• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د عمران خان زوی: د پاکستان حکومت په قصدي ډول زموږ د ویزو غوښتنلیکونو په اړه اقدام نه‌کوي

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۵۳ GMT+۰

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د بنسټګر عمران خان زوی قاسم خان وایي، چې هغه او ورور یې غواړي د خپل پلار د لیدو لپاره پاکستان ته سفر وکړي؛ خو حکومت یې د ویزو غوښتنلیکونو په اړه اقدام نه‌کوي. نوموړي ویلي، اولادونه د خپل پلار له لیدو منعه کول د «ډله‌ییزې سزا» په څېر ده.

د عمران خان زوی قاسم خان په یوه بیان کې ویلي، چې پلار یې له ۹۱۴ ورځو راهيسې په انفرادي بند کې دی. نوموړي د خان روغتیايي حالت نازک ښودلی او ویلي یې دي، چې هغه روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري.

هغه زیاته کړې:« زه او زما ورور غواړو د خپل پلار د لیدو لپاره پاکستان ته ولاړ شو؛ خو حکومت په قصدي ډول زموږ د ویزو غوښتنلیکونه نه څاري». قاسم خان ویلي، چې له درملنې څخه د یوه بندي محرومول ظلم دی او د پلار له ليدو د اولادونو منع کول د «ډله‌ييزې سزا» په څېر ده.

د عمران خان زوی قاسم خان د بشري حقونو له نړۍوالو سازمانونو او حکومتونو غوښتنه کړې، چې د نه جبرانېدونکي زیان تر رامنځته کېدو مخکې دې د یادې موضوع په اړه خپل غږ پورته کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې د عمران خان د روغتیايي وضعیت او د هغه سره پر لیدنې بندیز د نوموړي د کورنۍ او پلویانو اندېښنې راپورته کړې دي.

تر دې وړاندې د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د دغه اندېښنو په ځواب کې ویلي و، د پاکستان پخوانی لومړی وزیر چې په اډیاله زندان کې بند دی؛ د طبي درملنې لپاره د اسلام‌اباد (پیمز) روغتون ته وړل شوی و. نوموړي‌ د خان روغتیايي‌ حالت د ډاډ وړ ښودلی و.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د ایران او امریکا ترمنځ خبرې به په عمان کې د عربي هېوادونو په منځګړیتوب ترسره شي

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۰۲:۲۵ GMT+۰

د هغو راپورونو له خپرېدو سره هم‌مهاله چې د امریکا او ایران ترمنځ خبرې اترې د ځای او چوکاټ پر سر د اختلاف له امله لغوه شوې دي؛ د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي اعلان وکړ، چې دغه خبرې اترې به د جمعې په ورځ په عمان کې ترسره شي.

عراقچي پر اېکس پانه لیکلي، چې «له امریکا سره د اټومي پروګرام په اړه خبرې اترې د جمعې په ورځ د سهار په شاوخوا لسو بجو په مسقط کې ترسره کېږي». رویټرز خبري اژانس هم د یوه امریکایي چارواکي په حواله راپور ورکړی، چې «له ایران سره به خبرې اترې د جمعې په ورځ په عمان کې ترسره شي».

تر دې وړاندې اکسیوس د دوو سرچینو په حواله راپور ورکړی و، امریکا د ایران هغه غوښتنه رد کړې ده چې د خبرو اترو ځای او چوکاټ دې بدل شي. یوه لوړپوړي امریکایي چارواکي د ترکیې د مخکېني ځای او د سیمې هېوادونو د استازو د حضور په اړه وویل: «موږ ایران ته وویل، یا همدا چوکاټ ومنئ یا هېڅ. هغوی هم هوکړه ونه کړه».

خو د اکسیوس د راپور تر خپرېدو وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزیر د خبرو اترو لغوه کېدل رد کړل او ویې ویل، چې له خپل امریکایي سیال سره به یې خبرې د جمعې په ورځ د سهار په لسو بجو په مسقط کې ترسره شي.

د سیمې د هېوادونو ټینګار

اکسیوس د دوو امریکایي چارواکو په حواله لیکلي، چې د جمعې په ورځ په عمان کې د امریکا او ایران د اټومي خبرو اترو طرحه یو ځل بیا د مېز پر سر ده. لامل یې دا دی، چې د چهارشنبې په ماښام څو عربي او اسلامي مشرانو په بېړني ډول د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ادارې غوښتي، چې د خبرو اترو د لغوه کولو له ګواښ څخه لاس واخلي.

د راپور له مخې؛ لږترلږه د سیمې نهو هېوادونو د ټرمپ حکومت تر لوړو پوړو چارواکو پیغامونه رسولي او په کلکه یې غوښتنه کړې، چې امریکا دې په عمان کې له ایراني چارواکو سره پلان شوې ناسته نه لغوه کوي.

په همدې حال کې لبناني رسنۍ «المیادین» د ایران د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې تهران به د فشارونو له امله د خبرو اترو منل شوی چوکاټ او بڼه بدله نه‌کړي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت چارواکو تر اوسه د دغه بدلونونو په اړه کوم رسمي څرګندونې نه‌دي کړې.

دا په داسې حال کې ده چې ډونالډ ټرمپ تر دې وړاندې څو ځله ایران ته خبرداری ورکړی و، که خبرې اترې بې‌پایلې پاتې شي؛ نو واشنګټن به پوځي اقدام وکړي. د دغه خبرداریو له زیاتېدو سره هم‌مهاله، امریکا په وروستیو ورځو کې الوتکه وړونکې بېړۍ او پوځي تجهیزات منځني ختیځ ته لېږدولي دي.

رویټرز: امریکا د مهمو منرالونو لپاره د نړۍوال سوداګریز بلاک د جوړولو طرحه وړاندې کړه

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۵۱ GMT+۰

امریکا د داسې نړۍوال سوداګریز بلاک د جوړولو طرحه وړاندې کړې، چې موخه یې پر چین د اتکاء کمول او د نړۍ د اکمالاتي ځنځیرونو پیاوړتیا ده. د امریکا د ولسمشر مرستیال جي‌ډي ونس ویلي، چې غواړي له خپلو متحدانو سره په ګډه د مهمو منرالونو لپاره «د ترجیحي سوداګرۍ سیمه» جوړه کړي.

د هغه په وینا، د دغو منرالونو د تولید د بېلابېلو پړاوونو لپاره به د بیو ټاکلې مرجعې جوړې شي. هغه زیاته کړه، چې دغه بیې به د بدلېدونکو تعرفو له لارې د حداقل بیې په توګه وساتل شي، څو ارزانه منرالونه به بازار ته داخل نه‌شي او د کورنیو تولیدوونکو د زیان مخه به ونیول شي.

دا نوښت داسې مهال وړاندې کېږي، چې واشنګټن د مهمو منرالونو د پروسس په برخه کې د چین له نفوذه اندېښنه لري. دغه منرالونه د نیمه هادي چپونو، برېښنایي موټرو او دفاعي تجهیزاتو په تولید کې مهم رول لري. امریکايي چارواکي وايي، چین په تېرو کلونو کې د صادراتو په محدودولو او د بیو په ټیټ ساتلو سره دا سکتور د جیو اقتصادي فشار د وسیلې په توګه کارولی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل، د سوېلي کوریا، هند، جاپان، جرمني، اسټرالیا، تایلنډ او د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت په ګډون د ۵۵ هېوادونو استازو په دې خبرو اترو کې برخه اخیستې ده. همدارنګه د امریکا سوداګریز استازي اعلان وکړ، چې له مکسیکو سره د دوه اړخیزې همکارۍ طرحه او له اروپايي ټولنې او جاپان سره درې اړخیزه هوکړه شوې، چې د مهمو منرالونو د اکمالاتي ځنځیرونو د پیاوړتیا لپاره زمینه برابروي او د نورو هېوادونو د پراخ ګډون لپاره لار هواروي.

د ډونالډ ټرمپ ادارې د «Vault» په نوم پروژه هم پیل کړې، چې د مهمو منرالونو ستراتیژیک زېرمتونونه جوړ کړي. دغه پروژه د امریکا د صادراتو او وارداتو بانک له خوا د ۱۰ میلیارد ډالرو لومړنۍ پانګې او د ۲ میلیارد ډالرو خصوصي پانګې په ملاتړ پر مخ وړل کېږي. د دې طرحې موخه د منرالونو د استخراج او پروسس په برخه کې د پانګونې جذب او د چین له ارزانه عرضې سره د سیالۍ کمول بلل شوي دي.

په همدې حال کې د ارجنټاین د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې له امریکا سره یې د اکمالاتي ځنځیرونو د پیاوړتیا او متنوع کولو لپاره په یوه چوکاټ هوکړه کړې، څو د دې هېواد د مسو او لیتیوم صادرات زیات شي.

د دې سوداګریز بلاک د جوړېدو د خبر له خپرېدو سره سم د ځینو کان‌کېندونکو شرکتونو ونډې له ۶ تر ۱۴ سلنې پورې راولوېدلې دي. شنونکي وايي، دا تګلاره ښايي د نړۍ اکمالاتي ځنځیرونه بدل کړي، خو په لنډ مهال کې به د صنایعو د تولید لګښتونه لوړ کړي او د واشنګټن او بېجینګ تر منځ د سوداګریزو کړکېچونو د زیاتېدو احتمال هم شته. چین هم ویلي، چې د نړۍوالو اکمالاتي ځنځیرونو د ثبات د ساتلو لپاره همکارۍ ته چمتو دی.

د بشري حقونو د څار سازمان: ایراني چارواکو ډله‌ییزې وژنې کړې دي

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۴۹ GMT+۰

د بشري حقونو د څار سازمان په خپل کلني راپور کې په ایران کې د پراخو اعتراضونو پرمهال ډله‌ییزو وژنو ته په اشارې ویلي، چې ایراني چارواکو د ملي امنیت په پلمه ډله‌ييزې او خپل‌سرې نیونې زیاتي کړې دي.

د بشري حقونو د څار سازمان په خپل راپور کې په ایران کې د سراسري لاریونونو پر مهال د ایراني ځواکونو له لوري د لاریونوالو ډله‌ییزو وژنو ته په اشارې لیکلي: «داسې شواهد موندل شوي چې ښيي چارواکو د جنورۍ له ۸مې راهیسې د هغو اعتراض کوونکو پر وړاندې چې پر سر او تنه د مرمیو د لګېدو له امله وژل شوي یا ټپیان شوي، په همغږې توګه له غېرقانوني او مرګوني ځواک څخه استفاده زیاته کړې ده».

همدارنګه د بشري حقونو یاد سازمان لیکلي، چې «ایراني چارواکو د خپلو جنایتونو د پټولو لپاره په ټول هېواد کې د انټرنټ او مخابراتي محدودیتونو په لګولو سره ډله‌ییزې وژنې کړې دي».

د یاد راپور په یوه برخه کې راغلي، چې په تېر کال کې په ایران کې په پراخه او سیستماتیک ډول د بشري حقونو سرغړونې شوې دي، چې په دغو سرغړونو کې اعدامونه او د مرګ سزاګانې هم شاملې دي.

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، چې اعدامونه د ناعادلانه محاکمې او له قوانینو څخه د سختو او سیستماتیکو سرغړونو وروسته ترسره شوي؛ په ځانګړې توګه ښځو او قومي اقلیتونو ته چې ډېری یې په سُني مذهب پورې تړاو لري، په پراخه کچه د اعدام سزاګانې ورکړل شوې دي.

د بشري حقونو د څار سازمان کې د ایران لوړپوړی څېړونکی بها صبا وايي: «په تېرو لسیزو کې د حکومت تېرو جنایتونو ته د سزا نه ورکول د دې لامل شول چې په ۲۰۲۵ کال کې اعدامونه او د خلکو وژل خورا زیات شي او زرګونه بې‌ګناه خلک په‌کې ووژل شي».

د بشري حقونو د څار سازمان په یاد راپور کې د ایراني چارواکو له‌خوا د ښځو ضد تګلارو ته هم اشاره شوې او د ښځو پروړاندې د اجباري حجاب، تبعیض او سپکاوی یې د ځپلو د نوې څپې نښې بللې دي.

د پاکستان پخوانی استازی: طالبان افغانستان د تباهۍ کندې ته ټېل وهي

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۴۹ GMT+۰

د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی اصف دُرانی وايي، طالبان د غېرمسوولانه پرېکړو او تګلارو له لارې افغانستان د تباهۍ او ناورين کندې ته برابروي.

نوموړي د نيويارک ټایمز د هغه ټکان ‌ورکوونکي راپور په غبرګون کې چې په افغانستان کې د بې‌ساري لوږې او د روغتيايي مرکزونو د تړل کېدو په اړه خپور شوی، ويلي چې طالبانو دا هېواد د «بشپړ بشري ناورين» لمنې ته ورغورځولی دی.

اصف دُراني د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۵مه) پر اېکس‌پاڼه لیکلي: «د نيويارک ټایمز نننی مايوسونکی راپور ښيي چې افغانستان لا ډېر د سخت اقتصادي او بشري بحران پر لور روان دی. د امريکا د مرستو له بندېدو او د حياتي شريانونو له پرې کېدو سره اوس میليونونه خلک له لوږې، زياتېدونکې بې‌وزلۍ او د اساسي خدمتونو د نظام له ړنګېدو سره مخ دي».

د پاکستان پخواني استازي ټينګار کړی، چې اوسنی حالت يوازې بې‌ثباتي نه، بلکې «يو بشپړ ناورين» دی چې د طالبانو د غېرمسوولانه سياستونو له امله لا پسې سخت شوی دی. دغه پاکستاني ډېپلوماټ زياته کړه، چې طالبان د اقتصادي اصلاحاتو او د وګړو له لومړنيو حقونو سترګې پټوي. د هغه په وينا، همدا تګلارې افغانستان د لا ژور ناورین پر لور بيايي.

که څه هم طالبان ډېری وخت د هغه بشري ناورین په اړه له څرګندونو ډډه کوي چې ملګرو ملتونو پرې وار په وار خبرداری ورکړی، خو په کندهار کې د طالبانو يوه چارواکي نيويارک ټایمز ته منلې چې د طالبانو اداره د مرستندويه بنسټونو تشه نه‌شي ډکولی.

نوموړي ويلي: «د خوړو، جامو او نورو مرستو برابرول چې نادولتي بنسټونو به ورکولې، زموږ له وسه بهر دي. راتلونکی وضعيت به ډېر ستونزمن وي».

زېلېنسکي: له روسیې سره په جګړه کې ۵۵ زره اوکرایني سرتېري وژل شوي

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۴۸ GMT+۰

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنکسي د فرانسې ۲ ټلوېزیون سره په تازه مرکه کې ویلي، چې له روسیې سره په روانه جګړه کې ۵۵ زره اوکرایني سرتېري وژل شوي دي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د چهارشنبې په ورځ د فرانسې ۲ ټلوېزیون سره په ځانګړې مرکه کې ویلي: «له روسیې سره په جګړه کې د وژل شویو اوکرایني سرتېرو شمېر ۵۵ زره تنو ته رسېږي».

په وژل شویو سرتېرو کې تازه جذب شوي او مسلکي سرتېري هم شامل دي.

همدارنګه نوموړي ویلي، چې پر یادو رسمي شمېرو سربیره د هغو کسانو شمېر هم خورا لوړ دی، چې د جګړې په ډګر کې لادرکه شوي او برخلیک یې څرګند نه دی.

د اوکراین ولسمشر زېلېنسکي د ۲۰۲۵ کال په فبروري میاشت کې د وژل شویو سرتېرو شمېر نږدې ۴۶ زره ښودلی و.

زېلېنسکي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې لا هم د اوکراین او روسیې ترمنځ جګړه دوام لري او دواړه لوري یو بل ته د درنو تلفاتو اړولو ادعاوې کوي.