• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د روغتیا نړیوال سازمان : په افغانستان او پاکستان کې د پولیو پېښې لا هم جدي ګواښ دی

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۳۵ GMT+۰تازه شوی: ۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۴۲ GMT+۰

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، سره له دې چې په نړۍ کې د پولیو پېښې کمې شوې دي، خو په افغانستان او پاکستان کې دپولیو ویروس دوامدارې پېښې لا هم د پولیو د بشپړ ورکاوي پر وړاندې جدي ګواښ دی.

دا څرګندونې د روغتیا نړیوال سازمان عمومي رییس د یاد سازمان د ۱۵۸م اجرایوي بورډ غونډې ته راپور کې کړې دي. د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر تر ۲۲مې پورې په ټوله نړۍ کې د پولیو ویروس ډول ۱ ټولې ۳۸ پېښې ثبت شوې دي، چې دا شمېر د ۲۰۲۴ کال د همدې مودې په پرتله کمې دي. خو ټولې دا پېښې یوازې په افغانستان او پاکستان کې ثبت شوې دي، چې لا هم د پولیو د پېښو د ثبت یوازیني هېوادونه دي.

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د پولیو د له منځه وړلو پرمختګ نازک دی، ځکه چاپېریالي ازموینو ښودلې چې ویروس د اصلي لېږد له سیمو هاخوا هم موندل شوی، حتا په هغو سیمو کې چې ښکاره دغه ویروس نه دی ثبت شوی. دا حالت د ویروس د پټې خپرېدنې اندېښنې زیاتوي.

د راپور له مخې، د پولیو ویروس په ځانګړي ډول د افغانستان په سوېلي ولایتونو او د خېبر پښتونخوا په سوېلو سیمو کې متمرکز پاتې دی. په افغانستان کې د واکسین د پوښښ د لوړولو لپاره نوې عملیاتي تګلارې پلي شوې دي، چې په ختیزو سیمو کې یې د ویروس په کمېدو کې مرسته کړې ده. په سوېل کې بیا د کور په کور واکسین پر پراخېدو کار روان دی.

په پاکستان کې د پولیو ملي بېړنی پلان (۲۰۲۴–۲۰۲۵) په لوړ سیاسي ملاتړ سره پلي کېږي، خود روغتیا نړیوال سازمان وايي چې لا هم د خېبر پښتونخوا، کوټې او کراچۍ په ځینو سیمو کې د واکسین د کیفیت ستونزې شته.

د نایجیریا شمال، د چاډ جهیل حوزه، سومالیا، اېتوپیا او یمن لا هم د لوړ خطر سیمې بلل کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د پولیو پروګرامونه اوس د نویو واکسینونو او د منظم واکسین له سیستم سره د ادغام پر لور روان دي، څو هغو ماشومانو ته ورسېږي چې هېڅ واکسین یې نه دی ترلاسه کړی.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د کابینې نهه جګپوړي غړي د دیني زده کړو متخصصان نه دي

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۵۲ GMT+۰
•
محبوب‌ شاه محبوب

د طالبانو د کابیني نهه غړي چې ځانونو ته د شیخ الحدیث، شیخ او مفتي القاب کاروي، په مذهبي برخه کې تخصص نه لري. د اکوړه خټک حقانیه دارالعلوم ویاند وايي، مولوي کبیر، ثاقب، مولوي حکیم شرعي، مولوي امیرخان متقي، عبداللطیف منصور او شهاب‌الدین دلاور یوازې د دیني مدرسو فارغ‌التحصیلان دي.

د طالبانو د کابیني نهه غړي چې ځانونو ته د شیخ الحدیث، شیخ او مفتي القاب کاروي، یوازې د حقانیه مدرسې فارغ التحصیل دي او په مذهبي برخه کې هېڅ ډول تخصص نه لري.

د اکوړه خټک د حقانیه دارالعلوم ویاند مولانا یوسف شاه افغانستان انټرنشنل – پښتو سره په مرکه کې ویلي، چې د طالبانو د حکومت یو شمېر لوړپوړي وزیران او چارواکي، چې په افغانستان کې ځانونه د «مفتي»، «شیخ الحدیث» او یا د دیني علومو متخصصین معرفي کوي، په حقیقت کې دغه علمي مقامونه نه لري.

د نوموړي په وینا، د طالبانو د کابینې غړي لکه مولوي عبدالکبیر، مولوي عبدالحکیم شرعي، مولوي امیرخان متقي، مولوي عبدالطیف منصور، مولوي نور محمد ثاقب او شهاب‌الدین دلاور یوازې د دیني مدرسو فارغ‌التحصیلان دي، خو د مفتي، شیخ الحدیث یا د لوړو تخصصي دیني علومو د علماوو علمي شرایط نه پوره کوي.

عبدالحکیم شرعي

د طالبانو تر کنټرول لاندې د عدلیې وزارت پر ویب پاڼه د دغه وزارت د طالب وزیر لپاره د شیخ الحدیث مذهبي علمي رتبه کارولې ده، چې د حقانیه مدرسې د ویاند په وینا هغه یوازې له یادې مدرسې څخه فارغ شوی دی.

100%

د نوموړي په پېژندنه کې راغلي: “شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي صاحب، له لومړنیو زده‌کړو څخه وروسته د لویې دورې د سرته رسولو په موخه، د پاکستان خیبر پښتونخوا نو ښار ضلعې اکوړه خټک مشهورې مدرسې دارالعلوم حقانیې ته ولاړ او لویه دوره یې په یاده مدرسه کې په لوړه درجه سرته ورسوله او په ۱۳۶۸ هجري لمریز کال کې یې له حقانيې دارالعلوم څخه په او لوړو نمرو د فراغت سند ترلاسه کړ.”

د دغې پېژندنې پر بنسټ، څرګندیږي چې هغه د حدیثو تخصص نه دی کړی او یوازې له لویې دورې څخه فارغ شوی دی، چې د شیخ الحدیث علمي – مذهبي رتبه ورته نه کارول کیږي.

د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د علماو شورا پخواني غړي، د نوم د نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، چې د «مفتي» او «شیخ الحدیث» لقبونه په دیني نظام کې ځانګړي علمي معیارونه لري، چې پکې د فقه، اصول فقه، حدیث، اسنادو، تدریس او د علماوو له خوا رسمي تصدیق شامل دی.

د ده په خبره، یوازې له مدرسې فراغت دا صلاحیت نه ورکوي چې یو څوک ځان مفتي یا شیخ الحدیث وبولي.

نور محمد ثاقب

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزیر نور محمد ثاقب ته د دغې ډلې له خوا د شیخ الحدیث، دوکتور او قضاوت پوه علمي، قضايي او مذهبي رتبې کارول کیږي، چې په حقیقت کې یې یادې رتبې نه دي اخیستي.

100%

د طالبانو تر کنټرول لاندې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت پر ویب پاڼه د هغه نوم داسې لیکل شوی دی: “د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شيخ الحديث قضاوتپوه دکتور مولوي نورمحمد«ثاقب» ژوند ته کتنه”.

د حقانیه مدرسې د ویاند په خبره، چې نور محمد ثاقب هم په یاده مدرسه کې یوازې لویه دوره زده کړې کړي دي، چې د شیخ الحدیث علمي رتبې اطلاق پرې نه کیږي.

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت پر ویب پاڼه د هغه له نوم سره د دوکتور کلیمه هم لیکل شوې ده، خو په پېژندنه کې یې ویل شوي دي چې د هغه علمي سویه په ۱۹۹۹ کال کې د طالبانو د ادارو له خوا د دوکتورا په کچه وپېژندل شوه، دا په داسې حال کې ده، چې د هغه وروستۍ زده کړې په اکوړه خټک مدرسې کې د لویې دورې بشپړول ښودل شوي دي.

د ثاقب د پېژندنې پر بنسټ، د هغه دوکتورا افتخاري حیثیت لري، د افغانستان او نړۍ د علمي اصولو په اساس، افتخاري دوکتورا د علمي لقب اساس نه شي کېدلی.

همداراز د نور محمد ثاقب له نوم سره د قضاوت پوه قضايي رتبه هم لیکل شوې ده، چې په حقیقت کې هغه یوازې د ملا محمد عمر د واکمنۍ پر مهال د سترې محکمې د رییس په توګه دنده سرته رسولې ده.

د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د سترې محکمې د اختصاصي چارو پخواني دستیار افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل چې د قضاوتپوه علمي رتبې اخیستل ځانګړي مراحل لري چې نور محمد ثاقب هغه نه دي ترسره کړي.

هغه زیاته کړه: “لومړۍ مساله دا ده چې باید په فقه او قانون کې لوړې زده کړې ولري، د قضا په برخه کې له پنځو تر اوو کلونو عملي تجربه ولري، ورپسې بیا یوه تحریري ازموینه اخیستل کیږي او هغه شخص اخلاقي او ټولنیز کردار څېړل کیږي او وروسته ورته ستره محکمه د قضاوتپوه علمي – قضايي رتبه ورکوي. “

نوموړی وايي، د افغانستان په ستره محکمه کې یې ۲۸ کاله کار کړی دی او د طالبانو په لومړۍ دوره کې هم د نور محمد ثاقب همکار پاتې شوی، خو هغه دا علمي – قضايي مراحل نه دي ترسره کړي او نه هم په ستره محکمه کې د هغه علمي – قضايي رتبه د منلو وړ وه.

شهاب الدین دلاور

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د سرې میاشتې پر رسمي ویب پاڼه د شهاب الدین دلاور له نوم سره د شیخ الحدیث علمي – مذهبي رتبه هم لیکل شوې ده، خو د حقانیه مدرسې د ویاند په خبره هغه یوازې له لویې دورې څخه فارغ شوی او په احادیثو کې ځانګړی تخصص نه لري.

د هغه په پېژندنه کې لیکل شوي: “لومړنۍ زده کړې یې په خپل پلرني ټاټوبي (لوګر) کې له پلار څخه ترلاسه کړي او له هغه وروسته له خپلې کورنۍ سره یو ځای د پاکستان هېواد پېښور ښار ته لاړ او هلته یې د اسلامي علومو برخه کې په دارالعلوم حقانیه اکوره خټک مدرسه کې لوړې زده کړې په بریالۍ توګه بشپړې کړې دي.”

100%

شهاب الدین دلاور د پېژندنې پر بنسټ، هغه په احادیثو کې تخصص نه دی کړی او یوازې خپله لویه دوره یې په حقانیه مدرسې کې بشپړه کړې ده، چې د شیخ الحدیث د علمي رتبې اطلاق پرې نه کیږي.

د افغانستان د سرې میاشتې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل چې د شهاب الدین دلاور د دفتر مشر په بېلابېلو غونډو کې له همکارانو غوښتي چې شهاب الدین دلاور د “شیخ صاحب” په نوم یاد کړي.

امیر خان متقي

د طالبانو د لومړۍ دورې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر او اوسنی د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ۲۰۲۵ کال په اکټوبر میاشت کې په هند کې د دېوبند مدرسې ته ورغی.

د هغه د تشریفاتو ډلې نوموړی د دغې مدرسې شاګردانو ته شیخ الحدیث معرفي کړ، خو په حقیقت کې هغه د شیخ الحدیث علمي – مذهبي رتبې شرایط نه دي پوره کړي.

100%

که څه هم د طالبانو تر کنټرول لاندې د بهرنیو چارو وزارت په رسمي پاڼه کې د هغه د زده کړو په اړه څه نه دي ویلي، خو د افغانستان د ملي راډیو تلویزون په یوې خپرونې کې هغه ته د شیخ الحدیث لقب کارول شوی دی.

د حقانیه مدرسې د ویاند مولانا یوسف شاه په وینا چې امیرخان متقي هم په دغه مدرسه کې زده کړې کړې دي، خو په فقه یا حدیثو کې یې کوم تخصص نه دی کړی.

عبداللطیف منصور

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت وزیر عبداللطیف منصور هم یو له هغو ملایانو څخه دی چې د اکوړه خټک په حقانیه مدرسه کې یې زده کړې دي.

نوموړي ته د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر میاشت کې د اوبو او انرژۍ وزارت په یوې غونډې کې د مفتي لقب کارول شوی او دا مهال یې نېږدې همکاران هم په مفتي یادوي، خو په فقه کې یې تخصص نه دی کړی.

100%

د اوبو او انرژۍ وزارت په رسمي ویب پاڼه د هغه پېژندنه داسې لیکلې ده: “خپلې لوړې زده کړې یې د دیني علومو په برخه کې د نورالمدارس، نجم المدارس او دارلعلوم حقانیه په مشهورو مدرسو کې سرته رسولې دي،چې مشهور استادان یې مولانا عبدالحق(رح)، دیربابا، قاضي عبدالکریم کلاچوي، بابکر ملا صاحب او مولوي صاحب صالح محمد دي.د دیني زده کړو ترڅنګ یې سیاسي او نظامي زدهکړي هم ترلاسه کړې دي.”

حقانیه مدرسه یوازې د هغه د زده کړو پخلی کوي، خو دا نه تاییدوي چې هغه فارغ شوی که نه، خو په فقه کې د هغه تخصص ردوي، نو له همدې امله هغه مفتي نه ګڼل کیږي.

عبدالباقي حقاني

د طالبانو د لوړو زده کړو پخوانی وزیر او د ازموینو اوسنی رییس عبدالباقي حقاني ته بیا د شیخ القران لقب کارول شوی دی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلویزون پر خپل وېب پاڼه هغه ته د شیخ القران او دوکتور رتبې هم کارولې دي او همداراز د لوړو زده کړو وزارت پر رسمي ویب پاڼه هم د هغه پېژندنه کې ورته القاب کارول شوي، خو نوموړی په قراني علومو، تفسیر او فقه کې هېڅ ډول تخصص نه لري.

حقانیه مدرسه تاییدوي، چې نوموړی لویه دوره په حقانیه مدرسه کې پای ته رسولې ده، خو کوم تخصصي پروګرام یې نه دی بشپړ کړی.

د معلوماتو له مخې، د عبدالباقي حقاني وروستۍ زده کړې هم په حقانیه مدرسې کې تمامې شوې وې او له دغې مدرسې وروسته یې کومې زده کړې نه دي کړي.

همداراز هغه ته د دوکتور کلیمه هم کارول کیږي، خو په رسمي ډول یې دوکتورا نه ده اخیستې. هغه ته د ۲۰۲۲ کال په اکټوبر میاشت کې د ننګرهار پوهنتون له خوا په فقه او قانون کې افتخاري دوکتورا ورکړل شوې ده، چې د علمي اصولو له مخې پي ایچ ډي نه حسابیږي.

د کابل پوهنتون استاد چې خپل مستعار نوم پوهاند زلمی ښيي، افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل چې د حقانیه مدرسې څخه فارغ د افغانستان د لېسانس له فارغ التحصیل سره برابر دی او افتخاري دوکتورا علمي حیثیت نه لري او څوک نه شي کولی چې د افتخاري دوکتورا پر بنسټ ځان پي ایچ ډي حساب کړي.

ندا محمد ندیم

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ملا ندا محمد ندیم ته هم د شیخ الحدیث لقب کارول کیږي. هغه په پاکستان کې د الجامعه الاسلاميه مدرسې څخه لویه دوره کړې ده، خو په حدیثو کې یې د تخصص زده کړې نه دي کړي.

100%

د طالبانو تر کنټرول لاندې د لوړو زده کړو وزارت په خپلې ویب پاڼې د هغه د پېژندنې عنوان داسې لیکلی: “ د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پېژندنه.”

د الجامعه الاسلامیه د مدرسې پخواني چارسمبالي او استاد مولانا رفیق مدني افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل: “هغه وخت چې ملا ندیم صاحب زموږ مدرسه کې طالب و، زه هم په دې مدرسه کې مدرس وم. هغه لویه دوره کړې ده خو په حدیثو، یا تفسیر یا فقه کې یې تخصص نه دی کړی.”

نوموړی زیاتوي چې له همدې امله هغه شیخ الحدیث نه دی او باید یاد علمي – مذهبي لقب ورته ونه کارول شي.

عبدالکبیر ځدراڼ

د طالبانو تر کنټرول لاندې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وزیر عبدالکبیر چې له ځان سره د مولوي او وخت ناوخت شیخ القران القاب لیکي، وروستۍ زده کړې یې په حقانیه مدرسې کې کړې دي.

100%

د حقانیه مدرسې ویاند یوازې دا تاییدوي چې عبدالکبیر په دغه مدرسه کې زده کړې کړې دي، خو د لویې دورې فراغت په اړه یې څه نه وايي.

مولانا یوسف شاه وايي: “عبدالکبیر صاحب هم په حقانیه مدرسې کې زده کړې کړې دي”.

نوموړی زیاتوي، چې هغه هم په حقانیه مدرسه کې د حدیثو او نورو قراني علومو تخصص نه دی کړی.

نورالله منیر

د طالبانو تر کنټرول لاندې د پوهنې وزارت په رسمي ویب پاڼه کې د دغه وزارت د پخواني وزیر نورالله منیر له نوم سره د شیخ القران او شیخ الحدیث القاب کارول شوي دي.

منیر د دیني علومو کوچنۍ دوره په غزني کې کړې او لویه دوره یې په پېښور کې د مولانا حسن جان په مدرسه امدادالعلوم کې کړې ده، چې یوازې د مولوي اطلاق پرې کېدی شي.

په پېښور کې د باب العلوم د مدرسې استاد مولوي شکرالله جان ارباب افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل چې د طالبانو د پوهنې وزیر له نېږدې پېژني.

هغه وویل: “ما او مولوي نورالله صاحب یو ځای لویه دوره له مرحوم مولانا حسن جان سره کړې ده او دواړه یو ځای فارغ شوي یو”.

هغه وايي، چې منیر په احادیثو او قراني علومو کې تخصص نه دی کړی.

د ننګرهار د نجم المدارس یو پخواني استاد افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل چې په حقانیه مدرسه کې ترې عبدالکبیر یوه دوره مخکې و، خو عبدالکبیر د دیني علومو لویه دوره بشپړه نه کړه.

نوموړی وايي: “نو کله چې لویه دوره بشپړه نه شي، شیخ القران او شیخ الحدیث خو ډېره لرې خبره ده ان د مولوي اطلاق هم پرې نه کیږي”.

د هغه په وینا، د طالبانو ګڼ نور لوړ رتبه چارواکي پېژني چې له دوی سره یو ځای یې په حقانیه مدرسه کې زده کړې کړي او ترې نیمګړې پاتې شوې دي، خو د ځانونو لپاره شیخ الحدیث او شیخ القران علمي – مذهبي رتبې کاروي.

100%

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اسلامي څېړنو څېړونکی د نوم د نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، چې د دیني - علمي لقبونو ناسم استعمال نه یوازې علمي ارزښت ته زیان رسوي، بلکې د دیني زده‌کړو د نظام اعتبار هم تر پوښتنې لاندې راولي.

نوموړی زیاتوي: “شیخ الحدیث هغه څوک کېدی شي چې د لویې دورې له فراغت وروسته دوه کاله په حدیثو کې تخصص وکړي، شیخ القران هغه شخص کېدی شي چې د لویې دورې له فراغت وروسته دوه کاله په قراني علومو، قرائت، اختلاف قرائت، علل، تجوید نظري او تطبیقي کې تخصص وکړي او له لسو کلونو زیات تدریس وکړي”.

هغه وايي چې د طالبانو ګڼو مشرانو د ځان لپاره په خپله خوښه القاب غوره کړې دي، چې هېڅ ډول علمي او دیني منطق نه لري.

د علومو اکاډمۍ دا غړی زیاتوي: “موږ په یو شمېر شخصي محافلو کې د دغه ډول القابو نادرسته کارونه یاده کړې ده، خو څوک ورته پام نه کوي. مثلاً که زه په علمي رتبه څېړنیار واوسم او ځانته د څېړندوی علمي رتبه لیکم دا په دې معنا چې زه علمي او اکاډمیک معیارونه نه مراعتوم. یا مې پي ایچ ډي نه وې کړي او ځانته دوکتور ووایم نو دا خو زه علمي معیارونه نړوم”.

د هغه په خبره، د علمي لقبونو موضوع باید د سیاسي نفوذ پر ځای د علمي بنسټونو او علماوو د اجماع له لارې وڅېړل شي، څو د دیني مقامونو سپېڅلتیا وساتل شي.

افغانستان انټرنشنل – پښتو هڅه وکړه، چې د یادې موضوع په تړاو د طالبانو د ویاند، د لوړو زده کړو، پوهنې، کډوالو، د انرژۍ او بهرنیو چارو وزیران نظر را واخلي، خو ځواب مو تر لاسه نه کړ.

یوازې د عدلیې وزارت یوه چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط ویلي، چې دوی اجازه نه لري چې رسنیو ته په دې اړه نظر ورکړي.

طالبانو په روانه اونۍ کې ۷۲ کسان په دُرو وهلي

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۳۶ GMT+۰

د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې په روانه اونۍ کې یې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پر ۷۲ کسانو د بند تر څنګ په دُرو د وهلو سزاوې عملي کړې دي.

د یادې محکمې له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سزاوې د شنبې، یکشنبې، دوشنبې، سې شنبې، چارشنبې او پنجشنبې په ورځو کې د هېواد په څو ولایتونو کې تطبیق شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې، د یکشنبې او دوشنبې په ورځو په کابل کې ۶۰ کسانو ته په دُرو د وهلو سزا ورکړل شوې ده. همداراز، د دوشنبې په ورځ فاریاب ولایت کې درې تنه، د سې شنبې په ورځ په لغمان ولایت کې ۷ تنه او د چارشنبې په ورځ په کاپیسا کې دوه کسان په دُرو وهل شوي دي.

د طالبانو ستره محکمه وایي، چې یاد کسان په غلاوو او هغه څه چې دوی یې «اخلاقي فساد» بولي، تورن وو.

طالبان په داسې حال کې بدني سزاوې عملي کوي، چې د بشري حقونو نړیوال بنسټونه او د ملګرو ملتونو ادارې دا ډول سزاوې د نړیوالو بشري حقونو له اصولو سره په ټکر کې بولي او له طالبانو یې د بندولو غوښتنه کړې ده. خو طالبانو تر اوسه د دغو نیوکو پر وړاندې خپل دریځ نه دی بدل کړی او ټینګار کوي چې دا سزاوې د هغوی د قضايي نظام برخه ده.

د ازبکستان ولسمشر په یوه رسمي سفر پاکستان ته رسېدلی

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۳۲ GMT+۰

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف په یوه رسمي سفر پاکستان ته رسېدلی او د دغه هېواد ولسمشر اصف علي زرداري او لومړي وزیر شهباز شریف یې د اسلام اباد په نور خان هوایي ډکر کې هرکلی کړی دی.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په ایکس خواله رسنۍ کې ویلي، چې د ازبکستان د ولسمشر یې تود هرکلی کړی او دا سفر یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه‌اړخیزو اړیکو او سیمه‌ییز اتصال د پیاوړتیا لپاره مهم ګام بللی دی.

په پیغام کې راغلي، چې دغه سفر به د پاکستان او ازبکستان ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا ترڅنګ د سیمې د هېوادونو ترمنځ اړیکې لا ټینګې کړي.

تمه ده، چې د دې سفر پر مهال د دواړو هېوادونو مشران د دوه‌اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، ترانزیټ او سیمه‌ییزو همکاریو پر مهمو موضوعاتو خبرې اترې وکړي.

کابل ښاروالي: د چاپېریالي سرغړونو په تړاو هیڅ قانون یا رسمي طرحه نه دي توشیح شوي

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۰۸ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې د کابل ښاروالۍ وایي، په وروستیو کې یو شمېر ناسم خبرونه خپاره شوي، چې ګواکې کابل ښاروالۍ د چاپېریالي سرغړونو لپاره نوی قانون جوړ کړی او د دغه قانون له مخې به د خځلو غورځوونکي د یوې کاري ورځې جبري کار په ډول جریمه کېږي.

د طالبانو په ولکه کې د کابل ښاروالۍ استازي نعمت الله بارکزي په یوه ویډیویي پیغام کې دا خبرونه رد کړل او ویې ویل چې دغه خبرونه له واقعیت سره هېڅ تړاو نه لري او تر اوسه د چاپېریالي سرغړونو په تړاو کوم نوی قانون یا رسمي طرحه نه ده توشیح شوې.

هغه له کابل ښاریانو غوښتي چې د چاپېریال په پاک ساتلو کې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي.

بارکزی زیاتوي، چې د خځلو د راټولولو لپاره یې د کابل په ښار کې ځانګړي ځایونه جوړ کړي او د ۱۴۰۴ کال په بودجه کې یې ۷۵ میلیونه افغانۍ د خځلو د راټولولو ځایونو ته ځانګړې کړي، چې د دغه قرارداد لومړی پړاو چې ۳۵ میلیونه افغانۍ کېږي د بشپړېدو په حال کې دی.

بارکزي ټینګار کړی، چې په راتلونکې کې به هر ډول پرېکړه یا قانون تر رسمي اعلان وروسته په ښاریانو عملي کېږي.

افغان سوداګر د برېښنا نشتوالي او مقرراتو د بې ثباتۍ له امله له جدي ستونزو سره مخ دي

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۰۴ GMT+۰

د ملګرو ملتونو یو نوی رپوټ وايي،د افغانستان خصوصي سکتور د اقتصادي بیا رغونې، کارموندنې او اوږدمهاله ثبات لپاره بنسټیز رول لوبولی شي، خولاهم افغان سوداګر د پانګونې د کمي، مالي سرچینو ته د محدود لاسرسي، برېښنا نشتوالي او د مقرراتو بې‌ثباتۍ له امله له جدي ستونزو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو پرمختیايي ادارې په خپل تازه راپور « په افغانستان کې د خصوصي سکتور نقشه» کې، چې د ۲۰۲۱ کال له بدلون وروسته تر ټولو هر اړخیزه ارزونه بلل کېږي، د افغانستان په نهو مهمو برخو کې د سوداګرۍ فرصتونه او خنډونه څېړلي دي.

په دغو برخو کې کرنه، تولیدات، مالي خدمات، معلوماتي ټکنالوژي، انرژي، کانونه، رغونه، روغتیا او ګرځندوی شامل دي.

راپور ښيي چې افغان سوداګر د پانګونې کمښت، مالي سرچینو ته محدود لاسرسي، د برېښنا نشتوالي، د بازار د معلوماتو له کمي، لوړو ترانسپورتي لګښتونو او د مقرراتو بې‌ثباتۍ له امله له جدي ستونزو سره مخ دي.

د راپور له مخې، یوازې ۶ سلنه افغانان بانکي حسابونه لري او ډېری مالي راکړې ورکړې لا هم له غیر رسمي لارو کېږي. همدارنګه، د مهارتونو کمښت او د ښځو او نجونو پر زده‌کړو او کار محدودیتونو د اقتصادي ودې پر وړاندې نور خنډونه جوړ کړي دي.

سره له دې، یو اېن ډي پي ټینګار کوي چې افغانستان د پام وړ اقتصادي فرصتونه هم لري. کرنه، چې د هېواد نږدې درېیمه برخه ناخالص کورني تولیدات جوړوي، د زعفرانو، وچو مېوو او نورو ارزښتناکو حاصلاتو د صادراتو قوي ظرفیت لري. تولیدي صنعتونه لکه نساجي، د خوراکي توکو پروسس او درمل جوړونه هم د پانګونې په صورت کې پراخېدای شي.

راپور زیاتوي چې افغانستان د نوې کېدونکې انرژۍ له پلوه هم بډایه دی او د لمریزې او بادي برېښنا پراخ ظرفیتونه لري.

د یو این ډي پي استازي سټېفن رودریګز ویلي: «خصوصي سکتور د میلیونونو افغانانو لپاره د ژوند کرښه ده. که مناسبې پانګونې او اسانتیاوې برابرې شي، دا سکتور کولی شي د کارموندنې او اقتصادي ثبات لپاره قوي محرک وګرځي.»

راپور سپارښتنه کوي چې په هرات، کندهار او مزارشریف کې ځانګړي اقتصادي زونونه باید پیاوړي شي، ډیجیټلي او اسلامي مالي خدمتونه پراخ شي، د سوداګرۍ دهلېزونه لکه چابهار او لاجوردو لار فعاله شي او د ښځو اقتصادي ګډون ته ځانګړې پاملرنه وشي.

په پای کې راپور ټینګار کوي چې د خصوصي سکتور ملاتړ، مهارتونو ته وده ورکول او د سیمه‌ییزې سوداګرۍ پراختیا کولی شي افغانستان پر مرستو له انحصاره وباسي او دوامداره اقتصادي وده تضمین کړي.