۲۶ کال د فبروري ۷مه) څخه د کب تر ۱۷مې (د مارچ ۸مه) پورې د هند او سریلانکا په ګډ کوربه‌توب ترسره شي.

د افغانستان ملي لوبډله په څلورم ګروپ کې د کاناډا، نیوزیلنډ، سوېلي افریقا او متحده عربي اماراتو له لوبډلو سره یوځای شوې ده او د ګروپي پړاو په لړ کې به څلور لوبې ترسره کړي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۴

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۵

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان د ۱۹ کلنو کم عمره کرېکټ لوبډلې د هند پروړاندې نننۍ لوبه وبایلله

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۰۲ GMT+۰
د افغانستان د ۱۹ کلنو کم عمره کرېکټ لوبډلې د هند پروړاندې نننۍ لوبه وبایلله
100%

د افغانستان د ۱۹ کلنو کم عمره کرېکټ لوبډلې نن په نیمه پایلوبه کې هند ته لوبه بایلوده او د ۲۰۲۶ کال د ۱۹ کلونو نړۍوال جام کې یې سفر پای ته ورسېد.

د ۱۹ کلونو کرېکټ نړۍوال جام پایلوبه کې نن افغان لوبډله د هند د لوبډلې پروړاندې د سیالۍ دګر ته ښکته شوه. د لوبې پچه افغان لوبډلې وګتله او لومړی یې د توپ‌وهنې پرېکړه وکړه.

د لوبې په لومړۍ برخه کې په توپ‌وهنه کې د افغان لوبډلې په ګټه فیصل شینوزاده ۱۱۰، عزیزالله ۱۰۱، عثمان سادات ۳۹ او خالد احمدزي ۳۱ منډو په مټ سیالې لوبډلې ته د ۳۱۱ منډو هدف وټاکه.

خو د لوبې په دویمه برخه کې د هند لوبډلې د ارون جورج د ۱۱۵ منډو په مټ د لوبې په ۴۱،۱ اور کې د افغان لوبډلې له‌خوا ورکړل شوی هدف پوره کړ او لوبه یې د ۷ ویکټو په توپیر له افغان لوبډلې څخه وګټله او له دې سره د ۱۹ کلنو په نړۍوال جام کې د افغان لوبډلې سفر پای ته ورسېد.

افغان لوبډلې د ۲۰۲۶ کال د ۱۹ کلنو په نړۍوال جام کې شپږ لوبې ترسره کړې، چې له دې ډلې یې څلور وګټلې او ۲ یې بایلودې.

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله د جاپان په وړاندې له ماتې وروسته د ۲۰۲۶کال اسیا جام بهر شوه

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۰۲:۳۲ GMT+۰
د افغانستان فوټسال ملي لوبډله د جاپان په وړاندې له ماتې وروسته د ۲۰۲۶کال اسیا جام بهر شوه
100%

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶کال اسیا جام سیالیو کې د جاپان په وړاندې د ۶-۰ په توپیر ماتې وخوړه او له سیالۍ بهر شوه. جاپان په لومړۍ پاڼۍ کې یو ګول وواهه؛ خو په دویمه پاڼۍ کې یې پنځه نور ګولونه ووهل او د سیالۍ نیمه پای لوبې ته ورسېد.

په یاده لوبه کې د جاپان ملي لوبغاړو په دفاع او برید دواړو برخو کې له ښه تاکتیک سره بریالی فعالیت وکړ او له شته فرصتونو یې ښه ګټه پورته کړه. برعکس افغان لوبډله ونه توانېده، چې له رامنځته شویو فرصتونو ګټه واخلي او د دویم ګول له ورکولو وروسته لوبډلې یووالی له لاسه ورکړ او دوی ونه توانېدل چې لوبې ته بېرته راوګرځي.

د جاپان څو ګولونه د افغان لوبغاړو د فردي تېروتنو له امله وو. په دې لوبه کې د جاپان شیمیزو د لوبې ستوری و، چې هېټریک یې وواهه او د خپلې لوبډلې له شپږو ګولونو څخه یې درې ګولونه ووهل.

د جاپان د فوټسال ملي لوبډله به په نیمه پایلوبه کې له اندونیزیا یا ویتنام لوبډلې سره مخامخ شي. افغانستان د ایران، سعودي عربستان او مالیزیا سره په څلورم ګروپ کې همډلی و او د دوو بریاوو او یوې ماتې سره یې ۶ نمرې ترلاسه کړې او د ګروپ د دویمې لوبډلې په توګه بل پړاو ته ورسېد.

نړۍوال جام؛ د افغان کرېکټ له ۱۹ کلنو څخه کم‌عمره لوبډله سبا له هند سره مخ کېږي

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۱۳ GMT+۰
نړۍوال جام؛ د افغان کرېکټ له ۱۹ کلنو څخه کم‌عمره لوبډله سبا له هند سره مخ کېږي
100%

د افغانستان د نولس کلنو کرېکټ ملي لوبډله به سبا چهارشنبه د (سلواغې ۱۵مه) د ۲۰۲۶ کال د نولس کلنو د کرېکټ نړۍوال جام د نیمه‌پایلوبې په پړاو کې د هند له پیاوړې لوبډلې سره مخامخ شي. دا مهمه او برخلیک ټاکونکې لوبه به د کابل پر وخت د غرمې په دولسو بجو پیل شي.

د دې سیالۍ ګټونکې لوبډله به په پایلوبه کې د انګلستان پر وړاندې میدان ته ښکته شي.

افغانستان د شپږ غوره لوبډلو په پړاو کې د لومړۍ ډلې په سیالیو کې د قناعت وړ لوبو په ترسره کولو سره دویم مقام خپل کړ او نیمه‌پایلوبې ته ووت. په بل لور، د هند لوبډلې د دویم ګروپ په سیالیو کې د لومړي مقام په خپلولو سره نیمه‌پایلوبې ته لاره ومونده.

د نیمه‌پایلوبې په بلې سیالۍ کې چې نن ترسره شوه، د انګلستان لوبډلې د اسټرالیا پر وړاندې د ۲۷ منډو په توپیر بریا خپله کړه او د ۲۰۲۶ نړۍوال جام لومړنۍ پایلوبې ته ورسېده.

د دواړو لوبډلو ترمنځ په وروستیو پنځو مخامخ سیالیو کې چې د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ ترسره شوې دي، هند څلور ځله بریا خپله کړې ده او د افغانستان یوازینۍ بریا په ۲۰۱۹ کال کې وه. هند د دې سیالیو له اصلي اتل‌غوښتونکو څخه شمېرل کېږي، خو د افغانستان د ځوانانو لوبډله که غواړي پایلوبې ته ورسېږي، نو اړتیا لري چې له تمې پورته لوبه، لوړ تمرکز او له شته فرصتونو سمه ګټه واخلي.

کورنۍ لوبې؛ په کندهار کې لومړۍ درجه ولایتي شل اوریزه کرېکټ سیالۍ پيل شوې

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۹:۰۶ GMT+۰
کورنۍ لوبې؛ په کندهار کې لومړۍ درجه ولایتي شل اوریزه کرېکټ سیالۍ پيل شوې
100%

د افغانستان کرېکټ بورډ خبر ورکړی، چې د کرېکټ کورنیو سیالیو د مهالوېش له مخې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي شل اوریزې لوبې د کندهار او ننګرهار په کوربه‌توب پيل شوې. په دغه سیالیو کې ۱۲ لوبډلو ګډون کړی، چې د روانې فبرورۍ میاشتې تر ۱۳مې نېټې به دوام وکړي.

د افغانستان کرېکټ بورډ وایي، چې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه شل اوریزې ولایتي سیالۍ سږ کال په لومړي ځل په دوو بڼو کې ترسره کېږي: «پنځوس اوریزه بڼه سیالۍ یې اونۍ وړاندې د ننګرهار لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې چې شل اوریزه هغه به یې هم پر ټاکلو نېټو ترسره شي».

د دغه سیالیو د الف ګروپ لوبې به د کندهار او قریشي کرېکټ لوبغالو او د «ب» ګروپ سیالۍ بیا د ننگرهار په نجیب‌الله تره‌کي او غازي امان الله خان کرېکټ لوبغالو کې ترسره شي.

کرېکټ بورډ ویلي، چې د کورنیو سیالیو څخه یې موخه شل اوریزه او یو ورځنیو سیالیو ته د غوره لوبغاړو ټاکل دي.

د ۲۰۲۶کال نړۍوال جام چمتووالي سیالۍ؛ افغانستان سبا د وېسټ انډیز پر وړاندې لوبه کوي

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۳۸ GMT+۰
د ۲۰۲۶کال نړۍوال جام چمتووالي سیالۍ؛ افغانستان سبا د وېسټ انډیز پر وړاندې لوبه کوي
100%

د ۲۰۲۶کال نړۍوال شل اوریز جام چمتووالي سیالیو په لړ کې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله سبا د وېسټ انډیز پر وړاندې خپله دویمه تمریناتي لوبه کوي. افغان لوبډلې پرون د سکاټلنډ پر وړاندې په خپلې لومړۍ تمریناتي لوبه کې د ۶۱ منډو په توپیر بریا ترلاسه کړه.

د دغه نړۍوال شل‌اوریز جام د تمریناتي لوبو لړۍ د فبرورۍ له دویمې نېټې څخه په هند او سریلانکا کې پیل شوې، چې د ټولو لوبډلو لپاره د رسمي سیالیو وړاندې د چمتوالي مهمه برخه بلل کېږي. ټولې ۱۶ تمریناتي لوبې به د فبرورۍ تر شپږمې نېټې دوام وکړي.

په لومړۍ تمریناتي لوبه کې چې د هند په بنګلور ښار کې ترسره شوه، افغان ملي لوبډلې لومړۍ توپ وهنه وکړه او د شپږو لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۸۴ منډې جوړې کړې. په دغه سیالۍ کې د افغانستان له‌خوا دروېش رسولي ۸۴ منډې، ابراهیم ځدراڼ ۳۶ او محمد نبي ۳۴ چټکې منډې وکړې.

بل اړخ ته سکاټلنډ لوبډلې یوازې ۱۲۳ منډې وکړې او د ۶۱ منډو په توپیر یې ماتې وخوړه. افغان توپ اچوونکو په دغه سیالۍ کې ښه توپ اچونه وکړه، چې عظمت الله عمرزي درې او محمدنبي دوه وېکټې واخیستې.
د ۲۰۲۶کال د کرېکټ شل اوریز نړۍوال جام سیالۍ به د فبرورۍ په ۷مه د هند او سریلانکا په کوربه‌توب پیل شي او د مارچ تر ۸مې به دوام وکړي. په دغه جام کې د نړۍ ۲۰ مخکښې لوبډلې ګډون کوي. د افغانستان ملي لوبډلې لومړۍ سیالي (د فبرورۍ په ۸مه) د نیوزېلنډ پر وړاندې په چنای کې ترسره کېږي.