د راپور له مخې؛ له ایران او پاکستان نه د کډوالو اېستل او د نړۍوالو مرستو کمېدل د دې لامل شوي، چې مېلیونونه کسان د خوړو او سرپناه له کمښت سره مخ شي.
د بشري حقونو د څار ادارې په دغه راپور کې د ښځو او نجونو د حقونو وضعیت، بدني سزاوې، د جنسي او جنسیتي هویت لرونکو کسانو حالت، پر رسنیو او مدني ټولنې بریدونه، د لږکیو وضعیت، اقتصادي او بشري ناورین او دارنګه د عدالت او حساب ورکولو بهیر څېړل شوی دی.
د ښځو او نجونو وضعیت
د یاد سازمان په راپور کې راغلي، چې طالبانو په ۲۰۲۵کال کې د نجونو د زدهکړو د بندیز پر دوام د ښځو د بیان پر ازادۍ نور محدودیتونه هم لګولي دي. د راپور له مخې؛ د طالبانو د امر بالمعروف اداره ان په عامه ځایونو کې د قران د تلاوت پرمهال د ښځو پر غږ بندیز لګولی دی.
راپور زیاتوي، چې طالبانو د جامو او چلند په اړه سخت قوانین وضع کړي او د عامه ځایونو د څار لپاره یې ځانګړې کمېټې جوړې کړې دي.
بدني سزاوې او د خلکو ورکېدل
د بشري حقونو څار سازمان لیکلي، چې طالبانو په تېر کال کې شاوخوا څلور سړي په نیمروز، بادغیس او فراه ولایتونو کې اعدام کړي دي. دغه سازمان د یوناما د راپور پر بنسټ ویلي، چې په همدې موده کې د ۸۳ ښځو په ګډون ۴۱۴ کسان په عام محضر کې په دُرو وهل شوي دي.
په راپور کې همدارنګه د پخوانیو دولتي چارواکو او د امنیتي ځواکونو د پخوانیو غړو د ۳۱ قضیو خپلسرې نیونې، بند، شکنجې او ناوړه چلند ادعاوې هم یادې شوې دي.
جنسي تمایل او جنسیتي هویت
د بشري حقونو د څار بنسټ د راپور له مخې؛ په ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې د «اېلجيبيټي» ډلې کسان له منظم او سیستماتیکي ځورونې سره مخ وو او طالبانو دغه کسان د نیونو او ناوړه استفادې هدف ګرځولي دي.
پر رسنیو، مدني ټولنې او لږکیو بریدونه
د راپور له مخې؛ طالبانو په ۲۰۲۵کال کې د رسنیو محدودول دوامداره ساتلي او خبریالان او نیوکه کوونکي یې په خپلسري ډول نیولي دي. دغه بنسټ د سیاسي خپرونو د بندیز او د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د راپور ورکولو بندیز یادونه هم کړې ده.
د بشري حقونو د څار بنسټ په وینا؛ مدني فعالان، پوهان، لیکوالان او هنرمندان د طالبانو تر فشار لاندې وو او د نیونې او ناوړه چلند له جدي ګواښ سره مخ دي. په راپور کې د خپلسرې نیونې څو پېښې هم ثبت شوې دي.
راپور زیاتوي، طالبانو د فزیکي زور او د مرګ د ګواښ په کارولو سره په بدخشان کې د اسماعیليه ټولنې شاوخوا ۵۰ غړي اړ اېستي چې خپل مذهب سني اسلام ته واړوي او پر هزارهګانو او نورو لږکیو فشارونه لا هم روان دي.
اقتصادي او بشري ناورین
په راپور کې راغلي، چې په ۲۰۲۵کال کې د افغانستان اقتصادي او بشري ناورین د بهرنیو مرستو د چټک کمښت، د طالبانو د محدودیتونو او له ایران او پاکستان نه د کډوالو د پراخه جبري اېستلو وروسته زیات شوی.
د راپور له مخې؛ تېر کال له ۲۲ مېلیونه ډېر خلک د خوړو له کمښت سره مخ وو، له ۴۰۰ څخه ډېر روغتیایی مرکزونه د تمویل د نشتوالي له امله تړل شوي وو، په مېلیونونه خلک د خوارځواکۍ سره مخ او بېړنيو بشري مرستو ته یې اړتیا درلوده.
د کډوالو ستنېدل
راپور د کډوالو په برخه کې ټینګار کوي، چې په ۲۰۲۵کال کې له ایران او پاکستان نه له دوه مېلیونو ډېر افغانان په جبري توګه اېستل شوي دي. د بشري حقونو د څار بنسټ په وینا؛ ډېری هغه کسان چې بېرته ستانه شوي له نیونې، شکنجې او ناوړه چلند له ګواښ سره مخ شوي دي.
یاد بنسټ ویلي، چې په امریکا، برېتانیا، جرمني، کاناډا او نورو هېوادونو کې د بیا مېشتېدو پروګرامونو درېدو زرګونه افغان پناهغوښتونکي په ناڅرګند، ناامن او بېبرخلیکه حالت کې پرېښي دي.
پر ملکي وګړو بریدونه
د بشري حقونو څار بنسټ د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتو ته اشاره کړې او ویلي یې دي، چې دغه نښتو او د پاکستان هوايي بریدونه په تېر کال کې د افغانستان په ختیځ کې د ماشومانو په ګډون ملکي وګړي وژلي او ټپیان کړي دي.
د راپور له مخې؛ د داعش ډلې هم د ملکي وګړو پر وړاندې د څو خونړیو بریدونو مسوولیت منلی، چې له هغو څخه یو د کندوز ولایت پر بانک ځانمرګی برید و.
په افغانستان کې عدالت او حساب ورکونه
د بشري حقونو څار بنسټ ویلي، چې په ۲۰۲۵کال کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د افغانستان لپاره د حساب ورکولو یو خپلواک نړۍوال مېکانېزم جوړ کړ او همدارنګه نړۍوالې جزایي محکمې د بشریت پر وړاندې د جنایتونو په تور د طالبانو د لوړو مشرانو د نیولو حکمونه صادر کړل.
د راپور له مخې؛ د یوناما ماموریت په تېر کال کې وغځول شو، په برېتانیا او ځینو نورو هېوادونو کې د پوځي ځواکونو د جنایتونو په اړه عدلي څېړنې روانې پاتې شوې او په نړۍوالو قضایي بنسټونو کې د افغان ښځو پر وړاندې د سیستماتیک تبعیض د څار لپاره نړۍوالې هڅې پراخې شوې دي.