• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د نړۍوال اقتصادي فورم اجراییه رییس له اپسټین سره د اړیکې له امله پلټل کېږي

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۱۸ GMT+۰
placeholder

نړۍوال اقتصادي فورم د پنجشنبې په ورځ وویل، چې له جېفري اپسټین سره د دغه فورم د اجراییوي رییس بورګه برېنډه د اړیکو د روښانه کولو په موخه یې خپلواکې پلټنې پیل کړې دي.

رویټرز د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۶مه) راپور ورکړی، چې په ژنیو کې مېشت د داووس د سرمشریزې تنظیموونکي ویلي، چې دوی د امریکا د عدلیې وزارت له لوري د خپرو شویو معلوماتو څېړنه کوي، چې ښيي برېنډه له اپسټین سره درې سوداګریز ماښامنۍ کړې وې او همدارنګه یې له دغه بدنام مالي شخص سره د برېښنالیک او لنډو پیغامونوله لارې اړیکې لرلې.

نړۍوال اقتصادي فورم ویلي: «د دغو اړیکو په رڼا کې د ادارې حاکمې شورا د تفتیش او خطر کمېټې څخه وغوښتل چې موضوع وڅېړي او وروسته یې د یوې خپلواکې ارزونې د پیل پرېکړه وکړه».

نړۍوال اقتصادي فورم زیاته کړې، چې دا پرېکړه د فورم د شفافیت او د خپل اعتبار د ساتنې ژمنتیا ښیي.

نړۍوال اقتصادي فورم وویل، برېنډه چې له ۲۰۱۷کال راهیسې اجراییوي رییس دی او پخوا د ناروې د بهرنیو چارو وزیر و، د دې پلټنې بشپړ ملاتړ کوي او دا غوښتنه یې په‌خپله کړې وه.

برېنډه ویلي، چې هغه په ۲۰۱۸ کال کې په نیویارک کې د یوې ماښامنۍ پر مهال له اپسټین سره لیدلي وو؛ هغه ته د دغې ناستې بلنه د ناروې د پخواني مرستیال لومړي وزیر تریه روډ لارسن له خوا ورکړل شوې وه.

هغه وویل، چې په ۲۰۱۹کال کې یې هم له اپسټین سره په دوو ورته ماښامنیو کې ګډون کړی و، چې په‌کې ډېپلوماټان او سوداګریز مشران هم موجود وو، خو دا غونډې له "څو برېښنالیکونو او لنډو پیغامونو" سره یوځای د دوی د اړیکو ټول حد و.

برېنډه وویل: «زه د اپسټین له پخواني ژوند او جرمي فعالیتونو څخه په بشپړه توګه ناخبره وم،» او زیاته یې کړه، هغه پښېمانه دی چې له لیدنې مخکې یې د اپسټین په اړه کافي پلټنه ونه کړه.

هغه وویل: «که چېرې ما د هغه د شالید په اړه معلومات درلودلی، نو ما به لومړنۍ بلنه او همدارنګه هر ډول ورپسې ماښامنۍ یا اړیکې رد کړې وې».

د نړۍوال اقتصادي فورم په وینا، برېنډه به تر هغې پورې د اجراییوي رییس په توګه خپلو دندو ته دوام ورکړي، څو چې بهرنۍ حقوقي مشاورین پلټنه ترسره کوي.

د جېفري اپسټین قضیه د جنسي جرمونو او له کوچنیو نجونو سیستماتیکه ناوړه ګټې اخیستنې په اړه د معاصرې نړۍ تر ټولو بدنامه قضیه ګڼل کېږي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د ملګرو ملتونو سرمنشي: د «نیو سټارټ» تړون پای ته رسېدل د نړۍ د امنیت لپاره ګواښ دی

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۲۶ GMT+۰

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش خبرداری ورکړ، چې نن د ستراتیژیکو وسلو د کمولو تړون (New START) په رسمي ډول پای ته ورسېد. نوموړي د دغه تړون پای ته رسېدل د نړۍ د سولې او امنیت لپاره یو جدي ګواښ وباله او د هغې د ناوړه پایلو په اړه یې ژوره اندېښنه وښوده.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي په وینا، د دې تړون له پای ته رسېدو سره نړۍ له تېرو څه باندې پنځوسو کلونو وروسته لومړی ځل داسې حالت ته ننوځي، چې په‌کې د امریکا متحده ایالاتو او د روسیې فدراسیون د راهبردیزو اټومي وسلو پر زېرمو هېڅ ډول الزامي او د تصدیق وړ محدودیت نه‌شته. دا دوه هېوادونه د نړۍ د اټومي وسلو تر ټولو ستره برخه په واک کې لري.

ګوترېش ټینګار وکړ، چې د سړې جګړې پر مهال او له هغې وروسته کلونو کې د دغو دوو هېوادونو ترمنځ د اټومي وسلو کنټرول د ناورین د مخنیوي لپاره حیاتي رول لوبولی او لارښود ثبات یې رامنځته کړی دی. د هغه په خبره، د لارښودو وسلو د محدودولو له خبرو اترو (SALT) څخه نیولې تر نیوسټارټ تړون پورې دغه میکانېزمونه د زرګونو اټومي خولیو د کمېدو لامل شوي او نړۍوال امنیت په ځانګړي ډول د امریکا او روسیې د خلکو امنیت یې په څرګند ډول پیاوړی کړی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په ژورې اندېښنې سره وویل، چې د څو لسیزو دا ستره لاسته راوړنه په تر ټولو ناوړه وخت کې له‌منځه ځي، ځکه چې د اټومي وسلو د کارولو ګواښ په وروستیو لسیزو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی. له دې سره، هغه دا پړاو د بیا کتنې او د وسلو د کنټرول د یوه نوي نظام د رامنځته کولو لپاره یو فرصت وباله، داسې نظام چې د نړۍ له بدلېدونکو شرایطو سره سمون ولري.

ګوترېش همدارنګه د امریکا او روسیې د ولسمشرانو د هغو څرګندونو هرکلی وکړ، چې په‌کې د اټومي وسلو د سیالۍ د بې‌ثباته کوونکو پایلو او د دې وسلو د بې‌مهاره پراختیا د مخنیوي پر اړتیا ټینګار شوی دی. هغه زیاته کړه: «نړۍ اوس تمه لري چې دا خبرې عملي بڼي غوره کړي».

د ملګرو ملتونو سرمنشي له دواړو هېوادونو وغوښتل، چې له ځنډ پرته بېرته د خبرو اترو مېز ته راوګرځي او پر یوه بدیل چوکاټ هوکړه وکړي، داسې چوکاټ چې د تصدیق وړ محدودیتونه بېرته راژوندي کړي، ګواښونه راکم کړي او ګډ نړۍوال امنیت پیاوړی کړي.

د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ پیاوړتیا لپاره اریانا افغان خپلې الوتنې زیاتې کړې

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۴۵ GMT+۰

د طالبانو په ولکه کې اریانا افغان هوايي شرکت اعلان کړی، چې د کابل او ډیلي ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او د ټرانسپورټي لېږد د کچې لوړولو په موخه یې په دې مسیر کې د کارګو او مسافر وړونکو الوتنو شمېر زیات کړی دی.

دغه شرکت نن (پنج‌شنبه) د سلواغې پر ۱۶مه، وویل، چې دا مهال هره اونۍ له کابل څخه ډیلي ته شپږ کارګو الوتنې او دوه مسافر وړونکې الوتنې کوي.

اریانا افغان زیاته کړې، چې دا اقدام د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د لا ټینګښت او د هېواد د صادراتو د بهیر د ملاتړ په موخه شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې هند د افغانستان د صادراتو لپاره یو مهم بازار بلل کېږي او د کابل– ډیلي هوایي دهلېز د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په پراختیا کې مهم رول لري.

بېل ګیټس له جېفري اپسټین سره پر راشه درشه پښېماني وښوده

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۲۰ GMT+۰

د مایکروسافټ بنسټګر بېل ګیټس د جېفري اپسټین د قضیې اړوند د زرګونو اسنادو له خپرېدو وروسته په لومړي ځل له هغه سره د خپلې پېژندګلوۍ په اړه پښېماني څرګنده کړې ده.

هغه د استرالیا له «۹نیوز» شبکې سره په مرکه کې له اپسټین سره خپلې لیدنې «احمقانه» وبللې او ویې ویل، چې د دې لیدنو له امله پښېمان دی، خو د اپسټین له جرمونو یا ناوړه فعالیتونو سره یې هر ډول اړیکه په کلکه رد کړه.

ګیټس ادعا وکړه، چې له اپسټین سره د لیدو یوازینۍ موخه یې د شتمنو خلکو د مرستو جذبولو هڅه وه، څو د ګیټس بنسټ د نړیوالې روغتیا په برخه کې مالي ملاتړ ترلاسه کړي، خو دی وايي، «اوس چې ورته ګورم، دا یوه بې‌ پایلې لار وه او زه ساده وم چې له هغه سره مې وخت تېر کړ».

هغه ټینګار وکړ، چې هیڅکله د اپسټین شخصي ټاپو ته نه دی تللی، هغه ځای چې له کوچنیو نجونو سیستماتیکه ناوړه ګټه اخیستل کېده، او له کومې قرباني سره یې هم نه دي لیدلي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د هغه پخوانۍ مېرمنې ملینډا فرنچ ګیټس په جلا څرګندونو کې له ټولو شتمنو سړیو غوښتنه کړې، چې له اپسټین سره د خپلو اړیکو په اړه وضاحت ورکړي. هغې همدارنګه ویلي، چې د دې اسنادو خپرېدو د هغوی ګډ ژوند له دردناکو یادونو سره مخ کړی دی.

ګیټس ویلي: «زه د هغو ګڼ شمېر کسانو له ډلې یم، چې پر پېژندګلوۍ یې پښېمانه یم» او په دې توګه غواړي له دې رسوایۍ فاصله واخلي.

د جېفري اپسټین قضیه د جنسي جرمونو او له کوچنیو نجونو سیستماتیکه ناوړه ګټې اخیستنې په اړه د معاصرې نړۍ تر ټولو بدنامه قضیه ګڼل کېږي.

پر ټرمپ ډزې کوونکی کس په عمري بند محکوم شوی

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۲۷ GMT+۰

په امریکا کې یوې فدرالي محکمې هغه کس ته، چې د ۲۰۲۴کال د ولسمشرۍ ټاکنیز کمپاین پر مهال د ډونالډ ټرمپ د وژلو په هڅې تورن و، د عمر قید سزا واوروله.

۵۹کلن رایان وېسلي د ۲۰۲۴ کال دسپتمبر په میاشت کې په فلوریډا ایالت کې نیول شوی و.

د محکمې له محاکمې وروسته، یوه پلاوي هغه د قتل د هڅې په ګډون په څو جدي تورونو مجرم وباله، چې په پایله کې یې د عمر قید سزا پرې ولګول شوه.

د ولسوالۍ قاضي ایلېن د سزا د اعلان پر مهال وویل، چې وړاندې شوي شواهد ښيي وېسلي دا عمل له مخکې پلان کړی و او د روښانه او قصدي ارادې له مخې یې اقدام کړی دی.

څارنوالانو د محاکمې پر مهال استدلال وکړ، چې دا یوازې یو عادي جنایي عمل نه و، بلکې په متحده ایالاتو کې د ډیموکراتیک بهیر د کمزوري کولو هڅه وه، او له همدې امله یې د سختې سزا غوښتنه وکړه. خو تورن د سپکې جزا غوښتنه کړې وه، چې محکمې رد کړه.

د جزا د اورېدنې پر مهال، رایان وېسلي داسې څرګندونې وکړې چې د قاضي په وینا د قضیې له موضوع سره یې تړاو نه درلود، چې له امله یې د هغه وینا تر یوې مودې وروسته ودرول شوه. د هغه وکیلانو اعلان کړی، چې د محکمې د پرېکړې پر وړاندې به اعتراض وکړي.

د محکمې د اسنادو له مخې، وېسلي د پېښې تر ترسره کېدو لږ مخکې سویلي فلوریډا ته سفر کړی و او د ډونالډ ټرمپ د خوځښتونو د څار لپاره یې جعلي هویتونه او د اړیکو بېلابېل وسایل کارولي وو. نوموړی د ټرمپ استوګنځي ته نږدې امنیتي ځواکونو هم لیدلی و.

یونیسف: د مصنوعي ځیرکتیا له لارې د ماشومانو جنسي ناوړه استفاده باید جرم وګڼل شي

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۵۵ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) له هېوادونو وغوښتل چې د مصنوعي ځیرکتیا له لارې د ماشومانو د جنسي ناوړه استفادې اړوند د محتوا تولید په قانوني ډول جرم وګرځوي. یونیسف خبرداری ورکړی چې دا ډول محتوا د ماشومانو امنیت او رواني روغتیا ته جدي ګواښ پېښوي.

یونیسف د چارشنبې په ورځ، د سلوغې په ۱۵مه، په خپره شوې اعلامیه کې وویل چې تر اوسه د نړۍ په ۱۱هېوادونو کې د ۱،۲میلیون ماشومانو انځورونه د مصنوعي ځیرکتیا د پروګرامونو له‌خوا د جنسي محتوا د تولید لپاره کارول شوي دي.

یاد سازمان د مصنوعي ځیرکتیا له جوړوونکو او ډیجیټلي شرکتونو وغوښتل چې د دغسې محتوا پر تولید سخت کنټرول ولري، د څارنې میکانیزمونه پیاوړي کړي او د تشخیص پرمختللې ټکنالوژۍ وکاروي څو د ماشومانو د ایډیټ شویو انځورونو د خپرېدو مخه ونیول شي.

د یونیسف په وینا، د «ډیپ‌فیک» په نوم مصنوعي انځورونه، ویډیوګانې او غږونه د دې توان لري چې د واقعي خلکو څېرې په ډېر قانع کوونکي ډول جعل کړي، چې دا چاره د ماشومانو لپاره ژور او اوږدمهاله زیانونه رامنځته کوي.

په اعلامیه کې راغلي: «د ډیپ‌فیک له ناوړه استفادې څخه رامنځته کېدونکی زیان ریښتینی، جدي او سملاسي دی. ماشومان نه شي کولای تر هغه وخته انتظار وباسي چې قوانین ورپسې جوړ شي».

په همدې حال کې، بریتانیا اعلان کړی چې د مصنوعي ځیرکتیا د هغو وسایلو کارول به غیرقانوني اعلان کړي چې د ماشومانو د جنسي ناوړه استفادې انځورونه تولیدوي. بریتانیا په دې برخه کې لومړنی هېواد بلل کېږي چې عملي قانوني ګام اخلي.

په وروستیو کې دا اندېښنې هم زیاتې شوې چې د مصنوعي ځیرکتیا ځینې سیستمونه، لکه «ګروک» او «اکس‌اې ای» چې په امریکايي میلیاردر ایلان ماسک پورې تړاو لري، د کاروونکو له مخالفت سربېره هم دا ډول محتوا تولید کړې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش مخکې اعلان کړی و چې د مصنوعي ځیرکتیا د تنظیم لپاره یې د ۴۰ کسانو په ګډون د یوې خپلواکې نړیوالې علمي شورا د جوړېدو وړاندیز کړی، څو د دې ټکنالوژۍ کارول د بشریت د ګټو پر بنسټ تنظیم شي.