• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکایي څارنوالان د افغان بریدګر لپاره د اعدام غوښتنه کوي

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۴۴ GMT+۰

امریکایي څارنوالان وایي، دوی د رحمان‌الله لکڼوال پر وړاندې د اعدام سزا وغواړي. لکڼوال چې یو افغان وګړی دی، د امریکا د ملي ګارډ پر سرتېرو د ډزو او وژنې په تور تورن شوی دی. نوموړي د چهارشنبې په ورځ په فدرالي محکمه کې د لومړنۍ حاضرۍ پر مهال ځان بې‌ګناه وباله.

تر دې وړاندې، لکڼوال په روغتون کې د بستر پر مهال په مجازي بڼه د محکمې په غونډه کې ګډون کړی و. د نوموړي د قضیې بله اورېدنه به د مې میاشتې په لومړیو کې ترسره شي. سي‌اېن‌اېن خبري شبکې د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۵مه) راپور ورکړ، چې څارنوالان د نورو تورونو د څېړلو په حال کې دي چې د ثابتېدو په صورت کې ښايي د اعدام سزا ولري.

د محکمې د اسنادونو پر بنسټ، رحمان‌الله لکڼوال د تېر کال د نومبر په وروستیو کې د امریکا پلازمېنې واشنګټن ته سفر کړی و او هلته یې په یوه کمین کې د ملي ګارډ پر دوو افسرانو ډزې کړې وې. څېړنې ښيي، چې په دغه برید کې کارول شوې وسله غلا شوې وه.

لکڼوال په محکمه کې ادعا کړې، چې د اوبر او لیفټ د موټرچلونکي په توګه د خپل کار پر مهال یې د ځان ساتنې لپاره وسله کاروله. خو د پلټنو چارواکو ویلي، چې د برید پر مهال هغه بې‌کاره و او نږدې دوه میاشتې وړاندې د اوبر شرکت له‌خوا د کار اجازه ترې لغوه شوې وه.

رحمان‌الله لکڼوال چې د افغان پوځ پخوانی سرتېری دی، د چهارشنبې په ورځ د لیندۍ په ۵مه سپینې ماڼۍ ته نږدې د ملي ګارډ پر ځواکونو ډزې وکړې. په دغه برید کې دوه سرتېري ټپیان شول چې له ډلې یې یوې سارا بکستروم په روغتون کې ساه ورکړه.

د چارواکو په وینا، مېرمن بکستروم له شا څخه په مرمرۍ لګېدلې وه او لکڼوال هغه مهال په ډزو وویشتل شو، چې غوښتل یې خپله وسله بیا ځلې د ډزو لپاره چمتو کړي.

د پېښې پر مهال، د لوېدیځ ویرجینیا ایالت د ملي ګارډ یوه افسر پر لکڼوال ډزې وکړې او وروسته یې د امریکا د پټ خدمت (سیکرټ سروس) له یوه افسر سره یو ځای هغه بې‌وسلې کړ. د راپورونو له‌مخې، لکڼوال د ۲۰ کلنې سارا بکستروم او ۲۴ کلن اندرو ولف پر لور د ډزو پر مهال د «الله‌اکبر» شعار ورکاوه. خو د دې برید کره انګېزه تر اوسه د چارواکو له‌خوا په رسمي ډول نه ده اعلان شوې.

اسوشېټېډ پرېس په یوه ځانګړي راپور کې لیکلي، چې د ځینو برېښنالیکونو له ترلاسه کولو وروسته څرګنده شوې، چې رحمان‌الله لکڼوال له کلونو راهیسې له سختو رواني ستونزو، بې‌کارۍ او اوږدمهاله ټولنیز انزوا سره مخ و.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په کاپیسا کې یوه ښځه او یو نارینه د «زنا» په تور په دُرو وهلي دي

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۱۷ GMT+۰

د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې په کاپیسا ولایت کې یې یوه ښځه او یو نارینه د «زنا» په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

د یادې ډلې سترې محکمې د چهارشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د کاپیسا ولایت په اله‌سای ولسوالۍ کې یې یوه ښځه او یو نارینه د «زنا» په تور د دولتي کسانو او عامو کسانو په حضور کې هر یو ۳۹ ـ ۳۹ دُرې وهلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په تېرو دوو ورځو کې په بېلابېلو ولایتونو کې څه باندې څلویښت کسان په دُرو وهلي دي.

سره له دې چې د طالبانو له‌خوا د عامو خلکو پروړاندې د بدني سزاګانو د ورکولو پر موضوع د بشري حقونو ګڼو سازمانونو سخت غبرګونونه ښودلي دي، خو لا هم طالبان نږدې هره ورځ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو ته په عام محضر کې بدني سزاګانې ورکوي.

پر پاکستاني درملو بندیز؛ طالبانو افغانستان کې د درملو پر تولیدي کارخونو څار پیل کړی

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۵۳ GMT+۰

د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې مشر ملا فیض‌الله تمیم په کابل کې ښار کې د درملو له ۳ تولیدو فابریکو څخه لیدنه کړې او د هغوی د تولید بهیر یې له نږدې ارزولی دی. دا اداره ټینګار کوي، چې په افغانستان کې شته کارخونې باید معیاري درمل تولید کړي.

د طالبانو د یادې ادارې مشر تر څنګ د دغه ډلې د عامې روغتیا وزارت او د اطلاعاتو او کلتور وزارت هم د دې څارنې په پلاوي کې ګډون درلود. خبرپاڼه کې راغلي، په یادو کارخونو کې د معیارونو پلي کېدو وضعیت، د تولید تګلارې او د محصولاتو د کیفیت ارزونه شوې ده.

خبرپاڼه زیاتوي چې د طالبانو یاد پلاوي د دغو کارخونو څخه د لیدنو پر مهال د هغوی ستونزې او پر وړاندې یې پرتې ننګوونې هم اورېدلې دي. د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالغني برادر څلور میاشتې وړاندې په افغانستان کې د درملو واردوونکو شرکتونو ته سپارښتنه کړې وه چې له پاکستان څخه واردات بند کړي او په نورو بدیلو لارو دې غور وکړي.

د یادونې ده، چې ملا برادر پاکستاني درمل بې کیفیته وبلل او همداراز د طالبانو د عامې روغتیا وزارت غړي‌ هم په بېلابېلو ولایتونو کې پر درملتونونو ګرځي او بې کیفیته پاکستاني درمل راټولوي. افغانستان کې که څه هم د درملو جوړولو ځینې فابریکې شته؛ خو دا هېواد لا هم په دې برخه کې پر وارداتو تکیه دی او په کور دننه تولیدات د افغانانو اړتیاوې نه‌شي پوره کولای.

طالبان وایي، په اسلام‌کلا ګمرک کې یې د ۵۸میلیونه افغانیو په ارزښت پراختیایي پروژې پیل کړې

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۴۵ GMT+۰

په هرات کې د طالبانو رسنیز دفتر د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۵مه) خبر ورکړی، چې د دې ولایت په اسلام‌کلا ګمرک کې د ۵۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۴ پراختیایي پروژو چارې پیل شوې دي. د دوی په وینا، د دغو پروژو له بشپړېدو سره به په دې بندر کې ګڼه‌ګوڼه کمه او نظم رامنځته شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې له دې ډلې درې پروژې د هنګرونو د جوړولو په برخه کې دي او یوه پروژه د ګمرک د احاطې دېوال پر سر د کټارو جوړولو ده. خبرپاڼه وړاندې لیکي: «د دغو پروژو پلي کېدل به په اسلام‌کلا بندر کې د ګڼه‌ګوڼې د کمولو، د نظم د رامنځته کولو او د ګمرکي خدمتونو د ښه کېدو په برخه کې مهم رول ولوبوي».

له پاکستان سره د سوداګریزو لارو تر بندېدو وروسته، د اسلام‌کلا بندر د بوختو بندرونو له ډلې ګڼل کېږي او له ایران سره پرې سوداګري د پخوا په پرتله د پام وړ زیاته شوې ده. همدارنګه د افغان کډوالو د ستنېدو په بهیر کې هم له دې لارې څخه په پراخه کچه کار اخیستل شوی دی.

خلکو په وار وار د دې بندر په اړه له ګڼه‌ګوڼې، بې‌نظمۍ او د بندري مدیریت د نشتوالي څخه شکایتونه کړي دي.

په افغانستان کې د کیمیاوي وسلو د کارونې له امله د سرطاني ناروغیو شمېر زیات شوی

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۳۱ GMT+۰

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د سرطان د کنټرول ملي پروګرام د عامه پوهاوي مسوول ویلي، چې په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د سرطاني ناروغیو شمېر لوړ شوی دی. ډاکټر محمد داوود میرکي د سرطاني ناروغیو د ډېرېدو له لاملونو څخه یو هم د کیمیاوي وسلو کارونه بللې ده.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت له‌خوا د سرطان ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي په یوه غونډه کې د سرطان د کنټرول د ملي پروګرام د عامه پوهاوي مسوول ډاکټر محمد داوود میرکي ویلي، چې د چاپېریال ککړتیا او زهري مواد، ناسم خواړه، سګرټ، چاغوالی او تشخیص او درملنې ته نابرابر لاسرسی د سرطاني ناروغیو د رامنځته کېدو لامل کېږي.

نوموړي ویلي، چې په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د سرطان ناروغیو د پېښو د چټک زیاتېدو لاملونه اوږدې جګړې، بې‌ځایه کېدل او چاپېریالي ککړتیا دي.

ډاکټر داوود میرکي زیاته کړې: «په تېرو شلو کلونو کې نه یوازې جګړې دوام درلود، بلکې داسې وسلې هم کارول شوې دي چې د نړۍوالو کنوانسیونونو له‌مخې منع دي، لکه د یورانیم وسلې چې د دغو وسلو کارونه د سرطان لامل کېږي او له امله یې په کلیو او بانډو کې د سرطاني ناروغیو شمېر زیات شوی او همدارنګه د معلولو ماشومانو زېږون هم ډېر شوی دی».

پر همدغه مهال د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د دفتر رییس محمد طاهر حلیم وايي، هغو کسانو چې په افغانستان کې یې کیمیاوي وسلې کارولې دي، باید د رامنځته شویو زیانونو تاوان ورکړي.

محمد طاهر حلیم زیاته کړې: «موږ ته هغه ناروغان هم مراجعه کوي چې د بم او باروتو د ټپي کېدو له امله په سرطان ناروغۍ اخته شوي دي. هغه خلک چې زموږ په وطن کې یې کیمیاوي وسلې کارولي دي ورته وایم، چې تاسو بشر دوستي کوئ، نو اوس راشئ د دې کسانو په درملنه کې همکاري وکړئ».

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو څو ورځې وړاندې په کابل کې د سرطان د درملنې روغتون پرانېست.

د امریکا د ملي ګارډ پر سرتېرو په ډزو تورن افغان ځان بې‌ګناه بللی

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۰۵ GMT+۰

فاکس نیوز خبر ور کړی، ۲۹ کلن افغان رحمان‌الله لکڼوال، چې د واشنګټن ډي سي د ملي ګارډ پر دوو سرتېرو د ډزو په پېښه کې تورن دی، په محکمه کې ځان بې‌ګناه بللی دی.

په دغه برید کې ۲۰ کلنه سارا بیکستروم ووژل شوه او بل سرتېری اندریو وولف سخت ټپي شو او لا هم تر درملنې لاندې دی. لکڼوال خپله هم د پېښې پر مهال ټپي شوی و او محکمې ته په ویلچر کې حاضر شوی و.

نوموړی د لومړي درجې قتل، د وژنې په نیت برید، د تاوتریخوالي پر مهال د وسلې کارولو او د ایالتونو ترمنځ د وسلو د لېږد په ګډون له څو جدي تورونو سره مخ دی.

د فاکس نیوز د رپوټ له مخې، امریکايي څارنوالان وایي، که څه هم اوسني تورونه د مرګ سزا نه لري، خو د اضافي تورونوارزونه روانه ده چې کېدای شي د هغه د مرګ سزا ته زمینه برابره کړي.

د امریکا لویې څارنوالې ویلي، فدرالي محکمې ته د قضیې لېږد به دا امکان برابر کړي چې دا موضوع په جدي او هر اړخیز ډول وڅېړل شي، په داسې حال کې چې د قربانیانو کورنۍ د عدالت غوښتنه کوي.