• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د درنې واورې له امله؛ د پښتونخوا تیرا دره کې تر ۱۰زره ډېر کسان په خپلو کلیو کې بندپاتې دي

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۲۳ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا په تیرا دره کې شاوخوا ۱۰زره او ۴۰۰ د بار قمبرخېل قوم اوسېدونکي له تېرې نږدې یوې میاشتې راهیسې په خپلو کلیو کې بند پاتې دي. د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د درنې واورې له امله د یادې سیمې د تګ‌راتګ ټولې لارې تړل شوې دي.

په راپور کې راغلي، چې د حیدر کنډو پاس لاره د واورې له امله تړل شوې او د کورمې ولسوالۍ پر لور بله لاره هم د پاکستان امنیتي ځواکونو له‌خوا د کېندل شویو لویو کندو له کبله تړل شوې ده. له همدې امله شاوخوا ۱۴۰۰ کورنۍ په تیرا دره کې د مرستې په تمه دي.

د راپور له مخې؛ بندپاتې ځايي اوسېدونکي د خوړو او درملو له سخت کمښت شکایت کوي او ویلي یې دي، چې د لارو بندېدو خلک له جدي ستونزو سره مخ کړي او د ناروغانو، ماشومانو او مشرانو لپاره درمل نه‌شته.

په همدې حال کې د خیبر ولسوالۍ ځایي ادارې هم اعلان کړی، چې د کشمیر ورځې له امله به د پنجشنبې په ورځ د کډوالو د نوملیکنې ټول مرکزونه هم تړلي وي. له تېرو څو ورځو راهیسې د تیرا درې بې‌ځایه شوې کورنۍ د یادې ولسوالۍ دغه مرکزونو ته د نوملیکنې لپاره تلل.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۳

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۴
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۵

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

•
•
•

نور کیسې

په پېښور کې د جعلي پاکستاني پېژندپاڼو او مېشتو افغان کډوالو پر وړاندې پراخ عمليات پيل شوي

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۲۲ GMT+۰
•
جواد شينواری

د خیبرپښتونخوا په پېښور ښار کې د جعلي پاکستاني پېژندپاڼو جوړوونکو او مېشتو افغان کډوالو پر وړاندې په لويه کچه عمليات پيل شوي دي. ځایي چارواکو ویلي، شاوخوا ۴۵ کسان د جعلي پاکستاني پېژندپاڼو د جوړولو، برابرولو او ناقانونه فعالیتونو په تور نیول شوي دي.

دغه علمیات په اشرف روډ، اټه مارکېټ، چوک يادګار، نمک منډي، پيپل منډي او د پېښور کېنټ په بېلابېلو بازارونو کې ترسره شوي دي. د دغه عملياتو پرمهال ۴۵ کسان نيول شوي، چې ويل کېږي د جعلي پاکستاني پېژندپاڼو په جوړولو او نورو ناقانونه فعاليتونو کې یې لاس لاره.

پوليس او امنيتي ادارو د ښار په دروازو کې هم تالاشي پیل کړې او همدارنګه د ښار دننه بازارونو کې یې عمليات پراخ کړي دي. د چارواکو په وينا؛ د مرکزي او ایالتي ادارو په ګډه په ګڼو سيمو کې هم تالاشي پيل شوې. سرچینو زیاته کړې، چې د روژې میاشتې پورې د ناقانونه کړنو، جعلي پاکستاني پېژندپاڼو جوړونکو او افغان کډوالو پر وړاندې به دغه سخت عملیات دوام ولري.

تر دې وړاندې راپور ورکړل شوي و، چې په خیبرپښتونخوا کې د جعلي پاکستاني پېژندپاڼو په قضيو کې تراوسه پورې ۷۲زره ۷۰۳ پاکستاني پېژندپاڼې لغوه شوې دي.

د پېښور سترې محکمې پر پښتون ژغورنې غورځنګ او مشرانو یې بندیز تایید کړ

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۵۱ GMT+۰

د خیبرپښتونخوا ایالت د پېښور سترې محکمې پر پښتون ژغورنې غورځنګ، منظور پښتین او د دغه غورځنګ پر یو شمېر مشرانو د پاکستان حکومت له‌خوا د لګېدلي بندیز پرېکړې پخلی کړی. له دغه محکمې پر پښتون ژغورنې غورځنګ د بندیز لرې کولو غوښتنه شوې وه؛ خو یادې محکمې دغه غوښتنه رد کړې ده.

د پاکستان ډان ورځپانې د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې د پاکستان کورنیو چارو وزارت په ۲۰۲۴کال کې پر پښتون ژغورنې غورځنګ، منظور پښتین او یوشمېر نورو مشرانو بېلابېل بندیزونه ولګول.

محکمې ویلي، چې بشپړه پرېکړه به وروسته خپره کړې. عریضه کوونکو له محکمې غوښتنه کړې وه، چې فدرالي حکومت ته امر وکړي؛ څو پښتون ژغورنې غورځنګ او د مشرانو نومونه یې د بندیز له نوملړه وباسي. دوی دغه بندیز ناقانونه بللی.

خو وکیل ثناء الله بیا ویلي: «قانوني لارې چارې شته؛ عریضه کوونکي کولای شي د ۱۹۹۷کال د ترهګرۍ ضد قانون د ۱۱-سي مادې له مخې لومړی په لیکلي ډول د فدرالي حکومت له لارې د کورنیو چارو وزارت ته د بیاکتنې غوښتنلیک وړاندې کړي، چې له مخې یې د پښتون ژغورنې غورځنګ د ممنوعه سازمان په توګه اعلان شوی و».

نوموړي ادعا وکړه، چې د دغه غورځنګ مشران د دولت ضد فعالیتونو سره تړاو لري او په خپلو غونډو کې یې د پاکستان پر وړاندې له کرکې ډکې ویناوې کړې دي. هغه د یوې پوښتنې په ډول ویلي: «که پي ټي‌اېم ځان سیاسي سازمان بولي؛ نو ولې د پاکستان د ټاکنو کمېسیون سره یې ځان نه‌دی ثبت کړی؟»

خو عریضه کوونکو بیا ویلي، د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مدني او ټولنیز غورځنګ دی چې د ۲۰۱۴کال راهیسې د پښتنو د حقونو خوندیتوب لپاره فعالیت کوي. هغوی ویلي، چې دوی د سیمې له تاوتریخوالي یا وسله‌‌والو غورځنګونو سره توپیر لري او تل یې د تاوتریخوالي پر ضد دریځ غوره کړی دی.

د یاد غورځنګ وکیل ویلي، چې پي‌‌ټي‌اېم د ټاکنو کمېسون سره د ثبت اړتیا نه‌لري؛ ځکه دا یو غورځنګ دی، نه سیاسي ګوند. هغه زیاته کړې: «فدرالي حکومت پر پي‌ټي‌اېم بندیز ولګاوه او ادعا یې وکړه، چې کابینې پرې هوکړه کړې؛ خو نه یې پرېکړه عامه کړه او نه یې د بندیز لامل شریک کړ».

دغه غورځنګ له پيل څخه د بندیز د لاملونو په اړه د معلوماتو غوښتنه کړې؛ خو حکومت تر اوسه هیڅ ډول معلومات نه‌دي ورکړي. د پاکستان حکومت تر دې وړاندې هم په وار، وار د نامعلومو لاملونو له امله د دغه غورځنګ ګڼ مشران او غړي بندیان کړي دي.

اتحاد المجاهدین ډلې په وزیرستان کې له خلکو غوښتي چې له پوځيانو لرې وګرځي

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۲۷ GMT+۰

د سویلي وزیرستان په اعظم ورسک سیمه کې اتحادالمــجاهدین وسله والې ډلې پر خلکو د شپې پاڼو له لارې غږ کړی، چې له امنیتي ځواکونو دې لرې ګرځي او خپل ماشومان دې امنیتي پوستو ته نږدې نه پرېږدي. پاڼې د یادې ډلې د څانګې جیش خــراسان له خوا خپرې شوې دي.

د دغو شپې پاڼو له مخې، یادې ډلې د سیمې اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی چې له امنیتي ځواکونو ځانونه لرې وساتي، روغبړ ورسره ونه کړي او په ځانګړي ډول دې خپل ماشومان له امنیتي پوستو او فعالیتونو لرې وساتي.

په خبرپاڼه کې د دې خبرداري علت او د احتمالي سرغړونو پایلې نه دي روښانه شوې.

تر اوسه د پاکستان امنیتي ادارو د دې شپې پاڼو په اړه رسمي غبرګون نه دی ورکړی.

په دېره اسماعیل خان کې وسله والو د پولیسو پر مرکز او بانک برید کړی

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۰۳ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا د دیره اسماعیل خان ولسوالۍ چارواکي وايي، چې شاوخوا یو درجن وسله والو په پاروه سیمه کې د پولیسو پر مرکز برید کړی او د نږدې بانک د څانګې لوټلو هڅه یې کړې ده.

محلي سرچینو راپور ورکړی چې وسله‌والو د شاوخوا ۴۵ دقیقو لپاره سیمه محاصره کړې وه د دواړو خواوو ترمنځ درنې ډزې شوې دي. په دې پېښه کې څلور پولیس ټپیان شوي دي.

پولیس وايي، له دې وړاندې هم په دې سیمه کې یوه بله غلا شوې وه، چې له یوه پټرول پمپ څخه دوه میلیونه روپۍ پکې لوټل شوې وې.

په ورته وخت کې د خیبر ولسوالۍ د باړې په بر قمبرخېل سیمه کې د څلورو کسانو مړي موندل شوي دي.

چارواکي وایي چې څلورواړه په ډزو وژل شوي دي.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو یو مشر د طالبانو ددفاع وزیر ملا یعقوب د انځور له امله ګوښه شوی

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۴۰ GMT+۰
•
جواد شينواری

د خیبر پښتونخوا ایالت د صوابۍ د پولیسو یو مشر عبدالعلي له دې امله له دندې لرې شوی، چې پر خپل واټساپ یې د طالبانو ددفاع وزیر مولوي یعقوب مجاهد انځور لګولی و. نوموړي دغه راز په ودونو کې پر موسیقۍ او بازار ته د ښځو پر تګ هم نیوکې کړې وې.

د خیبر پښتونخوا چارواکو په صوابۍ کې یو پولیس افسر د پاروونکو څرګندونو او پر خپل واټساپ د طالبانو ددفاع وزیر مولوي یعقوب مجاهد د انځور لګولو، یا پروفایل کولو له امله له دندې لرې کړی دی.

د ولسوالۍ د پولیسو افسر (SHO) عبدالعلي په یو شمېر هغو ویډیوګانو کې چې خپرې شوې، ویلي و چې په ودونو کې به موسیقي منع وي او ښځې باید یوازې بازار ته لاړې نه شي او محرم ورسره وي.

100%

د صوابۍ د ولسوالۍ پولیس افسر (DPO) عبدالعلي ته امر کړی و چې د ملا یعقوب انځور د خپل واټساپ له پروفایل نه لرې کړي، خو نوموړي د دغه امر له منلو ډډه کړې ده. سرچینې وايي، چې له دې وروسته نوموړی له خپلې دندې لرې کړای شوی دی.

پولیسو ویلي چې دا اقدام د ضابطو او قوانینو له مخې شوی دی.

د خیبر پښتونخوا والي فيصل کریم کنډي هم د عبدالعلي څرګندونې غندلې دي او د ایالت د اصولو خلاف یې بللې دي.