دا مراسم د پاکستان د لومړي وزیر په دفتر کې ترسره شول، چې پهکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۲۹ ډوله همکاریو تړونونو او تفاهملیکونو اړوند اسناد په بېلابېلو برخو کې سره تبادله شول.
په دې مراسمو کې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو همکاریو د پیاوړتیا لپاره یو تفاهملیک لاسلیک شو. همداراز، د پاکستان او ازبکستان ترمنځ د ترجیحي سوداګرۍ د تړون په چوکاټ کې د توکو د نوملړ د پراخولو اړوند یو پروتوکول هم تبادله شو.
د پاکستانۍ جیونیوز ټلوېزیوني شبکې راپور وایي، دواړو لوریو د یو سیمهییز فورم پر جوړولو هوکړه وکړه او د دفاعي همکاریو د عملي پلان اړوند اسناد یې وروستي کړل. سربېره پر دې، د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې او د طبیعي پېښو د مدیریت، د خوړو د خوندیتوب او د کرنیزو څېړنو په برخه کې د همکاریو تفاهملیکونه هم لاسلیک شول.
پاکستان او ازبکستان د نشهیي توکو د قاچاق پروړاندې د مبارزې لپاره هم یو تړون لاسلیک کړ. همدارنګه، د نباتاتو د ساتنې په برخه کې د همکاریو یو پروتوکول، د سپورټ په برخه کې د تفاهم یادښت او د کانونو او ځمکپوهنې (جیولوجي) په برخو کې د همکاریو اسناد د دواړو هېوادونو ترمنځ تبادله شول.
ورپسې، د محکومو بندیانو د تبادلې په اړه یو تړون، د معلوماتي ټېکنالوژۍ په برخه کې د همکاریو تفاهملیک او همداراز د ساینس، زدهکړو، ساتنې او د فرهنګي میراث د څېړنو په برخه کې د همکاریو تړونونه هم لاسلیک شوي دي.
دواړو هېوادونو همدارنګه د وړو او منځنیو کاروبارونو د پراختیا، د سمندري چارو او د سوداګرۍ د اسانتیا، د درمل جوړونې صنعت، د ټوکر (نساجۍ) صنعت او د فرهنګي همکاریو د پراخولو په موخه د همکاریو اسناد هم سره تبادله کړل.
د نږدې دوهاړخیزو اړیکو د درناوي په موخه د پاکستان حکومت اعلان وکړ، چې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف ته به افتخاري دوکتورا ورکړي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په دې مراسمو کې د وینا پر مهال وویل: «موږ د ازبکستان د ولسمشر او د هغه د مل پلاوي له پاکستان څخه د سفر هرکلی کوو او پرې ډېر خوښ یو».
شهباز شریف ټینګار وکړ، چې د ازبکستان د ولسمشر رول د دواړو هېوادونو د اړیکو په ټینګښت کې ډېر ارزښتناک دی او زیاته یې کړه: «د وخت په تېرېدو سره د پاکستان او ازبکستان اړیکې لا پیاوړې شوې دي. تاریخي واقعیتونه زموږ د نږدې اړیکو څرګندونه کوي او د دواړو هېوادونو لپاره د یوه روښانه راتلونکي زېری ورکوي».
هممهاله، طالبانو له اسلاماباد سره خپلې اړیکې خړې کړي؛ خو بیا یې له ازبکستان سره اړیکې ډېرې کړي او سوداګري یې هم ورسره د پام وړ زیاته شوې ده. افغانستان د منځنۍ اسیا سره د پاکستان او د هند سوداګرۍ اصلي مسیر ګڼل کېږي.