• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پېښور سترې محکمې پر پښتون ژغورنې غورځنګ او مشرانو یې بندیز تایید کړ

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۵۱ GMT+۰

د خیبرپښتونخوا ایالت د پېښور سترې محکمې پر پښتون ژغورنې غورځنګ، منظور پښتین او د دغه غورځنګ پر یو شمېر مشرانو د پاکستان حکومت له‌خوا د لګېدلي بندیز پرېکړې پخلی کړی. له دغه محکمې پر پښتون ژغورنې غورځنګ د بندیز لرې کولو غوښتنه شوې وه؛ خو یادې محکمې دغه غوښتنه رد کړې ده.

د پاکستان ډان ورځپانې د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې د پاکستان کورنیو چارو وزارت په ۲۰۲۴کال کې پر پښتون ژغورنې غورځنګ، منظور پښتین او یوشمېر نورو مشرانو بېلابېل بندیزونه ولګول.

محکمې ویلي، چې بشپړه پرېکړه به وروسته خپره کړې. عریضه کوونکو له محکمې غوښتنه کړې وه، چې فدرالي حکومت ته امر وکړي؛ څو پښتون ژغورنې غورځنګ او د مشرانو نومونه یې د بندیز له نوملړه وباسي. دوی دغه بندیز ناقانونه بللی.

خو وکیل ثناء الله بیا ویلي: «قانوني لارې چارې شته؛ عریضه کوونکي کولای شي د ۱۹۹۷کال د ترهګرۍ ضد قانون د ۱۱-سي مادې له مخې لومړی په لیکلي ډول د فدرالي حکومت له لارې د کورنیو چارو وزارت ته د بیاکتنې غوښتنلیک وړاندې کړي، چې له مخې یې د پښتون ژغورنې غورځنګ د ممنوعه سازمان په توګه اعلان شوی و».

نوموړي ادعا وکړه، چې د دغه غورځنګ مشران د دولت ضد فعالیتونو سره تړاو لري او په خپلو غونډو کې یې د پاکستان پر وړاندې له کرکې ډکې ویناوې کړې دي. هغه د یوې پوښتنې په ډول ویلي: «که پي ټي‌اېم ځان سیاسي سازمان بولي؛ نو ولې د پاکستان د ټاکنو کمېسیون سره یې ځان نه‌دی ثبت کړی؟»

خو عریضه کوونکو بیا ویلي، د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مدني او ټولنیز غورځنګ دی چې د ۲۰۱۴کال راهیسې د پښتنو د حقونو خوندیتوب لپاره فعالیت کوي. هغوی ویلي، چې دوی د سیمې له تاوتریخوالي یا وسله‌‌والو غورځنګونو سره توپیر لري او تل یې د تاوتریخوالي پر ضد دریځ غوره کړی دی.

د یاد غورځنګ وکیل ویلي، چې پي‌‌ټي‌اېم د ټاکنو کمېسون سره د ثبت اړتیا نه‌لري؛ ځکه دا یو غورځنګ دی، نه سیاسي ګوند. هغه زیاته کړې: «فدرالي حکومت پر پي‌ټي‌اېم بندیز ولګاوه او ادعا یې وکړه، چې کابینې پرې هوکړه کړې؛ خو نه یې پرېکړه عامه کړه او نه یې د بندیز لامل شریک کړ».

دغه غورځنګ له پيل څخه د بندیز د لاملونو په اړه د معلوماتو غوښتنه کړې؛ خو حکومت تر اوسه هیڅ ډول معلومات نه‌دي ورکړي. د پاکستان حکومت تر دې وړاندې هم په وار، وار د نامعلومو لاملونو له امله د دغه غورځنګ ګڼ مشران او غړي بندیان کړي دي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۳

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۴
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۵

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

•
•
•

نور کیسې

روانه اونۍ؛ د پاکستان له زندانونو تر ۱۰۰ ډېر کډوال خوشې شول

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۴۸ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، په روانه اونۍ کې ۱۵۳ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کسان چې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او د دغه هېواد په زندانونو کې له یوې ورځې تر دوو میاشتو پورې بندیان وو، تر خوشې کېدو وروسته د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

په خبرپاڼه کې د دغه کسانو د جرمونو په اړه څه نه‌دي ویل شوي؛ خو په پاکستان کې افغانان تر ډېره په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسنادو نه لرلو له امله د پولیسو له‌خوا نیول کېږي. په تېرو وروستیو کې دغه لړۍ د خیبرپښتونخوا ایالت ته هم غځېدلې ده.
په پېښور کې مېشت افغان کډوال وایي، چې د پولیسو له وېرې له کوره بهر نه‌شي وتلای او که پولیس یې ونیسي؛ نو بېرته یې په جبري توګه افغانستان ته ستنوي.

له هغه راهیسې چې له طالبانو سره د اسلام‌اباد اړیکې ترېنګلې شوې؛ پاکستان د پلازمېنې په ګډون په یوشمېر ښارونو کې د افغان کډوالو پرضد عملیاتو ته زور ورکړی. په تېرو وروستیو کې پاکستاني پولیسو د افغانانو د نیولو لپاره ان د دوی د کورونو دروازې هم ماتې کړې دي.

د عمران خان زوی: د پاکستان حکومت په قصدي ډول زموږ د ویزو غوښتنلیکونو په اړه اقدام نه‌کوي

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۵۳ GMT+۰

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د بنسټګر عمران خان زوی قاسم خان وایي، چې هغه او ورور یې غواړي د خپل پلار د لیدو لپاره پاکستان ته سفر وکړي؛ خو حکومت یې د ویزو غوښتنلیکونو په اړه اقدام نه‌کوي. نوموړي ویلي، اولادونه د خپل پلار له لیدو منعه کول د «ډله‌ییزې سزا» په څېر ده.

د عمران خان زوی قاسم خان په یوه بیان کې ویلي، چې پلار یې له ۹۱۴ ورځو راهيسې په انفرادي بند کې دی. نوموړي د خان روغتیايي حالت نازک ښودلی او ویلي یې دي، چې هغه روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري.

هغه زیاته کړې:« زه او زما ورور غواړو د خپل پلار د لیدو لپاره پاکستان ته ولاړ شو؛ خو حکومت په قصدي ډول زموږ د ویزو غوښتنلیکونه نه څاري». قاسم خان ویلي، چې له درملنې څخه د یوه بندي محرومول ظلم دی او د پلار له ليدو د اولادونو منع کول د «ډله‌ييزې سزا» په څېر ده.

د عمران خان زوی قاسم خان د بشري حقونو له نړۍوالو سازمانونو او حکومتونو غوښتنه کړې، چې د نه جبرانېدونکي زیان تر رامنځته کېدو مخکې دې د یادې موضوع په اړه خپل غږ پورته کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې د عمران خان د روغتیايي وضعیت او د هغه سره پر لیدنې بندیز د نوموړي د کورنۍ او پلویانو اندېښنې راپورته کړې دي.

تر دې وړاندې د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د دغه اندېښنو په ځواب کې ویلي و، د پاکستان پخوانی لومړی وزیر چې په اډیاله زندان کې بند دی؛ د طبي درملنې لپاره د اسلام‌اباد (پیمز) روغتون ته وړل شوی و. نوموړي‌ د خان روغتیايي‌ حالت د ډاډ وړ ښودلی و.

د پاکستان پخوانی استازی: طالبان افغانستان د تباهۍ کندې ته ټېل وهي

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۴۹ GMT+۰

د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی اصف دُرانی وايي، طالبان د غېرمسوولانه پرېکړو او تګلارو له لارې افغانستان د تباهۍ او ناورين کندې ته برابروي.

نوموړي د نيويارک ټایمز د هغه ټکان ‌ورکوونکي راپور په غبرګون کې چې په افغانستان کې د بې‌ساري لوږې او د روغتيايي مرکزونو د تړل کېدو په اړه خپور شوی، ويلي چې طالبانو دا هېواد د «بشپړ بشري ناورين» لمنې ته ورغورځولی دی.

اصف دُراني د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۵مه) پر اېکس‌پاڼه لیکلي: «د نيويارک ټایمز نننی مايوسونکی راپور ښيي چې افغانستان لا ډېر د سخت اقتصادي او بشري بحران پر لور روان دی. د امريکا د مرستو له بندېدو او د حياتي شريانونو له پرې کېدو سره اوس میليونونه خلک له لوږې، زياتېدونکې بې‌وزلۍ او د اساسي خدمتونو د نظام له ړنګېدو سره مخ دي».

د پاکستان پخواني استازي ټينګار کړی، چې اوسنی حالت يوازې بې‌ثباتي نه، بلکې «يو بشپړ ناورين» دی چې د طالبانو د غېرمسوولانه سياستونو له امله لا پسې سخت شوی دی. دغه پاکستاني ډېپلوماټ زياته کړه، چې طالبان د اقتصادي اصلاحاتو او د وګړو له لومړنيو حقونو سترګې پټوي. د هغه په وينا، همدا تګلارې افغانستان د لا ژور ناورین پر لور بيايي.

که څه هم طالبان ډېری وخت د هغه بشري ناورین په اړه له څرګندونو ډډه کوي چې ملګرو ملتونو پرې وار په وار خبرداری ورکړی، خو په کندهار کې د طالبانو يوه چارواکي نيويارک ټایمز ته منلې چې د طالبانو اداره د مرستندويه بنسټونو تشه نه‌شي ډکولی.

نوموړي ويلي: «د خوړو، جامو او نورو مرستو برابرول چې نادولتي بنسټونو به ورکولې، زموږ له وسه بهر دي. راتلونکی وضعيت به ډېر ستونزمن وي».

شهباز شریف: پاکستان او اسلامي هېوادونه په سیمه کې د جګړې د مخنیوي لپاره هڅې کوي

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۲۲ GMT+۰

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، چې په سیمه کې د روان کړکېچ د هوارولو او د ایران او امریکا ترمنځ د احتمالي جګړې د مخنیوي لپاره یې له ایران سره په بشپړه توګه د ورورګلوۍ رول ادا کړی دی.

د پاکستان لومړي وزیر د چهارشنبې په ورځ د کابینې غونډې ته د وینا پرمهال ویلي، چې د نوموړي په ګډون د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د پوځ مشر په سیمه کې د کړکېچ د هوارۍ لپاره د ایران له مشرتابه سره په بېلابېلو کچو لیدنې او ټلیفوني خبرې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې: «موږ په سیمه کې د ګواښونو په کمولو کې د مرستې لپاره د یو ورور په توګه هر ګام پورته کړی دی. په دې هڅو کې پاکستان یوازې نه دی، بلکې د قطر، ترکیې، مصر، عمان او سعودي عربستان په څېر مهم اسلامي هېوادونه هم شریک دي».

د پاکستان لومړي وزیر هیله څرګنده کړې، چې د دغو ګډو هڅو په پایله کې به د خبرو اترو داسې یوه لار وموندل شي، چې سیمه له اوسني ګواښونکي حالت څخه وژغوري.

د پاکستان استازی: ټي‌ټي‌پي او د بلوڅ ازادۍ پوځ په افغانستان کې په ازاده توګه فعالیت کوي

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۵۲ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي عاصم افتخار احمد د امنیت شورا په غونده کې ویلي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ټي‌ټي‌پي او بلوڅ ازادۍ پوځ په څېر ترهګرې ډلې بېرته فعالې شوې دي.

نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي، چې یادې ډلې د افغانستان په خاوره کې په ازاده توګه فعالیت کوي او په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو مسوولې دي.

د پاکستان استازي ټینګار کړی، چې هېواد یې د ترهګرۍ ضد مبارزې په لومړۍ کرښه کې ولاړ دی او په دې لاره کې یې تر ۹۰ زره ډېر قربانیان ورکړي او له سترو اقتصادي زیانونو سره مخ شوی دی.

همدارنګه عاصم افتخار احمد په بلوچستان کې وروستیو بریدونو ته په اشارې سره ویلي، چې په یادو بریدونو کې د پځو ښځو او درېیو ماشومانو په ګډون ۴۸ ملکي وګړي وژل شوي او همدارنګه د پاکستان امنیتي ځواکونو بیا د بلوڅ بېلتون‌پال پورې اړوند ۱۴۵ وسله‌وال وژلي دي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي زیاته کړې، چې هېواد یې د ترهګرو ډلو د له‌منځه وړلو، د هغوی د ملاتړو او همکارانو افشا کولو ته هوډمن دی.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تل په افغانستان کې د پاکستان ضد مخالفو وسله‌والو ډلو شتون رد کړی او په پاکستان کې امنیتي کړکېچ یې د یاد هېواد د داخلي ستونزو پایله بللې ده.