تازه له ایران او پاکستان نه تر ۶۰۰ زیاتې کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي، چې د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۵مه) له ایران او پاکستان نه ۶۳۰ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي. یاد کمېسون زیاته کړې، چې دغه کورنۍ د نیمروز، هرات، کندهار او ننګرهار له لارو افغانستان ته ستنې شوې دي.