• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ذبیح‌الله مجاهد: داعش زموږ په ګاونډ کې ځالې جوړې کړې دي

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۰۹:۰۴ GMT+۰

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډې ته په ځواب کې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، چې افغانستان امن دی او د دغه هېواد له خاورې هېڅ ترهګره ډله فعالیت نه‌کوي. د هغه په وینا؛ داعش ډلې په افغانستان کې ماتې خوړلې او اوس یې په ګاونډ کې ځالې جوړې کړې دي.

هغه نن پنجشنبه (د سلواغې ۱۵مه) پر اېکس پاڼه لیکلي:« ‏په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د امنيت په اړه اندېښنې بې‌ځايه دي. دغه اندېښنې ځکه مطرح کېږي، چې افغانستان په دغه ناسته کې حضور نه‌لري؛ څو خپل مستند دريځ او حقيقت وړاندې کړي».

هغه زیاته کړې، ځينې هېوادونه له همدې تشې څخه په استفادې د افغانستان د امنيت په اړه پروپاګند کوي او اندېښنه خپروي. هغه یو ځل بیا ټینګار کړی، چې افغانستان امن دی او هېڅ بهرنۍ ډله په دغه هېواد کې حضور نه‌لري.

نوموړي زیاته کړې، «زموږ دغه دریځ چې د افغانستان خاوره به د هېچا پر وړاندې نه کارول کېږي؛ په دې معنا دی چې هېڅ هېواد باید تشویش ونه لري».

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په وروستۍ غونډه کې د دغه شورا لوړپوړو چارواکو او د یو شمېر هېوادونو استازو په افغانستان کې د امنیتي ګواښونو، په ځانګړي ډول د داعش خراسان ډلې د فعالیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي، چې طالبانو تل په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور او فعالیت په اړه راپورونه رد کړي دي.

ترویج لرونکی

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي
۱

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي

۲
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د سقوط او بقا جګړه؛ ایا د ایران رژیم د رژېدو پر لور روان دی؟

۳
د جولای ۸مه

له پوتین او نتنیاهو تر ملا هبت‌الله؛ کوم مشران د نیولو حکم لري او ولې نه دي نیول شوي؟

۴

ډونالډ ټرمپ: ایران د هوکړې غوښتونکی دی خو هر برید ته به یې څو برابره ځواب ورکړو

۵

سرچینې: پر ډیورنډ کرښه یو وار بیا د طالبانو او پاکستاني‌ ځواکونو ترمنځ نښته شوې

•
•
•

نور کیسې

اوچا: تر دامهاله په افغانستان کې له ۳.۲ مېلیونه کسانو سره د خوراکي توکو مرستې شوې دي

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۰۸:۱۴ GMT+۰
اوچا: تر دامهاله په افغانستان کې له ۳.۲ مېلیونه کسانو سره د خوراکي توکو مرستې شوې دي
100%

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، چې تر دا مهاله یې په افغانستان کې ۲.۳ مېلیونه کسانو ته د خوراکي‌ توکو مرستې رسولې دي. د اوچا په وینا؛ له بشري مرستندویه سازمانونو سره یې په ګډه په افغانستان کې د یخنۍ له امله زیانمنو کسانو ته د مرستې رسولو چارې چتکې کړې دي.

اوچا د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۶مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د یخنۍ موسم سره سم یې په افغانستان کې له ۳.۲ مېلیونه کسانو سره د خوراکي توکو مرسته کړې او په راتلونکې اونیو کې د ۲.۱ مېلیونه نورو کسانو سره د خوړو د مرستې پلان لري.

اوچا زیاته کړې، چې په همدې موده کې د ۲۲زره ۴۶۷ کورنیو سره یې د غیرخوراکي توکو مرسته کړې او د ۲۰۴۴ نورو کورنیو سره د ورته مرستو پلان هم لري. د دغه ادارې د معلوماتو له مخې؛ زیانمونو خلکو ته یې د تودوخې لپاره سون توکي، نغدي پیسې، کمپلې او جامې ورکړې دي.

که څه هم اوچا د دغه مرستو د پيل او پای نېته نه‌ده اعلان کړې؛ خو د ملګرو ملتونو اړوند بشري مرستندویه ادارې د یخنۍ موسم په پيلېدو او د خلکو د اړتیا په ډېرېدو سره مرستې چټکوي.

د طالبانو ادعا؛ روانه اوونۍ یې د ښځو د حقونو اړوند ۹۴ قضیې حل کړې دي

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۳۷ GMT+۰
د طالبانو ادعا؛ روانه اوونۍ یې د ښځو د حقونو اړوند ۹۴ قضیې حل کړې دي
100%

په داسې حال کې چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې یادې ډلې پر ښځو او نجونو پراخ بندیزونه لګولي؛ د طالبانو د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت ادعا کړې، چې د روانې اوونۍ په ترڅ کې یې د ښځو اړوند ۹۴ حقوقي قضیې حل کړې دي.

یاد وزارت نن پنجشنبه (د سلواغې ۱۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په‌ دې کې د ظلم، جبري نکاح، مهر، میراث، ولور او طلاق اړوند قضیې شاملې دي. د خبرپاڼې له مخې؛ په همدې موده کې له سوداګرو سره ۱۹۳ اصلاحي ناستې هم شوې دي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت نن پنجشنبه په خپل اوونیز راپور کې ویلي، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو او سیمو کې یې اووه کوډګر هم نیولي دي. د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کوډګر یې په کابل، دایکنډي، فاریاب او بلخ ولایتونو کې نیولي دي.

د طالبانو دغه وزارت تر دې وړاندې هم په کابل او یوشمېر نورو ولایتونو کې د کوډګرو له نیولو خبر ورکړی و.

په پېښور کې د جعلي پاکستاني پېژندپاڼو او مېشتو افغان کډوالو پر وړاندې پراخ عمليات پيل شوي

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۲۲ GMT+۰
•
جواد شينواری
په پېښور کې د جعلي پاکستاني پېژندپاڼو او مېشتو افغان کډوالو پر وړاندې پراخ عمليات پيل شوي
100%

د خیبرپښتونخوا په پېښور ښار کې د جعلي پاکستاني پېژندپاڼو جوړوونکو او مېشتو افغان کډوالو پر وړاندې په لويه کچه عمليات پيل شوي دي. ځایي چارواکو ویلي، شاوخوا ۴۵ کسان د جعلي پاکستاني پېژندپاڼو د جوړولو، برابرولو او ناقانونه فعالیتونو په تور نیول شوي دي.

دغه علمیات په اشرف روډ، اټه مارکېټ، چوک يادګار، نمک منډي، پيپل منډي او د پېښور کېنټ په بېلابېلو بازارونو کې ترسره شوي دي. د دغه عملياتو پرمهال ۴۵ کسان نيول شوي، چې ويل کېږي د جعلي پاکستاني پېژندپاڼو په جوړولو او نورو ناقانونه فعاليتونو کې یې لاس لاره.

پوليس او امنيتي ادارو د ښار په دروازو کې هم تالاشي پیل کړې او همدارنګه د ښار دننه بازارونو کې یې عمليات پراخ کړي دي. د چارواکو په وينا؛ د مرکزي او ایالتي ادارو په ګډه په ګڼو سيمو کې هم تالاشي پيل شوې. سرچینو زیاته کړې، چې د روژې میاشتې پورې د ناقانونه کړنو، جعلي پاکستاني پېژندپاڼو جوړونکو او افغان کډوالو پر وړاندې به دغه سخت عملیات دوام ولري.

تر دې وړاندې راپور ورکړل شوي و، چې په خیبرپښتونخوا کې د جعلي پاکستاني پېژندپاڼو په قضيو کې تراوسه پورې ۷۲زره ۷۰۳ پاکستاني پېژندپاڼې لغوه شوې دي.

روانه اونۍ؛ د پاکستان له زندانونو تر ۱۰۰ ډېر کډوال خوشې شول

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۴۸ GMT+۰
روانه اونۍ؛ د پاکستان له زندانونو تر ۱۰۰ ډېر کډوال خوشې شول
100%

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، په روانه اونۍ کې ۱۵۳ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کسان چې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او د دغه هېواد په زندانونو کې له یوې ورځې تر دوو میاشتو پورې بندیان وو، تر خوشې کېدو وروسته د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

په خبرپاڼه کې د دغه کسانو د جرمونو په اړه څه نه‌دي ویل شوي؛ خو په پاکستان کې افغانان تر ډېره په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسنادو نه لرلو له امله د پولیسو له‌خوا نیول کېږي. په تېرو وروستیو کې دغه لړۍ د خیبرپښتونخوا ایالت ته هم غځېدلې ده.
په پېښور کې مېشت افغان کډوال وایي، چې د پولیسو له وېرې له کوره بهر نه‌شي وتلای او که پولیس یې ونیسي؛ نو بېرته یې په جبري توګه افغانستان ته ستنوي.

له هغه راهیسې چې له طالبانو سره د اسلام‌اباد اړیکې ترېنګلې شوې؛ پاکستان د پلازمېنې په ګډون په یوشمېر ښارونو کې د افغان کډوالو پرضد عملیاتو ته زور ورکړی. په تېرو وروستیو کې پاکستاني پولیسو د افغانانو د نیولو لپاره ان د دوی د کورونو دروازې هم ماتې کړې دي.

سږکال په افغانستان کې تر ۱۵۸زره مټریک ټنه زیاته پنبه راټوله شوې

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۳۱ GMT+۰
سږکال په افغانستان کې تر ۱۵۸زره مټریک ټنه زیاته پنبه راټوله شوې
100%

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت خبر ورکړی، چې روان کال په ټول افغانستان کې ۱۵۸زره او ۲۰۵ مټریک ټنه پنبه راټوله شوې ده. د دغه وزارت په وینا؛ سږ کال د هېواد په کچه له ۱۰زره او ۲۳۶ هکټاره زیاته ځمکه د پنبې کرکېلې ته ځانګړې شوې وه، چې ښه حاصلات یې ورکړي دي.

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، روان کال په هلمند، بلخ، جوزجان او کندهار ولایتونو کې چې د پنبې د کښت تر ټولو زیاتې سیمې لري، د تولید تر ټولو لوړه کچه ثبت شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې؛ سربېره پر دې پنبه په پراخه کچه په فراه، ننګرهار، نیمروز، سمنګان، بغلان، کندوز او تخار ولایتونو کې هم کرل شوې او حاصلات یې تر لاسه شوي دي. یاد وزارت په خپل پنځه‌کلن پلان کې پنبه د لوړ ارزښت لرونکي او د کوکنارو د کښت بدیل محصول بللی.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت هم تر دې وړاندې ویلي و، چې په تېر ۲۰۲۵کال کې د څه باندې ۸۶ مېلیونه ډالرو په ارزښت تر ۱۰۰زره ټنه ډېره پنبه نړۍوالو بازارونو ته صادره شوې ده. دغه وزارت وایي، د پنبې د دغه صاداراتو وزن ۱۰۴زره ټنه ښودل شوی دی.