د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۶۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

په کندوز کې د طالبانو تر واک لاندې د بدني روزنې او ورزش ریاست خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۶۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې. د یادو سیاليو موخه د دغه دودیز ورزش وده یاده شوې ده.
د میدان د قانون له مخې دادالله پهلوان اخرلاق تر ټاکلې دایرې ورساوه او د دغه سیالیو ګټونکی شو. وزلوبه چې د افغانستان له لرغونو دودیزو لوبو څخه ده، شاوخوا شپږ کاله وړاندې د افغانستان د ملي المپیک کمېټې لهخوا د یوې ملي لوبې په توګه رسماُ ثبت شوه چې له دې سره د وزلوبې فدراسیون هم رامنځته شو.
