د دغه راپور لهمخې چې د چهارشنبې په ورځ خپور شوی، د امریکا د مرستو بندېدل په ټول افغانستان کې د سلګونو روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو لامل شوي او د میلیونونو ښځو او ماشومانو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی دی.
متحده ایالاتو له افغانستان څخه تر وتلو وروسته هم بشري مرستو ته دوام ورکړی و او په نږدې تېرو څلورو کلونو کې یې شاوخوا ۳.۸ میلیارده ډالره مرسته کړې وه، خو د ډونالډ ټرمپ له بیا واک ته رسېدو سره دا مرستې په بشپړه توګه ودرول شوې.
د ژغورنې د نړۍوالې کمېټې د افغانستان د دفتر پخوانۍ مشرې شیرین ابراهیم نیویارک ټایمز ته ویلي: «د امریکا د مرستو بندېدو وضعیت لا خراب کړی دی. هېڅ بل مرستندوی میدان ته نه دی راوتلی او هېڅوک به هم په هماغه کچه مرسته ونهکړي.»
د روغتیايي مرکزونو تړل کېدل
د دغه راپور پر بنسټ، د مرستو د کمېدو له امله په افغانستان کې نږدې ۴۵۰ روغتیایي مرکزونه تړل شوي دي. د دغو مرکزونو بندېدو د ښځو او ماشومانو د مړینې کچه لوړه کړې ده. نرسان وايي، د هغو ښځو شمېر زیات شوی چې د اوږدو لارو وهلو له امله له سختې وینې بهېدنې سره مخ کېږي او یا ان روغتیایي مرکز ته له رسېدو وړاندې د لارې په اوږدو او یا هم په ټکسي کې ماشوم زېږوي.
په همدې وخت کې، د مرستو له کمېدو سره سم روغتیايي او حفظالصحې اړتیاوې ډېرې شوې دي. تېر کال له ایران او پاکستان څخه له ۲.۸ میلیونو ډېر افغان کډوال شړل شوي او یا په زور بېرته ستانه کړل شوي دي. سربېره پر دې، طبیعي پېښو لکه د ختیځ افغانستان وژونکې زلزلې، بشري ناورین لا پسې ژور کړی دی. د راپور لهمخې، طالبان د نړۍوالو مرستو د پرې کېدو د جبران لپاره لازم توان او سرچینې نهلري.
نعمتالله الفت چې په کندهار کې د طالبانو له چارواکو څخه دی، وایي: «موږ یوازې نغدې پیسې ورکولی شو. د خوړو، جامو او هغو نورو مرستو برابرول چې نادولتي بنسټونو ورکول، زموږ له وسه وتلي دي. وضعیت به ډېر سخت شي».
افغانستان د مرستو له نوملړ څخه بهر
ډونالډ ټرمپ ځینو کړکېچځپلو هېوادونو ته مرستې بېرته پیل کړې دي، خو افغانستان پهکې نه دی شامل. د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې د نوې پرېکړې لهمخې، د دې هېواد د وګړو له مالیې څخه باید یو ډالر هم داسې ونه لګېږي چې ګټه یې طالبانو ته ورسېږي.
نیویارک ټایمز زیاتوي، چې لېرې پروت دایکنډي ولایت له هغو سیمو څخه دی چې د مرستو د بندېدو له امله یې تر ټولو ډېر زیان لیدلی او ګڼ روغتیايي مرکزونه یې لهمنځه تللي دي.
درې میاشتنۍ ذکیه له زېږون راهیسې په پرلهپسې کانګو اخته ده او روغتیايي حالت یې مخ په خرابېدو دی. د هغې مور شریفه خاورې چې د دایکنډي اوسېدونکې ده وایي، اوونۍ اوونۍ یې انتظار اېسته، ترڅو مېړه یې چې د ډبرو سکرو په یوه کان کې کار کوي، تر نږدې روغتیایي مرکز پورې د تګ کرایه پیدا کړي، خو د هغه عاید په سختۍ د کورنۍ د خوړو لګښت پوره کوي.
۳۲ کلنه نرسه بېنظیر محمدي چې په دایکنډي کې د یوه نادولتي بنسټ په کلینیک کې کار کوي وایي، د امریکا د مرستو له بندېدو وروسته یې درې میاشتې بېمعاشه کار کړی او کلینیک اړ شوی چې د تغذیې متخصصه له دندې ګوښه کړي. نوموړې ټینګار کوي: «سیمهییز روغتیايي مرکزونه یو مطلق ضرورت دی؛ ځکه کله چې د زېږون وخت راورسېږي، انتظار نه کېږي».
خوارځواکي؛ د اندېښنې تر کچې لوړېدل
د نیویارک ټایمز د راپور لهمخې، د امریکا د مرستو تر بندېدو او د نړۍوالو مرستو تر کمېدو وروسته، په افغانستان کې د خوړو ناامنۍ په بېساري ډول لوړه شوې ده. دا مهال له ۱۷ میلیونو ډېر افغانان چې د هېواد د نفوس شاوخوا ۴۰ سلنه جوړوي، له شدیدې لوږې سره لاس او ګرېوان دي. دا شمېر د تېر کال پرتله دوه میلیونه ډېر شوی دی.
خوارځواکي اوس ښارونو ته هم غځېدلې او تر ټولو زیات ماشومان، ناروغان او زاړه کسان تر اغېز لاندې نیسي.
د نړۍوالې پراختیا مرکز اټکل کړی، چې افغانستان به تر ۲۰۲۶ کال پورې د مرستو د کمښت له امله د خپل ملي عاید پنځه سلنه له لاسه ورکړي. څېړونکي خبرداری ورکوي، چې د دې کړکېچ پایلې به د ماشومانو لپاره اوږدمهاله او نه جبرانېدونکې وي.
د سویډن د لوند پوهنتون څېړونکی محمد مصطفی راحل وایي، چې د مرستو کمښت به «په راتلونکو ۲۰ تر ۳۰ کلونو پورې خپل اغېز وساتي؛ وروسته بیا د مرستو په بیا پیلولو سره دا زیان نهشي جبران کېدای».
د طبیعي پېښو تر سیوري لاندې ناورین
د مرستو کمېدو د طبیعي پېښو له امله د زیانمنو خلکو د لاسنیوي بهیر هم سخت اغېزمن کړی دی. له هغې زلزلې میاشتې تېرې شوې دي، چې د ختیځ افغانستان کې یې له ۲ زره او ۲۰۰ ډېر کسان ووژل، خو لا هم ګڼې کورنۍ په هغو خېمو کې ژوند کوي چې د ژمي د سړې هوا پر وړاندې مقاومت نه لري.
په همدې حال کې، مرستندویه بنسټونه له ډېرې دوښمنانه فضا سره مخ دي. د سیګار د راپور لهمخې، طالبانو افغان ښځې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې له کار کولو منع کړې دي، چې دې بندیز د ښځو او ماشومانو بشري مرستو ته لاسرسی ګډوډ کړی دی.
د مرستندویه بنسټونو کارکوونکي وایي، د مرستو کمېدو د افغانستان د خلکو د واقعي اړتیاوو د ارزونې وړتیا هم کمزورې کړې ده.
احمدشاه ارشاد چې د پاکستان پولې ته نږدې په یوه ټرانزیتي مرکز کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د دفتر مسوول دی، وایي: «په هماغه وخت کې چې د کډوالو راستنېدل او اړتیاوې زیاتې شوې، مرستې ودرول شوې. موږ نه پوهېږو چې ۲۰۲۶ کال به افغانستان ته څه له ځان سره راوړي».