• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا د وتلو پایلې؛ افغانستان د لوېدیځ لپاره په «ستراتېژیک ړوند ځای» بدل شوی

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۰۹:۱۹ GMT+۰

د امریکا سوفان څېړنیز مرکز په یوه نوي تحلیل کې خبرداری ورکړی، چې په ۲۰۲۱کال کې له افغانستان نه په بیړه د امریکايي ځواکونو تر وتلو ورورسته دغه هېواد د لوېدیځ لپاره په یوه «ستراتېژیک ړوند ځای» بدل شوی دی.

دغه تحلیل چې د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۶مه) خپور شوی په‌کې راغلي، چې په افغانستان کې د معلوماتو نشتوالی، د ترهګرو ډولو فعالیتونه او د طالبانو ډیپلوماټیک تحرکات د سیمې د امنیتي راتلونکي اړوند یو پېچلی انځور وړاندې کوي.

د یاد مرکز په تحلیلي راپور کې راغلي، واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته یو ځل بیا افغانستان په یوې داسې سیمې بدل شوی چې لوېديځ سیاست‌وال ورته پاملرنه نه‌کوي.

راپور ټینګار کوي، چې په افغانستان کې د امریکا د حضور نشتوالی د ترهګرو ډلو د وضعیت کره ارزونه سخته کړې او افغانستان یې د لوېدیځو امنیتي ادارو لپاره په یوه «ړوند ځای» بدل کړی دی.

د یادې شننې له مخې؛ طالبان په وروستیو کلونو کې توانېدلي، چې د افغانستان پر ډېرو سیمو خپل کنټرول ټینګ کړي.

د ملګرو ملتونو د څار ډلې راپور هم ښيي، چې طالبانو د داعش د پراختیا په مهار کې د پام وړ بریا لرلې ده او دغه ډله یې تر ډېره د افغانستان شمالي او ختیځو سیمو ته محدوده کړې ده؛ چېرته چې یې جنګیالي د وړو، وړو ډلو په بڼه فعالیت کوي.

د امریکا د معلوماتي تشې ستونزه او د القاعده د وضعیت په اړه ابهام

سوفان مرکز لیکي، چې په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور نشتوالي د استخباراتي معلوماتو او په ځانګړي ډول د انساني معلوماتو راټولول محدود کړي دي. له همدې امله په افغانستان کې د القاعده د پیاوړتیا یا کمزورۍ په اړه کره ارزونه ګرانه شوې ده.

د یادې ډلې د جنګیالیو د شمېر په اړه اټکلونه له لسګونو څخه تر څو سوه کسانو پورې توپیر لري او داسې راپورونه هم شته، چې القاعده لږ تر لږه په ۱۲ ولایتونو کې فعالیت لري. په راپور کې راغلي، چې ان د امریکا د پراخ پوځي حضور پر مهال هم القاعده توانېدلې وه چې د جګړې د پام وړ جوړښتونه رامنځته کړي.

ښه بېلګه یې د ۲۰۱۵کال عملیات دي، چې په کندهار کې ترسره شول؛ چېرته چې د امریکا ځانګړو ځواکونو شاوخوا ۱۶۰ د القاعده غړي په یوه ستر روزنیز مرکز کې په نښه کړل.

د پاکستاني طالبانو تحریک پناه‌اخیستنه او د کابل–اسلام‌اباد د کړکېچ زیاتوالی

په دغه شننه کې راغلي، چې نورې ډلې لکه د هند په نیمه‌وچه کې القاعده، حقاني شبکه او تحریک طالبان پاکستان هم له افغانستان نه فعالیت کوي. په راپور کې راغلي، تحریک طالبان پاکستان اوس په افغانستان کې له خوندي پناه‌ ځایونو څخه د پاکستان پر امنیتي ځواکونو بریدونه کوي چې دا چاره د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د مستقیمو نښتو او کړکېچ لامل شوې ده.

سره له دې چې د طالبانو د واکمنۍ نږدې پنځه کاله تېر شوي، تر اوسه یوازې روسیې دغه ډله په رسمیت پېژندلې ده. خو بیا هم طالبانو له سلو څخه د زیاتو هېوادونو سره په زیات شمېر ډیپلوماټیکې ناستې کړې دي؛ چین، ایران، ترکیه، قطر، ازبکستان، پاکستان او روسیه د دوی د تعاملاتو په سر کې دي.

سوفان مرکز ټینګار کوي، چې افغانستان لا هم په نړۍوال نظام کې په «نامعلوم حالت» کې دی؛ داسې حکومت چې په عمل کې هېواد اداره کوي، خو له حقوقي او سیاسي پلوه د نړۍوالې ټولنې په څنډه کې ولاړ دی.

کورنۍ ننګونې؛ له اقتصاد څخه تر اقلیمي بدلونونو

راپور د افغانستان پراخو کورنیو ستونزو ته اشاره کوي؛ چې په‌کې اقتصادي کړکېچ، د بنسټیزو تاسیساتو کمزوري، د عدلي نظام ستونزې او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې سخته زیامنتیا شامله ده.

په راپور کې راغلي، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو چلند لا هم د نړۍوالې ټولنې له سختو نیوکو سره مخ دی. د طالبانو د مشر په ګډون د یادې ډلې دوه لوړپوړي مشران د نړۍوالې جزایي محکمې له‌خوا د جنسیتي ځورونې په تور تر څار لاندې دي.

سوفان مرکز خبرداری ورکوي، چې افغانستان ښايي یو ځل بیا د بهرنیو جنګیالیو په مرکز بدل شي. د القاعده مشرانو په وروستیو کلونو کې خپل پلویان هڅولي، چې افغانستان ته سفر وکړي.

دغه څېړنیز مرکز لیکي، چې په افغانستان کې د القاعده چوپتیا ښایي یو تاکتیکي چلند وي او که د ځواک توازن بدل شي؛ نو لوېدیځ ښايي ډېر ناوخته له دغه بدلون څخه خبر شي. د دغه شننې په پای کې ټینګار شوی، سره له دې چې د امریکا حکومت دا مهال له نورو کړکېچونو لکه ونزویلا، غزې او اوکراین سره بوخت دی؛ خو افغانستان ته بې‌‌پامي کولای شي جدي امنیتي پایلې ولري.

راپور زیاتوي، چې د امریکا د اوسني حکومت د ملي امنیت په ستراتیژۍ کې د افغانستان نوم حتا یو ځل هم نه‌دی یاد شوی؛ حال دا چې د سپټمبر د ۱۱مې پېښې تجربې ښودلې ده، چې د افغانستان له پامه غورځول د واشنګټن او د هغه د متحدینو لپاره درنې بیې لرلای شي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

ذبیح‌الله مجاهد: داعش زموږ په ګاونډ کې ځالې جوړې کړې دي

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۰۹:۰۴ GMT+۰

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډې ته په ځواب کې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، چې افغانستان امن دی او د دغه هېواد له خاورې هېڅ ترهګره ډله فعالیت نه‌کوي. د هغه په وینا؛ داعش ډلې په افغانستان کې ماتې خوړلې او اوس یې په ګاونډ کې ځالې جوړې کړې دي.

هغه نن پنجشنبه (د سلواغې ۱۵مه) پر اېکس پاڼه لیکلي:« ‏په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د امنيت په اړه اندېښنې بې‌ځايه دي. دغه اندېښنې ځکه مطرح کېږي، چې افغانستان په دغه ناسته کې حضور نه‌لري؛ څو خپل مستند دريځ او حقيقت وړاندې کړي».

هغه زیاته کړې، ځينې هېوادونه له همدې تشې څخه په استفادې د افغانستان د امنيت په اړه پروپاګند کوي او اندېښنه خپروي. هغه یو ځل بیا ټینګار کړی، چې افغانستان امن دی او هېڅ بهرنۍ ډله په دغه هېواد کې حضور نه‌لري.

نوموړي زیاته کړې، «زموږ دغه دریځ چې د افغانستان خاوره به د هېچا پر وړاندې نه کارول کېږي؛ په دې معنا دی چې هېڅ هېواد باید تشویش ونه لري».

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په وروستۍ غونډه کې د دغه شورا لوړپوړو چارواکو او د یو شمېر هېوادونو استازو په افغانستان کې د امنیتي ګواښونو، په ځانګړي ډول د داعش خراسان ډلې د فعالیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي، چې طالبانو تل په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور او فعالیت په اړه راپورونه رد کړي دي.

اوچا: تر دامهاله په افغانستان کې له ۳.۲ مېلیونه کسانو سره د خوراکي توکو مرستې شوې دي

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۰۸:۱۴ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، چې تر دا مهاله یې په افغانستان کې ۲.۳ مېلیونه کسانو ته د خوراکي‌ توکو مرستې رسولې دي. د اوچا په وینا؛ له بشري مرستندویه سازمانونو سره یې په ګډه په افغانستان کې د یخنۍ له امله زیانمنو کسانو ته د مرستې رسولو چارې چتکې کړې دي.

اوچا د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۶مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د یخنۍ موسم سره سم یې په افغانستان کې له ۳.۲ مېلیونه کسانو سره د خوراکي توکو مرسته کړې او په راتلونکې اونیو کې د ۲.۱ مېلیونه نورو کسانو سره د خوړو د مرستې پلان لري.

اوچا زیاته کړې، چې په همدې موده کې د ۲۲زره ۴۶۷ کورنیو سره یې د غیرخوراکي توکو مرسته کړې او د ۲۰۴۴ نورو کورنیو سره د ورته مرستو پلان هم لري. د دغه ادارې د معلوماتو له مخې؛ زیانمونو خلکو ته یې د تودوخې لپاره سون توکي، نغدي پیسې، کمپلې او جامې ورکړې دي.

که څه هم اوچا د دغه مرستو د پيل او پای نېته نه‌ده اعلان کړې؛ خو د ملګرو ملتونو اړوند بشري مرستندویه ادارې د یخنۍ موسم په پيلېدو او د خلکو د اړتیا په ډېرېدو سره مرستې چټکوي.

د طالبانو ادعا؛ روانه اوونۍ یې د ښځو د حقونو اړوند ۹۴ قضیې حل کړې دي

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۳۷ GMT+۰

په داسې حال کې چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې یادې ډلې پر ښځو او نجونو پراخ بندیزونه لګولي؛ د طالبانو د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت ادعا کړې، چې د روانې اوونۍ په ترڅ کې یې د ښځو اړوند ۹۴ حقوقي قضیې حل کړې دي.

یاد وزارت نن پنجشنبه (د سلواغې ۱۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په‌ دې کې د ظلم، جبري نکاح، مهر، میراث، ولور او طلاق اړوند قضیې شاملې دي. د خبرپاڼې له مخې؛ په همدې موده کې له سوداګرو سره ۱۹۳ اصلاحي ناستې هم شوې دي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت نن پنجشنبه په خپل اوونیز راپور کې ویلي، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو او سیمو کې یې اووه کوډګر هم نیولي دي. د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کوډګر یې په کابل، دایکنډي، فاریاب او بلخ ولایتونو کې نیولي دي.

د طالبانو دغه وزارت تر دې وړاندې هم په کابل او یوشمېر نورو ولایتونو کې د کوډګرو له نیولو خبر ورکړی و.

په پېښور کې د جعلي پاکستاني پېژندپاڼو او مېشتو افغان کډوالو پر وړاندې پراخ عمليات پيل شوي

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۲۲ GMT+۰
•
جواد شينواری

د خیبرپښتونخوا په پېښور ښار کې د جعلي پاکستاني پېژندپاڼو جوړوونکو او مېشتو افغان کډوالو پر وړاندې په لويه کچه عمليات پيل شوي دي. ځایي چارواکو ویلي، شاوخوا ۴۵ کسان د جعلي پاکستاني پېژندپاڼو د جوړولو، برابرولو او ناقانونه فعالیتونو په تور نیول شوي دي.

دغه علمیات په اشرف روډ، اټه مارکېټ، چوک يادګار، نمک منډي، پيپل منډي او د پېښور کېنټ په بېلابېلو بازارونو کې ترسره شوي دي. د دغه عملياتو پرمهال ۴۵ کسان نيول شوي، چې ويل کېږي د جعلي پاکستاني پېژندپاڼو په جوړولو او نورو ناقانونه فعاليتونو کې یې لاس لاره.

پوليس او امنيتي ادارو د ښار په دروازو کې هم تالاشي پیل کړې او همدارنګه د ښار دننه بازارونو کې یې عمليات پراخ کړي دي. د چارواکو په وينا؛ د مرکزي او ایالتي ادارو په ګډه په ګڼو سيمو کې هم تالاشي پيل شوې. سرچینو زیاته کړې، چې د روژې میاشتې پورې د ناقانونه کړنو، جعلي پاکستاني پېژندپاڼو جوړونکو او افغان کډوالو پر وړاندې به دغه سخت عملیات دوام ولري.

تر دې وړاندې راپور ورکړل شوي و، چې په خیبرپښتونخوا کې د جعلي پاکستاني پېژندپاڼو په قضيو کې تراوسه پورې ۷۲زره ۷۰۳ پاکستاني پېژندپاڼې لغوه شوې دي.

روانه اونۍ؛ د پاکستان له زندانونو تر ۱۰۰ ډېر کډوال خوشې شول

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۴۸ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، په روانه اونۍ کې ۱۵۳ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کسان چې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او د دغه هېواد په زندانونو کې له یوې ورځې تر دوو میاشتو پورې بندیان وو، تر خوشې کېدو وروسته د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

په خبرپاڼه کې د دغه کسانو د جرمونو په اړه څه نه‌دي ویل شوي؛ خو په پاکستان کې افغانان تر ډېره په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسنادو نه لرلو له امله د پولیسو له‌خوا نیول کېږي. په تېرو وروستیو کې دغه لړۍ د خیبرپښتونخوا ایالت ته هم غځېدلې ده.
په پېښور کې مېشت افغان کډوال وایي، چې د پولیسو له وېرې له کوره بهر نه‌شي وتلای او که پولیس یې ونیسي؛ نو بېرته یې په جبري توګه افغانستان ته ستنوي.

له هغه راهیسې چې له طالبانو سره د اسلام‌اباد اړیکې ترېنګلې شوې؛ پاکستان د پلازمېنې په ګډون په یوشمېر ښارونو کې د افغان کډوالو پرضد عملیاتو ته زور ورکړی. په تېرو وروستیو کې پاکستاني پولیسو د افغانانو د نیولو لپاره ان د دوی د کورونو دروازې هم ماتې کړې دي.