• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پر ټرمپ ډزې کوونکی کس په عمري بند محکوم شوی

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۲۷ GMT+۰

په امریکا کې یوې فدرالي محکمې هغه کس ته، چې د ۲۰۲۴کال د ولسمشرۍ ټاکنیز کمپاین پر مهال د ډونالډ ټرمپ د وژلو په هڅې تورن و، د عمر قید سزا واوروله.

۵۹کلن رایان وېسلي د ۲۰۲۴ کال دسپتمبر په میاشت کې په فلوریډا ایالت کې نیول شوی و.

د محکمې له محاکمې وروسته، یوه پلاوي هغه د قتل د هڅې په ګډون په څو جدي تورونو مجرم وباله، چې په پایله کې یې د عمر قید سزا پرې ولګول شوه.

د ولسوالۍ قاضي ایلېن د سزا د اعلان پر مهال وویل، چې وړاندې شوي شواهد ښيي وېسلي دا عمل له مخکې پلان کړی و او د روښانه او قصدي ارادې له مخې یې اقدام کړی دی.

څارنوالانو د محاکمې پر مهال استدلال وکړ، چې دا یوازې یو عادي جنایي عمل نه و، بلکې په متحده ایالاتو کې د ډیموکراتیک بهیر د کمزوري کولو هڅه وه، او له همدې امله یې د سختې سزا غوښتنه وکړه. خو تورن د سپکې جزا غوښتنه کړې وه، چې محکمې رد کړه.

د جزا د اورېدنې پر مهال، رایان وېسلي داسې څرګندونې وکړې چې د قاضي په وینا د قضیې له موضوع سره یې تړاو نه درلود، چې له امله یې د هغه وینا تر یوې مودې وروسته ودرول شوه. د هغه وکیلانو اعلان کړی، چې د محکمې د پرېکړې پر وړاندې به اعتراض وکړي.

د محکمې د اسنادو له مخې، وېسلي د پېښې تر ترسره کېدو لږ مخکې سویلي فلوریډا ته سفر کړی و او د ډونالډ ټرمپ د خوځښتونو د څار لپاره یې جعلي هویتونه او د اړیکو بېلابېل وسایل کارولي وو. نوموړی د ټرمپ استوګنځي ته نږدې امنیتي ځواکونو هم لیدلی و.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

یونیسف: د مصنوعي ځیرکتیا له لارې د ماشومانو جنسي ناوړه استفاده باید جرم وګڼل شي

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۵۵ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) له هېوادونو وغوښتل چې د مصنوعي ځیرکتیا له لارې د ماشومانو د جنسي ناوړه استفادې اړوند د محتوا تولید په قانوني ډول جرم وګرځوي. یونیسف خبرداری ورکړی چې دا ډول محتوا د ماشومانو امنیت او رواني روغتیا ته جدي ګواښ پېښوي.

یونیسف د چارشنبې په ورځ، د سلوغې په ۱۵مه، په خپره شوې اعلامیه کې وویل چې تر اوسه د نړۍ په ۱۱هېوادونو کې د ۱،۲میلیون ماشومانو انځورونه د مصنوعي ځیرکتیا د پروګرامونو له‌خوا د جنسي محتوا د تولید لپاره کارول شوي دي.

یاد سازمان د مصنوعي ځیرکتیا له جوړوونکو او ډیجیټلي شرکتونو وغوښتل چې د دغسې محتوا پر تولید سخت کنټرول ولري، د څارنې میکانیزمونه پیاوړي کړي او د تشخیص پرمختللې ټکنالوژۍ وکاروي څو د ماشومانو د ایډیټ شویو انځورونو د خپرېدو مخه ونیول شي.

د یونیسف په وینا، د «ډیپ‌فیک» په نوم مصنوعي انځورونه، ویډیوګانې او غږونه د دې توان لري چې د واقعي خلکو څېرې په ډېر قانع کوونکي ډول جعل کړي، چې دا چاره د ماشومانو لپاره ژور او اوږدمهاله زیانونه رامنځته کوي.

په اعلامیه کې راغلي: «د ډیپ‌فیک له ناوړه استفادې څخه رامنځته کېدونکی زیان ریښتینی، جدي او سملاسي دی. ماشومان نه شي کولای تر هغه وخته انتظار وباسي چې قوانین ورپسې جوړ شي».

په همدې حال کې، بریتانیا اعلان کړی چې د مصنوعي ځیرکتیا د هغو وسایلو کارول به غیرقانوني اعلان کړي چې د ماشومانو د جنسي ناوړه استفادې انځورونه تولیدوي. بریتانیا په دې برخه کې لومړنی هېواد بلل کېږي چې عملي قانوني ګام اخلي.

په وروستیو کې دا اندېښنې هم زیاتې شوې چې د مصنوعي ځیرکتیا ځینې سیستمونه، لکه «ګروک» او «اکس‌اې ای» چې په امریکايي میلیاردر ایلان ماسک پورې تړاو لري، د کاروونکو له مخالفت سربېره هم دا ډول محتوا تولید کړې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش مخکې اعلان کړی و چې د مصنوعي ځیرکتیا د تنظیم لپاره یې د ۴۰ کسانو په ګډون د یوې خپلواکې نړیوالې علمي شورا د جوړېدو وړاندیز کړی، څو د دې ټکنالوژۍ کارول د بشریت د ګټو پر بنسټ تنظیم شي.

د ازبکستان ولسمشر په یوه رسمي سفر پاکستان ته رسېدلی

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۳۲ GMT+۰

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف په یوه رسمي سفر پاکستان ته رسېدلی او د دغه هېواد ولسمشر اصف علي زرداري او لومړي وزیر شهباز شریف یې د اسلام اباد په نور خان هوایي ډکر کې هرکلی کړی دی.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په ایکس خواله رسنۍ کې ویلي، چې د ازبکستان د ولسمشر یې تود هرکلی کړی او دا سفر یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه‌اړخیزو اړیکو او سیمه‌ییز اتصال د پیاوړتیا لپاره مهم ګام بللی دی.

په پیغام کې راغلي، چې دغه سفر به د پاکستان او ازبکستان ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا ترڅنګ د سیمې د هېوادونو ترمنځ اړیکې لا ټینګې کړي.

تمه ده، چې د دې سفر پر مهال د دواړو هېوادونو مشران د دوه‌اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، ترانزیټ او سیمه‌ییزو همکاریو پر مهمو موضوعاتو خبرې اترې وکړي.

د اوکراین او روسیې ترمنځ د ۳۱۴ بندیانو د تبادلې پر سر هوکړه شوې

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۵۲ GMT+۰

د امریکا په منځګړتوب د اوکراین او روسیې پلاوي د ۳۱۴بندیانو د تبادلې پر هوکړې سلا شوي دي. د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي سټیو ویټکاف ویلي، چې که څه هم د جګړې د پای ته رسولو لپاره لا هم مهم کارونه پاتې دي، خو دا هوکړه یو مهم پرمختګ بلل کېږي.

ویټکاف په خواله رسنۍ «ایکس» کې په یوه پیغام کې ویلي: «نن د امریکا، اوکراین او روسیې پلاویو د ۳۱۴بندیانو پر تبادلې هوکړه وکړه او دا په تېرو پنځو میاشتو کې د بندیانو لومړنۍ تبادله ده.»

هغه زیاته کړې، چې دغه پایله د سولې له هغو خبرو وروسته ترلاسه شوې، چې تفصیلي او ګټورې وې.

د ویټکاف د وینا له مخې، که څه هم لا د پام وړ کار پاتې دی، خو دا ډول ګامونه ښيي چې دوامدار ډیپلوماتیک تعامل عملي پایلې لري او د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو هڅې پر مخ وړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اوکراین د مرکچي پلاوي مشر د چارشنبې په ورځ په ابوظبۍ کې د امریکا په منځګړیتوب د نویو خبرو لومړۍ ورځ «رغنده» بللې وه.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي هم ویلي وو، چې هېواد یې تمه لري دا خبرې به د بندیانو یوې نوې تبادلې ته لاره هواره کړي.

سټیو ویټکاف ویلي، چې خبرې به دوام ولري او تمه ده په راتلونکو اونیو کې نور پرمختګونه هم وشي. نوموړي دا نه دي روښانه کړي، چې هر هېواد به څو بندیان تبادله کوي. سپینې ماڼۍ هم تر اوسه په دې اړه کوم رسمي نظر نه دې ښکاره کړی.

ازبکستان او قزاقستان وايي چې افغانستان د سیمه‌ییز اتصال مهمه کړۍ ده

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۴۲ GMT+۰

د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت‌الله ایرګاشېف په دغه هېواد کې د قزاقستان له سفیر بېبوت اتامکولوف سره په لیدنه کې د سیمه‌ییز اتصال او همغږۍ په بهیرونو کې د افغانستان پر رول خبرې اترې کړې دي.

د ازبکستاني رسنیو دراپورونوله مخې، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې ناسته کې افغانستان د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ د اقتصادي او ترانزیټي اړیکو د یوه مهم دهلېز په توګه یاد شوی دی.

دواړو لورو ټینګار کړی، چې د افغانستان د ثبات او پرمختګ لپاره سیمه‌ییزه همکاري اړینه ده او په دې برخه کې د منظم او دوامدار ډیالوګ دوام ته اړتیا ده.

د قزاقستان سفیر د افغانستان په تړاو د سیمې د هېوادونو ترمنځ د یو واحد دریځ د رامنځته کولو لپاره د ازبکستان هڅې مهمې وبللې.

په دې لیدنه کې د ټرانس‌افغان رېل‌پټلۍ پروژه د افغانستان د اقتصادي ادغام او د سوداګرۍ د پراختیا لپاره یو بنسټیز ګام بلل شوی. دواړو خواوو وویل، چې دا پروژه کولی شي افغانستان د سیمې د ترانزیټي شبکو یوه فعاله برخه وګرځوي.

د امریکا او ایران د خبرو اترو تر هوکړې وروسته د تېلو بیې راټیټې شوې

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۱۷ GMT+۰

له هغه وروسته چې امریکا او ایران د عمان په منځګریتوب په خبرو اترو هوکړې ته ورسېدل؛ د تېلو بیې نن پنجشنبه (د سلواغې ۱۶مه) راټیټې شوې دي.

د سي‌اېن‌بي‌سي شبکې د راپور له مخې؛ د امریکا د خامو تېلو بیه په اسیا کې ۱.۴ سلنه راټیټه شوه او په هر بېرل کې ۶۴.۲۶ ډالرو ته ورسېده، په داسې حال کې چې د برینټ نړۍوال معیار ورته اندازه ۶۸.۴۹ ډالرو ته راټیټه شوه.

سي‌اېن‌بي‌سي لیکي، ایران غواړي خبرې اترې یوازې پر اټومي موضوع متمرکزې شي؛ خو امریکا هڅه کوي د تهران د بالستیک توغندیو پروګرام، په سیمه کې د وسله‌والو ډلو ملاتړ او په ایران کې د بشري حقونو وضعیت هم د خبرو اجنډا ته ورزیات کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ توندې څرګندونې د تېلو بیې نږدې درې سلنه لوړې کړې وې. ټرمپ د چهارشنبې په ورځ ویلي و، چې علي خامنه‌یي «باید ډېر اندېښمن وي».

ټرمپ تېره میاشت هم خبرداری ورکړی و، که اټومي هوکړې ته ونه رسېږي؛ نو هغه به پر ایران د پوځي برید په اړه فکر وکړي او حتی د کورنیو لاریون کوونکو د ملاتړ امکان یې هم څرګند کړی و.

شنونکو سي‌اېن‌بي‌سي ته ویلي، ښايي د تېلو بازار تر اړتیا زیات د ډیپلوماتیکو نښو پر وړاندې غبرګون ښودلی وي؛ هغه نښې چې کولای شي ډېر ژر بدلون ومومي.

د «اېم.اېس.ټي مارکی» د انرژۍ څېړنو مشر ساول کاوونیک ویلي، چې د ایران د خبرو اترو په اړه د متناقضو پیغامونو بېلول ګران دي او دغه خبرې اترې ښایي هم د تاوتریخوالي د کمېدو نښه وي او هم د پوځي اقدام تر مخه یوه تکتیکي تګلاره.

هغه ټینګار کړی، سره له دې چې بیې راټیټې شوې، بنسټیز ګواښونه لا هم لوړ دي او په سیمه کې د امریکا او د هغه د متحدینو له‌خوا د پوځي ځواکونو او تجهیزاتو پراخ ځای پرځای کېدل ښيي چې د برید احتمال لاهم جدي دی.