• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اوکراین او روسیې ترمنځ د ۳۱۴ بندیانو د تبادلې پر سر هوکړه شوې

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۵۲ GMT+۰

د امریکا په منځګړتوب د اوکراین او روسیې پلاوي د ۳۱۴بندیانو د تبادلې پر هوکړې سلا شوي دي. د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي سټیو ویټکاف ویلي، چې که څه هم د جګړې د پای ته رسولو لپاره لا هم مهم کارونه پاتې دي، خو دا هوکړه یو مهم پرمختګ بلل کېږي.

ویټکاف په خواله رسنۍ «ایکس» کې په یوه پیغام کې ویلي: «نن د امریکا، اوکراین او روسیې پلاویو د ۳۱۴بندیانو پر تبادلې هوکړه وکړه او دا په تېرو پنځو میاشتو کې د بندیانو لومړنۍ تبادله ده.»

هغه زیاته کړې، چې دغه پایله د سولې له هغو خبرو وروسته ترلاسه شوې، چې تفصیلي او ګټورې وې.

د ویټکاف د وینا له مخې، که څه هم لا د پام وړ کار پاتې دی، خو دا ډول ګامونه ښيي چې دوامدار ډیپلوماتیک تعامل عملي پایلې لري او د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو هڅې پر مخ وړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اوکراین د مرکچي پلاوي مشر د چارشنبې په ورځ په ابوظبۍ کې د امریکا په منځګړیتوب د نویو خبرو لومړۍ ورځ «رغنده» بللې وه.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي هم ویلي وو، چې هېواد یې تمه لري دا خبرې به د بندیانو یوې نوې تبادلې ته لاره هواره کړي.

سټیو ویټکاف ویلي، چې خبرې به دوام ولري او تمه ده په راتلونکو اونیو کې نور پرمختګونه هم وشي. نوموړي دا نه دي روښانه کړي، چې هر هېواد به څو بندیان تبادله کوي. سپینې ماڼۍ هم تر اوسه په دې اړه کوم رسمي نظر نه دې ښکاره کړی.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

ازبکستان او قزاقستان وايي چې افغانستان د سیمه‌ییز اتصال مهمه کړۍ ده

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۴۲ GMT+۰

د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت‌الله ایرګاشېف په دغه هېواد کې د قزاقستان له سفیر بېبوت اتامکولوف سره په لیدنه کې د سیمه‌ییز اتصال او همغږۍ په بهیرونو کې د افغانستان پر رول خبرې اترې کړې دي.

د ازبکستاني رسنیو دراپورونوله مخې، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې ناسته کې افغانستان د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ د اقتصادي او ترانزیټي اړیکو د یوه مهم دهلېز په توګه یاد شوی دی.

دواړو لورو ټینګار کړی، چې د افغانستان د ثبات او پرمختګ لپاره سیمه‌ییزه همکاري اړینه ده او په دې برخه کې د منظم او دوامدار ډیالوګ دوام ته اړتیا ده.

د قزاقستان سفیر د افغانستان په تړاو د سیمې د هېوادونو ترمنځ د یو واحد دریځ د رامنځته کولو لپاره د ازبکستان هڅې مهمې وبللې.

په دې لیدنه کې د ټرانس‌افغان رېل‌پټلۍ پروژه د افغانستان د اقتصادي ادغام او د سوداګرۍ د پراختیا لپاره یو بنسټیز ګام بلل شوی. دواړو خواوو وویل، چې دا پروژه کولی شي افغانستان د سیمې د ترانزیټي شبکو یوه فعاله برخه وګرځوي.

د امریکا او ایران د خبرو اترو تر هوکړې وروسته د تېلو بیې راټیټې شوې

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۱۷ GMT+۰

له هغه وروسته چې امریکا او ایران د عمان په منځګریتوب په خبرو اترو هوکړې ته ورسېدل؛ د تېلو بیې نن پنجشنبه (د سلواغې ۱۶مه) راټیټې شوې دي.

د سي‌اېن‌بي‌سي شبکې د راپور له مخې؛ د امریکا د خامو تېلو بیه په اسیا کې ۱.۴ سلنه راټیټه شوه او په هر بېرل کې ۶۴.۲۶ ډالرو ته ورسېده، په داسې حال کې چې د برینټ نړۍوال معیار ورته اندازه ۶۸.۴۹ ډالرو ته راټیټه شوه.

سي‌اېن‌بي‌سي لیکي، ایران غواړي خبرې اترې یوازې پر اټومي موضوع متمرکزې شي؛ خو امریکا هڅه کوي د تهران د بالستیک توغندیو پروګرام، په سیمه کې د وسله‌والو ډلو ملاتړ او په ایران کې د بشري حقونو وضعیت هم د خبرو اجنډا ته ورزیات کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ توندې څرګندونې د تېلو بیې نږدې درې سلنه لوړې کړې وې. ټرمپ د چهارشنبې په ورځ ویلي و، چې علي خامنه‌یي «باید ډېر اندېښمن وي».

ټرمپ تېره میاشت هم خبرداری ورکړی و، که اټومي هوکړې ته ونه رسېږي؛ نو هغه به پر ایران د پوځي برید په اړه فکر وکړي او حتی د کورنیو لاریون کوونکو د ملاتړ امکان یې هم څرګند کړی و.

شنونکو سي‌اېن‌بي‌سي ته ویلي، ښايي د تېلو بازار تر اړتیا زیات د ډیپلوماتیکو نښو پر وړاندې غبرګون ښودلی وي؛ هغه نښې چې کولای شي ډېر ژر بدلون ومومي.

د «اېم.اېس.ټي مارکی» د انرژۍ څېړنو مشر ساول کاوونیک ویلي، چې د ایران د خبرو اترو په اړه د متناقضو پیغامونو بېلول ګران دي او دغه خبرې اترې ښایي هم د تاوتریخوالي د کمېدو نښه وي او هم د پوځي اقدام تر مخه یوه تکتیکي تګلاره.

هغه ټینګار کړی، سره له دې چې بیې راټیټې شوې، بنسټیز ګواښونه لا هم لوړ دي او په سیمه کې د امریکا او د هغه د متحدینو له‌خوا د پوځي ځواکونو او تجهیزاتو پراخ ځای پرځای کېدل ښيي چې د برید احتمال لاهم جدي دی.

د عمران خان زوی: د پاکستان حکومت په قصدي ډول زموږ د ویزو غوښتنلیکونو په اړه اقدام نه‌کوي

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۵۳ GMT+۰

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د بنسټګر عمران خان زوی قاسم خان وایي، چې هغه او ورور یې غواړي د خپل پلار د لیدو لپاره پاکستان ته سفر وکړي؛ خو حکومت یې د ویزو غوښتنلیکونو په اړه اقدام نه‌کوي. نوموړي ویلي، اولادونه د خپل پلار له لیدو منعه کول د «ډله‌ییزې سزا» په څېر ده.

د عمران خان زوی قاسم خان په یوه بیان کې ویلي، چې پلار یې له ۹۱۴ ورځو راهيسې په انفرادي بند کې دی. نوموړي د خان روغتیايي حالت نازک ښودلی او ویلي یې دي، چې هغه روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري.

هغه زیاته کړې:« زه او زما ورور غواړو د خپل پلار د لیدو لپاره پاکستان ته ولاړ شو؛ خو حکومت په قصدي ډول زموږ د ویزو غوښتنلیکونه نه څاري». قاسم خان ویلي، چې له درملنې څخه د یوه بندي محرومول ظلم دی او د پلار له ليدو د اولادونو منع کول د «ډله‌ييزې سزا» په څېر ده.

د عمران خان زوی قاسم خان د بشري حقونو له نړۍوالو سازمانونو او حکومتونو غوښتنه کړې، چې د نه جبرانېدونکي زیان تر رامنځته کېدو مخکې دې د یادې موضوع په اړه خپل غږ پورته کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې د عمران خان د روغتیايي وضعیت او د هغه سره پر لیدنې بندیز د نوموړي د کورنۍ او پلویانو اندېښنې راپورته کړې دي.

تر دې وړاندې د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د دغه اندېښنو په ځواب کې ویلي و، د پاکستان پخوانی لومړی وزیر چې په اډیاله زندان کې بند دی؛ د طبي درملنې لپاره د اسلام‌اباد (پیمز) روغتون ته وړل شوی و. نوموړي‌ د خان روغتیايي‌ حالت د ډاډ وړ ښودلی و.

د ایران او امریکا ترمنځ خبرې به په عمان کې د عربي هېوادونو په منځګړیتوب ترسره شي

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۰۲:۲۵ GMT+۰

د هغو راپورونو له خپرېدو سره هم‌مهاله چې د امریکا او ایران ترمنځ خبرې اترې د ځای او چوکاټ پر سر د اختلاف له امله لغوه شوې دي؛ د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي اعلان وکړ، چې دغه خبرې اترې به د جمعې په ورځ په عمان کې ترسره شي.

عراقچي پر اېکس پانه لیکلي، چې «له امریکا سره د اټومي پروګرام په اړه خبرې اترې د جمعې په ورځ د سهار په شاوخوا لسو بجو په مسقط کې ترسره کېږي». رویټرز خبري اژانس هم د یوه امریکایي چارواکي په حواله راپور ورکړی، چې «له ایران سره به خبرې اترې د جمعې په ورځ په عمان کې ترسره شي».

تر دې وړاندې اکسیوس د دوو سرچینو په حواله راپور ورکړی و، امریکا د ایران هغه غوښتنه رد کړې ده چې د خبرو اترو ځای او چوکاټ دې بدل شي. یوه لوړپوړي امریکایي چارواکي د ترکیې د مخکېني ځای او د سیمې هېوادونو د استازو د حضور په اړه وویل: «موږ ایران ته وویل، یا همدا چوکاټ ومنئ یا هېڅ. هغوی هم هوکړه ونه کړه».

خو د اکسیوس د راپور تر خپرېدو وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزیر د خبرو اترو لغوه کېدل رد کړل او ویې ویل، چې له خپل امریکایي سیال سره به یې خبرې د جمعې په ورځ د سهار په لسو بجو په مسقط کې ترسره شي.

د سیمې د هېوادونو ټینګار

اکسیوس د دوو امریکایي چارواکو په حواله لیکلي، چې د جمعې په ورځ په عمان کې د امریکا او ایران د اټومي خبرو اترو طرحه یو ځل بیا د مېز پر سر ده. لامل یې دا دی، چې د چهارشنبې په ماښام څو عربي او اسلامي مشرانو په بېړني ډول د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ادارې غوښتي، چې د خبرو اترو د لغوه کولو له ګواښ څخه لاس واخلي.

د راپور له مخې؛ لږترلږه د سیمې نهو هېوادونو د ټرمپ حکومت تر لوړو پوړو چارواکو پیغامونه رسولي او په کلکه یې غوښتنه کړې، چې امریکا دې په عمان کې له ایراني چارواکو سره پلان شوې ناسته نه لغوه کوي.

په همدې حال کې لبناني رسنۍ «المیادین» د ایران د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې تهران به د فشارونو له امله د خبرو اترو منل شوی چوکاټ او بڼه بدله نه‌کړي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت چارواکو تر اوسه د دغه بدلونونو په اړه کوم رسمي څرګندونې نه‌دي کړې.

دا په داسې حال کې ده چې ډونالډ ټرمپ تر دې وړاندې څو ځله ایران ته خبرداری ورکړی و، که خبرې اترې بې‌پایلې پاتې شي؛ نو واشنګټن به پوځي اقدام وکړي. د دغه خبرداریو له زیاتېدو سره هم‌مهاله، امریکا په وروستیو ورځو کې الوتکه وړونکې بېړۍ او پوځي تجهیزات منځني ختیځ ته لېږدولي دي.

رویټرز: امریکا د مهمو منرالونو لپاره د نړۍوال سوداګریز بلاک د جوړولو طرحه وړاندې کړه

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۵۱ GMT+۰

امریکا د داسې نړۍوال سوداګریز بلاک د جوړولو طرحه وړاندې کړې، چې موخه یې پر چین د اتکاء کمول او د نړۍ د اکمالاتي ځنځیرونو پیاوړتیا ده. د امریکا د ولسمشر مرستیال جي‌ډي ونس ویلي، چې غواړي له خپلو متحدانو سره په ګډه د مهمو منرالونو لپاره «د ترجیحي سوداګرۍ سیمه» جوړه کړي.

د هغه په وینا، د دغو منرالونو د تولید د بېلابېلو پړاوونو لپاره به د بیو ټاکلې مرجعې جوړې شي. هغه زیاته کړه، چې دغه بیې به د بدلېدونکو تعرفو له لارې د حداقل بیې په توګه وساتل شي، څو ارزانه منرالونه به بازار ته داخل نه‌شي او د کورنیو تولیدوونکو د زیان مخه به ونیول شي.

دا نوښت داسې مهال وړاندې کېږي، چې واشنګټن د مهمو منرالونو د پروسس په برخه کې د چین له نفوذه اندېښنه لري. دغه منرالونه د نیمه هادي چپونو، برېښنایي موټرو او دفاعي تجهیزاتو په تولید کې مهم رول لري. امریکايي چارواکي وايي، چین په تېرو کلونو کې د صادراتو په محدودولو او د بیو په ټیټ ساتلو سره دا سکتور د جیو اقتصادي فشار د وسیلې په توګه کارولی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل، د سوېلي کوریا، هند، جاپان، جرمني، اسټرالیا، تایلنډ او د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت په ګډون د ۵۵ هېوادونو استازو په دې خبرو اترو کې برخه اخیستې ده. همدارنګه د امریکا سوداګریز استازي اعلان وکړ، چې له مکسیکو سره د دوه اړخیزې همکارۍ طرحه او له اروپايي ټولنې او جاپان سره درې اړخیزه هوکړه شوې، چې د مهمو منرالونو د اکمالاتي ځنځیرونو د پیاوړتیا لپاره زمینه برابروي او د نورو هېوادونو د پراخ ګډون لپاره لار هواروي.

د ډونالډ ټرمپ ادارې د «Vault» په نوم پروژه هم پیل کړې، چې د مهمو منرالونو ستراتیژیک زېرمتونونه جوړ کړي. دغه پروژه د امریکا د صادراتو او وارداتو بانک له خوا د ۱۰ میلیارد ډالرو لومړنۍ پانګې او د ۲ میلیارد ډالرو خصوصي پانګې په ملاتړ پر مخ وړل کېږي. د دې طرحې موخه د منرالونو د استخراج او پروسس په برخه کې د پانګونې جذب او د چین له ارزانه عرضې سره د سیالۍ کمول بلل شوي دي.

په همدې حال کې د ارجنټاین د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې له امریکا سره یې د اکمالاتي ځنځیرونو د پیاوړتیا او متنوع کولو لپاره په یوه چوکاټ هوکړه کړې، څو د دې هېواد د مسو او لیتیوم صادرات زیات شي.

د دې سوداګریز بلاک د جوړېدو د خبر له خپرېدو سره سم د ځینو کان‌کېندونکو شرکتونو ونډې له ۶ تر ۱۴ سلنې پورې راولوېدلې دي. شنونکي وايي، دا تګلاره ښايي د نړۍ اکمالاتي ځنځیرونه بدل کړي، خو په لنډ مهال کې به د صنایعو د تولید لګښتونه لوړ کړي او د واشنګټن او بېجینګ تر منځ د سوداګریزو کړکېچونو د زیاتېدو احتمال هم شته. چین هم ویلي، چې د نړۍوالو اکمالاتي ځنځیرونو د ثبات د ساتلو لپاره همکارۍ ته چمتو دی.