• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کندوز کې د طالبانو والي د ملګرو ملتونو چارواکو سره د کډوالو د ملاتړ پر پراختیا خبرې کړې

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۵۴ GMT+۰

په کندوز کې د طالبانو والي حاجي دعوت د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) له چارواکو سره په کتنه کې د کډوالو د ستونزو او هغوی ته د مرستو د پراختیا پر لارو چارو خبرې کړې دي.

په کندوز کې د طالبانو د رسنیز دفتر له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، په یاده ناسته کې د راستنېدونکو کډوالو د سرپناه، د کاري زمینې برابرولو او د اړوندو پروژو د پرمختګ په اړه بحثونه وشول.

خبرپاڼه زیاتوي، په ناسته کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د پروژو عمومي مسوول حاجي ادان د کندوز ولایت د راستنېدونکو کډوالو د شمېر، د هغوی لپاره ځانګړو ښارګوټو او د مرستو د پروګرامونو معلومات ترلاسه کړل.

هغه ویلي: «موږ په کندوز کې د ۴۰۰ کډوالو کورنیو لپاره د سرپناه پروګرام لرو او د کاري زمینې برابرولو په موخه مو د امام صاحب ولسوالۍ کې د غالیو اوبدلو یو مرکز فعال کړی. همداراز د مېوو د ساتنې لپاره د یوې سړې خونې او د لبنیاتو د پروسس مرکز د جوړولو په برخه کې له ځایي ادارې د همکارۍ غوښتنه کوو».

حاجی ادان ډاډ ورکړی، چې د کندوز د کډوالو اړتیاوې به له مرکزي مسوولینو سره شریکې کړي؛ ترڅو کډوالو ته لا زیات خدمات وړاندې شي. خبرپاڼه زیاتوي، چې د کندوز لپاره د طالبانو والي د یادې ادارې مسوولینو ته ویلي په دغه ولایت کې باید طالبانو د ادارو ترڅنګ خیریه بنسټونه هم د سرپناه او نورو برخو کې د کډوالو او بې‌وزلو لاسنیوي لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

افغانستان ته د قزاقستان د غلو دانو صادرات دوه برابره زیات شوي

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۰۵ GMT+۰

د قزاقستان د اورګاډي ملي شرکت وايي، تېر کال افغانستان ته د دغه هېواد د غلو دانو د صادراتو کچه دوه برابره زیاته شوې وه. د دوی په خبره؛ یاد صادرات له ۲۱۶زره ټنو څخه ۴۱۶زره ټنو ته لوړ شوي دي.

د قزاقستان د اورګاډي ملي شرکت ویلي، چې په سیمه کې یې د غلو دانو د سترو صادروونکو هېوادونو له ډلې خپل ځای ساتلی او په نړۍواله کچه خپل حضور پراخوي.

دوی زیاتوي، چې د ۲۰۲۵کال د سپټمبر له میاشتې څخه د ۲۰۲۶کال (د جنورۍ تر ۳۱مې) پورې قزاقستان ۵٫۸ مېلیون ټنه غله صادره کړې. دغه شمېر د تېرکال د ورته مودې پرتله شاوخوا یو مېلیون ټنه زیاتوالی ښيي، هغه مهال دغه کچه ۴٫۸ مېلیون ټنه وه.

مسوولین وایي، چې قزاقستان خپل صادرات په ځانګړي ډول د مرکزي او سوېلي اسیا دودیزو بازارونو ته کوي. د قزاقستان هېواد صادرات ازبکستان ته ۴۹ سلنه زیات شوي دي، چې له ۱٫۸۱۳ مېلیون ټنو څخه ۲٫۷۰۲ مېلیون ټنو ته رسېدلي دي.

مسوولین وايی، افغانستان ته د دغه هېواد صادرات نږدې دوه چنده شوي دي چې له ۲۱۶زره ټنو څخه ۴۱۶زره ټنو ته رسېدلي دي. د یادونې وړ ده، چې د دغه هېواد د غلو دانو صادرات درې برابره شوي دي.

اسټرالیا د افغانانو د ملاتړ په موخه د ۵۰ میلیونه امریکایي ډالرو بشري مرسته اعلان کړه

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۱۷ GMT+۰

د اسټرالیا حکومت اعلان کړی، چې د افغانانو د ملاتړ په موخه یې د ۵۰ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت نوې بشري مرسته ځانګړې کړې ده. د دې مرستندویې کڅوړې په اعلان سره له ۲۰۲۱ کال راهیسې له افغانستان سره د اسټرالیا د بشري مرستو ټولییزه کچه ۳۱۰ میلیونه امریکایي ډالرو ته ورسېده.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو د وزیرې پني وانګ د څرګندونو له‌مخې، افغانان د نړۍ له تر ټولو سخت او اوږدمهاله بشري ناورین سره مخ دي؛ هغه ناورین چې د هغې په وینا، د خلکو د بنسټیزو اړتیاوو په پوره کولو کې د طالبانو د ناتوانۍ له امله لا پسې سخت شوی دی.

پني وانګ د روان وضعیت په اړه د ژورې اندېښنې په څرګندولو سره وویل: «په افغانستان کې وضعیت خورا خراب دی. د اسټرالیا حکومت په کلکه ژمن دی چې د افغانستان د خلکو ملاتړ ته دوام ورکړي، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو ملاتړ ته».

هغې زیاته کړه: «د اسټرالیا دا بشري مرستې به د خلکو د ژوند ژغورلو، د هغوی د کړاوونو د کمولو او د افغانستان د روان ناورین له امله زیانمنو شویو ټولنو ته د بنسټیزو اړتیاوو پوره کولو کې مرسته وکړي».

د اسټرالیا د حکومت د اعلان له‌مخې، دا مرستې تر ډېره پر ښځو او نجونو متمرکزې دي او د خوړو خوندیتوب، روغتیایي خدمتونه او د انساني کرامت، امنیت او بشري حقونو ساتنه یې له لومړیتوبونو څخه دي. استرالیا ټینګار کړی، چې دا مرستې به د ملګرو ملتونو د معتبرو بنسټونو له لارې خلکو ته ورسول شي، څو ډاډ ترلاسه شي چې مرستې رښتینو اړمنو کسانو ته رسېږي، نه د طالبانو رژیم ته.

دغه مرستندویه کڅوړه به د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) او د افغانستان د بشري مرستو صندوق له لارې چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) تر مدیریت لاندې دی، ووېشل شي.

د اسټرالیا د نړۍوالې پراختیا وزیرې اېن الی هم په دې اړه وویل: «دا بودیجه به د بېړنیو بشري اړتیاوو د پوره کولو او په ټول افغانستان کې د زیانمنو وګړو د ملاتړ لپاره وکارول شي».

هغې زیاته کړه: «د دې ملاتړ له لارې، موږ له باوري شریکانو سره خپله همکاري روانه ساتو، څو ډاډ ترلاسه شي چې مرستې په خوندي، شفافه او عادلانه ډول هغو کسانو ته رسېږي چې تر ټولو ډېره اړتیا ورته لري».

د شمېرو له‌مخې، نږدې ۲۲ میلیونه کسان په افغانستان کې بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري. د طالبانو له‌خوا پر ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه لکه کار ته د لاسرسي بندیز، روغتیایي خدمتونه، زده‌کړه او په ټولنیز ژوند کې نه ګډون د دې لامل شوي چې ښځې او نجونې د دې بشري ناورین له امله تر ټولو زیات زیان وویني.

په روان ۲۰۲۶ کال کې نږدې ۲۳۹ میلیونه انسانان په ټوله نړۍ کې بشري مرستو ته اړتیا لري

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۳۲ GMT+۰

د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، د مالي محدودیتونو له امله په دې کال کې له شپږ زره (۶۰۰۰) څخه زیات روغتیایي مرکزونه تړل شوي دي او د ۵۳ میلیونه انسانانو لپاره روغتیایي خدمتونه بند شوي دي. دغه سازمان اټکل کوي، چې په ۲۰۲۶ کال کې به له ۲۳۹ میلیونه څخه زیات خلک بشري مرستو ته اړتیا ولري.

یاد سازمان وایي، په زیانمنو هېوادونو کې د ژغورونکو روغتیایي پاملرنو لپاره په بېړنیو حالاتو کې یو میلیارد ډالره بودیجې ته اړتیا ده. دغه سازمان خبرداری ورکړی، چې که پر وخت اقدام ونه شي، نو ناروغۍ به زیاتې شي او د مړینې کچه به لوړه شي.

د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، روغتیایي نظام لومړنی هغه سیستم دی چې په بحرانونو کې زیانمنېږي او بیا رغول یې تر ټولو ستونزمنه برخه ده. یاد سازمان زیاتوي، چې جګړې، طبیعي پېښې او بې‌ځایه کېدل روغتیایي خدماتو ته د خلکو د لاسرسي په لاره کې خنډونه رامنځته کړي دي. په راپور کې راغلي، چې دغو پېښو د واکسیناسیون او د میندو د پاملرنې خدمتونه له ځنډ او خنډ سره مخ کړي او د ساري ناروغیو د خپرېدو خطر یې زیات کړی دی.

د روغتیا نړۍوال سازمان مشر ټېډروس ادهانوم ګبریسوس ویلي، دا وضعیت ښيي چې په راتلونکي کال کې د بشري ناورینونو په وخت کې د روغتیا د ساتنې لپاره څه اړتیاوې شته. هغه په جګړو او طبیعي افتونو اخته هېوادونو ته د ملاتړ پر اړتیا ټینګار وکړ او یې ویل: «د دې خدمتونو په ورکولو سره موږ هغوی ته ډاډ ورکولی شو چې نړۍ هغوی ته شا نه ده ګرځولې».

طالبانو د اداري تصفیې په لړ کې د کابل پوهنتون لسګونه استادان له دندو ګوښه کړي دي

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۵۰ GMT+۰

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت په تېرو میاشتو کې لسګونه هغه استادان له دولتي پوهنتونونو څخه ګوښه کړي، چې د دې ډلې له فکري لیدلوري سره سمون نه‌لري. افغانستان انټرنشنل داسې یو نوملړ ترلاسه کړی، چې د افغانستان په بېلابېلو پوهنتونونو کې د ۸۶ ګوښه شویو استادانو نومونه په‌کې شامل دي.

دغه استادان په وروستیو اوونیو او میاشتو کې له خپلو دندو لرې کړای شوي دي. د ترلاسه شوي نوملړ له‌مخې، د دغو استادانو ډېری یې د شرعیاتو له پوهنځیو او د دیني علومو، اسلامي ثقافت او تعلیم او تربیې له ډیپارټمنټونو سره تړاو لري. د یاد نوملړ پر بنسټ، دغه استادان د کابل، ننګرهار، بلخ، تخار، شیخ زاید خوست، فاریاب، بدخشان، جوزجان، بغلان، کابل پولي‌تخنیک، فراه، البیروني کاپیسا، هرات، غور او د کونړ سید جمال‌الدین پوهنتونونو کې د تدریس دنده لرله.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت باخبره سرچینو دغه نوملړ تایید کړی دی. د سرچینو په وینا، یاد استادان پرته له دې چې د پوهنتونونو اداري او علمي منل شوې اصول او کړنلارې په پام کې ونیول شي، له دندو ګوښه شوي دي.

یو له هغو استادانو څخه چې هویت یې افغانستان انټرنشنل ته څرګند دی، روانه اوونۍ په فېسبوک کې د مستعار نوم له لارې ولیکل: «نن له اکاډمیک چاپېریال کې تر یوې لسیزې زیات خدمت وروسته، د ظالمانو له ظلم او له خپلو همکارانو او محصلینو سره په دردېدلي زړه مخه ښه کوم».

هغه زیاته کړې: «د اورېدونکي او لیدونکي رب دربار ته د دوی د بې‌عدالتۍ شکایت وړم، ځکه هغه د ظالمانو تر ټولو ښه حساب‌اخیستونکی دی».

ولې د شرعیاتو استادان؟

تر لاسه شوی نوملړ ښيي، چې نږدې ټول ګوښه شوي استادان د شرعیاتو پوهنځیو او د دیني علومو له څانګو سره تړاو لري.
د سرچینو په وینا، دغه استادان له هغه څه وروسته له دندو لرې کړای شوي، چې «د عقایدو تفتیش» بلل کېږي. سرچینې وايي، د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت په چوکاټ کې د «عبدالله ابن مسعود» په نوم یوه کمېټه جوړه شوې ده، چې د استادانو تعلیمي اسناد، د تدریس مخینه او فکري لیدلوري ارزوي.

د سرچینو په وینا، که د شرعیاتو استادان له طالبانو سره بېل فکري بنسټ ولري، نومونه یې د لوړو زده‌کړو وزارت مشرتابه ته لېږل کېږي او وروسته د ګوښه کېدو پرېکړه عملي کېږي. سرچینې زیاتوي، دغه کمېټې په څو برخو کې فعالیت کړی دی. لومړی، د پوهنتونونو د درسي نصاب هر اړخیزه بیاکتنه ده.

د دې بیاکتنې په پایله کې، ګڼ شمېر درسي مضمونونه د «ممنوعه» مضمونونو په لېست کې شامل شوي دي. د حکومتولۍ، بشري حقونو، ډیموکراسۍ، مدني ټولنې او لوېدیځو سیاسي افکارو په څېر مضمونونه په دې دلیل لرې شوي چې «له اسلام سره سمون نه لري». د سرچینو په وینا، ان ځینې ډیپارټمنټونه په بشپړ ډول منحل شوي دي.

په بل پړاو کې، دغه کمېټې د ساده ازموینو له لارې د طالبانو د جنګیالیو او اړوندو ملايانو د سواد کچه ارزولې او ډېرو ته یې د لېسانس او ماسټرۍ اسناد هم ورکړي دي. هم‌مهاله، د هېواد په کچه د شرعیاتو پوهنځیو ته د استادانو د داخلېدو او د فعالیت د دوام موضوع د طالبانو د دیني روایت سره د هغوی د همغږۍ پر بنسټ ارزول کېږي.

تر دې وړاندې، په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې یو شمېر استادان د طالبانو سره د فکري اختلاف او د سلفي او وهابي تعبیرونو د ملاتړ په تور له دندو ګوښه شوي وو. همداراز، په بلخ ولایت کې سرچینو راپور ورکړی چې د بلخ پوهنتون یو شمېر استادان د عرفاني فکر او تصوف د تمایل له امله له دندو لرې کړای شوي دي.

په ځینو نورو ولایتونو کې هغه استادان هم ګوښه شوي، چې خپلې لوړې زده‌کړې یې په سکولر نظام لرونکو هېوادونو کې بشپړې کړې وې. طالبان دغه استادان د «اسلامي علومو پر کافي تسلط نه لرلو» تورنوي.

د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي یو پخواني استاد افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د ګوښه شویو استادانو ډېری د «اسلامي ثقافت» له څانګې سره تړاو لري. هغه وویل، د طالبانو برداشت دا دی چې «دا استادان زموږ له فکري مسیر سره سم روان نه دي».

یو بل پوهنتوني استاد وویل، طالبان د استادانو په ګوښه کولو سره څو موخې تعقیبوي. د هغه په وینا، لومړۍ موخه د طالبانو اړوندو کسانو او ملايانو ته ځای پیدا کول دي. هغه زیاته کړه، چې طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې لسګونو خپلو غړو ته تحصیلي اسناد ورکړي دي.

د دې سرچینې په وینا، طالبان باور لري چې باید خپل کسان د لوړو زده‌کړو په بنسټونو کې ځای پر ځای کړي. هغه ټینګار وکړ، چې د پوهنتونونو او د لوړو زده‌کړو د بنسټونو مشرتابه نیول د طالبانو له لومړیتوبونو څخه دي او دا کار د هغوی د خوښې استادانو د ګومارنې له لارې شونی دی.

دغه استاد وویل: «کله چې څوک د پوهنتون استاد نه وي، نه شي کولای د پوهنتون او د لوړو زده‌کړو وزارت په علمي او اجرایي بستونو کې کار وکړي». د طالبانو بله موخه فکري جهت‌ ورکول دي. هغه وویل، طالبان هڅه کوي چې نوي او ځوان محصلین د دین او شریعت په اړه د دې ډلې له برداشت سره همغږي کړي. هغه زیاته کړه: «د روڼ‌اندو او اکاډمیکو استادانو په شتون کې دا هدف نه‌شي پوره کېدای».

د اکاډمیکو معیارونو له پامه غورځولو پایلې

د کابل پوهنتون یوه استاد وویل، چې دوی پخوا د ګومارنې اوږده او علمي لاره وهلې ده.
د هغه په وینا، دغه بهیر له ډیپارټمنټ څخه پیلېده، د پوهنځي او پوهنتون علمي شوراګانو کې ارزول کېده او په پای کې د لوړو زده‌کړو وزارت له تایید وروسته نهايي کېده. خو طالبانو دغه ټاکنیزه کړنلاره له پامه غورځولې ده.

هغو سرچینو چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نومونه یې واخیستل شي، وايي چې اوس د استادانو د ګومارنې او ګوښه کېدو پرېکړه نور د علمي شوراګانو صلاحیت نه دی. فکري او سیاسي تړاو له طالبانو سره د ګومارنې اصلي معیار ګرځېدلی دی.

د پوهنتون استادان د طالبانو د دغو کړنو له پایلو خبرداری ورکوي. د دوی په وینا، دا اقدامات لږ تر لږه دوه جدي پایلې لري چې لومړی د افغانستان د لوړو زده‌کړو نظام ورځ تر بلې ایډیولوژیک کېږي او له نړۍوالو اکاډمیکو معیارونو لرې کېږي. د دوی په باور، د نصاب بدلون او د استادانو بې‌اصوله ګوښه کول د افغانستان د پوهنتونونو د تحصیلي اسنادو نړۍوال اعتبار له جدي ګواښ سره مخ کوي.

دوی وايي، دا کړنې له حقوقي اړخه هم ستونزې زېږوي. د پخواني افغان حکومت د لوړو زده‌کړو د قانون او منل شویو علمي اصولو له‌مخې، د استادانو ګوښه کول یوازې د پوهنځي د علمي شورا په وړاندیز او د پوهنتون د علمي شورا په تایید شوني وو.

د دې میکانېزم موخه دا وه، چې اکاډمیک چاپېریال د سیاسي لاسوهنې څخه خوندي پاتې شي.

د پوهنتون یوه استاد په دې اړه ویلي: «استادانو په ازاده توګه نظر ورکاوه، ځکه کاري مصوونیت یې درلود او هېڅ سیاسي مقام د دوی د ګوښه کولو حق نه درلود».

خو د دوی په وینا، اوس استادان له هېڅ ډول مصوونیت څخه برخمن نه دي.

طالبانو له زلزله‌ځپلو کورنیو سره د مرستې په موخه له ډاکار موسسې سره یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۵۶ GMT+۰

له پېښو سره د طالبانو د مبارزې ادارې خبر ورکړی، چې د «ډاکار» په نوم له یوې مرستندویه موسسې سره یې په کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې له زلزله‌ځپلو کورنیو سره د مرستې هوکړه‌لیک لاسلیک کړی. یاده موسسه به له زلزله‌ځپلو کورنیو سره د ۴۵۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت بشري مرستې وکړي.

د هوکړې د لاسلیک پر مهال د طالبانو د یادې ادارې مشر ملا نورالدین ترابي ویلي، چې د دې هوکړې پر بنسټ باید ډاکار موسسه اړمنو کسانو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او دا پروژه دې په شفافه توګه پلي کړي. په افغانستان کې د ډاکار موسسې مشر پیدر تورننګ ډاډ څرګند کړی، چې د پروژې په تطبیق کې به ټول معیارونه په پام کې نیسي او اړمن خلک به ترې برخمن شي.

د هغه په وینا، د دغې پروژې ټولییز ارزښت ۴۴۶ زره امریکایي ډالره دی، چې له‌مخې به یې په کونړ کې ۲،۲۳۴ کورنیو، په ننګرهار کې ۷۰۰ او په لغمان کې ۶۶ کورنیو ته روغتیایي کڅوړې ووېشل شي. په خبرپاڼه کې همداراز راغلي، چې د دغې پروژې په لړ کې به په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې ۲۳۵ - ۲۳۵ تشنابونه هم جوړ شي.
د هوکړې له‌مخې به ډاکار موسسه په کونړ کې د پاکو اوبو ۱۵ او په ننګرهار کې ۵ څاه‌ګانې وکېندي. همداراز په کونړ کې د ژېړي بابا کمپ (پنډغالي) ته د اوبو لېږد هم د دې پروژې برخه ده. طالبان داسې مهال د دغه هوکړه‌لیک په اړه معلومات ورکوي، چې له پاکستان او ایران څخه تازه راستانه شوي افغانان په هېواد کې له سخت بشري ناورین سره لاس او ګرېوان دي.
ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې، چې له دغو کډوالو سره لازمې مرستې نه دي شوي او طالبان هم د دې توان نه لري چې د هغوی د سرپناه، کار او اړینو خوراکي توکو ستونزې حل کړي. د کډوالو عالي کمېشنرۍ پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې افغانستان له جدي بشري ناورین سره مخ دی او باید له تازه راستنو شویو افغانانو سره په بېلابېلو برخو کې عاجلې مرستې وشي.