• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران د استخباراتو وزیر: هغه هېوادونه به د دې کار بیه پرې کړي چې سپاه ترهګره ډله بولي

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۰۰:۰۰ GMT+۰

د ایران د استخباراتو وزیر اسماعیل خطیب وايي، «سپاه پاسداران په نړۍ کې د ترهګرۍ ضد تر ټولو ستره او ځواکمنه مبارزه کوونکې اداره ده».

نوموړي ټينګار وکړ، هغه هېوادونه چې د ايران د اسلامي نظام پر ضد داسې ګامونه اخلي او سپاه پاسداران ترهګره ډله اعلانوي، بايد د خپلو کړنو ځواب ورکړي او د دې پرېکړې بيه به خامخا پرې کړي. د استخباراتو وزير زياته کړه: «د اسلامي انقلاب زاړه او کينه‌لرونکي دوښمنان چې سپاه پاسداران يې ترهګر بللی، په خپله د ترهګرو پناه‌ځايونه دي او له ترهګرۍ ملاتړ کوي».

هغه وويل، سپاه پاسداران د سيمې او نړۍ په کچه د ترهګرۍ پر وړاندې مهم او اغېزمن رول لوبولی او د امنيت د ټينګښت لپاره يې پراخې قربانۍ ورکړې دي.

ترویج لرونکی

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی
۱

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی

۲

تښتونه که کورنی تاوتریخوالی؛ د شاپور حسنزوی د کورنۍ د تري تم کېدو تر شا څه کیسه ده؟

۳

طالبانو پر کونړ سیند د برېښنا بند لپاره د پنځو سیمو د سروې بشپړولو خبر ور کړی

۴

ندا محمد ندیم د تحصیلي ادارو پر اصلاح او پرمختګ ټینګار کړی

۵

طالبانو د اسلام‌اباد غونډې اعلامیه رد کړه؛ غربي فرمایشونه نه منو

•
•
•

نور کیسې

اکسیوس: د سیمې د ۹ هېوادونو په فشار د ایران او امریکا د مذاکراتو پرېکړه وشوه

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۴۵ GMT+۰
100%

اکسیوس د لوړپوړو امریکایي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د عربي او مسلمانو مشرانو له پرله‌پسې فشارونو وروسته په عمان کې د ایران او امریکا ناسته بیا تنظیم شوه.

د راپور له‌مخې، د سیمې لږ تر لږه ۹ هېوادونو د دغې ناستې د نه لغوه کېدو غوښتنه وکړه او واشنګټن سره له دې چې شکمن و، "خپلو متحدینو ته یې د درناوي او د ډیپلوماټیکې لارې د دوام لپاره" ورسره موافقه وکړه.

تر دې وړاندې اکسیوس راپور ورکړ، چې د امریکا او ایران ترمنځ کېدونکي مذاکرات لغوه شوي.

ایران له امریکا څخه د مذاکراتو د ځای او د خبرو د بڼې د بدلون غوښتنه کړې وه، خو امریکا یې غوښتنه رد کړې وه.

عباس عراقچي: د جمعې په ورځ لس بجې په مسقط کې له امریکا سره مذاکرات لرو

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۱۵ GMT+۰
100%

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي، د راتلونکې جمعې په ورځ به له امریکا سره د اټومي پروګرام په تړاو خبرې اترې وکړي. هغه ویلي، له عماني دولت څخه مننه کوي، چې د دې مذاکراتو لپاره یې زمینه برابره کړې. تر دې وړاندې اکسیوس راپور ورکړ، چې د امریکا او ایران ترمنځ کېدونکي مذاکرات لغوه شوي.

ایران له امریکا څخه د مذاکراتو د ځای او د خبرو د بڼې د بدلون غوښتنه کړې وه، خو امریکا یې غوښتنه رد کړې ده.

اکسیوس د یوه جګپوړي امریکايي چارواکي له قوله لیکلي: «موږ ایران ته وویل چې یا په دې بڼه او یا هم هېڅ، خو هغوی وویل ښه سمه ده، بیا نو هېڅ».

واشګټن ویلي، چې له تهران سره د پخوانۍ هوکړې له‌مخې مذاکراتو لپاره چمتو دی.

یوه جګپوړي امریکایي چارواکي زیاته کړې: «موږ غواړو چې ژر تر ژره یوه رښتینې هوکړه وشي، که نه خلک به نورو انتخابونو ته وګوري».

په پکتیکا کې پر کلدارو د راکړې ورکړې له امله د تېلو ۳ پمپونه او ۶ هټۍ تړل شوي

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۱:۱۳ GMT+۰
100%

په پکتیکا کې پر کلدارو د راکړې ورکړی له امله د تېلو ۳ پمپونه او ۶ هټۍ وتړل شوې. د دغه ولایت لپاره د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ ریاست وايي، چې یاد پمپونه او هټۍ د دوشنبې په ورځ په یوسف‌خېل ولسوالۍ کې تړل او مهرلاک شوي دي. یادو مسوولینو زیاته کړې، چې د څارنې بهیر همداراز دوام لري.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم په پکتیکا کې د افغانیو د دودولو او د بیو د کنټرول کمېسیون خبر ورکړی و، چې د دغه ولایت په مرکز کې یې د کلدارو د راکړې ورکړې له امله ۱۸ د پټرولو پمپونه او ۵ هټۍ تړلې دي. دغه کمېسیون خبرداری ورکړی، له هغو کسانو سره به قانوني چلند وکړي چې په کلدارو راکړه ورکړه کوي.

طالبانو په ډېرو ولایتونو کې د کلدارو پر کارونې بندیز لګولی.


سراج الحق: بلوچستان کې د نا امنۍ پېښې د اندېښنې وړ او عاجل اقدامات اړین دي

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۰۳ GMT+۰
100%

د پاکستان د جماعت اسلامي پخواني مشر سراج الحق خبرداری ورکړی چې په بلوچستان کې د ترهګرۍ پېښو دوام، د عامو خلکو او امنیتي ځواکونو وژل او د امن او امان خراب وضعیت د سختې اندېښنې وړ دی.

هغه په ایکس پوسټ کې ټینګار کړی، چې وروستۍ بریدونه د خلکو په منځ کې وېره خپره کړې او د حکومت او دولتي ادارو ناکامه تګلارې د پوښتنو لاندې دي.

سراج الحق لیکلي: «د بلوچستان د خلکو ساتنه د دولت لومړنی مسولیت دی، خو بدبختانه وضعیت هره ورځ لا خرابېږي.»

نوموړي د حکومت او امنیتي ادارو له خوا د عاجلو، سنجیده او اغېزمنو اقداماتو غوښتنه کړې څو د دې خونړۍ او ګواښونکي کړکېچ سره مقابله وشي او ولس ته خوندي چاپېریال برابر شي.

طالبان وايي په پکتیا کې یې لسګونه دوربینونه او لغمان کې یې یوه ۱۲ میله وسله ترلاسه کړي

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۱۵ GMT+۰
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د پکتیا پر لویه لاره یې د پلټونو پر مهال یو کس له ۴۴ دوربینونو سره نیولی دی. طالبانو ویلي، چې نیول شوي کس غوښتل یاد دوربینونه له خوست څخه لوګر ولایت ته قاچاق کړي.

د طالبانو د کونیو چارو وزارت د شنبې په ورځ (د سلواغې ۱۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې نیول شوی کس په پکتیا کې د طالبانو د پولیسو له څېړنو وروسته په یاد ولایت کې له ترهګرۍ سره د مبارزې مدیریت ته سپارل شوی دی.

له دې سره سم، طالبانو ویلي، چې د لغمان په قرغه‌یو ولسوالۍ کې یې د کشفي عملیاتو پر مهال یوه بي‌اېم۱۲ (BM-12) وسله هم ترلاسه کړې ده.

طالبانو په دې اړه چې د یادې وسلې په تور یې څوک نیولي او که نه، څه نه‌دي ویلي.