• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د هبت‌الله په لارښوونه په کابل کې د بېړنیو حالاتو کمېټه جوړه کړې

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۳۰ GMT+۰تازه شوی: ۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۵۷ GMT+۰

طالبانو ویلي، چې د ملا هبت‌الله د شفاهي لارښوونې پر بنسټ یې په کابل کې د بېړنیو حالاتو کمېټه جوړه کړې ده. په کابل کې د طالبانو رسنیز دفتر ویلي، یاده کمېټه به د طبیعي پېښو له امله د رامنځته کېدونکو بحراني حالاتو پر مهال د خلکو ستونزو ته د بېړنۍ او پر وخت رسېدنې په موخه فعالیت کوي.

په کابل کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یاده کمېټه به د کابل لپاره د طالبانو د والي امین‌الله عبید په مشرۍ فعالیت کوي.

طالبانو ویلي، کابل مېشتي کولای شي چې د واورو، بارانونو او نورو طبیعي پېښو پر مهال په بېړنیو حالاتو کې له یادې کمېټې سره په مستقیم ډول اړیکه ونیسي او کمېټه به د بېړنیو حالاتو پرمهال له خلکو سره د اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې لازم اقدامات وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د هبت‌الله د لارښوونې پر بنسټ به د احتمالي ستونزو د رامنځته کېدو د مخنیوي او د خلکو د ژغورنې په موخه د بېړنیو حالاتو کمېټه پر عمومي لارو او ولسوالیو کې سیار ګزمې هم ترسره کوي.

یاده کمېټه په داسې حال کې رامنځته شوې، چې په افغانستان کې د بېلابېلو بحراني حالاتو له امله ډېر خلک د بېړنیو مرستو د ناوخته رسېدو له کبله له سختو ستونزو سره مخ کېږي او سلګونه وګړي زیانمنېږي. د طالبانو په خبره، دغه کمېټه هڅه کوي چې د ناورینونو د مدیریت په برخه کې همغږي رامنځته کړي او د خلکو د ساتنې لپاره ګړندي او اغېزمن اقدامات یقیني کړي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي په روانه اوونۍ کې یې له څه باندې ۳ زرو کورنیو سره مرستې کړې دي

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۵۵ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په روانه اوونۍ کې یې په څلورو ولایتونو کې له ۳ زره او ۸۰۲ راستنو شویو او بې‌ځایه شویو کورنیو سره د خوراکي او غئرخوراکي توکو ترڅنګ نغدي مرستې کړې دي.

د طالبانو یاد وزارت د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۶مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه مرستې په کابل، بلخ، بغلان او بادغیس ولایتونو کې وېشل شوې دي. په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته خوراکي توکي، یوه خېمه، ژمنۍ کڅوړه او نغدي پیسې ورکړل شوې دي.

د طالبانو په وینا، دغه مرستې د کورنیو او نړۍوالو مرستندویه موسسو په مالي ملاتړ شوې دي.

طالبان داسې مهال له بېرته راستنېدونکو سره د مرستو خبرونه ورکوي، چې تازه د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان بشري وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.

یادې رسنۍ په خپل راپور کې ویلي، د امریکا تر مرستو بندېدو وروسته افغانستان کې لوږه او بشري کړکېچ مخ په ډېرېدو دی او د روان کال په ګډون به راتلونکو کلونو کې د دغه ناورین کچه لا پسې په بې‌سارې توګه لوړه شي.

دې رسنۍ زیاته کړې، طالبان دومره مالي توان نه لري چې په افغانستان دننه د لوږې، بې‌وزلۍ، بې‌روزګارۍ او بشري ناورین مخه ونیسي او که نړۍواله ټولنه اقدام ونه‌کړي؛ نو د دغه هېواد وګړي به له لوی بشري ناورین سره مخ شي.

سرچینې: طالبانو په ولایتونو کې د "رمضان" جام کرېکټ لوبو باندې بندیز ولګاوه

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۴۳ GMT+۰
•
عبدالله همیم

سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې د طالبانو د امربالمعروف وزارت په ټولو ولایتونو کې د روژې په میاشت کې د «رمضان» جام کرېکټ سیالیو باندې بندیز لګولی دی. د ټینیس بال یادې سیالۍ هر کال د روژې میاشت کې نږدې په ټولو ولایتونو کې ترسره کېږي.

بېلابېلو سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د امربالمعروف وزارت د ټولو ولایتونو د سپورټ او بدنې روزنې ولایتي مسوولینو ته په شفاهي ډول امر کړی، چې د «رمضان» جام کرېکت سیالۍ به نه ترسره کوي.

د سرچینو د معلوماتو له‌مخې، د امربالمعروف وزارت پر یادو سیالیو د بندیز لامل د تراویح لمونځ قضا کېدل بللي دي.

سرچینو ویلي، چې د امربالمعروف وزارت له‌خوا ورته ویل شوي، چې« په روژه کې وخت باید عبادت ته وقف شي او کرېکټ لوبې وخت ضایع کوي».

د ټینیس بال کرېکټ لوبې د کرېکټ بورډ اړوند کوم رسمیت نه لري، خو د سپورټ او بدنې روزنې ادارې تر څار لاندې هر کال د روژې په میاشت کې په ولایتونو کې ترسره کېږي.

یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخېستل افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي: «ټولو ولایتونو ته امر شوی دی چې د روژې په میاشت کې به د رمضان جام سیالۍ نه ترسره کېږي. ځکه ځوانان د لوبې له امله د تراویح لمونځ قضا کوي او عبادت ته وخت نه ورکوي».

یادو سرچینو ویلي، چې هر کال د روژې په میاشت کې د رمضان جام په نوم د ټینیس بال لوبې ترسره کېږي او له دې لارې د کرېکټ مینه‌والو او لوبغاړو ته د سالم مصروفیت زمینه برابرېږي.

په کندهار ولایت د کرېکټ یو لوبغاړي افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي: «د روژې په میاشت کې د ټینیس بال د ټورنمینټ لپاره چمتوالی نیول شوی و، لوبډلې مشخصې شوې دي، خو موږ ته نن خبر راکړل شو چې دغه ټورنمینټ لغوه شوی دی».

یادې سیالۍ معمولا له روژه مات وروسته پیلېدې او د شپې تر ناوخته به یې دوام کاوه. په یادو سیالیو کې به د کرېکټ لوبغاړو په ګډون سلګونه نندارچیان هم د سیالیو نندارې ته ورتلل.

همدارنګه د هلمند، زابل او ارزګان په ګډون د ګڼو نورو ولایتونو د کرېکټ لوبغاړو د معلوماتو له‌مخې، د روژې په میاشت کې د رمضان جام سیالۍ په ټولو ولایتونو کې لغوه شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هر کال په ولایتونو کې د ټینیس بال رمضان جام کرېکټ سیالۍ ترسره کېدې، د یادو سیالیو مالي ملاتړ د ځینو سوداګرو او شرکتونو له‌خوا تر سره کېده او اتلو لوبډلو ته به بېلابېلې ډالۍ هم ورکول کېدې.

د حکمتیار زوی: امریکا اندېښنه لرله چې پلار به مې په سیمه کې پر "بل خمیني" بدل شي

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۵۶ GMT+۰

د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار زوی حبیب‌الرحمان حکمتیار وايي، د پخواني شوروي پر وړاندې د افغانستان د جهاد پر مهال امریکايي چارواکي اندېښمن وو، چې د مجاهدینو د بریا په صورت کې به سیاسي واک حزب اسلامي ته ورسېږي او ګلبدین حکمتیار به په سیمه کې پر یوه "بل خمیني" بدل شي.

نوموړي د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۵مه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، سره له دې چې متحده ایالاتو په افغانستان کې د شوروي ماتې ته جدي لېوالتیا لرله، خو د حکمتیار له واک ته رسېدو یې هم وېره درلوده او همدا اندېښنه د امریکا او مجاهدینو ترمنځ د اختلاف یو له مهمو ټکو څخه وه.

د حبیب‌الرحمان حکمتیار په وینا، امریکايي چارواکو باور درلود چې دوی د مجاهدینو د وسلو د لګښت لویه برخه تمویلوي، نو ځکه باید دا حق ولري چې پرېکړه وکړي دا وسلې څنګه وکارول شي او کومې ډلې ته وسپارل شي. هغه زیاته کړې، چې د جګړې له سختېدو او له افغانستان څخه د شوروي د وتلو په اړه د خبرو له پیل سره د کابل د راتلونکي سیاسي وضعیت په اړه د امریکا اندېښنې نورې هم زیاتې شوې.

د حکمتیار زوی لیکلي، امریکا سره له دې چې حزب اسلامي یې د شوروي پر ضد جګړه کې «تر ټولو اغېزمن جریان» باله او د مجاهدینو له ملاتړ پرته یې بله لار نه لیده، خو د شوروي له ماتې وروسته یې هم د حکمتیار پر ضد «دسیسې» جوړې کړې، څو هغه واک ته ونه رسېږي.

نوموړي ویلي، ښايي امریکا اوس له شلو کلونو پوځي حضور وروسته دې پایلې ته رسېدلې وي، چې هغه مهال یې ناسم تصمیم نیولی و. په ۱۳۶۷ لمریز کال کې له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو تر وتلو وروسته د مجاهدینو ترمنځ ژور اختلافونه راڅرګند شول چې ورو ورو یې کورنۍ جګړې ته لاره هواره کړه.

د مجاهدینو اصلي ډلې پر دې سلا نه شوې، چې کابل به د چا تر واک لاندې وي او د حکومت جوړښت به څنګه وي.

د الجزیرې په هغه راپور کې چې په ۲۰۱۲ کال کې خپور شوی ویل شوي، چې په ۱۹۸۵ کال کې د افغان مقاومت د مشرانو یوه پلاوي په سپینه ماڼۍ کې له رونالډ رېګن سره ولیدل، خو ګلبدین حکمتیار له هغه وخت د امریکا له ولسمشر سره له لیدنې ډډه وکړه.

راپور د عبدالهادي ارغندیوال (چې په هغه سفر کې د حکمتیار ملګری و) له قوله لیکي، چې حکمتیار ته د امریکا د سفر بلنه د ملګرو ملتونو له لوري ورکړل شوې وه، نه د رېګن له‌خوا او همدا لامل و چې هغه له رېګن سره ونه لیدل. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ۲۰۰۳ کال کې ګلبدین حکمتیار د «نړۍوال ترهګر» په نوم ونوماوه او د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د بندیزونو په نوملړ کې شامل کړ.

دا بندیزونه وروسته له هغه لېرې شول چې ګلبدین حکمتیار د افغانستان د پخواني حکومت سره د سولې تړون لاسلیک کړ.

طالبان وايي چې د بې‌کیفیته بېټریو ۲۵ ټنه محموله یې بېرته ایران ته ور وګرځوله

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۲۹ GMT+۰

د طالبانو د سټنډرډ او کیفیت ملي ادارې ویلي، چې د بې‌کیفیته بېټریو یوه ۲۵ ټنه محموله یې چې له کورنیو معیارونو سره یې سمون نه درلود، بېرته د فراه ولایت د ابونصر فارابي بندر له لارې ایران ته وګرځوله.

د طالبانو د سټنډرډ او کیفیت ملي ادارې نن پنجشنبه (د سلواغې ۱۶مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د بې‌کیفیته بیټریو یوه ۲۵ ټنه محموله یې چې له ملي معیارونو سره یې سمون نه درلود، تر هر اړخیزې څېړنې او دقیق کنټرول وروسته بېرته د فراه د ابونصر فارابي بندر له لارې ایران ته وګرځوله.

طالبانو ویلي، چې د بېټریو دغه محموله د کیفیت د تثبیت او کنټرول پروسې پرمهال تخنیکي وارزول شوه او د اړینو معیارونو د نه پورره کولو له امله یې د هېواد بازارونو ته د ننوتلو اجازه ترلاسه نه‌کړه.

د طالبانو یادې ادارې ویلي، چې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو ته دوام ورکوي او د افغانستان په ټولو بندرونو کې د وارداتي توکو د کیفیت د تثبیت او کنټرول پروسه په شفافه، منظمه او پرېکنده توګه روانه ده.

طالبانو تر دې وړاندې هم له ایران او ازبکستان څخه د بې‌کیفیته تېلو او ګازو ډک ټانکرونه بېرته ورګرځولي دي.

روسي څېړونکي په یوه کتاب کې د «طالبانو استخباراتي رازونه» خپاره کړل

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۵۸ GMT+۰

روسي کارپوه او په روسیه کې د افغانستان د سیاسي مطالعاتو مرکز مشراندري سرېنکو د «طالبانو استخباراتي رازونه» تر سرلیک لاندې یو کتاب خپور کړی دی. په دې کتاب کې یو شمېر اسناد خپاره شوي چې د لیکوال په وینا، د طالبانو د ادارې د استخباراتو پټ رازونه ښيي.

اندري سرېنکو په خپل کتاب کې لیکلي چې د چین انتخاب د دغه هېواد د پوځ د پوځي ـ تخنیکي سترو لاسته راوړنو، په ځانګړي ډول د هوايي دفاع په برخه کې او همدارنګه د کابل او بېجینګ ترمنځ د متقابل اعتماد د لوړې کچې له امله شوی دی.

د کتاب په یوه برخه کې راغلي چې د طالبانو د مشرانو د امنیت تضمین، په ځانګړي ډول د احتمالي هوايي بریدونو پر وړاندې، توجه ډېره شوې ده.

لیکوال وايي چې د نامعلومو بې‌پيلوټه الوتکو (ډرونونو) الوتنې په منظم او پرله‌پسې ډول د کندهار پر فضا ترسره کېږي، هغه ښار چې د طالبانو مشر پکې مېشت دی او دې چارې وضعیت د طالبانو لپاره لا خطرناک کړی دی.

لیکوال د خپلو سرچینو له قوله لیکلي چې د تېر کال په دوبي کې د ملا هبت‌الله اخوندزاده نږدې کسانو د هغه پر امنیت، په ځانګړي ډول د احتمالي هوايي ګواښونو پر وړاندې، ډېر تمرکز کړی و.

له سي‌اې‌اې سره د طالبانو پټه همکاري

لیکوال وايي چې د طالبانو استخبارات او د امریکا د مرکزي استخباراتو اداره یوله بل سره همکاري لري او په سعودي عربستان او قطر کې یې پټې ناستې کړې دي.

ویل شوي چې د دې همکاریو په چوکاټ کې، سي‌ای‌اې سملاسي مکسو ته د طالبانو د سفرونو له پایلو خبرېږي.

اندري سرېنکو یو سند خپور کړی چې مسکو ته د طالبانو د استخباراتي پلاوي ترکیب ښيي.

هغه وايي چې دغه پلاوی مسکو ته تر سفر مخکې د امریکا له استخباراتي چارواکو سره لیدلي وو.

دا روسی څېړونکی د خپلو سرچینو له قوله زیاتوي چې سي‌ای‌اې هڅه کوي د طالبانو له لارې په افغانستان کې د روسیې د کړنو په اړه معلومات ترلاسه کړي.

اندري سرېنکو د کتاب په بله برخه کې ویلي چې د دونالد ټرمپ د واک ته رسېدو له وخت راهیسې، د طالبانو په اداره کې د سي‌ای‌اې د جاسوسي شبکې فعالیت زیات شوی دی.

امریکا ته د بګرام د لیدنې بلنه

لیکوال د خپل کتاب په بله برخه کې وايي چې طالبانو امریکا ته د بګرام پوځي اډې د لیدنې بلنه ورکړې ده.

اندري سرېنکو د طالبانو دا اقدام «نوې فتنه» بللې ده.

د لیکوال په وینا، د طالبانو موخه دا وه چې د امریکا د ولسمشر دونالد ټرمپ نظر بدل کړي.

دې روسي څېړونکي په خپل کتاب کې یو سند هم خپور کړی چې د طالبانو د دفاع وزیر لاسلیک پرې شته او له مخې یې ملا یعقوب د بګرام اډې د نیمګړتیاوو او ستونزو د ارزونې لپاره د یو پلاوي د جوړولو امر کړی دی.

ټرمپ څو ځله په خپلو ویناوو کې ویلي چې طالبان باید د بګرام پوځي اډه بېرته وسپاري.

منځنۍ اسیا ته خبرداری

اندري سرېنکو وايي چې افغانستان د کوچنیو، خپلواکو او وسله‌والو جهادي ډلو څخه ډک دی چې په فعاله توګه د منځنۍ اسیا د هېوادونو پر وړاندې د بریدونو لپاره د مالي ملاتړ په لټه کې دي.

هغه په خپل کتاب کې لیکلي چې د بشار الاسد د رژیم تر سقوط وروسته، ډېر بهرني «مجاهدین» په داوطلبانه او جبري ډول له سوریې څخه ووتل او په زیاتېدونکي ډول د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان یې د خپل کور په توګه وټاکه.

دغه روسي څېړونکی د خپلو سرچینو له قوله زیاتوي چې القاعده او نورې جهادي ډلې په افغانستان کې د بیا منسجم کېدو هڅه کوي.

اندري سرېنکو له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې وویل چې د سیمې او له سیمې بهر هېوادونه باید هوښیار واوسي او پر طالبانو باور ونه کړي.

هغه وايي طالبان یو نه‌باور کېدونکی جوړښت دی چې د افغانستان د خلکو، د سیمې د هېوادونو او د ټولې نړۍ لپاره خطرناک دی.

اندري سرېنکو وویل چې دا اسناد «وطن‌دوستو افغانانو» ورته سپارلي دي او په روسیه کې ډېرو کسانو، د ولسمشرۍ د ادارې د ځینو غړو په ګډون، دا اسناد لوستي دي.

د دغه کارپوه په وینا، هغه اسناد چې په دې کتاب کې چاپ شوي، پخوا جلا جلا د روسیې په «نیزاویسیمایا ګازیتا» ورځپاڼه کې خپاره شوي وو.

افغانستان انټرنشنل تر اوسه دا اسناد په خپلواکه توګه نه دي تایید کړي.