• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په کابل کې د نشه‌يي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تور ۷۳ کسان نیولي

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۱۹ GMT+۰تازه شوی: ۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۳۱ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو یې په کابل ولایت کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې د نشه‌يي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تړاو ۷۳کسان نیولي دي.

د یاد وزارت په وینا، دغه کسان د کابل ولایت په بېلابېلو سیمو کې د نشه‌يي توکو د پلور او قاچاق په تور نیول شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼه زیاتوي، چې د نیول شویو کسانو دوسیې تر بشپړېدو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل کېږي.

د طالبانو د معلوماتو له مخې، له نیول شویو کسانو څخه ۷زره او ۷۰۰ نشه‌يي ټابلېټونه، تر دوو کیلوګرامو زیات چرس، لسګونه بوتله الکولي مشروبات او یوه اندازه تاریاک هم ترلاسه شوي دي.

طالبان ټینګار کوي، چې د نشه‌يي توکو د قاچاق او کارونې پر وړاندې به خپلې هڅې لا زیاتې کړي او په دې برخه کې به له قانون څخه سرغړونکي کسان له جدي قانوني چلند سره مخ شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر ( یو این او ډي سي) څو ورځې وړاندې په خپل یوه راپور کې ویلي و، چې په افغانستان کې لا هم دودیز نشه‌یي توکي تر ټولو ډېر کارېږي، خو ورسره د صنعتي نشه‌یي توکو او د درملو ناوړه استعمال هم د زیاتېدو په حال کې دی.

دغه سازمان د سلواغې پر ۱۲مه، ویلي وو، چې د نوې ارزونې له مخې، د افغان نارینه‌وو ترمنځ د چرسو کارونه ۴۷سلنه، د تاریاکو ۱۹سلنه، د «تابلیت کا» ۱۱سلنه او د مېټامفتامین یا شیشې کارونه اووه سلنې ته رسېږي.

ډېر لیدل شوي

په لاهور کې د طب محصلانو د افغان محصلانو د اېستلو پرېکړې پرضد اعتراض کړی
۱

په لاهور کې د طب محصلانو د افغان محصلانو د اېستلو پرېکړې پرضد اعتراض کړی

۲

د امریکا استازي افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر دوام ټینګار وکړ

۳

سمیع سادات: د طالبانو پر وړاندې جګړه کې بهرنیو سرتېرو ته اړتیا نه لرو

۴

پر انځورونو د بندیز سربېره؛ د ملاشیرین ملاتړي پر موټرسایکل د هغه د ګرځېدو ویډیوګانې اخلي

۵

پر کېیف د روسیې تازه بریدونه؛ رویټرز وایي د تېلو پر زېرمو بریدونو کې دوه کسان ووژل شول