د پاکستان پخوانی استازی: طالبان افغانستان د تباهۍ کندې ته ټېل وهي

د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی اصف دُرانی وايي، طالبان د غېرمسوولانه پرېکړو او تګلارو له لارې افغانستان د تباهۍ او ناورين کندې ته برابروي.

د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی اصف دُرانی وايي، طالبان د غېرمسوولانه پرېکړو او تګلارو له لارې افغانستان د تباهۍ او ناورين کندې ته برابروي.
نوموړي د نيويارک ټایمز د هغه ټکان ورکوونکي راپور په غبرګون کې چې په افغانستان کې د بېساري لوږې او د روغتيايي مرکزونو د تړل کېدو په اړه خپور شوی، ويلي چې طالبانو دا هېواد د «بشپړ بشري ناورين» لمنې ته ورغورځولی دی.
اصف دُراني د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۵مه) پر اېکسپاڼه لیکلي: «د نيويارک ټایمز نننی مايوسونکی راپور ښيي چې افغانستان لا ډېر د سخت اقتصادي او بشري بحران پر لور روان دی. د امريکا د مرستو له بندېدو او د حياتي شريانونو له پرې کېدو سره اوس میليونونه خلک له لوږې، زياتېدونکې بېوزلۍ او د اساسي خدمتونو د نظام له ړنګېدو سره مخ دي».
د پاکستان پخواني استازي ټينګار کړی، چې اوسنی حالت يوازې بېثباتي نه، بلکې «يو بشپړ ناورين» دی چې د طالبانو د غېرمسوولانه سياستونو له امله لا پسې سخت شوی دی. دغه پاکستاني ډېپلوماټ زياته کړه، چې طالبان د اقتصادي اصلاحاتو او د وګړو له لومړنيو حقونو سترګې پټوي. د هغه په وينا، همدا تګلارې افغانستان د لا ژور ناورین پر لور بيايي.
که څه هم طالبان ډېری وخت د هغه بشري ناورین په اړه له څرګندونو ډډه کوي چې ملګرو ملتونو پرې وار په وار خبرداری ورکړی، خو په کندهار کې د طالبانو يوه چارواکي نيويارک ټایمز ته منلې چې د طالبانو اداره د مرستندويه بنسټونو تشه نهشي ډکولی.
نوموړي ويلي: «د خوړو، جامو او نورو مرستو برابرول چې نادولتي بنسټونو به ورکولې، زموږ له وسه بهر دي. راتلونکی وضعيت به ډېر ستونزمن وي».


د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، چې په سیمه کې د روان کړکېچ د هوارولو او د ایران او امریکا ترمنځ د احتمالي جګړې د مخنیوي لپاره یې له ایران سره په بشپړه توګه د ورورګلوۍ رول ادا کړی دی.
د پاکستان لومړي وزیر د چهارشنبې په ورځ د کابینې غونډې ته د وینا پرمهال ویلي، چې د نوموړي په ګډون د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د پوځ مشر په سیمه کې د کړکېچ د هوارۍ لپاره د ایران له مشرتابه سره په بېلابېلو کچو لیدنې او ټلیفوني خبرې کړې دي.
نوموړي زیاته کړې: «موږ په سیمه کې د ګواښونو په کمولو کې د مرستې لپاره د یو ورور په توګه هر ګام پورته کړی دی. په دې هڅو کې پاکستان یوازې نه دی، بلکې د قطر، ترکیې، مصر، عمان او سعودي عربستان په څېر مهم اسلامي هېوادونه هم شریک دي».
د پاکستان لومړي وزیر هیله څرګنده کړې، چې د دغو ګډو هڅو په پایله کې به د خبرو اترو داسې یوه لار وموندل شي، چې سیمه له اوسني ګواښونکي حالت څخه وژغوري.

د نړۍوالو مرستو پراخې بندېدو افغانستان د تېرو ۲۵ کلونو له تر ټولو ژور بشري ناورین سره مخ کړی دی. نیویارک ټایمز په خپل یوه راپور کې لیکلي، چې د مرستو ناڅاپي او «بېرحمانه» بندېدو میلیونونه افغان ماشومان له سختې لوږې او د مرګ له جدي ګواښ سره مخ کړي دي.
د دغه راپور لهمخې چې د چهارشنبې په ورځ خپور شوی، د امریکا د مرستو بندېدل په ټول افغانستان کې د سلګونو روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو لامل شوي او د میلیونونو ښځو او ماشومانو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی دی.
متحده ایالاتو له افغانستان څخه تر وتلو وروسته هم بشري مرستو ته دوام ورکړی و او په نږدې تېرو څلورو کلونو کې یې شاوخوا ۳.۸ میلیارده ډالره مرسته کړې وه، خو د ډونالډ ټرمپ له بیا واک ته رسېدو سره دا مرستې په بشپړه توګه ودرول شوې.
د ژغورنې د نړۍوالې کمېټې د افغانستان د دفتر پخوانۍ مشرې شیرین ابراهیم نیویارک ټایمز ته ویلي: «د امریکا د مرستو بندېدو وضعیت لا خراب کړی دی. هېڅ بل مرستندوی میدان ته نه دی راوتلی او هېڅوک به هم په هماغه کچه مرسته ونهکړي.»
د دغه راپور پر بنسټ، د مرستو د کمېدو له امله په افغانستان کې نږدې ۴۵۰ روغتیایي مرکزونه تړل شوي دي. د دغو مرکزونو بندېدو د ښځو او ماشومانو د مړینې کچه لوړه کړې ده. نرسان وايي، د هغو ښځو شمېر زیات شوی چې د اوږدو لارو وهلو له امله له سختې وینې بهېدنې سره مخ کېږي او یا ان روغتیایي مرکز ته له رسېدو وړاندې د لارې په اوږدو او یا هم په ټکسي کې ماشوم زېږوي.
په همدې وخت کې، د مرستو له کمېدو سره سم روغتیايي او حفظالصحې اړتیاوې ډېرې شوې دي. تېر کال له ایران او پاکستان څخه له ۲.۸ میلیونو ډېر افغان کډوال شړل شوي او یا په زور بېرته ستانه کړل شوي دي. سربېره پر دې، طبیعي پېښو لکه د ختیځ افغانستان وژونکې زلزلې، بشري ناورین لا پسې ژور کړی دی. د راپور لهمخې، طالبان د نړۍوالو مرستو د پرې کېدو د جبران لپاره لازم توان او سرچینې نهلري.
نعمتالله الفت چې په کندهار کې د طالبانو له چارواکو څخه دی، وایي: «موږ یوازې نغدې پیسې ورکولی شو. د خوړو، جامو او هغو نورو مرستو برابرول چې نادولتي بنسټونو ورکول، زموږ له وسه وتلي دي. وضعیت به ډېر سخت شي».
ډونالډ ټرمپ ځینو کړکېچځپلو هېوادونو ته مرستې بېرته پیل کړې دي، خو افغانستان پهکې نه دی شامل. د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې د نوې پرېکړې لهمخې، د دې هېواد د وګړو له مالیې څخه باید یو ډالر هم داسې ونه لګېږي چې ګټه یې طالبانو ته ورسېږي.
نیویارک ټایمز زیاتوي، چې لېرې پروت دایکنډي ولایت له هغو سیمو څخه دی چې د مرستو د بندېدو له امله یې تر ټولو ډېر زیان لیدلی او ګڼ روغتیايي مرکزونه یې لهمنځه تللي دي.
درې میاشتنۍ ذکیه له زېږون راهیسې په پرلهپسې کانګو اخته ده او روغتیايي حالت یې مخ په خرابېدو دی. د هغې مور شریفه خاورې چې د دایکنډي اوسېدونکې ده وایي، اوونۍ اوونۍ یې انتظار اېسته، ترڅو مېړه یې چې د ډبرو سکرو په یوه کان کې کار کوي، تر نږدې روغتیایي مرکز پورې د تګ کرایه پیدا کړي، خو د هغه عاید په سختۍ د کورنۍ د خوړو لګښت پوره کوي.
۳۲ کلنه نرسه بېنظیر محمدي چې په دایکنډي کې د یوه نادولتي بنسټ په کلینیک کې کار کوي وایي، د امریکا د مرستو له بندېدو وروسته یې درې میاشتې بېمعاشه کار کړی او کلینیک اړ شوی چې د تغذیې متخصصه له دندې ګوښه کړي. نوموړې ټینګار کوي: «سیمهییز روغتیايي مرکزونه یو مطلق ضرورت دی؛ ځکه کله چې د زېږون وخت راورسېږي، انتظار نه کېږي».
د نیویارک ټایمز د راپور لهمخې، د امریکا د مرستو تر بندېدو او د نړۍوالو مرستو تر کمېدو وروسته، په افغانستان کې د خوړو ناامنۍ په بېساري ډول لوړه شوې ده. دا مهال له ۱۷ میلیونو ډېر افغانان چې د هېواد د نفوس شاوخوا ۴۰ سلنه جوړوي، له شدیدې لوږې سره لاس او ګرېوان دي. دا شمېر د تېر کال پرتله دوه میلیونه ډېر شوی دی.
خوارځواکي اوس ښارونو ته هم غځېدلې او تر ټولو زیات ماشومان، ناروغان او زاړه کسان تر اغېز لاندې نیسي.
د نړۍوالې پراختیا مرکز اټکل کړی، چې افغانستان به تر ۲۰۲۶ کال پورې د مرستو د کمښت له امله د خپل ملي عاید پنځه سلنه له لاسه ورکړي. څېړونکي خبرداری ورکوي، چې د دې کړکېچ پایلې به د ماشومانو لپاره اوږدمهاله او نه جبرانېدونکې وي.
د سویډن د لوند پوهنتون څېړونکی محمد مصطفی راحل وایي، چې د مرستو کمښت به «په راتلونکو ۲۰ تر ۳۰ کلونو پورې خپل اغېز وساتي؛ وروسته بیا د مرستو په بیا پیلولو سره دا زیان نهشي جبران کېدای».
د مرستو کمېدو د طبیعي پېښو له امله د زیانمنو خلکو د لاسنیوي بهیر هم سخت اغېزمن کړی دی. له هغې زلزلې میاشتې تېرې شوې دي، چې د ختیځ افغانستان کې یې له ۲ زره او ۲۰۰ ډېر کسان ووژل، خو لا هم ګڼې کورنۍ په هغو خېمو کې ژوند کوي چې د ژمي د سړې هوا پر وړاندې مقاومت نه لري.
په همدې حال کې، مرستندویه بنسټونه له ډېرې دوښمنانه فضا سره مخ دي. د سیګار د راپور لهمخې، طالبانو افغان ښځې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې له کار کولو منع کړې دي، چې دې بندیز د ښځو او ماشومانو بشري مرستو ته لاسرسی ګډوډ کړی دی.
د مرستندویه بنسټونو کارکوونکي وایي، د مرستو کمېدو د افغانستان د خلکو د واقعي اړتیاوو د ارزونې وړتیا هم کمزورې کړې ده.
احمدشاه ارشاد چې د پاکستان پولې ته نږدې په یوه ټرانزیتي مرکز کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د دفتر مسوول دی، وایي: «په هماغه وخت کې چې د کډوالو راستنېدل او اړتیاوې زیاتې شوې، مرستې ودرول شوې. موږ نه پوهېږو چې ۲۰۲۶ کال به افغانستان ته څه له ځان سره راوړي».

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي عاصم افتخار احمد د امنیت شورا په غونده کې ویلي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ټيټيپي او بلوڅ ازادۍ پوځ په څېر ترهګرې ډلې بېرته فعالې شوې دي.
نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي، چې یادې ډلې د افغانستان په خاوره کې په ازاده توګه فعالیت کوي او په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو مسوولې دي.
د پاکستان استازي ټینګار کړی، چې هېواد یې د ترهګرۍ ضد مبارزې په لومړۍ کرښه کې ولاړ دی او په دې لاره کې یې تر ۹۰ زره ډېر قربانیان ورکړي او له سترو اقتصادي زیانونو سره مخ شوی دی.
همدارنګه عاصم افتخار احمد په بلوچستان کې وروستیو بریدونو ته په اشارې سره ویلي، چې په یادو بریدونو کې د پځو ښځو او درېیو ماشومانو په ګډون ۴۸ ملکي وګړي وژل شوي او همدارنګه د پاکستان امنیتي ځواکونو بیا د بلوڅ بېلتونپال پورې اړوند ۱۴۵ وسلهوال وژلي دي.
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي زیاته کړې، چې هېواد یې د ترهګرو ډلو د لهمنځه وړلو، د هغوی د ملاتړو او همکارانو افشا کولو ته هوډمن دی.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تل په افغانستان کې د پاکستان ضد مخالفو وسلهوالو ډلو شتون رد کړی او په پاکستان کې امنیتي کړکېچ یې د یاد هېواد د داخلي ستونزو پایله بللې ده.

طالبان وايي، په کندهار کې یې پر ۱۲۰۰ راستنو شویو کډوالو کورنیو باندې غنم او نغدې پیسې او پر ۱۶۰۰ کورنیو یې بیا ژمني توکي وېشلي دي.
په کندهار کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر په دوو بېلابېلو خبرپاڼو کې ویلي، چې پر نږدې درې زره کورنیو باندې یې غنم، نغدې پیسې او ژمني توکي وېشلي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه پر ۱۲۰۰ راستنو شویو کډوالو کورنیو هغه غنم ووېشل شول، چې تېر کال د وچکالۍ، طبیعي پېښو او قحطۍ په څېر بېړنیو حالاتو ته د چمتووالي په موخه پېرل شوي وو.
طالبانو ویلي، چې هرې کورنې باندې یې ۲۵۰ کیلوګرامه غنم او پنځه زره افغانۍ نغدې پیسې وېشلي دي.
همدارنګه په کندهار کې سیمهییزو طالب چارواکو ویلي، چې د یاد ولایت په معروف، ارغستان، لوړ شاهولیکوټ، ښکته شاهولیکوټ، خاکریز، ښورابک، رېګستان او میانشین ولسوالیو کې یې پر ۱۶۰۰ اړمنو او تازه راستنو شویو کډوالو کورنیو باندې ژمني توکي وېشلي دي.
سره له دې چې طالبان نږدې هره ورځ په ځینو ولایتونو کې له اړمنو او تازه راستنو شویو کډوالو کورنیو سره د مرستو وېش اعلانوي، خو اړمن کسان وايي چې یادې مرستې ورته بسنه نه کوي.

امریکایي څارنوالان وایي، دوی د رحمانالله لکڼوال پر وړاندې د اعدام سزا وغواړي. لکڼوال چې یو افغان وګړی دی، د امریکا د ملي ګارډ پر سرتېرو د ډزو او وژنې په تور تورن شوی دی. نوموړي د چهارشنبې په ورځ په فدرالي محکمه کې د لومړنۍ حاضرۍ پر مهال ځان بېګناه وباله.
تر دې وړاندې، لکڼوال په روغتون کې د بستر پر مهال په مجازي بڼه د محکمې په غونډه کې ګډون کړی و. د نوموړي د قضیې بله اورېدنه به د مې میاشتې په لومړیو کې ترسره شي. سياېناېن خبري شبکې د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۵مه) راپور ورکړ، چې څارنوالان د نورو تورونو د څېړلو په حال کې دي چې د ثابتېدو په صورت کې ښايي د اعدام سزا ولري.
د محکمې د اسنادونو پر بنسټ، رحمانالله لکڼوال د تېر کال د نومبر په وروستیو کې د امریکا پلازمېنې واشنګټن ته سفر کړی و او هلته یې په یوه کمین کې د ملي ګارډ پر دوو افسرانو ډزې کړې وې. څېړنې ښيي، چې په دغه برید کې کارول شوې وسله غلا شوې وه.
لکڼوال په محکمه کې ادعا کړې، چې د اوبر او لیفټ د موټرچلونکي په توګه د خپل کار پر مهال یې د ځان ساتنې لپاره وسله کاروله. خو د پلټنو چارواکو ویلي، چې د برید پر مهال هغه بېکاره و او نږدې دوه میاشتې وړاندې د اوبر شرکت لهخوا د کار اجازه ترې لغوه شوې وه.
رحمانالله لکڼوال چې د افغان پوځ پخوانی سرتېری دی، د چهارشنبې په ورځ د لیندۍ په ۵مه سپینې ماڼۍ ته نږدې د ملي ګارډ پر ځواکونو ډزې وکړې. په دغه برید کې دوه سرتېري ټپیان شول چې له ډلې یې یوې سارا بکستروم په روغتون کې ساه ورکړه.
د چارواکو په وینا، مېرمن بکستروم له شا څخه په مرمرۍ لګېدلې وه او لکڼوال هغه مهال په ډزو وویشتل شو، چې غوښتل یې خپله وسله بیا ځلې د ډزو لپاره چمتو کړي.
د پېښې پر مهال، د لوېدیځ ویرجینیا ایالت د ملي ګارډ یوه افسر پر لکڼوال ډزې وکړې او وروسته یې د امریکا د پټ خدمت (سیکرټ سروس) له یوه افسر سره یو ځای هغه بېوسلې کړ. د راپورونو لهمخې، لکڼوال د ۲۰ کلنې سارا بکستروم او ۲۴ کلن اندرو ولف پر لور د ډزو پر مهال د «اللهاکبر» شعار ورکاوه. خو د دې برید کره انګېزه تر اوسه د چارواکو لهخوا په رسمي ډول نه ده اعلان شوې.
اسوشېټېډ پرېس په یوه ځانګړي راپور کې لیکلي، چې د ځینو برېښنالیکونو له ترلاسه کولو وروسته څرګنده شوې، چې رحمانالله لکڼوال له کلونو راهیسې له سختو رواني ستونزو، بېکارۍ او اوږدمهاله ټولنیز انزوا سره مخ و.