ګراهام: د لبنان پوځ تر هغو چې د حزبالله په اړه خپل دریځ بدل نه کړي، د ډاډ وړ نه دی

د امریکا جمهوريپال سناتور لینډسي ګراهام وایي، تر هغو چې د لبنان پوځ حزبالله یوه «ترهګره ډله» ونه بولي، دغه هېواد د یوه ډاډمن شریک په توګه نهشي منل کېدای.

د امریکا جمهوريپال سناتور لینډسي ګراهام وایي، تر هغو چې د لبنان پوځ حزبالله یوه «ترهګره ډله» ونه بولي، دغه هېواد د یوه ډاډمن شریک په توګه نهشي منل کېدای.
هغه په منځني ختیځ کې «د خبرو پر دوهګوني چلند» باندې په نیوکې سره ټینګار وکړ، چې خورا مهمې مسلې په منځ کې دي.

طالبان وایي، چې د بلخ ولایت په زارې ولسوالۍ کې یې یوه ښځه د «نامشروع» اړیکو په تور په عام محضر کې ۳۵ دُرې وهلې ده.
د طالبانو سترې محکمې د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۶مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یادې ښځې ته یې د سزا ورکولو پر مهال عامو خلکو ته هم د پند اخیستو په موخه د نندارې بلنه ورکړې وه.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په تېرو درېیو ورځو کې په بېلابېلو ولایتونو کې څه باندې څلویښت کسان په دُرو وهلي دي.
سره له دې چې د طالبانو لهخوا د عامو خلکو پروړاندې د بدني سزاګانو د ورکولو پر موضوع د بشري حقونو ګڼو سازمانونو سخت غبرګونونه ښودلي دي، خو لا هم طالبان نږدې هره ورځ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو ته په عام محضر کې بدني سزاګانې ورکوي.
اکسیوس د لوړپوړو امریکایي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د عربي او مسلمانو مشرانو له پرلهپسې فشارونو وروسته په عمان کې د ایران او امریکا ناسته بیا تنظیم شوه.
د راپور لهمخې، د سیمې لږ تر لږه ۹ هېوادونو د دغې ناستې د نه لغوه کېدو غوښتنه وکړه او واشنګټن سره له دې چې شکمن و، "خپلو متحدینو ته یې د درناوي او د ډیپلوماټیکې لارې د دوام لپاره" ورسره موافقه وکړه.
تر دې وړاندې اکسیوس راپور ورکړ، چې د امریکا او ایران ترمنځ کېدونکي مذاکرات لغوه شوي.
ایران له امریکا څخه د مذاکراتو د ځای او د خبرو د بڼې د بدلون غوښتنه کړې وه، خو امریکا یې غوښتنه رد کړې وه.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي، د راتلونکې جمعې په ورځ به له امریکا سره د اټومي پروګرام په تړاو خبرې اترې وکړي. هغه ویلي، له عماني دولت څخه مننه کوي، چې د دې مذاکراتو لپاره یې زمینه برابره کړې. تر دې وړاندې اکسیوس راپور ورکړ، چې د امریکا او ایران ترمنځ کېدونکي مذاکرات لغوه شوي.
ایران له امریکا څخه د مذاکراتو د ځای او د خبرو د بڼې د بدلون غوښتنه کړې وه، خو امریکا یې غوښتنه رد کړې ده.
اکسیوس د یوه جګپوړي امریکايي چارواکي له قوله لیکلي: «موږ ایران ته وویل چې یا په دې بڼه او یا هم هېڅ، خو هغوی وویل ښه سمه ده، بیا نو هېڅ».
واشګټن ویلي، چې له تهران سره د پخوانۍ هوکړې لهمخې مذاکراتو لپاره چمتو دی.
یوه جګپوړي امریکایي چارواکي زیاته کړې: «موږ غواړو چې ژر تر ژره یوه رښتینې هوکړه وشي، که نه خلک به نورو انتخابونو ته وګوري».
په پکتیکا کې پر کلدارو د راکړې ورکړی له امله د تېلو ۳ پمپونه او ۶ هټۍ وتړل شوې. د دغه ولایت لپاره د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ ریاست وايي، چې یاد پمپونه او هټۍ د دوشنبې په ورځ په یوسفخېل ولسوالۍ کې تړل او مهرلاک شوي دي. یادو مسوولینو زیاته کړې، چې د څارنې بهیر همداراز دوام لري.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم په پکتیکا کې د افغانیو د دودولو او د بیو د کنټرول کمېسیون خبر ورکړی و، چې د دغه ولایت په مرکز کې یې د کلدارو د راکړې ورکړې له امله ۱۸ د پټرولو پمپونه او ۵ هټۍ تړلې دي. دغه کمېسیون خبرداری ورکړی، له هغو کسانو سره به قانوني چلند وکړي چې په کلدارو راکړه ورکړه کوي.
طالبانو په ډېرو ولایتونو کې د کلدارو پر کارونې بندیز لګولی.
د پاکستان د جماعت اسلامي پخواني مشر سراج الحق خبرداری ورکړی چې په بلوچستان کې د ترهګرۍ پېښو دوام، د عامو خلکو او امنیتي ځواکونو وژل او د امن او امان خراب وضعیت د سختې اندېښنې وړ دی.
هغه په ایکس پوسټ کې ټینګار کړی، چې وروستۍ بریدونه د خلکو په منځ کې وېره خپره کړې او د حکومت او دولتي ادارو ناکامه تګلارې د پوښتنو لاندې دي.
سراج الحق لیکلي: «د بلوچستان د خلکو ساتنه د دولت لومړنی مسولیت دی، خو بدبختانه وضعیت هره ورځ لا خرابېږي.»
نوموړي د حکومت او امنیتي ادارو له خوا د عاجلو، سنجیده او اغېزمنو اقداماتو غوښتنه کړې څو د دې خونړۍ او ګواښونکي کړکېچ سره مقابله وشي او ولس ته خوندي چاپېریال برابر شي.