زېلېنسکي: له روسیې سره په جګړه کې ۵۵ زره اوکرایني سرتېري وژل شوي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنکسي د فرانسې ۲ ټلوېزیون سره په تازه مرکه کې ویلي، چې له روسیې سره په روانه جګړه کې ۵۵ زره اوکرایني سرتېري وژل شوي دي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنکسي د فرانسې ۲ ټلوېزیون سره په تازه مرکه کې ویلي، چې له روسیې سره په روانه جګړه کې ۵۵ زره اوکرایني سرتېري وژل شوي دي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د چهارشنبې په ورځ د فرانسې ۲ ټلوېزیون سره په ځانګړې مرکه کې ویلي: «له روسیې سره په جګړه کې د وژل شویو اوکرایني سرتېرو شمېر ۵۵ زره تنو ته رسېږي».
په وژل شویو سرتېرو کې تازه جذب شوي او مسلکي سرتېري هم شامل دي.
همدارنګه نوموړي ویلي، چې پر یادو رسمي شمېرو سربیره د هغو کسانو شمېر هم خورا لوړ دی، چې د جګړې په ډګر کې لادرکه شوي او برخلیک یې څرګند نه دی.
د اوکراین ولسمشر زېلېنسکي د ۲۰۲۵ کال په فبروري میاشت کې د وژل شویو سرتېرو شمېر نږدې ۴۶ زره ښودلی و.
زېلېنسکي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې لا هم د اوکراین او روسیې ترمنځ جګړه دوام لري او دواړه لوري یو بل ته د درنو تلفاتو اړولو ادعاوې کوي.


د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، چې په سیمه کې د روان کړکېچ د هوارولو او د ایران او امریکا ترمنځ د احتمالي جګړې د مخنیوي لپاره یې له ایران سره په بشپړه توګه د ورورګلوۍ رول ادا کړی دی.
د پاکستان لومړي وزیر د چهارشنبې په ورځ د کابینې غونډې ته د وینا پرمهال ویلي، چې د نوموړي په ګډون د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د پوځ مشر په سیمه کې د کړکېچ د هوارۍ لپاره د ایران له مشرتابه سره په بېلابېلو کچو لیدنې او ټلیفوني خبرې کړې دي.
نوموړي زیاته کړې: «موږ په سیمه کې د ګواښونو په کمولو کې د مرستې لپاره د یو ورور په توګه هر ګام پورته کړی دی. په دې هڅو کې پاکستان یوازې نه دی، بلکې د قطر، ترکیې، مصر، عمان او سعودي عربستان په څېر مهم اسلامي هېوادونه هم شریک دي».
د پاکستان لومړي وزیر هیله څرګنده کړې، چې د دغو ګډو هڅو په پایله کې به د خبرو اترو داسې یوه لار وموندل شي، چې سیمه له اوسني ګواښونکي حالت څخه وژغوري.

د ملګرو ملتونو لوړپوړي چارواکي الکساندر زویف د چهارشنبې په ورځ د امنیت شورا په غونډه کې خبرداری ورکړ، چې په افغانستان کې داعش خراسان څانګه لا هم د سیمې لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي. دا اندېښنه د طالبانو د ادارې له هغه دریځ سره په ټکر کې ده، چې وايي د داعش د ګواښ مخه یې نیولې ده.
د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د ملګرو ملتونو د دفتر سرپرست الکساندر زویف د چهارشنبې په ورځ د نړۍوالې سولې او امنیت پر وړاندې د ترهګریزو ګواښونو په تړاو د امنیت شورا غونډې ته وویل، چې د داعش خراسان څانګه خپلې لیکې په چټکۍ سره بیا رغوي او د انټرنټ له لارې د نویو کسانو د جذبولو وړتیا یې ساتلې ده.
نوموړي زیاته کړې: «په افغانستان کې داعش خراسان څانګه اوس د سیمې او له سیمې بهر لپاره یو له جدي ګواښونو څخه ګڼل کېږي».
د ملګرو ملتونو یاد چارواکي په کابل کې د داعش وروستي برید ته اشاره کړې، چې په ترڅ کې یې د یوه چینايي وګړي په ګډون اووه کسان ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول.
خو په ورته مهال بیا طالبان ادعا کوي، چې د داعش د ګواښ مخه یې نیولې ده.

د بشري حقونو د څار نړۍوال سازمان په یو تازه راپور کې خبرداری ورکړی، چې ډونالډ ټرمپ د امریکا د ډیموکراسۍ مهم بنسټ زیانمن کړی دی. په دغه راپور کې د کډوالو پروړاندې عملیات، د رايي ورکولو حقونو ته ګواښونه او ځینې نورې توندلارې پالیسۍ د دغه وضعیت اصلي لاملونه بلل شوي دي.
د بشري حقونو د څار سازمان اجراییوي رییس فیلیپ بولوپیون ویلي، چې اوس مهال په نړۍ کې ډیموکراسي د ۱۹۸۵ کال کچې ته راغورځېدلې ده.
نوموړي زیاته کړې: «روسیه، چین او امریکا د ۲۰ کلونو وړاندې په پرتله اوس لږ ازاد دي. دمګړی د نړۍ ۷۲ سلنه وګړي تر استبدادي واکمنیو لاندې ژوند کوي».
نوموړي د ټرمپ اداره تورنه کړې، چې په امریکا کې یې د قدرت د کنټرول او توازن ټول سیستمونه کمروزي کړي دي.
فیلیپ بولوپیون له کډوالو سره ناوړه چلند او السلوادور کې ځانګړي زندان ته د سلګونو کډوالو شړل د بشري حقونو خلاف عملونه بللي دي.
د بشري حقونو د څار سازمان په راپور کې راغلي: «ټرمپ په اوکراین کې د روسیې سرغړونې کم ارزښته ښودلي، په سوډان کې یې د جنایتونو د مخنیوي لپاره څه نه دي کړي او پر اسراییل یې فشار نه دی راوړی چې په غزه کې خپل عملیات ودروي».
ورته مهال، سپینې ماڼۍ د دغه راپور په غبرګون کې د بشري حقونو پر څار سازمان سختې نیوکې کړې دي او یاد سازمان یې په «ټرمپ ضد ناروغۍ» تورن کړی دی.
د سپینې ماڼۍ ویاندې ویلي: «ولسمشر ټرمپ د بشري حقونو لپاره تر بل هر چا ډېر کار کړی؛ هغه اته جګړې پای ته ورسولې، د بېشمېره کسانو ژوند یې وژغوره او د مذهبي ازادۍ ساتنه یې وکړه».
د بشري حقونو د څار سازمان اجراييوي رییس پر هېوادونو غږ کړی، چې باید د امریکا د اقداماتو پر وړاندې چوپه خوله پاتې نهشي او د نړۍوال نظم او بشري حقونو خوندیتوب لپاره دې یو پیاوړی نړۍوال اتحاد جوړ کړي.

اکسیوس راپور ورکړی، چې د امریکا او ایران ترمنځ د جمعې په ورځ کېدونکې مذاکرات لغوه شوې دي. ایران له امریکا څخه د مذاکراتو د ځای او د خبرو د بڼې د بدلون غوښتنه کړې وه، خو امریکا یې غوښتنه رد کړې ده.
اکسیوس د یوه جګپوړي امریکايي چارواکي له قوله لیکلي: «موږ ایران ته وویل چې یا په دې بڼه او یا هم هېڅ، خو هغوی وویل ښه سمه ده، بیا نو هېڅ».
واشګټن ویلي، چې له تهران سره د پخوانۍ هوکړې لهمخې مذاکراتو لپاره چمتو دی.
یوه جګپوړي امریکایي چارواکي زیاته کړې: «موږ غواړو چې ژر تر ژره یوه رښتینې هوکړه وشي، که نه خلک به نورو انتخابونو ته وګوري».
اکسیوس د امریکايي چارواکو له قوله ویلي، چې د سپینې ماڼۍ استازی سټیو وېټکاف او د ډونالډ ټرمپ زوم او سلاکار جیرډ کوشنر تمه لري چې د پنجشنبې په ورځ د قطر له لومړي وزیر سره د ایران په اړه خبرې وکړي. د اوسني پلان لهمخې، دوی به له دې غونډې وروسته میامي ته راستانه شي او له ایراني چارواکو سره د لیدو کوم پلان نه لري.

د چین ولسشمر شي جینپینګ د چهارشنبې په ورځ په جلا جلا ټلیفوني اړیکو کې له خپل روسي او امریکايي سیالانو سره خبرې وکړې. د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وویل، چې د چین له ولسمشر سره یې د سوداګرۍ او امنیتي مسایلو په اړه ګټورې خبرې کړې دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور لهمخې، د چین ولسمشر له واشنګټن څخه غوښتي چې تایوان ته د وسلو د پلور په اړه له احتیاطه کار واخلي. په همدې مهال، شي جینپینګ منلې ده چې هېواد به یې له متحده ایالاتو څخه د سویا د پېر کچه له ۱۲ میلیونه ټُنه څخه ۲۰ میلیونه ټُنو ته لوړه کړي.
د یادونې وړ ده، چې د امریکا کرنیز سکټور چې دا مهال له اقتصادي ستونزو سره مخ دی، د ډونالد ټرمپ له مهمو سیاسي ملاتړو څخه شمېرل کېږي او چین د دې سکټور د تولیداتو تر ټولو لوی پېرېدونکی هېواد بلل کېږي. خو د چین او امریکا ترمنځ سوداګریز تاوتریخوالي د چین له لوري د کرنیزو محصولاتو پېر کم کړی و.
د ټرمپ او شي جینپینګ ټلیفوني خبرې یوازې څو ساعته وروسته له هغې وشوې، چې د چین ولسمشر له روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین سره مجازي ناسته کړې وه. د چین د دولتي رسنیو د راپور لهمخې، شي جینپینګ له ولادیمیر پوتین سره په ویډیويي خبرو کې وویل، چې له روسیې سره د چین ستراتیژیکې اړیکې د نړۍوال ثبات لپاره خورا مهم رول لري.
ولادیمیر پوتین هم د چین او روسیې اړیکې «ستراتیژیکې او د دواړو هېوادونو لپاره ګټورې» وبللې او د شي جینپینګ هغه بلنه یې ومنله، چې د روان میلادي کال په لومړۍ نیمايي کې چین ته سفر وکړي.
دواړو لوریو همداراز د اقتصادي همکاریو د پراختیا په ځانګړې توګه د انرژۍ په برخه کې د لا ډېرې همکارۍ پر سر هوکړه وکړه.
د چین او روسیې مشرانو وروستی ځل د تېر میلادي کال په سپټمبر میاشت کې په بېجینګ کې د چین د یوه ستر پوځي رسمګذشت (پوځي پرېډ) پر مهال سره لیدلي وو. په هغه لیدنه کې شي جینپینګ ویلي وو، چې د چین او روسیې اړیکې به «د نړۍوالو توپانونو پروړاندې ټینګې پاتې شي».