د کرېکټ ملي لوبډله په خپله دویمه تمریناتي لوبه کې د وېسټانډیز پر وړاندې میدان ته وځي

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله به د ۲۰۲۶ کال د ۲۰ اوریز نړۍوال جام تر پیل وړاندې په خپله دویمه تمریناتي لوبه کې د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۵مه) د هند په بنګلور ښار کې د وېسټانډیز له لوبډلې سره مخ شي. دا لوبه به د افغانستان په وخت ماسښین دوه بجې پیل شي.
له دې لوبې وروسته به د افغانستان ملي لوبغاړي د ۲۰۲۶ کال د ۲۰ اوریز نړۍوال جام کې ګډون ته چمتو شي.
افغان لوبډلې په لومړۍ تمریناتي لوبه کې د سکاټلنډ ملي لوبډلې ته د ۶۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه. افغان لوبډله به له دې لوبې وروسته نړۍوال جام کې ګډون ته چمتو شي.
د کرېکټ نړۍوال جام سیالۍ د ۱۴۰۴ کال د سلواغې له ۱۸مې د کب تر ۱۷مې پورې د هند او سريلانکا په ګډ کوربهتوب ترسره کېږي. د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله په څلورم ګروپ کې له کاناډا، نیوزیلنډ، سوېلي افریقا او متحده عربي اماراتو سره ملګرې ده او په ګروپي پړاو کې به څلور لوبې ترسره کړي.
