• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي په بلخ کې یې یوه ښځه د «نامشروع» اړیکو په تور په دُرو وهلې ده

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۲۶ GMT+۰تازه شوی: ۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۳۲ GMT+۰

طالبان وایي، چې د بلخ ولایت په زارې ولسوالۍ کې یې یوه ښځه د «نامشروع» اړیکو په تور په عام محضر کې ۳۵ دُرې وهلې ده.

د طالبانو سترې محکمې د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۶مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یادې ښځې ته یې د سزا ورکولو پر مهال عامو خلکو ته هم د پند اخیستو په موخه د نندارې بلنه ورکړې وه.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په تېرو درېیو ورځو کې په بېلابېلو ولایتونو کې څه باندې څلویښت کسان په دُرو وهلي دي.

سره له دې چې د طالبانو له‌خوا د عامو خلکو پروړاندې د بدني سزاګانو د ورکولو پر موضوع د بشري حقونو ګڼو سازمانونو سخت غبرګونونه ښودلي دي، خو لا هم طالبان نږدې هره ورځ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو ته په عام محضر کې بدني سزاګانې ورکوي.

ترویج لرونکی

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی
۱

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی

۲

تښتونه که کورنی تاوتریخوالی؛ د شاپور حسنزوی د کورنۍ د تري تم کېدو تر شا څه کیسه ده؟

۳

طالبانو پر کونړ سیند د برېښنا بند لپاره د پنځو سیمو د سروې بشپړولو خبر ور کړی

۴

ندا محمد ندیم د تحصیلي ادارو پر اصلاح او پرمختګ ټینګار کړی

۵

طالبانو د اسلام‌اباد غونډې اعلامیه رد کړه؛ غربي فرمایشونه نه منو

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو ادعا؛ روانه اوونۍ یې د ښځو د حقونو اړوند ۹۴ قضیې حل کړې دي

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۳۷ GMT+۰
100%

په داسې حال کې چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې یادې ډلې پر ښځو او نجونو پراخ بندیزونه لګولي؛ د طالبانو د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت ادعا کړې، چې د روانې اوونۍ په ترڅ کې یې د ښځو اړوند ۹۴ حقوقي قضیې حل کړې دي.

یاد وزارت نن پنجشنبه (د سلواغې ۱۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په‌ دې کې د ظلم، جبري نکاح، مهر، میراث، ولور او طلاق اړوند قضیې شاملې دي. د خبرپاڼې له مخې؛ په همدې موده کې له سوداګرو سره ۱۹۳ اصلاحي ناستې هم شوې دي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت نن پنجشنبه په خپل اوونیز راپور کې ویلي، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو او سیمو کې یې اووه کوډګر هم نیولي دي. د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کوډګر یې په کابل، دایکنډي، فاریاب او بلخ ولایتونو کې نیولي دي.

د طالبانو دغه وزارت تر دې وړاندې هم په کابل او یوشمېر نورو ولایتونو کې د کوډګرو له نیولو خبر ورکړی و.

اکسیوس: د سیمې د ۹ هېوادونو په فشار د ایران او امریکا د مذاکراتو پرېکړه وشوه

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۴۵ GMT+۰
100%

اکسیوس د لوړپوړو امریکایي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د عربي او مسلمانو مشرانو له پرله‌پسې فشارونو وروسته په عمان کې د ایران او امریکا ناسته بیا تنظیم شوه.

د راپور له‌مخې، د سیمې لږ تر لږه ۹ هېوادونو د دغې ناستې د نه لغوه کېدو غوښتنه وکړه او واشنګټن سره له دې چې شکمن و، "خپلو متحدینو ته یې د درناوي او د ډیپلوماټیکې لارې د دوام لپاره" ورسره موافقه وکړه.

تر دې وړاندې اکسیوس راپور ورکړ، چې د امریکا او ایران ترمنځ کېدونکي مذاکرات لغوه شوي.

ایران له امریکا څخه د مذاکراتو د ځای او د خبرو د بڼې د بدلون غوښتنه کړې وه، خو امریکا یې غوښتنه رد کړې وه.

عباس عراقچي: د جمعې په ورځ لس بجې په مسقط کې له امریکا سره مذاکرات لرو

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۱۵ GMT+۰
100%

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي، د راتلونکې جمعې په ورځ به له امریکا سره د اټومي پروګرام په تړاو خبرې اترې وکړي. هغه ویلي، له عماني دولت څخه مننه کوي، چې د دې مذاکراتو لپاره یې زمینه برابره کړې. تر دې وړاندې اکسیوس راپور ورکړ، چې د امریکا او ایران ترمنځ کېدونکي مذاکرات لغوه شوي.

ایران له امریکا څخه د مذاکراتو د ځای او د خبرو د بڼې د بدلون غوښتنه کړې وه، خو امریکا یې غوښتنه رد کړې ده.

اکسیوس د یوه جګپوړي امریکايي چارواکي له قوله لیکلي: «موږ ایران ته وویل چې یا په دې بڼه او یا هم هېڅ، خو هغوی وویل ښه سمه ده، بیا نو هېڅ».

واشګټن ویلي، چې له تهران سره د پخوانۍ هوکړې له‌مخې مذاکراتو لپاره چمتو دی.

یوه جګپوړي امریکایي چارواکي زیاته کړې: «موږ غواړو چې ژر تر ژره یوه رښتینې هوکړه وشي، که نه خلک به نورو انتخابونو ته وګوري».

طالبانو په کاپیسا کې یوه ښځه او یو نارینه د «زنا» په تور په دُرو وهلي دي

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۱۷ GMT+۰
100%

د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې په کاپیسا ولایت کې یې یوه ښځه او یو نارینه د «زنا» په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

د یادې ډلې سترې محکمې د چهارشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د کاپیسا ولایت په اله‌سای ولسوالۍ کې یې یوه ښځه او یو نارینه د «زنا» په تور د دولتي کسانو او عامو کسانو په حضور کې هر یو ۳۹ ـ ۳۹ دُرې وهلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په تېرو دوو ورځو کې په بېلابېلو ولایتونو کې څه باندې څلویښت کسان په دُرو وهلي دي.

سره له دې چې د طالبانو له‌خوا د عامو خلکو پروړاندې د بدني سزاګانو د ورکولو پر موضوع د بشري حقونو ګڼو سازمانونو سخت غبرګونونه ښودلي دي، خو لا هم طالبان نږدې هره ورځ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو ته په عام محضر کې بدني سزاګانې ورکوي.

عادله راز د ملګرو ملتونو د مشورتي پلاوي غړې شوه

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۵۹ GMT+۰
100%

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د «څو اړخیزه زیان منونکي شاخص مشورتي پلاوي» د غړو په توګه له بېلابېلو هېوادونو څخه ۱۵ نړۍوال کارپوهان ټاکلي دي. په واشنګټن کې د افغانستان پخوانۍ سفیره عادله راز هم د یاد بورډ غړې په توګه ټاکل شوې ده.

د ملګرو ملتونو له‌‌خوا د خپاره شوي نوملړ له مخې؛ د دغه پلاوي غړي د امریکا، یمن، سنګاپور، فرانسې، چین، بنګله‌دېش، کولمبیا او یو شمېر نورو هېوادونو څخه غوره شوي دي. ملګري ملتونه وايي، د دغه پلاوي غړي د اقتصادي او ټولنیزې پراختیا، د چاپېریال ساتنې، د زیان‌مننې د ارزونې او د مقاومت پیاوړتیا په برخو کې تخصص لري.

دغه پلاوی به د پرمختیايي زیان منونکو هېوادونو وضعیت او د هغوی د مقاومت محدودیتونه وڅېړي او د دغه ارزونو پایلې به د پرېکړو د ښه‌والي او د سرچینو عادلانه وېش لپاره وکاروي.

د یاد پلاوي له نورو دندو ترڅنګ یوه دنده دا ده، چې یاد شاخص هر درې کاله وروسته وڅېړي او د پرمختیايي هېوادونو د پرمختګ بهیر وڅاري. ملګرو ملتونو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د پرمختیايي هېوادونو زیانمنتیا د دوامداره پرمختګ پر وړاندې یو ستر خنډ دی، په ځانګړي ډول په هغو شرایطو کې چې هېوادونه له بهرنیو شاکونو او فشارونو سره مخامخ کېږي.