• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اوچا: تر دامهاله په افغانستان کې له ۳.۲ مېلیونه کسانو سره د خوراکي توکو مرستې شوې دي

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۰۸:۱۴ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، چې تر دا مهاله یې په افغانستان کې ۲.۳ مېلیونه کسانو ته د خوراکي‌ توکو مرستې رسولې دي. د اوچا په وینا؛ له بشري مرستندویه سازمانونو سره یې په ګډه په افغانستان کې د یخنۍ له امله زیانمنو کسانو ته د مرستې رسولو چارې چتکې کړې دي.

اوچا د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۶مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د یخنۍ موسم سره سم یې په افغانستان کې له ۳.۲ مېلیونه کسانو سره د خوراکي توکو مرسته کړې او په راتلونکې اونیو کې د ۲.۱ مېلیونه نورو کسانو سره د خوړو د مرستې پلان لري.

اوچا زیاته کړې، چې په همدې موده کې د ۲۲زره ۴۶۷ کورنیو سره یې د غیرخوراکي توکو مرسته کړې او د ۲۰۴۴ نورو کورنیو سره د ورته مرستو پلان هم لري. د دغه ادارې د معلوماتو له مخې؛ زیانمونو خلکو ته یې د تودوخې لپاره سون توکي، نغدي پیسې، کمپلې او جامې ورکړې دي.

که څه هم اوچا د دغه مرستو د پيل او پای نېته نه‌ده اعلان کړې؛ خو د ملګرو ملتونو اړوند بشري مرستندویه ادارې د یخنۍ موسم په پيلېدو او د خلکو د اړتیا په ډېرېدو سره مرستې چټکوي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو ادعا؛ روانه اوونۍ یې د ښځو د حقونو اړوند ۹۴ قضیې حل کړې دي

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۳۷ GMT+۰

په داسې حال کې چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې یادې ډلې پر ښځو او نجونو پراخ بندیزونه لګولي؛ د طالبانو د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت ادعا کړې، چې د روانې اوونۍ په ترڅ کې یې د ښځو اړوند ۹۴ حقوقي قضیې حل کړې دي.

یاد وزارت نن پنجشنبه (د سلواغې ۱۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په‌ دې کې د ظلم، جبري نکاح، مهر، میراث، ولور او طلاق اړوند قضیې شاملې دي. د خبرپاڼې له مخې؛ په همدې موده کې له سوداګرو سره ۱۹۳ اصلاحي ناستې هم شوې دي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت نن پنجشنبه په خپل اوونیز راپور کې ویلي، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو او سیمو کې یې اووه کوډګر هم نیولي دي. د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کوډګر یې په کابل، دایکنډي، فاریاب او بلخ ولایتونو کې نیولي دي.

د طالبانو دغه وزارت تر دې وړاندې هم په کابل او یوشمېر نورو ولایتونو کې د کوډګرو له نیولو خبر ورکړی و.

په پېښور کې د جعلي پاکستاني پېژندپاڼو او مېشتو افغان کډوالو پر وړاندې پراخ عمليات پيل شوي

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۲۲ GMT+۰
•
جواد شينواری

د خیبرپښتونخوا په پېښور ښار کې د جعلي پاکستاني پېژندپاڼو جوړوونکو او مېشتو افغان کډوالو پر وړاندې په لويه کچه عمليات پيل شوي دي. ځایي چارواکو ویلي، شاوخوا ۴۵ کسان د جعلي پاکستاني پېژندپاڼو د جوړولو، برابرولو او ناقانونه فعالیتونو په تور نیول شوي دي.

دغه علمیات په اشرف روډ، اټه مارکېټ، چوک يادګار، نمک منډي، پيپل منډي او د پېښور کېنټ په بېلابېلو بازارونو کې ترسره شوي دي. د دغه عملياتو پرمهال ۴۵ کسان نيول شوي، چې ويل کېږي د جعلي پاکستاني پېژندپاڼو په جوړولو او نورو ناقانونه فعاليتونو کې یې لاس لاره.

پوليس او امنيتي ادارو د ښار په دروازو کې هم تالاشي پیل کړې او همدارنګه د ښار دننه بازارونو کې یې عمليات پراخ کړي دي. د چارواکو په وينا؛ د مرکزي او ایالتي ادارو په ګډه په ګڼو سيمو کې هم تالاشي پيل شوې. سرچینو زیاته کړې، چې د روژې میاشتې پورې د ناقانونه کړنو، جعلي پاکستاني پېژندپاڼو جوړونکو او افغان کډوالو پر وړاندې به دغه سخت عملیات دوام ولري.

تر دې وړاندې راپور ورکړل شوي و، چې په خیبرپښتونخوا کې د جعلي پاکستاني پېژندپاڼو په قضيو کې تراوسه پورې ۷۲زره ۷۰۳ پاکستاني پېژندپاڼې لغوه شوې دي.

روانه اونۍ؛ د پاکستان له زندانونو تر ۱۰۰ ډېر کډوال خوشې شول

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۴۸ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، په روانه اونۍ کې ۱۵۳ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کسان چې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او د دغه هېواد په زندانونو کې له یوې ورځې تر دوو میاشتو پورې بندیان وو، تر خوشې کېدو وروسته د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

په خبرپاڼه کې د دغه کسانو د جرمونو په اړه څه نه‌دي ویل شوي؛ خو په پاکستان کې افغانان تر ډېره په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسنادو نه لرلو له امله د پولیسو له‌خوا نیول کېږي. په تېرو وروستیو کې دغه لړۍ د خیبرپښتونخوا ایالت ته هم غځېدلې ده.
په پېښور کې مېشت افغان کډوال وایي، چې د پولیسو له وېرې له کوره بهر نه‌شي وتلای او که پولیس یې ونیسي؛ نو بېرته یې په جبري توګه افغانستان ته ستنوي.

له هغه راهیسې چې له طالبانو سره د اسلام‌اباد اړیکې ترېنګلې شوې؛ پاکستان د پلازمېنې په ګډون په یوشمېر ښارونو کې د افغان کډوالو پرضد عملیاتو ته زور ورکړی. په تېرو وروستیو کې پاکستاني پولیسو د افغانانو د نیولو لپاره ان د دوی د کورونو دروازې هم ماتې کړې دي.

سږکال په افغانستان کې تر ۱۵۸زره مټریک ټنه زیاته پنبه راټوله شوې

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۳۱ GMT+۰

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت خبر ورکړی، چې روان کال په ټول افغانستان کې ۱۵۸زره او ۲۰۵ مټریک ټنه پنبه راټوله شوې ده. د دغه وزارت په وینا؛ سږ کال د هېواد په کچه له ۱۰زره او ۲۳۶ هکټاره زیاته ځمکه د پنبې کرکېلې ته ځانګړې شوې وه، چې ښه حاصلات یې ورکړي دي.

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، روان کال په هلمند، بلخ، جوزجان او کندهار ولایتونو کې چې د پنبې د کښت تر ټولو زیاتې سیمې لري، د تولید تر ټولو لوړه کچه ثبت شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې؛ سربېره پر دې پنبه په پراخه کچه په فراه، ننګرهار، نیمروز، سمنګان، بغلان، کندوز او تخار ولایتونو کې هم کرل شوې او حاصلات یې تر لاسه شوي دي. یاد وزارت په خپل پنځه‌کلن پلان کې پنبه د لوړ ارزښت لرونکي او د کوکنارو د کښت بدیل محصول بللی.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت هم تر دې وړاندې ویلي و، چې په تېر ۲۰۲۵کال کې د څه باندې ۸۶ مېلیونه ډالرو په ارزښت تر ۱۰۰زره ټنه ډېره پنبه نړۍوالو بازارونو ته صادره شوې ده. دغه وزارت وایي، د پنبې د دغه صاداراتو وزن ۱۰۴زره ټنه ښودل شوی دی.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت: مسلکي کارګرو ته د حرفوي اسنادو د وېش لړۍ پیل شوې ده

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۱۲ GMT+۰

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي، چې د مسلکي کارګرو لپاره یې د حرفوي اسنادو د وېش لړۍ پیل کړې ده. د دغه وزارت په وینا؛ ګڼ شمېر مسلکي کارګر چې په بېلابېلو برخو کې کاري وړتیاوې لري، د رسمي اسنادو د نشتوالي له امله یې تر دې دمه نه‌شوای کولی په خپل مسلک کې فعالیت وکړي.

د یاد وزارت ویاند سمیع‌الله ابراهیمي ویلي، تر اوسه د لسو بېلابېلو حرفو مسلکي کارګرو ته اسناد ورکړل شوي دي. هغه زیاته کړې، چې د ظرفیت له ارزونې وروسته به ورته اړوند ښوونیز او مسلکي پروګرامونه هم برابر شي.
د نوموړي په وینا؛ دغه لړۍ په کابل ولایت کې پیل شوې، چې نورو ولایتونو ته به هم وغځېږي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت تر دې وړاندې هم ویلي و، چې له روسیې سره به د افغان کارګرو د لېږد په اړه په نږدې راتلونکې کې هوکړه وکړي. دغه وزارت زیاته کړې وه، چې د افغان کارګرو د لېږد په برخه کې له ایران، قطر، سعودي عربستان، عمان او متحده عربي اماراتو سره هم د همکاریو او هوکړو لپاره هڅې شوې دي.

راپورونه ښيي، په افغانستان کې د بې‌کارۍ او فقر کچه په بې‌ساري ډول لوړه شوې ده. د همدې ستونزو له امله ډېری افغانان ناقانونه کډوالۍ ته مخه کوي، چې په ډېرو مواردو کې یې د مرګ لامل ګرځي. په دې وروستیو کې د ایران پر لاره د لسګونه هغو افغانانو مړي موندل شوي، چې پر لاره د سړې هوا له امله مړه شوي وو. دغه کسانو هڅه کوله په ناقانونه توګه له پولې واوړي.