• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روانه اونۍ؛ د پاکستان له زندانونو تر ۱۰۰ ډېر کډوال خوشې شول

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۴۸ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، په روانه اونۍ کې ۱۵۳ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کسان چې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او د دغه هېواد په زندانونو کې له یوې ورځې تر دوو میاشتو پورې بندیان وو، تر خوشې کېدو وروسته د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

په خبرپاڼه کې د دغه کسانو د جرمونو په اړه څه نه‌دي ویل شوي؛ خو په پاکستان کې افغانان تر ډېره په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسنادو نه لرلو له امله د پولیسو له‌خوا نیول کېږي. په تېرو وروستیو کې دغه لړۍ د خیبرپښتونخوا ایالت ته هم غځېدلې ده.
په پېښور کې مېشت افغان کډوال وایي، چې د پولیسو له وېرې له کوره بهر نه‌شي وتلای او که پولیس یې ونیسي؛ نو بېرته یې په جبري توګه افغانستان ته ستنوي.

له هغه راهیسې چې له طالبانو سره د اسلام‌اباد اړیکې ترېنګلې شوې؛ پاکستان د پلازمېنې په ګډون په یوشمېر ښارونو کې د افغان کډوالو پرضد عملیاتو ته زور ورکړی. په تېرو وروستیو کې پاکستاني پولیسو د افغانانو د نیولو لپاره ان د دوی د کورونو دروازې هم ماتې کړې دي.

ترویج لرونکی

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي
۱

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي

۲
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د سقوط او بقا جګړه؛ ایا د ایران رژیم د رژېدو پر لور روان دی؟

۳
د جولای ۸مه

له پوتین او نتنیاهو تر ملا هبت‌الله؛ کوم مشران د نیولو حکم لري او ولې نه دي نیول شوي؟

۴

ډونالډ ټرمپ: ایران د هوکړې غوښتونکی دی خو هر برید ته به یې څو برابره ځواب ورکړو

۵

سرچینې: پر ډیورنډ کرښه یو وار بیا د طالبانو او پاکستاني‌ ځواکونو ترمنځ نښته شوې

•
•
•

نور کیسې

سږکال په افغانستان کې تر ۱۵۸زره مټریک ټنه زیاته پنبه راټوله شوې

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۳۱ GMT+۰
سږکال په افغانستان کې تر ۱۵۸زره مټریک ټنه زیاته پنبه راټوله شوې
100%

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت خبر ورکړی، چې روان کال په ټول افغانستان کې ۱۵۸زره او ۲۰۵ مټریک ټنه پنبه راټوله شوې ده. د دغه وزارت په وینا؛ سږ کال د هېواد په کچه له ۱۰زره او ۲۳۶ هکټاره زیاته ځمکه د پنبې کرکېلې ته ځانګړې شوې وه، چې ښه حاصلات یې ورکړي دي.

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، روان کال په هلمند، بلخ، جوزجان او کندهار ولایتونو کې چې د پنبې د کښت تر ټولو زیاتې سیمې لري، د تولید تر ټولو لوړه کچه ثبت شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې؛ سربېره پر دې پنبه په پراخه کچه په فراه، ننګرهار، نیمروز، سمنګان، بغلان، کندوز او تخار ولایتونو کې هم کرل شوې او حاصلات یې تر لاسه شوي دي. یاد وزارت په خپل پنځه‌کلن پلان کې پنبه د لوړ ارزښت لرونکي او د کوکنارو د کښت بدیل محصول بللی.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت هم تر دې وړاندې ویلي و، چې په تېر ۲۰۲۵کال کې د څه باندې ۸۶ مېلیونه ډالرو په ارزښت تر ۱۰۰زره ټنه ډېره پنبه نړۍوالو بازارونو ته صادره شوې ده. دغه وزارت وایي، د پنبې د دغه صاداراتو وزن ۱۰۴زره ټنه ښودل شوی دی.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت: مسلکي کارګرو ته د حرفوي اسنادو د وېش لړۍ پیل شوې ده

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۱۲ GMT+۰
د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت: مسلکي کارګرو ته د حرفوي اسنادو د وېش لړۍ پیل شوې ده
100%

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي، چې د مسلکي کارګرو لپاره یې د حرفوي اسنادو د وېش لړۍ پیل کړې ده. د دغه وزارت په وینا؛ ګڼ شمېر مسلکي کارګر چې په بېلابېلو برخو کې کاري وړتیاوې لري، د رسمي اسنادو د نشتوالي له امله یې تر دې دمه نه‌شوای کولی په خپل مسلک کې فعالیت وکړي.

د یاد وزارت ویاند سمیع‌الله ابراهیمي ویلي، تر اوسه د لسو بېلابېلو حرفو مسلکي کارګرو ته اسناد ورکړل شوي دي. هغه زیاته کړې، چې د ظرفیت له ارزونې وروسته به ورته اړوند ښوونیز او مسلکي پروګرامونه هم برابر شي.
د نوموړي په وینا؛ دغه لړۍ په کابل ولایت کې پیل شوې، چې نورو ولایتونو ته به هم وغځېږي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت تر دې وړاندې هم ویلي و، چې له روسیې سره به د افغان کارګرو د لېږد په اړه په نږدې راتلونکې کې هوکړه وکړي. دغه وزارت زیاته کړې وه، چې د افغان کارګرو د لېږد په برخه کې له ایران، قطر، سعودي عربستان، عمان او متحده عربي اماراتو سره هم د همکاریو او هوکړو لپاره هڅې شوې دي.

راپورونه ښيي، په افغانستان کې د بې‌کارۍ او فقر کچه په بې‌ساري ډول لوړه شوې ده. د همدې ستونزو له امله ډېری افغانان ناقانونه کډوالۍ ته مخه کوي، چې په ډېرو مواردو کې یې د مرګ لامل ګرځي. په دې وروستیو کې د ایران پر لاره د لسګونه هغو افغانانو مړي موندل شوي، چې پر لاره د سړې هوا له امله مړه شوي وو. دغه کسانو هڅه کوله په ناقانونه توګه له پولې واوړي.

د عمران خان زوی: د پاکستان حکومت په قصدي ډول زموږ د ویزو غوښتنلیکونو په اړه اقدام نه‌کوي

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۵۳ GMT+۰
د عمران خان زوی: د پاکستان حکومت په قصدي ډول زموږ د ویزو غوښتنلیکونو په اړه اقدام نه‌کوي
100%

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د بنسټګر عمران خان زوی قاسم خان وایي، چې هغه او ورور یې غواړي د خپل پلار د لیدو لپاره پاکستان ته سفر وکړي؛ خو حکومت یې د ویزو غوښتنلیکونو په اړه اقدام نه‌کوي. نوموړي ویلي، اولادونه د خپل پلار له لیدو منعه کول د «ډله‌ییزې سزا» په څېر ده.

د عمران خان زوی قاسم خان په یوه بیان کې ویلي، چې پلار یې له ۹۱۴ ورځو راهيسې په انفرادي بند کې دی. نوموړي د خان روغتیايي حالت نازک ښودلی او ویلي یې دي، چې هغه روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري.

هغه زیاته کړې:« زه او زما ورور غواړو د خپل پلار د لیدو لپاره پاکستان ته ولاړ شو؛ خو حکومت په قصدي ډول زموږ د ویزو غوښتنلیکونه نه څاري». قاسم خان ویلي، چې له درملنې څخه د یوه بندي محرومول ظلم دی او د پلار له ليدو د اولادونو منع کول د «ډله‌ييزې سزا» په څېر ده.

د عمران خان زوی قاسم خان د بشري حقونو له نړۍوالو سازمانونو او حکومتونو غوښتنه کړې، چې د نه جبرانېدونکي زیان تر رامنځته کېدو مخکې دې د یادې موضوع په اړه خپل غږ پورته کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې د عمران خان د روغتیايي وضعیت او د هغه سره پر لیدنې بندیز د نوموړي د کورنۍ او پلویانو اندېښنې راپورته کړې دي.

تر دې وړاندې د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د دغه اندېښنو په ځواب کې ویلي و، د پاکستان پخوانی لومړی وزیر چې په اډیاله زندان کې بند دی؛ د طبي درملنې لپاره د اسلام‌اباد (پیمز) روغتون ته وړل شوی و. نوموړي‌ د خان روغتیايي‌ حالت د ډاډ وړ ښودلی و.

نصیر احمد اندېشه: د طالبانو ځپونکي فرمانونه به تر ډېره دوام ونه کړي

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۴۶ GMT+۰
نصیر احمد اندېشه: د طالبانو ځپونکي فرمانونه به تر ډېره دوام ونه کړي
100%

په جېنوا کې د افغانستان استازي نصیر احمد اندېشه د طالبانو جزایي اصول‌نامې ته په غبرګون کې ویلي، چې قانون باید د یوه ملت د ارزښتونو او شخصیت استازیتوب وکړي؛ خو د طالبانو اوسني سخت او ځپونکي فرمانونه د افغانستان له ټولنیز او تاریخي واقعیت سره سمون نه‌لري.

ښاغلي اندېشه دغه څرګندونې نن پنجشنبه (د سلواغې ۱۶مه) پر اېکس پاڼه کړې. هغه زیاته کړې، چې دغه فرمانونه نه د افغانستان له تاریخي دودونو او ټولنیزو ارزښتونو سره برابر دي او نه هم د افغان ولس د اخلاقي او فرهنګي جوړښت څرګندونه کولای شي؛ بلکې دا د یوې محدودې ډلې اېډیالوژي منعکسوي چې نه په کور دننه او نه هم په نړۍواله کچه مشروعیت لري.

اندېشه ټینګار کوي، چې دغه ډول پالیسۍ به په ننني افغانستان کې د دوام وړ نه‌وي او د خلکو له پراخو غبرګونونو سره به مخ شي. د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده د یوه فرمان له لارې د طالبانو د حکومت د جزا قانون د «محاکمو د جزایي اصولنامې» تر عنوان لاندې نافذ کړ.

دغه قانون په یوه سریزه، درې بابونو، لسو فصلونو او ۱۱۹ مادو کې ترتیب شوی. د یادولو وړ ده، چې د طالبانو د جزایي اصولنامې له مخې؛ د افغانستان وګړو ته د ټولنیزې طبقه بندۍ پر بنسټ سزاوې ورکول کېږي.

طالبان وايي په هلمند او بلخ کې یې تر سل ټنه زیات انساني او کرنیز درمل له‌منځه وړي

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۳۱ GMT+۰
طالبان وايي په هلمند او بلخ کې یې تر سل ټنه زیات انساني او کرنیز درمل له‌منځه وړي
100%

په هلمند کې د طالبانو د فرعي ګمرکاتو مشر محمد قاسم حقمل ویلي، چې نږدې ۲زره کیلو ګرامه انساني او کرنیز درمل یې د ګرمسېر ولسوالۍ اړوند رېګ سیمه کې له‌منځه وړي دي. په بلخ کې د طالبانو روغتیا ریاست بیا د ۱۰۰ ټنه تاریخ تېر درملو او خوراکي توکو د سوځولو خبر ورکړی.

په هلمند کې د طالبانو د ګمرکاتو مشر د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۵مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې سوځول شوي توکي یې د تېرو دوو میاشتو په لړ کې ترلاسه کړي وو. نوموړي له خلکو غوښتي، چې افغانستان ته د ناقانونه، بې‌کیفیته او قاچاقي توکو له وارېدولو ډډه وکړي.

په دې وروستیو کې له پاکستان او ایران نه د هلمند له لارې د بې‌کیفیته او ناقانونه توکو لېږد زیات شوی. ورته مهال په بلخ کې د طالبانو روغتیا ریاست ویاند کمال خان ځدراڼ وايي، چې د دوی د څارنې او پلټنې ډلو شاوخوا ۱۰۰ ټنه تاریخ تېر درمل او خوراکي توکي راټول کړي او له‌منځه یې وړي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې دغه توکي یې د ښار او ولسوالیو له بېلابېلو درملتونونو، عمده پلورنځیو او هټیو راټول کړي او سوځولي دي.