د حکمتیار زوی: امریکا اندېښنه لرله چې پلار به مې په سیمه کې پر "بل خمیني" بدل شي
د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار زوی حبیبالرحمان حکمتیار وايي، د پخواني شوروي پر وړاندې د افغانستان د جهاد پر مهال امریکايي چارواکي اندېښمن وو، چې د مجاهدینو د بریا په صورت کې به سیاسي واک حزب اسلامي ته ورسېږي او ګلبدین حکمتیار به په سیمه کې پر یوه "بل خمیني" بدل شي.
نوموړي د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۵مه) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، سره له دې چې متحده ایالاتو په افغانستان کې د شوروي ماتې ته جدي لېوالتیا لرله، خو د حکمتیار له واک ته رسېدو یې هم وېره درلوده او همدا اندېښنه د امریکا او مجاهدینو ترمنځ د اختلاف یو له مهمو ټکو څخه وه.
د حبیبالرحمان حکمتیار په وینا، امریکايي چارواکو باور درلود چې دوی د مجاهدینو د وسلو د لګښت لویه برخه تمویلوي، نو ځکه باید دا حق ولري چې پرېکړه وکړي دا وسلې څنګه وکارول شي او کومې ډلې ته وسپارل شي. هغه زیاته کړې، چې د جګړې له سختېدو او له افغانستان څخه د شوروي د وتلو په اړه د خبرو له پیل سره د کابل د راتلونکي سیاسي وضعیت په اړه د امریکا اندېښنې نورې هم زیاتې شوې.
د حکمتیار زوی لیکلي، امریکا سره له دې چې حزب اسلامي یې د شوروي پر ضد جګړه کې «تر ټولو اغېزمن جریان» باله او د مجاهدینو له ملاتړ پرته یې بله لار نه لیده، خو د شوروي له ماتې وروسته یې هم د حکمتیار پر ضد «دسیسې» جوړې کړې، څو هغه واک ته ونه رسېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېر دوبی کانګرس ته ویلي وو چې د کډوالۍ شاوخوا ۹ زره ځانګړې ویزې لا هم د افغانانو لپاره شته.
د جمهوريپالو د رایه ورکوونکو له غبرګون څخه وېرې او دې ادعا چې افغانان ترهګر دي، هغه اجماع له منځه وړې ده، چې د جګړې پر مهال له امریکایانو سره د ولاړو افغانانو ملاتړ پکې کېده.
د ټکساس استازي مایکل مککال وویل: «جمهوريپال رایه ورکوونکي فکر کوي چې هر افغان چې امریکا ته داخل شوی، ترهګر دی.» هغه له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال د بهرنیو اړیکو د کمېټې لوړپوړی جمهوريپال و او اعلان یې کړی و چې له کانګرس نه تقاعد اخلي.
نوموړي وویل، که څه هم د افغانانو د لا زیاتې ارزونې پلوی دی، خو هر څوک چې د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) شرایط پوره کوي، له امریکايي پرسونل سره یې نږدې کار کړی دی.
هغه زیاته کړه: «دا ویل چې هغوی ترهګر دي، حال دا چې دوی زموږ له پوځ او استخباراتي ډلو سره یو ځای ترهګر وژلي، هېڅ مانا نه لري.»
اوس هغه افغانان چې غوښتنلیکونه یې لا هم تر ارزونې لاندې دي، نه پوهېږي چې د ټرمپ اداره به کله او یا ایا بیا هم ویزې ورکړي که نه. دې حالت ډېری هغه کسان، چې لا هم په افغانستان یا نورو هېوادونو کې د کډوالو په توګه ژوند کوي، له جدي خطر سره مخ کړي دي.
غفوري وویل: «دا افغان متحدین هغه کسان وو چې زموږ د زامنو او لوڼو تر څنګ په بهر کې ودرېدل. هغوی ټپیان پورته کړل او ژوند یې وژغوره.»
بل خوا د طالبانو سفیر کریمي د چین د رغنده دریځ ستاینه کړې او د دوهاړخیزو اړیکو، سوداګرۍ او د سیمهییز اتصال د لا پیاوړتیا لپاره یې د ګډو هڅو پر ضرورت ټینګار کړی دی.
چین لا تر دې مهاله طالبان په رسمیت نه پېژنې خو له طالبانو سره د اړیکو پراختیا ته ځانګړې پاملرنه کوي، په ځانګړي ډول د اقتصادي، تجارتي او ترانزیټي پروژو له لارې.