• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت: مسلکي کارګرو ته د حرفوي اسنادو د وېش لړۍ پیل شوې ده

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۱۲ GMT+۰

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي، چې د مسلکي کارګرو لپاره یې د حرفوي اسنادو د وېش لړۍ پیل کړې ده. د دغه وزارت په وینا؛ ګڼ شمېر مسلکي کارګر چې په بېلابېلو برخو کې کاري وړتیاوې لري، د رسمي اسنادو د نشتوالي له امله یې تر دې دمه نه‌شوای کولی په خپل مسلک کې فعالیت وکړي.

د یاد وزارت ویاند سمیع‌الله ابراهیمي ویلي، تر اوسه د لسو بېلابېلو حرفو مسلکي کارګرو ته اسناد ورکړل شوي دي. هغه زیاته کړې، چې د ظرفیت له ارزونې وروسته به ورته اړوند ښوونیز او مسلکي پروګرامونه هم برابر شي.
د نوموړي په وینا؛ دغه لړۍ په کابل ولایت کې پیل شوې، چې نورو ولایتونو ته به هم وغځېږي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت تر دې وړاندې هم ویلي و، چې له روسیې سره به د افغان کارګرو د لېږد په اړه په نږدې راتلونکې کې هوکړه وکړي. دغه وزارت زیاته کړې وه، چې د افغان کارګرو د لېږد په برخه کې له ایران، قطر، سعودي عربستان، عمان او متحده عربي اماراتو سره هم د همکاریو او هوکړو لپاره هڅې شوې دي.

راپورونه ښيي، په افغانستان کې د بې‌کارۍ او فقر کچه په بې‌ساري ډول لوړه شوې ده. د همدې ستونزو له امله ډېری افغانان ناقانونه کډوالۍ ته مخه کوي، چې په ډېرو مواردو کې یې د مرګ لامل ګرځي. په دې وروستیو کې د ایران پر لاره د لسګونه هغو افغانانو مړي موندل شوي، چې پر لاره د سړې هوا له امله مړه شوي وو. دغه کسانو هڅه کوله په ناقانونه توګه له پولې واوړي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

نصیر احمد اندېشه: د طالبانو ځپونکي فرمانونه به تر ډېره دوام ونه کړي

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۴۶ GMT+۰

په جېنوا کې د افغانستان استازي نصیر احمد اندېشه د طالبانو جزایي اصول‌نامې ته په غبرګون کې ویلي، چې قانون باید د یوه ملت د ارزښتونو او شخصیت استازیتوب وکړي؛ خو د طالبانو اوسني سخت او ځپونکي فرمانونه د افغانستان له ټولنیز او تاریخي واقعیت سره سمون نه‌لري.

ښاغلي اندېشه دغه څرګندونې نن پنجشنبه (د سلواغې ۱۶مه) پر اېکس پاڼه کړې. هغه زیاته کړې، چې دغه فرمانونه نه د افغانستان له تاریخي دودونو او ټولنیزو ارزښتونو سره برابر دي او نه هم د افغان ولس د اخلاقي او فرهنګي جوړښت څرګندونه کولای شي؛ بلکې دا د یوې محدودې ډلې اېډیالوژي منعکسوي چې نه په کور دننه او نه هم په نړۍواله کچه مشروعیت لري.

اندېشه ټینګار کوي، چې دغه ډول پالیسۍ به په ننني افغانستان کې د دوام وړ نه‌وي او د خلکو له پراخو غبرګونونو سره به مخ شي. د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده د یوه فرمان له لارې د طالبانو د حکومت د جزا قانون د «محاکمو د جزایي اصولنامې» تر عنوان لاندې نافذ کړ.

دغه قانون په یوه سریزه، درې بابونو، لسو فصلونو او ۱۱۹ مادو کې ترتیب شوی. د یادولو وړ ده، چې د طالبانو د جزایي اصولنامې له مخې؛ د افغانستان وګړو ته د ټولنیزې طبقه بندۍ پر بنسټ سزاوې ورکول کېږي.

طالبان وايي په هلمند او بلخ کې یې تر سل ټنه زیات انساني او کرنیز درمل له‌منځه وړي

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۳۱ GMT+۰

په هلمند کې د طالبانو د فرعي ګمرکاتو مشر محمد قاسم حقمل ویلي، چې نږدې ۲زره کیلو ګرامه انساني او کرنیز درمل یې د ګرمسېر ولسوالۍ اړوند رېګ سیمه کې له‌منځه وړي دي. په بلخ کې د طالبانو روغتیا ریاست بیا د ۱۰۰ ټنه تاریخ تېر درملو او خوراکي توکو د سوځولو خبر ورکړی.

په هلمند کې د طالبانو د ګمرکاتو مشر د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۵مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې سوځول شوي توکي یې د تېرو دوو میاشتو په لړ کې ترلاسه کړي وو. نوموړي له خلکو غوښتي، چې افغانستان ته د ناقانونه، بې‌کیفیته او قاچاقي توکو له وارېدولو ډډه وکړي.

په دې وروستیو کې له پاکستان او ایران نه د هلمند له لارې د بې‌کیفیته او ناقانونه توکو لېږد زیات شوی. ورته مهال په بلخ کې د طالبانو روغتیا ریاست ویاند کمال خان ځدراڼ وايي، چې د دوی د څارنې او پلټنې ډلو شاوخوا ۱۰۰ ټنه تاریخ تېر درمل او خوراکي توکي راټول کړي او له‌منځه یې وړي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې دغه توکي یې د ښار او ولسوالیو له بېلابېلو درملتونونو، عمده پلورنځیو او هټیو راټول کړي او سوځولي دي.

د بشري حقونو څار بنسټ کلنی راپور: طالبانو په ۲۰۲۵کال کې زورزياتی او محدوديتونه پراخ کړي

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۰۲:۳۹ GMT+۰

د بشري حقونو څار سازمان په راپور کې راغلي، چې طالبانو په ۲۰۲۵کال کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو په لا سختولو او د رسنیو د کنټرول لپاره د مقرراتو په وضع کولو سره خپل ظلم پراخ کړی دی.

د راپور له مخې؛ له ایران او پاکستان نه د کډوالو اېستل او د نړۍوالو مرستو کمېدل د دې لامل شوي، چې مېلیونونه کسان د خوړو او سرپناه له کمښت سره مخ شي.

د بشري حقونو د څار ادارې په دغه راپور کې د ښځو او نجونو د حقونو وضعیت، بدني سزاوې، د جنسي او جنسیتي هویت لرونکو کسانو حالت، پر رسنیو او مدني ټولنې بریدونه، د لږکیو وضعیت، اقتصادي او بشري ناورین او دارنګه د عدالت او حساب‌ ورکولو بهیر څېړل شوی دی.

100%

د ښځو او نجونو وضعیت

د یاد سازمان په راپور کې راغلي، چې طالبانو په ۲۰۲۵کال کې د نجونو د زده‌‌کړو د بندیز پر دوام د ښځو د بیان پر ازادۍ نور محدودیتونه هم لګولي دي. د راپور له مخې؛ د طالبانو د امر بالمعروف اداره ان په عامه ځایونو کې د قران د تلاوت پرمهال د ښځو پر غږ بندیز لګولی دی.

راپور زیاتوي، چې طالبانو د جامو او چلند په اړه سخت قوانین وضع کړي او د عامه ځایونو د څار لپاره یې ځانګړې کمېټې جوړې کړې دي.

بدني سزاوې او د خلکو ورکېدل

د بشري حقونو څار سازمان لیکلي، چې طالبانو په تېر کال کې شاوخوا څلور سړي په نیمروز، بادغیس او فراه ولایتونو کې اعدام کړي دي. دغه سازمان د یوناما د راپور پر بنسټ ویلي، چې په همدې موده کې د ۸۳ ښځو په ګډون ۴۱۴ کسان په عام محضر کې په دُرو وهل شوي دي.

په راپور کې همدارنګه د پخوانیو دولتي چارواکو او د امنیتي ځواکونو د پخوانیو غړو د ۳۱ قضیو خپل‌سرې نیونې، بند، شکنجې او ناوړه چلند ادعاوې هم یادې شوې دي.

جنسي تمایل او جنسیتي هویت

د بشري حقونو د څار بنسټ د راپور له مخې؛ په ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې د «اېل‌‌جي‌‌بي‌‌ټي» ډلې کسان له منظم او سیستماتیکي ځورونې سره مخ وو او طالبانو دغه کسان د نیونو او ناوړه استفادې هدف ګرځولي دي.

پر رسنیو، مدني ټولنې او لږکیو بریدونه

د راپور له مخې؛ طالبانو په ۲۰۲۵کال کې د رسنیو محدودول دوامداره ساتلي او خبریالان او نیوکه کوونکي یې په خپل‌سري ډول نیولي دي. دغه بنسټ د سیاسي خپرونو د بندیز او د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د راپور ورکولو بندیز یادونه هم کړې ده.

د بشري حقونو د څار بنسټ په وینا؛ مدني فعالان، پوهان، لیکوالان او هنرمندان د طالبانو تر فشار لاندې وو او د نیونې او ناوړه چلند له جدي ګواښ سره مخ دي. په راپور کې د خپل‌سرې نیونې څو پېښې هم ثبت شوې دي.

راپور زیاتوي، طالبانو د فزیکي زور او د مرګ د ګواښ په کارولو سره په بدخشان کې د اسماعیليه ټولنې شاوخوا ۵۰ غړي اړ اېستي چې خپل مذهب سني اسلام ته واړوي او پر هزاره‌‌ګانو او نورو لږکیو فشارونه لا هم روان دي.

100%

اقتصادي او بشري ناورین

په راپور کې راغلي، چې په ۲۰۲۵کال کې د افغانستان اقتصادي او بشري ناورین د بهرنیو مرستو د چټک کمښت، د طالبانو د محدودیتونو او له ایران او پاکستان نه د کډوالو د پراخه جبري اېستلو وروسته زیات شوی.

د راپور له مخې؛ تېر کال له ۲۲ مېلیونه ډېر خلک د خوړو له کمښت سره مخ وو، له ۴۰۰ څخه ډېر روغتیایی مرکزونه د تمویل د نشتوالي له امله تړل شوي وو، په مېلیونونه خلک د خوارځواکۍ سره مخ او بېړنيو بشري مرستو ته یې اړتیا درلوده.

100%

د کډوالو ستنېدل

راپور د کډوالو په برخه کې ټینګار کوي، چې په ۲۰۲۵کال کې له ایران او پاکستان نه له دوه مېلیونو ډېر افغانان په جبري توګه اېستل شوي دي. د بشري حقونو د څار بنسټ په وینا؛ ډېری هغه کسان چې بېرته ستانه شوي له نیونې، شکنجې او ناوړه چلند له ګواښ سره مخ شوي دي.

یاد بنسټ ویلي، چې په امریکا، برېتانیا، جرمني، کاناډا او نورو هېوادونو کې د بیا مېشتېدو پروګرامونو درېدو زرګونه افغان پناه‌غوښتونکي په ناڅرګند، ناامن او بې‌برخلیکه حالت کې پرېښي دي.

پر ملکي وګړو بریدونه

د بشري حقونو څار بنسټ د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتو ته اشاره کړې او ویلي یې دي، چې دغه نښتو او د پاکستان هوايي بریدونه په تېر کال کې د افغانستان په ختیځ کې د ماشومانو په ګډون ملکي وګړي وژلي او ټپیان کړي دي.

د راپور له مخې؛ د داعش ډلې هم د ملکي وګړو پر وړاندې د څو خونړیو بریدونو مسوولیت منلی، چې له هغو څخه یو د کندوز ولایت پر بانک ځانمرګی برید و.

په افغانستان کې عدالت او حساب‌ ورکونه

د بشري حقونو څار بنسټ ویلي، چې په ۲۰۲۵کال کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د افغانستان لپاره د حساب‌ ورکولو یو خپلواک نړۍوال مېکانېزم جوړ کړ او همدارنګه نړۍوالې جزایي محکمې د بشریت پر وړاندې د جنایتونو په تور د طالبانو د لوړو مشرانو د نیولو حکمونه صادر کړل.

د راپور له مخې؛ د یوناما ماموریت په تېر کال کې وغځول شو، په برېتانیا او ځینو نورو هېوادونو کې د پوځي ځواکونو د جنایتونو په اړه عدلي څېړنې روانې پاتې شوې او په نړۍوالو قضایي بنسټونو کې د افغان ښځو پر وړاندې د سیستماتیک تبعیض د څار لپاره نړۍوالې هڅې پراخې شوې دي.

د ایران او ترکیې په پوله په واورو کې بند پاتې ۱۴ کسان وژغورل شول

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۰۲:۰۷ GMT+۰

افغان سرې میاشتې ټولنې د چهارشنبې په ورځ ویلي، ۱۴ افغان وګړي چې د ایران او ترکیې په پوله په واورو کې بند پاتې وو ژغورل شوي او د درملنې لپاره کابل ته لېږدول شوي دي. د یادې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان په درېیو بېلابېلو روغتونونو کې بستر دي.

طالبانو ژمنه کړې، چې له هر یو کس سره به ۱۰زره افغانۍ نغدي مرسته کوي. اروپايي او سیمه‌ییزو هېوادونو ته د افغانانو د کډوالۍ له زیاتوالي سره هم‌مهاله، د ایران او ترکیې په سړو سرحدي سیمو کې ورته پېښې زیاتې شوې دي.

د ایران د تایباد ولسوالۍ څارنوالۍ د (لېندۍ په ۳۰مه) اعلان وکړ، ایراني ځواکونو له ۲زره ډېر هغه افغان کډوال ژغورلي چې د ایران او افغانستان په پوله د سختې واورې او یخنۍ له امله بند پاتې وو.

خو (د لېندۍ په ۲۸مه) په هرات کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، هغه افغان کډوال چې په ناقانونه توګه ایران ته تللي وو د یخنۍ څپې پرمهال د ایران په خاوره کې مړه شوي. سرچینو وویل، چې د لږترلږه ۱۵ کسانو جسدونه د هرات ولایت کهسان او ادرسکن ولسوالیو ته لېږدول شوي دي.
ځینې سرچینې د مړو شمېر لسګونه تنه ښیي. د هرات د والي ویاند محمد یوسف سعیدي د یخنۍ له امله د کوهسان په پوله د درېیو افغانانو د مړینې پخلی کړی دی.

د پاکستان پخوانی استازی: طالبان افغانستان د تباهۍ کندې ته ټېل وهي

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۴۹ GMT+۰

د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی اصف دُرانی وايي، طالبان د غېرمسوولانه پرېکړو او تګلارو له لارې افغانستان د تباهۍ او ناورين کندې ته برابروي.

نوموړي د نيويارک ټایمز د هغه ټکان ‌ورکوونکي راپور په غبرګون کې چې په افغانستان کې د بې‌ساري لوږې او د روغتيايي مرکزونو د تړل کېدو په اړه خپور شوی، ويلي چې طالبانو دا هېواد د «بشپړ بشري ناورين» لمنې ته ورغورځولی دی.

اصف دُراني د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۵مه) پر اېکس‌پاڼه لیکلي: «د نيويارک ټایمز نننی مايوسونکی راپور ښيي چې افغانستان لا ډېر د سخت اقتصادي او بشري بحران پر لور روان دی. د امريکا د مرستو له بندېدو او د حياتي شريانونو له پرې کېدو سره اوس میليونونه خلک له لوږې، زياتېدونکې بې‌وزلۍ او د اساسي خدمتونو د نظام له ړنګېدو سره مخ دي».

د پاکستان پخواني استازي ټينګار کړی، چې اوسنی حالت يوازې بې‌ثباتي نه، بلکې «يو بشپړ ناورين» دی چې د طالبانو د غېرمسوولانه سياستونو له امله لا پسې سخت شوی دی. دغه پاکستاني ډېپلوماټ زياته کړه، چې طالبان د اقتصادي اصلاحاتو او د وګړو له لومړنيو حقونو سترګې پټوي. د هغه په وينا، همدا تګلارې افغانستان د لا ژور ناورین پر لور بيايي.

که څه هم طالبان ډېری وخت د هغه بشري ناورین په اړه له څرګندونو ډډه کوي چې ملګرو ملتونو پرې وار په وار خبرداری ورکړی، خو په کندهار کې د طالبانو يوه چارواکي نيويارک ټایمز ته منلې چې د طالبانو اداره د مرستندويه بنسټونو تشه نه‌شي ډکولی.

نوموړي ويلي: «د خوړو، جامو او نورو مرستو برابرول چې نادولتي بنسټونو به ورکولې، زموږ له وسه بهر دي. راتلونکی وضعيت به ډېر ستونزمن وي».