• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بشري حقونو د څار سازمان: ټرمپ د امریکا د ډیموکراسۍ بنسټ زیانمن کړی دی

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۵۲ GMT+۰

د بشري حقونو د څار نړۍوال سازمان په یو تازه راپور کې خبرداری ورکړی، چې ډونالډ ټرمپ د امریکا د ډیموکراسۍ مهم بنسټ زیانمن کړی دی. په دغه راپور کې د کډوالو پروړاندې عملیات، د رايي ورکولو حقونو ته ګواښونه او ځینې نورې توند‌لارې پالیسۍ د دغه وضعیت اصلي لاملونه بلل شوي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان اجراییوي رییس فیلیپ بولوپیون ویلي، چې اوس مهال په نړۍ کې ډیموکراسي د ۱۹۸۵ کال کچې ته راغورځېدلې ده.

نوموړي زیاته کړې: «روسیه، چین او امریکا د ۲۰ کلونو وړاندې په پرتله اوس لږ ازاد دي. دمګړی د نړۍ ۷۲ سلنه وګړي تر استبدادي واکمنیو لاندې ژوند کوي».

نوموړي د ټرمپ اداره تورنه کړې، چې په امریکا کې یې د قدرت د کنټرول او توازن ټول سیستمونه کمروزي کړي دي.

فیلیپ بولوپیون له کډوالو سره ناوړه چلند او السلوادور کې ځانګړي زندان ته د سلګونو کډوالو شړل د بشري حقونو خلاف عملونه بللي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان په راپور کې راغلي: «ټرمپ په اوکراین کې د روسیې سرغړونې کم ارزښته ښودلي، په سوډان کې یې د جنایتونو د مخنیوي لپاره څه نه دي کړي او پر اسراییل یې فشار نه دی راوړی چې په غزه کې خپل عملیات ودروي».

ورته مهال، سپینې ماڼۍ د دغه راپور په غبرګون کې د بشري حقونو پر څار سازمان سختې نیوکې کړې دي او یاد سازمان یې په «ټرمپ ضد ناروغۍ» تورن کړی دی.

د سپینې ماڼۍ ویاندې ویلي: «ولسمشر ټرمپ د بشري حقونو لپاره تر بل هر چا ډېر کار کړی؛ هغه اته جګړې پای ته ورسولې، د بې‌شمېره کسانو ژوند یې وژغوره او د مذهبي ازادۍ ساتنه یې وکړه».

د بشري حقونو د څار سازم‍ان اجراييوي رییس پر هېوادونو غږ کړی، چې باید د امریکا د اقداماتو پر وړاندې چوپه خوله پاتې نه‌شي او د نړۍوال نظم او بشري حقونو خوندیتوب لپاره دې یو پیاوړی نړۍوال اتحاد جوړ کړي.

ډېر لیدل شوي

په لاهور کې د طب محصلانو د افغان محصلانو د اېستلو پرېکړې پرضد اعتراض کړی
۱

په لاهور کې د طب محصلانو د افغان محصلانو د اېستلو پرېکړې پرضد اعتراض کړی

۲

د امریکا استازي افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر دوام ټینګار وکړ

۳

سمیع سادات: د طالبانو پر وړاندې جګړه کې بهرنیو سرتېرو ته اړتیا نه لرو

۴

پر انځورونو د بندیز سربېره؛ د ملاشیرین ملاتړي پر موټرسایکل د هغه د ګرځېدو ویډیوګانې اخلي

۵

پر کېیف د روسیې تازه بریدونه؛ رویټرز وایي د تېلو پر زېرمو بریدونو کې دوه کسان ووژل شول