نصیر احمد اندېشه: د طالبانو ځپونکي فرمانونه به تر ډېره دوام ونه کړي
په جېنوا کې د افغانستان استازي نصیر احمد اندېشه د طالبانو جزایي اصولنامې ته په غبرګون کې ویلي، چې قانون باید د یوه ملت د ارزښتونو او شخصیت استازیتوب وکړي؛ خو د طالبانو اوسني سخت او ځپونکي فرمانونه د افغانستان له ټولنیز او تاریخي واقعیت سره سمون نهلري.
ښاغلي اندېشه دغه څرګندونې نن پنجشنبه (د سلواغې ۱۶مه) پر اېکس پاڼه کړې. هغه زیاته کړې، چې دغه فرمانونه نه د افغانستان له تاریخي دودونو او ټولنیزو ارزښتونو سره برابر دي او نه هم د افغان ولس د اخلاقي او فرهنګي جوړښت څرګندونه کولای شي؛ بلکې دا د یوې محدودې ډلې اېډیالوژي منعکسوي چې نه په کور دننه او نه هم په نړۍواله کچه مشروعیت لري.
اندېشه ټینګار کوي، چې دغه ډول پالیسۍ به په ننني افغانستان کې د دوام وړ نهوي او د خلکو له پراخو غبرګونونو سره به مخ شي. د طالبانو مشر ملا هبتالله اخوندزاده د یوه فرمان له لارې د طالبانو د حکومت د جزا قانون د «محاکمو د جزایي اصولنامې» تر عنوان لاندې نافذ کړ.
دغه قانون په یوه سریزه، درې بابونو، لسو فصلونو او ۱۱۹ مادو کې ترتیب شوی. د یادولو وړ ده، چې د طالبانو د جزایي اصولنامې له مخې؛ د افغانستان وګړو ته د ټولنیزې طبقه بندۍ پر بنسټ سزاوې ورکول کېږي.
په دې وروستیو کې له پاکستان او ایران نه د هلمند له لارې د بېکیفیته او ناقانونه توکو لېږد زیات شوی. ورته مهال په بلخ کې د طالبانو روغتیا ریاست ویاند کمال خان ځدراڼ وايي، چې د دوی د څارنې او پلټنې ډلو شاوخوا ۱۰۰ ټنه تاریخ تېر درمل او خوراکي توکي راټول کړي او لهمنځه یې وړي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې دغه توکي یې د ښار او ولسوالیو له بېلابېلو درملتونونو، عمده پلورنځیو او هټیو راټول کړي او سوځولي دي.