• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پر پاکستاني درملو بندیز؛ طالبانو افغانستان کې د درملو پر تولیدي کارخونو څار پیل کړی

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۵۳ GMT+۰

د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې مشر ملا فیض‌الله تمیم په کابل کې ښار کې د درملو له ۳ تولیدو فابریکو څخه لیدنه کړې او د هغوی د تولید بهیر یې له نږدې ارزولی دی. دا اداره ټینګار کوي، چې په افغانستان کې شته کارخونې باید معیاري درمل تولید کړي.

د طالبانو د یادې ادارې مشر تر څنګ د دغه ډلې د عامې روغتیا وزارت او د اطلاعاتو او کلتور وزارت هم د دې څارنې په پلاوي کې ګډون درلود. خبرپاڼه کې راغلي، په یادو کارخونو کې د معیارونو پلي کېدو وضعیت، د تولید تګلارې او د محصولاتو د کیفیت ارزونه شوې ده.

خبرپاڼه زیاتوي چې د طالبانو یاد پلاوي د دغو کارخونو څخه د لیدنو پر مهال د هغوی ستونزې او پر وړاندې یې پرتې ننګوونې هم اورېدلې دي. د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالغني برادر څلور میاشتې وړاندې په افغانستان کې د درملو واردوونکو شرکتونو ته سپارښتنه کړې وه چې له پاکستان څخه واردات بند کړي او په نورو بدیلو لارو دې غور وکړي.

د یادونې ده، چې ملا برادر پاکستاني درمل بې کیفیته وبلل او همداراز د طالبانو د عامې روغتیا وزارت غړي‌ هم په بېلابېلو ولایتونو کې پر درملتونونو ګرځي او بې کیفیته پاکستاني درمل راټولوي. افغانستان کې که څه هم د درملو جوړولو ځینې فابریکې شته؛ خو دا هېواد لا هم په دې برخه کې پر وارداتو تکیه دی او په کور دننه تولیدات د افغانانو اړتیاوې نه‌شي پوره کولای.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

طالبان وایي، په اسلام‌کلا ګمرک کې یې د ۵۸میلیونه افغانیو په ارزښت پراختیایي پروژې پیل کړې

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۴۵ GMT+۰

په هرات کې د طالبانو رسنیز دفتر د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۵مه) خبر ورکړی، چې د دې ولایت په اسلام‌کلا ګمرک کې د ۵۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۴ پراختیایي پروژو چارې پیل شوې دي. د دوی په وینا، د دغو پروژو له بشپړېدو سره به په دې بندر کې ګڼه‌ګوڼه کمه او نظم رامنځته شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې له دې ډلې درې پروژې د هنګرونو د جوړولو په برخه کې دي او یوه پروژه د ګمرک د احاطې دېوال پر سر د کټارو جوړولو ده. خبرپاڼه وړاندې لیکي: «د دغو پروژو پلي کېدل به په اسلام‌کلا بندر کې د ګڼه‌ګوڼې د کمولو، د نظم د رامنځته کولو او د ګمرکي خدمتونو د ښه کېدو په برخه کې مهم رول ولوبوي».

له پاکستان سره د سوداګریزو لارو تر بندېدو وروسته، د اسلام‌کلا بندر د بوختو بندرونو له ډلې ګڼل کېږي او له ایران سره پرې سوداګري د پخوا په پرتله د پام وړ زیاته شوې ده. همدارنګه د افغان کډوالو د ستنېدو په بهیر کې هم له دې لارې څخه په پراخه کچه کار اخیستل شوی دی.

خلکو په وار وار د دې بندر په اړه له ګڼه‌ګوڼې، بې‌نظمۍ او د بندري مدیریت د نشتوالي څخه شکایتونه کړي دي.

په افغانستان کې د کیمیاوي وسلو د کارونې له امله د سرطاني ناروغیو شمېر زیات شوی

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۳۱ GMT+۰

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د سرطان د کنټرول ملي پروګرام د عامه پوهاوي مسوول ویلي، چې په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د سرطاني ناروغیو شمېر لوړ شوی دی. ډاکټر محمد داوود میرکي د سرطاني ناروغیو د ډېرېدو له لاملونو څخه یو هم د کیمیاوي وسلو کارونه بللې ده.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت له‌خوا د سرطان ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي په یوه غونډه کې د سرطان د کنټرول د ملي پروګرام د عامه پوهاوي مسوول ډاکټر محمد داوود میرکي ویلي، چې د چاپېریال ککړتیا او زهري مواد، ناسم خواړه، سګرټ، چاغوالی او تشخیص او درملنې ته نابرابر لاسرسی د سرطاني ناروغیو د رامنځته کېدو لامل کېږي.

نوموړي ویلي، چې په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د سرطان ناروغیو د پېښو د چټک زیاتېدو لاملونه اوږدې جګړې، بې‌ځایه کېدل او چاپېریالي ککړتیا دي.

ډاکټر داوود میرکي زیاته کړې: «په تېرو شلو کلونو کې نه یوازې جګړې دوام درلود، بلکې داسې وسلې هم کارول شوې دي چې د نړۍوالو کنوانسیونونو له‌مخې منع دي، لکه د یورانیم وسلې چې د دغو وسلو کارونه د سرطان لامل کېږي او له امله یې په کلیو او بانډو کې د سرطاني ناروغیو شمېر زیات شوی او همدارنګه د معلولو ماشومانو زېږون هم ډېر شوی دی».

پر همدغه مهال د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د دفتر رییس محمد طاهر حلیم وايي، هغو کسانو چې په افغانستان کې یې کیمیاوي وسلې کارولې دي، باید د رامنځته شویو زیانونو تاوان ورکړي.

محمد طاهر حلیم زیاته کړې: «موږ ته هغه ناروغان هم مراجعه کوي چې د بم او باروتو د ټپي کېدو له امله په سرطان ناروغۍ اخته شوي دي. هغه خلک چې زموږ په وطن کې یې کیمیاوي وسلې کارولي دي ورته وایم، چې تاسو بشر دوستي کوئ، نو اوس راشئ د دې کسانو په درملنه کې همکاري وکړئ».

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو څو ورځې وړاندې په کابل کې د سرطان د درملنې روغتون پرانېست.

د امریکا د ملي ګارډ پر سرتېرو په ډزو تورن افغان ځان بې‌ګناه بللی

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۰۵ GMT+۰

فاکس نیوز خبر ور کړی، ۲۹ کلن افغان رحمان‌الله لکڼوال، چې د واشنګټن ډي سي د ملي ګارډ پر دوو سرتېرو د ډزو په پېښه کې تورن دی، په محکمه کې ځان بې‌ګناه بللی دی.

په دغه برید کې ۲۰ کلنه سارا بیکستروم ووژل شوه او بل سرتېری اندریو وولف سخت ټپي شو او لا هم تر درملنې لاندې دی. لکڼوال خپله هم د پېښې پر مهال ټپي شوی و او محکمې ته په ویلچر کې حاضر شوی و.

نوموړی د لومړي درجې قتل، د وژنې په نیت برید، د تاوتریخوالي پر مهال د وسلې کارولو او د ایالتونو ترمنځ د وسلو د لېږد په ګډون له څو جدي تورونو سره مخ دی.

د فاکس نیوز د رپوټ له مخې، امریکايي څارنوالان وایي، که څه هم اوسني تورونه د مرګ سزا نه لري، خو د اضافي تورونوارزونه روانه ده چې کېدای شي د هغه د مرګ سزا ته زمینه برابره کړي.

د امریکا لویې څارنوالې ویلي، فدرالي محکمې ته د قضیې لېږد به دا امکان برابر کړي چې دا موضوع په جدي او هر اړخیز ډول وڅېړل شي، په داسې حال کې چې د قربانیانو کورنۍ د عدالت غوښتنه کوي.

پخوانی افغان امنیتي سرتېری له ایران نه تر شړل کېدو وروسته په کاپیسا کې وژل شوی

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۳۲ GMT+۰

ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې نامعلومو کسانو پخوانی افغان سرتېری نبي‌الله احمدي د کاپیسا ولایت په ریګراوان ولسوالۍ کې له تښتولو وروسته وژلی. د سرچینو په وینا، احمدي د طالبانو له واکمنېدو وروسته ایران ته تللی و، خو پنځه میاشتې وړاندې بېرته افغانستان ته اخراج شوی و.

هغه له درې کلنې کډوالۍ وروسته د روان کال په وږې میاشت کې کاپیسا ته راستون شوی و.

ویل کېږي نوموړي څه باندې دوه میاشتې مخکې یو موټر اخیستی و او د کاپیسا ـ کابل پر لار یې موټرواني کوله. سرچینې زیاتوي چې د سې‌شنبې په شپه نامعلومو کسانو د هغه موټر وتښتاوه، خپله یې هم وژلی او مړی یې د سړک غاړې ته غورځولی دی.

داحمدی د جنازې مراسم د چارشنبې په ورځ، د سلواغې پر ۱۵مه، د ملاخېل کلي په جومات کې ترسره شول.

احمدي د جمهوریت پر مهال د ولسي جرګې د دفاعي چارو د پخواني کمېسیون رییس میر حیدر افضلي ساتونکی هم پاتې شوی و.

میر حیدر افضلي په فېسبوک کې د یوې خبرپاڼې له لارې دا پېښه تایید کړې، د هغه مرګ یې «نامعلوم» بللی او له کورنۍ او دوستانو سره یې خواخوږي ښودلې ده. د نوموړي کورنۍ هم د ټولنیزو شبکو له لارې د هغه مړینه تایید کړې ده.

سرچینې وایي، طالبانو دې پېښې ته پاملرنه نه ده کړې او ان د کورنۍ غړي یې د خبرو کولو څخه منع کړي دي. تر اوسه د دې قتل عاملین نه دي پېژندل شوي او طالبانو هم رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.

راپورونه ښيي چې په تېرو کلونو کې د پخوانیو امنیتي ځواکونو هدفي وژنې دوام لري.

د څو رسنیو د ګډې څېړنې له مخې، په تېرو دوو کلونو کې لږ تر لږه ۱۱۰ د پخواني افغان پوځي غړي وژل شوي دي.

د امریکا د مرستو بندېدو له تصویب وروسته؛ مولوي کبیر وايي نړۍوال دې بشري مرستې نه سیاسي کوي

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۱۶ GMT+۰

وروسته له هغې چې د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې له افغانستان سره د مرستو بندېدو لایحه تصویب کړه، د طالبانو د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزیر مولوي کبیر د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له استازي سره په لیدنه کې ویلي چې نړۍوال دې بشري مرستې نه سیاسي کوي.

دا د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې له پرېکړې وروسته د لومړي طالب چارواکي څرګندونې دي چې له نړۍوالو یې په سیاست پورې د مرستو نه تړلو غوښتنه کړې ده.

د امریکا د سنا مجلس یو شمېر غړو ویلي وو، چې له افغانستان سره کېدونکو بشري مرستو څخه طالبان هم ګټه اخلي او دوی نه غواړي د امریکا د مالیه ورکوونکو پېسې طالبانو ته ورکړل شي.

په دې لیدنه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازي جمال عرفات ویلي چې دوی کونړ ته د مرستو نوې چوپه چمتو کړې ده.