• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اصف دُرانی: د بلوچستان مسله په زور نه، بلکې په تدبیر حل کېږي

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۱۹ GMT+۰

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دُراني په بلوچستان کې د بلوڅ ازادۍ پوځ وروستیو بریدونو ته په اشارې ویلي، چې د بلوچستان مسله په زور نه، بلکې په تدبیر حل کېږي.

اصف دُراني پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، چې په بلوچستان کې تاوتریخوالی یوه جدي اندېښنه ده او باید پرته له کوم ابهام او ځنډ څخه وغندل شي.

نوموړي ویلي، حکومت حق او مسوولیت لري چې د خپلو وګړو او نظم ساتنه وکړي، خو تېر ته په کتو که څه هم پوځي عملیات تاوتریخوالی کمولی شي، خو شخړه په بشپړه نه پرې حل کېږي.

دُراني زیاته کړې: «هغه ثبات چې یوازې د زور له لارې ترلاسه کېږي، خورا نازک او ډېری وخت موقتي وي».

نوموړي دا څرګندونې تر هغه وروسته وکړې، چې په بلوچستان کې د بلوڅ ازادۍ پوځ له بریدونو وروسته په یاد ایالت کې پوځي عملیات پیل شول او چارواکو ویلي و، چې لسګونه بلوڅ وسله‌وال یې وژلي دي.

اصف دُراني ویلي، چې په بلوچستان کې د وسله‌والې مبارزې، کمزورې حکومتولۍ، اقتصادي محرومیت او د واقعي استازولۍ د نشتوالي ستونزې یوازې په پوځي لارو نه حل کېږي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د یادو ستونزو د نه حل په صورت کې به د تاوتریخوالي لړۍ په نویو بڼه راڅرګنده شي.

اصف دُراني زیاته کړې: «ټاکل شویو صوبايي بنسټونو ته د رښتینې واکمنۍ د زمینې برابرول، پر پراختیايي لومړیتوبونو شفاف کنټرول او په پرله‌پسې ډول د قانون حاکمیت ته غاړه اېښودل د بلوچستان د ستونزې حل دی».

نوموړي ویلي، چې په بلوچستان کې ثبات هغه وخت ممکن دی چې د تاوتریخوالي پروړاندې د سختوالي ترڅنګ په سیاست، حکومتولۍ او عدالت کې له انصاف څخه کار واخیستل شي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د روغتیا نړیوال سازمان : په افغانستان او پاکستان کې د پولیو پېښې لا هم جدي ګواښ دی

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۳۵ GMT+۰

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، سره له دې چې په نړۍ کې د پولیو پېښې کمې شوې دي، خو په افغانستان او پاکستان کې دپولیو ویروس دوامدارې پېښې لا هم د پولیو د بشپړ ورکاوي پر وړاندې جدي ګواښ دی.

دا څرګندونې د روغتیا نړیوال سازمان عمومي رییس د یاد سازمان د ۱۵۸م اجرایوي بورډ غونډې ته راپور کې کړې دي. د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر تر ۲۲مې پورې په ټوله نړۍ کې د پولیو ویروس ډول ۱ ټولې ۳۸ پېښې ثبت شوې دي، چې دا شمېر د ۲۰۲۴ کال د همدې مودې په پرتله کمې دي. خو ټولې دا پېښې یوازې په افغانستان او پاکستان کې ثبت شوې دي، چې لا هم د پولیو د پېښو د ثبت یوازیني هېوادونه دي.

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د پولیو د له منځه وړلو پرمختګ نازک دی، ځکه چاپېریالي ازموینو ښودلې چې ویروس د اصلي لېږد له سیمو هاخوا هم موندل شوی، حتا په هغو سیمو کې چې ښکاره دغه ویروس نه دی ثبت شوی. دا حالت د ویروس د پټې خپرېدنې اندېښنې زیاتوي.

د راپور له مخې، د پولیو ویروس په ځانګړي ډول د افغانستان په سوېلي ولایتونو او د خېبر پښتونخوا په سوېلو سیمو کې متمرکز پاتې دی. په افغانستان کې د واکسین د پوښښ د لوړولو لپاره نوې عملیاتي تګلارې پلي شوې دي، چې په ختیزو سیمو کې یې د ویروس په کمېدو کې مرسته کړې ده. په سوېل کې بیا د کور په کور واکسین پر پراخېدو کار روان دی.

په پاکستان کې د پولیو ملي بېړنی پلان (۲۰۲۴–۲۰۲۵) په لوړ سیاسي ملاتړ سره پلي کېږي، خود روغتیا نړیوال سازمان وايي چې لا هم د خېبر پښتونخوا، کوټې او کراچۍ په ځینو سیمو کې د واکسین د کیفیت ستونزې شته.

د نایجیریا شمال، د چاډ جهیل حوزه، سومالیا، اېتوپیا او یمن لا هم د لوړ خطر سیمې بلل کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د پولیو پروګرامونه اوس د نویو واکسینونو او د منظم واکسین له سیستم سره د ادغام پر لور روان دي، څو هغو ماشومانو ته ورسېږي چې هېڅ واکسین یې نه دی ترلاسه کړی.

د ازبکستان ولسمشر په یوه رسمي سفر پاکستان ته رسېدلی

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۳۲ GMT+۰

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف په یوه رسمي سفر پاکستان ته رسېدلی او د دغه هېواد ولسمشر اصف علي زرداري او لومړي وزیر شهباز شریف یې د اسلام اباد په نور خان هوایي ډکر کې هرکلی کړی دی.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په ایکس خواله رسنۍ کې ویلي، چې د ازبکستان د ولسمشر یې تود هرکلی کړی او دا سفر یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه‌اړخیزو اړیکو او سیمه‌ییز اتصال د پیاوړتیا لپاره مهم ګام بللی دی.

په پیغام کې راغلي، چې دغه سفر به د پاکستان او ازبکستان ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا ترڅنګ د سیمې د هېوادونو ترمنځ اړیکې لا ټینګې کړي.

تمه ده، چې د دې سفر پر مهال د دواړو هېوادونو مشران د دوه‌اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، ترانزیټ او سیمه‌ییزو همکاریو پر مهمو موضوعاتو خبرې اترې وکړي.

په پېښور کې د جعلي پاکستاني پېژندپاڼو او مېشتو افغان کډوالو پر وړاندې پراخ عمليات پيل شوي

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۲۲ GMT+۰
•
جواد شينواری

د خیبرپښتونخوا په پېښور ښار کې د جعلي پاکستاني پېژندپاڼو جوړوونکو او مېشتو افغان کډوالو پر وړاندې په لويه کچه عمليات پيل شوي دي. ځایي چارواکو ویلي، شاوخوا ۴۵ کسان د جعلي پاکستاني پېژندپاڼو د جوړولو، برابرولو او ناقانونه فعالیتونو په تور نیول شوي دي.

دغه علمیات په اشرف روډ، اټه مارکېټ، چوک يادګار، نمک منډي، پيپل منډي او د پېښور کېنټ په بېلابېلو بازارونو کې ترسره شوي دي. د دغه عملياتو پرمهال ۴۵ کسان نيول شوي، چې ويل کېږي د جعلي پاکستاني پېژندپاڼو په جوړولو او نورو ناقانونه فعاليتونو کې یې لاس لاره.

پوليس او امنيتي ادارو د ښار په دروازو کې هم تالاشي پیل کړې او همدارنګه د ښار دننه بازارونو کې یې عمليات پراخ کړي دي. د چارواکو په وينا؛ د مرکزي او ایالتي ادارو په ګډه په ګڼو سيمو کې هم تالاشي پيل شوې. سرچینو زیاته کړې، چې د روژې میاشتې پورې د ناقانونه کړنو، جعلي پاکستاني پېژندپاڼو جوړونکو او افغان کډوالو پر وړاندې به دغه سخت عملیات دوام ولري.

تر دې وړاندې راپور ورکړل شوي و، چې په خیبرپښتونخوا کې د جعلي پاکستاني پېژندپاڼو په قضيو کې تراوسه پورې ۷۲زره ۷۰۳ پاکستاني پېژندپاڼې لغوه شوې دي.

د پېښور سترې محکمې پر پښتون ژغورنې غورځنګ او مشرانو یې بندیز تایید کړ

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۵۱ GMT+۰

د خیبرپښتونخوا ایالت د پېښور سترې محکمې پر پښتون ژغورنې غورځنګ، منظور پښتین او د دغه غورځنګ پر یو شمېر مشرانو د پاکستان حکومت له‌خوا د لګېدلي بندیز پرېکړې پخلی کړی. له دغه محکمې پر پښتون ژغورنې غورځنګ د بندیز لرې کولو غوښتنه شوې وه؛ خو یادې محکمې دغه غوښتنه رد کړې ده.

د پاکستان ډان ورځپانې د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې د پاکستان کورنیو چارو وزارت په ۲۰۲۴کال کې پر پښتون ژغورنې غورځنګ، منظور پښتین او یوشمېر نورو مشرانو بېلابېل بندیزونه ولګول.

محکمې ویلي، چې بشپړه پرېکړه به وروسته خپره کړې. عریضه کوونکو له محکمې غوښتنه کړې وه، چې فدرالي حکومت ته امر وکړي؛ څو پښتون ژغورنې غورځنګ او د مشرانو نومونه یې د بندیز له نوملړه وباسي. دوی دغه بندیز ناقانونه بللی.

خو وکیل ثناء الله بیا ویلي: «قانوني لارې چارې شته؛ عریضه کوونکي کولای شي د ۱۹۹۷کال د ترهګرۍ ضد قانون د ۱۱-سي مادې له مخې لومړی په لیکلي ډول د فدرالي حکومت له لارې د کورنیو چارو وزارت ته د بیاکتنې غوښتنلیک وړاندې کړي، چې له مخې یې د پښتون ژغورنې غورځنګ د ممنوعه سازمان په توګه اعلان شوی و».

نوموړي ادعا وکړه، چې د دغه غورځنګ مشران د دولت ضد فعالیتونو سره تړاو لري او په خپلو غونډو کې یې د پاکستان پر وړاندې له کرکې ډکې ویناوې کړې دي. هغه د یوې پوښتنې په ډول ویلي: «که پي ټي‌اېم ځان سیاسي سازمان بولي؛ نو ولې د پاکستان د ټاکنو کمېسیون سره یې ځان نه‌دی ثبت کړی؟»

خو عریضه کوونکو بیا ویلي، د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مدني او ټولنیز غورځنګ دی چې د ۲۰۱۴کال راهیسې د پښتنو د حقونو خوندیتوب لپاره فعالیت کوي. هغوی ویلي، چې دوی د سیمې له تاوتریخوالي یا وسله‌‌والو غورځنګونو سره توپیر لري او تل یې د تاوتریخوالي پر ضد دریځ غوره کړی دی.

د یاد غورځنګ وکیل ویلي، چې پي‌‌ټي‌اېم د ټاکنو کمېسون سره د ثبت اړتیا نه‌لري؛ ځکه دا یو غورځنګ دی، نه سیاسي ګوند. هغه زیاته کړې: «فدرالي حکومت پر پي‌ټي‌اېم بندیز ولګاوه او ادعا یې وکړه، چې کابینې پرې هوکړه کړې؛ خو نه یې پرېکړه عامه کړه او نه یې د بندیز لامل شریک کړ».

دغه غورځنګ له پيل څخه د بندیز د لاملونو په اړه د معلوماتو غوښتنه کړې؛ خو حکومت تر اوسه هیڅ ډول معلومات نه‌دي ورکړي. د پاکستان حکومت تر دې وړاندې هم په وار، وار د نامعلومو لاملونو له امله د دغه غورځنګ ګڼ مشران او غړي بندیان کړي دي.

روانه اونۍ؛ د پاکستان له زندانونو تر ۱۰۰ ډېر کډوال خوشې شول

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۴۸ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، په روانه اونۍ کې ۱۵۳ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کسان چې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او د دغه هېواد په زندانونو کې له یوې ورځې تر دوو میاشتو پورې بندیان وو، تر خوشې کېدو وروسته د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

په خبرپاڼه کې د دغه کسانو د جرمونو په اړه څه نه‌دي ویل شوي؛ خو په پاکستان کې افغانان تر ډېره په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسنادو نه لرلو له امله د پولیسو له‌خوا نیول کېږي. په تېرو وروستیو کې دغه لړۍ د خیبرپښتونخوا ایالت ته هم غځېدلې ده.
په پېښور کې مېشت افغان کډوال وایي، چې د پولیسو له وېرې له کوره بهر نه‌شي وتلای او که پولیس یې ونیسي؛ نو بېرته یې په جبري توګه افغانستان ته ستنوي.

له هغه راهیسې چې له طالبانو سره د اسلام‌اباد اړیکې ترېنګلې شوې؛ پاکستان د پلازمېنې په ګډون په یوشمېر ښارونو کې د افغان کډوالو پرضد عملیاتو ته زور ورکړی. په تېرو وروستیو کې پاکستاني پولیسو د افغانانو د نیولو لپاره ان د دوی د کورونو دروازې هم ماتې کړې دي.