• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

قزاقستان او پاکستان د سیمه ییزې همکارۍ لپاره د افغانستان ټیکاو اساسي شرط بللی

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۰۹ GMT+۰تازه شوی: ۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۳۷ GMT+۰

پاکستان او قزاقستان په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې د دواړو هېوادونو مشرانو د سیمه‌ییزو ترانزیټي او ترانسپورتي دهلېزونو د پراختیا لپاره پر پیاوړې سیاسي ژمنتیا ټینګار کړی. دغه راز د ازبکستان او پاکستان ترمنځ هم هوکړه شوې چې د ترانس ـ افغان رېل‌لارې عملي چارې پیل شي.

پاکستان او قزاقستان اسلام اباد ته د قزاقستان د ولسمشر قاسم جومارت توکایف د سفر په پای کې یوه ګډه اعلامیه خپره کړې، چې د دواړو هېوادونو مشرانو پکې د سیمه‌ییزو ترانزیټي او ترانسپورتي دهلېزونو د پراختیا لپاره پر پیاوړې سیاسي ژمنتیا ټینګار کړی دی.

د ګډې اعلامیې له مخې، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د قزاقستان ولسمشر د ټرانس افغان او همداراز د قزاقستان-قرغیزستان-چین-پاکستان د لارو له لارې د څو اړخیزو نړیوالو ترانسپورتي دهلېزونو د لا پیاوړتیا ملاتړ اعلان کړی.

اعلامیه زیاتوي چې لومړي وزیر شهباز شریف د ولسمشر توکایف هغه نوښت وستایه چې موخه یې د ترانس‌افغان رېل‌پټلۍ د دهلېز له لارې د منځنۍ او جنوبي اسیا نښلول دي.

د پاکستان د حکومت اعلامیه کې راغلي، چې د خبرو اترو پر مهال، د افغانستان پر وضعیت هم بحث شوی او دواړو لوریو ټینګار کړی چې په افغانستان کې ثبات او امنیت د سیمه‌ییزې همکارۍ د پراختیا لپاره یو اساسي شرط دی.

د اعلامیې په وینا، هغوی بیاځلي ټینګار کړی چې د افغانستان خاوره باید د نورو هېوادونو د امنیت پر ضد د ګواښ رامنځته کولو لپاره ونه کارول شي.

په اعلامیه کې راغلي چې په سیمه‌ییزو اقتصادي همکاریو او د اتصال په زیربنایي پروژو کې د افغانستان شاملول نه یوازې د افغانستان د خلکو، بلکې د ټولې سیمې په ګټه دي او کولی شي د دوامدارې ودې او ثبات لامل شي.

د پاکستان لومړي وزیر محمد شهباز شریف ویلي، پاکستان او قزاقستان د ټرانس افغان ترانسپورتي دهلېز په جوړولو سلا شوي، څو د سیمې اتصال لا پیاوړی کړي. نوموړي ټینګار کړی چې پاکستان قزاقستان ته د خپلو ترانزیټي زیربناوو او سمندري بندرونو بشپړ لاسرسی ورکړی دی.

شهباز شریف د دواړو هېوادونو ترمنځ د بېلابېلو همکاریو د هوکړه‌لیکونو د لاسلیکولو مراسمو په جریان کې وویل چې د انرژۍ په برخه کې په دواړو هېوادونو کې پراخ فرصتونه شته او ګډ کار به د دواړو لوریو لپاره ګټور وي.

هغه زیاته کړې چې د کلتور او معلوماتو په برخو کې هم د همکارۍ پراخ ظرفیت موجود دی او دواړه هېوادونه به په دې برخو کې په راتلونکې کې مهم فرصتونه ولري.

ډېر لیدل شوي

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته
۱
شننه

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته

۲

د پاکوالي نړۍواله ورځ؛ افغانستان کې د خځلو مدیریت لا هم له جدي ننګونو سره مخ دی

۳

میډیا لاین: په ایران کې کړکېچ افغان کډوال بېرته بې‌کارۍ او د طالبانو واکمنۍ ته ستنوي

۴

راپور: طالبان د پوځي بې‌پیلوټه الوتکو د وړتیا د پراخولو هڅه کوي

۵

ایټالیا کې افغان سفارت: د هېواد برخلیک باید د بهرنیانو او طالبانو د پټو معاملو قرباني نشي