په بلخ کې د یوې ټرافیکې پېښې له امله ۴ کسان مړه او یو ټپي شوی

په بلخ کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند حافظ وثیق ویلي، چې د مزار شریف - حیرتان پر لویه لار د یوې ټرافیکي پېښې له کبله ۴ کسان مړه او یو تن سخت ټپي‌ شوی دی. نوموړي زیاته کړې، چې ټپي شوی کس یې روغتون ته لېږدولی دی.

د هغه په وینا؛ یاده پېښه تېره شپه ناوخته د موټر چلوونکو د بې‌احتياطۍ له کبله رامنځته شوې.