تر ۱۰۰ ډېر افغان بندیان د متحده عربي اماراتو له بندخونو خوشې شول

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، د متحده عربي اماراتو له بندخونو شاوخوا ۱۰۸ افغان بندیان خوشې شول چې ځينې خوشې شوي افغانان افغانستان ته ستانه شوي او پاتې کسان به د قانوني پروسو تر بشپړېدو وروسته په نږدې راتلونکې کې هېواد ته ستانه شي.

دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د طالبانو د سفارت پرله‌پسې هڅو په پايله کې د متحده عربي اماراتو د ملي ورځې په مناسبت دغه کسان د یاد هېواد له زندانونو خوشې شوي دي.