• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران د بهرنیو چارو وزارت: عراقچي له امریکا سره د مذاکراتو لپاره عمان ته لاړ

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۰۲ GMT+۰تازه شوی: ۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۱۸ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي، چې د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ له امریکايي لوري سره د اټومي مذاکراتو لپاره عمان ته په سفر لاړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې د ایران او امریکا ترمنځ مذاکرات د یوې عادلانه او دوه اړخیزې هوکړې ته د رسېدو په موخه ترسره کېږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې د یادو مذاکراتو هدف د ایرانیانو د حقونو ساتنه او د اټومي موضوع په اړه د حل لارې موندل دي.

اسماعیل بقايي د ایران او امریکا ترمنځ تېرو مذاکراتو ته په اشارې ویلي: «که څه هم د تېرو تجربو په ګډون د ژمنو پخوانۍ سرغړونې زموږ د سترګو پر وړاندې دي، خو موږ ځان مسوول ګڼو چې د خپلو ملي ګتو د خوندي کولو او په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره له هېڅ ډیپلوماټیک فرصت څخه تېر نه شو».

د ایران د بهرنیو چارو وزارت له خپلو ټولو هغو ګاونډیو څخه مننه کړې، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د مذاکراتو په پیلولو کې یې رغنده رول لوبولی دی.

اکسیوس تېره ورځ د لوړپوړو امریکایي چارواکو په حواله راپور ورکړی و، چې د عربي او مسلمانو مشرانو له پرله‌پسې فشارونو وروسته په عمان کې د ایران او امریکا ناسته تنظیم شوه.

د راپور له‌مخې، د سیمې لږ تر لږه ۹ هېوادونو د دغې ناستې د نه لغوه کېدو غوښتنه وکړه او واشنګټن سره له دې چې شکمن و، "خپلو متحدینو ته یې د درناوي او د ډیپلوماټیکې لارې د دوام لپاره" ورسره موافقه وکړه.

تر دې وړاندې اکسیوس راپور ورکړی و، چې د امریکا او ایران ترمنځ کېدونکي مذاکرات لغوه شوي.

ایران له امریکا څخه د مذاکراتو د ځای او د خبرو د بڼې د بدلون غوښتنه کړې وه، خو امریکا یې غوښتنه رد کړې وه.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

پاکستان او ازبکستان د اقتصادي همکاریو لسګونه تړونونه او هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۲۸ GMT+۰

پاکستانۍ رسنۍ وایي، اسلام‌اباد او ازبکستان بېلابېلو برخو کې د دوه‌اړخیزو همکاریو د پراخولو په موخه لسګونه تړونونه او هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل. د همدې بهیر په ترڅ کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف یوه ګډه اعلامیه هم لاسلیک کړه.

دا مراسم د پاکستان د لومړي وزیر په دفتر کې ترسره شول، چې په‌کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۲۹ ډوله همکاریو تړونونو او تفاهم‌لیکونو اړوند اسناد په بېلابېلو برخو کې سره تبادله شول.

په دې مراسمو کې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو همکاریو د پیاوړتیا لپاره یو تفاهم‌لیک لاسلیک شو. همداراز، د پاکستان او ازبکستان ترمنځ د ترجیحي سوداګرۍ د تړون په چوکاټ کې د توکو د نوملړ د پراخولو اړوند یو پروتوکول هم تبادله شو.

د پاکستانۍ جیونیوز ټلوېزیوني شبکې راپور وایي، دواړو لوریو د یو ‌سیمه‌ییز فورم پر جوړولو هوکړه وکړه او د دفاعي همکاریو د عملي پلان اړوند اسناد یې وروستي کړل. سربېره پر دې، د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې او د طبیعي پېښو د مدیریت، د خوړو د خوندیتوب او د کرنیزو څېړنو په برخه کې د همکاریو تفاهم‌لیکونه هم لاسلیک شول.

پاکستان او ازبکستان د نشه‌یي توکو د قاچاق پروړاندې د مبارزې لپاره هم یو تړون لاسلیک کړ. همدارنګه، د نباتاتو د ساتنې په برخه کې د همکاریو یو پروتوکول، د سپورټ په برخه کې د تفاهم یادښت او د کانونو او ځمک‌پوهنې (جیولوجي) په برخو کې د همکاریو اسناد د دواړو هېوادونو ترمنځ تبادله شول.

ورپسې، د محکومو بندیانو د تبادلې په اړه یو تړون، د معلوماتي ټېکنالوژۍ په برخه کې د همکاریو تفاهم‌لیک او همداراز د ساینس، زده‌کړو، ساتنې او د فرهنګي میراث د څېړنو په برخه کې د همکاریو تړونونه هم لاسلیک شوي دي.

دواړو هېوادونو همدارنګه د وړو او منځنیو کاروبارونو د پراختیا، د سمندري چارو او د سوداګرۍ د اسانتیا، د درمل جوړونې صنعت، د ټوکر (نساجۍ) صنعت او د فرهنګي همکاریو د پراخولو په موخه د همکاریو اسناد هم سره تبادله کړل.

د نږدې دوه‌اړخیزو اړیکو د درناوي په موخه د پاکستان حکومت اعلان وکړ، چې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف ته به افتخاري دوکتورا ورکړي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په دې مراسمو کې د وینا پر مهال وویل: «موږ د ازبکستان د ولسمشر او د هغه د مل پلاوي له پاکستان څخه د سفر هرکلی کوو او پرې ډېر خوښ یو».

شهباز شریف ټینګار وکړ، چې د ازبکستان د ولسمشر رول د دواړو هېوادونو د اړیکو په ټینګښت کې ډېر ارزښتناک دی او زیاته یې کړه: «د وخت په تېرېدو سره د پاکستان او ازبکستان اړیکې لا پیاوړې شوې دي. تاریخي واقعیتونه زموږ د نږدې اړیکو څرګندونه کوي او د دواړو هېوادونو لپاره د یوه روښانه راتلونکي زېری ورکوي».

هم‌مهاله، طالبانو له اسلام‌اباد سره خپلې اړیکې خړې کړي؛ خو بیا یې له ازبکستان سره اړیکې ډېرې کړي او سوداګري یې هم ورسره د پام وړ زیاته شوې ده. افغانستان د منځنۍ اسیا سره د پاکستان او د هند سوداګرۍ اصلي مسیر ګڼل کېږي.

د نړۍوال اقتصادي فورم اجراییه رییس له اپسټین سره د اړیکې له امله پلټل کېږي

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۱۸ GMT+۰

نړۍوال اقتصادي فورم د پنجشنبې په ورځ وویل، چې له جېفري اپسټین سره د دغه فورم د اجراییوي رییس بورګه برېنډه د اړیکو د روښانه کولو په موخه یې خپلواکې پلټنې پیل کړې دي.

رویټرز د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۶مه) راپور ورکړی، چې په ژنیو کې مېشت د داووس د سرمشریزې تنظیموونکي ویلي، چې دوی د امریکا د عدلیې وزارت له لوري د خپرو شویو معلوماتو څېړنه کوي، چې ښيي برېنډه له اپسټین سره درې سوداګریز ماښامنۍ کړې وې او همدارنګه یې له دغه بدنام مالي شخص سره د برېښنالیک او لنډو پیغامونوله لارې اړیکې لرلې.

نړۍوال اقتصادي فورم ویلي: «د دغو اړیکو په رڼا کې د ادارې حاکمې شورا د تفتیش او خطر کمېټې څخه وغوښتل چې موضوع وڅېړي او وروسته یې د یوې خپلواکې ارزونې د پیل پرېکړه وکړه».

نړۍوال اقتصادي فورم زیاته کړې، چې دا پرېکړه د فورم د شفافیت او د خپل اعتبار د ساتنې ژمنتیا ښیي.

نړۍوال اقتصادي فورم وویل، برېنډه چې له ۲۰۱۷کال راهیسې اجراییوي رییس دی او پخوا د ناروې د بهرنیو چارو وزیر و، د دې پلټنې بشپړ ملاتړ کوي او دا غوښتنه یې په‌خپله کړې وه.

برېنډه ویلي، چې هغه په ۲۰۱۸ کال کې په نیویارک کې د یوې ماښامنۍ پر مهال له اپسټین سره لیدلي وو؛ هغه ته د دغې ناستې بلنه د ناروې د پخواني مرستیال لومړي وزیر تریه روډ لارسن له خوا ورکړل شوې وه.

هغه وویل، چې په ۲۰۱۹کال کې یې هم له اپسټین سره په دوو ورته ماښامنیو کې ګډون کړی و، چې په‌کې ډېپلوماټان او سوداګریز مشران هم موجود وو، خو دا غونډې له "څو برېښنالیکونو او لنډو پیغامونو" سره یوځای د دوی د اړیکو ټول حد و.

برېنډه وویل: «زه د اپسټین له پخواني ژوند او جرمي فعالیتونو څخه په بشپړه توګه ناخبره وم،» او زیاته یې کړه، هغه پښېمانه دی چې له لیدنې مخکې یې د اپسټین په اړه کافي پلټنه ونه کړه.

هغه وویل: «که چېرې ما د هغه د شالید په اړه معلومات درلودلی، نو ما به لومړنۍ بلنه او همدارنګه هر ډول ورپسې ماښامنۍ یا اړیکې رد کړې وې».

د نړۍوال اقتصادي فورم په وینا، برېنډه به تر هغې پورې د اجراییوي رییس په توګه خپلو دندو ته دوام ورکړي، څو چې بهرنۍ حقوقي مشاورین پلټنه ترسره کوي.

د جېفري اپسټین قضیه د جنسي جرمونو او له کوچنیو نجونو سیستماتیکه ناوړه ګټې اخیستنې په اړه د معاصرې نړۍ تر ټولو بدنامه قضیه ګڼل کېږي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي: د «نیو سټارټ» تړون پای ته رسېدل د نړۍ د امنیت لپاره ګواښ دی

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۲۶ GMT+۰

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش خبرداری ورکړ، چې نن د ستراتیژیکو وسلو د کمولو تړون (New START) په رسمي ډول پای ته ورسېد. نوموړي د دغه تړون پای ته رسېدل د نړۍ د سولې او امنیت لپاره یو جدي ګواښ وباله او د هغې د ناوړه پایلو په اړه یې ژوره اندېښنه وښوده.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي په وینا، د دې تړون له پای ته رسېدو سره نړۍ له تېرو څه باندې پنځوسو کلونو وروسته لومړی ځل داسې حالت ته ننوځي، چې په‌کې د امریکا متحده ایالاتو او د روسیې فدراسیون د راهبردیزو اټومي وسلو پر زېرمو هېڅ ډول الزامي او د تصدیق وړ محدودیت نه‌شته. دا دوه هېوادونه د نړۍ د اټومي وسلو تر ټولو ستره برخه په واک کې لري.

ګوترېش ټینګار وکړ، چې د سړې جګړې پر مهال او له هغې وروسته کلونو کې د دغو دوو هېوادونو ترمنځ د اټومي وسلو کنټرول د ناورین د مخنیوي لپاره حیاتي رول لوبولی او لارښود ثبات یې رامنځته کړی دی. د هغه په خبره، د لارښودو وسلو د محدودولو له خبرو اترو (SALT) څخه نیولې تر نیوسټارټ تړون پورې دغه میکانېزمونه د زرګونو اټومي خولیو د کمېدو لامل شوي او نړۍوال امنیت په ځانګړي ډول د امریکا او روسیې د خلکو امنیت یې په څرګند ډول پیاوړی کړی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په ژورې اندېښنې سره وویل، چې د څو لسیزو دا ستره لاسته راوړنه په تر ټولو ناوړه وخت کې له‌منځه ځي، ځکه چې د اټومي وسلو د کارولو ګواښ په وروستیو لسیزو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی. له دې سره، هغه دا پړاو د بیا کتنې او د وسلو د کنټرول د یوه نوي نظام د رامنځته کولو لپاره یو فرصت وباله، داسې نظام چې د نړۍ له بدلېدونکو شرایطو سره سمون ولري.

ګوترېش همدارنګه د امریکا او روسیې د ولسمشرانو د هغو څرګندونو هرکلی وکړ، چې په‌کې د اټومي وسلو د سیالۍ د بې‌ثباته کوونکو پایلو او د دې وسلو د بې‌مهاره پراختیا د مخنیوي پر اړتیا ټینګار شوی دی. هغه زیاته کړه: «نړۍ اوس تمه لري چې دا خبرې عملي بڼي غوره کړي».

د ملګرو ملتونو سرمنشي له دواړو هېوادونو وغوښتل، چې له ځنډ پرته بېرته د خبرو اترو مېز ته راوګرځي او پر یوه بدیل چوکاټ هوکړه وکړي، داسې چوکاټ چې د تصدیق وړ محدودیتونه بېرته راژوندي کړي، ګواښونه راکم کړي او ګډ نړۍوال امنیت پیاوړی کړي.

د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ پیاوړتیا لپاره اریانا افغان خپلې الوتنې زیاتې کړې

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۴۵ GMT+۰

د طالبانو په ولکه کې اریانا افغان هوايي شرکت اعلان کړی، چې د کابل او ډیلي ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او د ټرانسپورټي لېږد د کچې لوړولو په موخه یې په دې مسیر کې د کارګو او مسافر وړونکو الوتنو شمېر زیات کړی دی.

دغه شرکت نن (پنج‌شنبه) د سلواغې پر ۱۶مه، وویل، چې دا مهال هره اونۍ له کابل څخه ډیلي ته شپږ کارګو الوتنې او دوه مسافر وړونکې الوتنې کوي.

اریانا افغان زیاته کړې، چې دا اقدام د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د لا ټینګښت او د هېواد د صادراتو د بهیر د ملاتړ په موخه شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې هند د افغانستان د صادراتو لپاره یو مهم بازار بلل کېږي او د کابل– ډیلي هوایي دهلېز د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په پراختیا کې مهم رول لري.

بېل ګیټس له جېفري اپسټین سره پر راشه درشه پښېماني وښوده

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۲۰ GMT+۰

د مایکروسافټ بنسټګر بېل ګیټس د جېفري اپسټین د قضیې اړوند د زرګونو اسنادو له خپرېدو وروسته په لومړي ځل له هغه سره د خپلې پېژندګلوۍ په اړه پښېماني څرګنده کړې ده.

هغه د استرالیا له «۹نیوز» شبکې سره په مرکه کې له اپسټین سره خپلې لیدنې «احمقانه» وبللې او ویې ویل، چې د دې لیدنو له امله پښېمان دی، خو د اپسټین له جرمونو یا ناوړه فعالیتونو سره یې هر ډول اړیکه په کلکه رد کړه.

ګیټس ادعا وکړه، چې له اپسټین سره د لیدو یوازینۍ موخه یې د شتمنو خلکو د مرستو جذبولو هڅه وه، څو د ګیټس بنسټ د نړیوالې روغتیا په برخه کې مالي ملاتړ ترلاسه کړي، خو دی وايي، «اوس چې ورته ګورم، دا یوه بې‌ پایلې لار وه او زه ساده وم چې له هغه سره مې وخت تېر کړ».

هغه ټینګار وکړ، چې هیڅکله د اپسټین شخصي ټاپو ته نه دی تللی، هغه ځای چې له کوچنیو نجونو سیستماتیکه ناوړه ګټه اخیستل کېده، او له کومې قرباني سره یې هم نه دي لیدلي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د هغه پخوانۍ مېرمنې ملینډا فرنچ ګیټس په جلا څرګندونو کې له ټولو شتمنو سړیو غوښتنه کړې، چې له اپسټین سره د خپلو اړیکو په اړه وضاحت ورکړي. هغې همدارنګه ویلي، چې د دې اسنادو خپرېدو د هغوی ګډ ژوند له دردناکو یادونو سره مخ کړی دی.

ګیټس ویلي: «زه د هغو ګڼ شمېر کسانو له ډلې یم، چې پر پېژندګلوۍ یې پښېمانه یم» او په دې توګه غواړي له دې رسوایۍ فاصله واخلي.

د جېفري اپسټین قضیه د جنسي جرمونو او له کوچنیو نجونو سیستماتیکه ناوړه ګټې اخیستنې په اړه د معاصرې نړۍ تر ټولو بدنامه قضیه ګڼل کېږي.